پښتانه د پوهنې په برخه کې له ډيرو داسې ستونزو سره مخ دي لکه په مورنۍ ژبه زده کړې، د پښتون معلم نه شتون، پښتو کتابونه، ښوونځي او …

دلته غواړم چې يوازې په دې څلورو بنسټي ستونزو باندې رڼا واچوم.

۱ ـ په مورنۍ ژبه زده کړې:

په مورنۍ ژبه زده کړې د عظیم الشان قران په سورت عمران کې ورته اشاره شوې ده دهیواد اساسي قانون د پوهنې نصاب او ټولو نړیوالو بشري قوانینو له مخې د هرماشوم حق دی، په قران شریف سورت الابراهیم کې راغلي دي چې ( هرقوم ته دهماغه قوم په ژبه پيغمبرلیږل شوی )

د افغانستان اساسي قانون ۱۶ ماده: د پښتو، دري، ازبکي، ترکمني، بلوڅي،پشه يي، نورستاني، پامیري ،او

په هېواد کې دنورو مروجو ژبو له جملې څخه پښتو او دري د دولت رسمي ژبې دي… ۴۳ ماده: دولت مکلف دی چې په ټول افغانستان کې د متوازن معارف د عامولو او دمنځنیواجباري زده کړو دتامین لپاره اغیزمن پروګرام طرح او د تطبیق کړي او دمورنیو ژبو د تدریس لپاره په هغو سیموکې چې پرې خبرې کېږي لاره هواره کړي.

د پوهنې نصاب : ۷ ماده: په ښوونځيوکې تدریس په هغو ژبو کېږي چې په اساسي قانون کې تسجیل شوې وي.

د بشر حقوقو نړيوالې اعلاميې د لومړۍ مادې، د ماشومانو د حقوقو تړون(crc ( د۱۷، ۲۸، ۲۹، ۳۰ ، مادو او د یونیسکود مدیرانو جرګې د ۲۰۰۱ کال د اعلاميې له مخې په مورنۍ ژبه زده کړه د هر ماشوم حق دی او دولتونه مکلف دي چې خپلوخلکو ته دا حق ورکړي.

خو د پوهنې وزارت په ټوله سپین سترګۍ په دې مسله کې ځان غلی کړی دی

ماشوم ته په مورنۍ ژبې د زده کړو ګټې:

د ارواپوهنې له نظره:

د ډان ګابر په ګډون دنړۍ ډیرای ارواپوهان په دې اند دي چې ماشوم ته په مورنۍ ژبه زده کړې د ماشوم هغه وړتیا او استعداد چې په ماشوم کې پټ وي څرګنده وي پرځان یې باور پيدا کېږي له اروايي عقدو څخه خلاصون مومي د ناهيلۍ او محرومیت احساس نه کوي له زده کړې سره یې مینه ورځ تربلې ډېرېږي ځان ورته په خپل ماحول کې پردی نه برېښي په مورنۍ ژبه زده کړې د ماشوم په شخصیت باندې ډېره ښه اغیزه لرلی شي.

ماشوم ته په مورنۍ ژبه زده کړې نه ورکول له ماشوم سره ظلم او بې انصافي ده ارواپوهان وايي که چیرته ماشوم ته په خپله مورنۍ ژبه زده کړې ورنه کړل شي د ماشوم نیم استعداد له منځه ځي د ماشوم له زده کړې سره مینه له اوله ورځ نه کميږي ما شوم له ښوونځي څخه زړه توری کوي له ښوونځي څخه د ماشوم د مورنۍ ژبې ایستل د ماشوم ایستل دي، په ښوونځي کې چې د ماشوم ژبه مورنۍ نه وي ماشوم ته یوازي خپل کور خپل ښکاريږي نور فکر کوي چې له کوره د باندې بله دنیاده ماشوم ته خپل هیواد خپله خاوره خپله نه ښکاري ځکه چې دی یوازي په خپل کورکي خپله ژبه کاروي د یادونې ده چې ماشوم یوازې په خپله مورنۍ ژبه کولی شي ښه زده کړه وکړي (په دې هر باسواده وګړی پوهیږي چې په مورنې ژبه زده کړه ددې سبب کیږي چې زده کونکی د ښوونکي له خوا په لوست ژر پوه شي . او د کتاب د لوستلو په بهیر کې د لوست مفهوم درک کړي.

کله چې زده کونکي په لوست زر پوه شي نو دده د لوست سره مینه زیاتیږي او دده استعداد په چټکتیا سره وده کوي .

په دې ډول د ښوونکو له پاره هم ساده ده چې زده کونکي د لوست په مفهوم په خپله ژبه په اسانی و پوهوي . ښوونکي دې ته نه اړ کیږي چې په زده کونکو فشار راوړي او یا یې وترټي .دا ددې سبب کیږي چې د ښوونکو او زده کونکو تر مینځ د زده کړې یوه صمیمانه فضا رامنځته شي.

تجربو ښودلي ده چې په افغانستان کې هغه کسان په علمی ډګر کې لوړو پوړیو ته رسیدلی دی چې په ښوونځی کې یې زده کړې په خپلو مورنیو ژبو باندې کړي دی .

) د ا یوحقیقت دی کله چې ماشوم ښوونځي ته ځي او د ښوونځي ژبه یې مورنۍ نه وي په بله ژبه هغه سې زده کړه نه شي کولی نو په ښوونځي کی د ښوونکي له خوا وهل رټل کېږي او په کورکې د مور او پلار له خوا یو ژوند مثال یې تاسې ته خپل د سترګو لیدلی حال وړاندې کوم یو سهار په شمشاد تلویزون کې سهار اته بجې یوه خپرونه پیل شوه چې نوم يي و (شمشاد او خلک) چې محترم سعدالله قاضي پرمخ وړه او په خپرونه کې ورسره مېلمه د هيواد تکړه لیکوال او سیاستپوه شیرعلم املوال مېلمه و دوی د مورنۍ ژبې په ارزښت باندې بحث کاو او ټلیفونونه یې هم اخستل د هيواد له ګوډ ګوډ څخه خلکو ورته ټلیفونونه کول او د مورنۍ ژبې په ارزښت او د پوهنې له وزارت څخه ګیلې مانې کولې په دې کې یوکس له کندوز نه په لیکه کې و ویل یې ځوی مې څوکاله کيږي ښوونځي ته ځي خو په هیڅ نه پوهېږي هېڅ شی یی نه دی زده، کور کې یې زه وهم او په ښوونځي کې مې معلم ته هم ویلي چې وهه یی درس نه وايي نو نوموړي وویل چې زه وروسته پوی شوم چې زما دبچي ځکه درس نه زده کېږي چې فارسي یې نه زده اوس لومړی به دته ژبه ورښایم بیا یې ښوونځي ته ليږم کاش چې مکتبونه په خپله ژبه پښتو باندې شي موږ دلته ټول پښتانه میشت یو هیڅو ک فارسي ژبی له موږ سره نه شته خو ښوونځي مو په خپله ژبه نه دي.

د ښوونې او روزنې د فلسفې له نظره په مورنۍ ژبه زده کړې:

د ښوونې او روزنې فیلوسوف حضرت خوشال بابا او جان لاک د ماشوم ماغزه د سپينې لوحې په څېربولي چې څه ورباندې ولیکل شي همغه حروف یې ترپایه په ذهن کې کینې د یادونې ده چې دغه نظریه په لومړي ځل خو شال بابا وړاندې کړې او ورپسې جان لاک ورته نظریه وړاندې کړه خو شال بابا او جان لاک تقریبا همځولي و دغې نظرې د ښوونې اورزنې په فلسفه کې انقلاب راوسته وروسته له نورو فلسفیانو له خوا دا موضوع د مختلفو اړخونوڅخه ښه وشاربل شوه زه دلته یوازې درې ټکو باندې غواړم رڼا واچوم.

۱- د ماشوم هڅونه:

د ماشوم هڅونه ( تشویق) د ښوونې او روزنې فلسفې یوه اړینه اړتیا بللې ده دوی وایې له ماشوم سره باید له مینې ډک چلند وشي او په ډېره مینه بایدزده کړې ته وهڅول شي هېڅ ډول زور زیاتی دې ورسره نه کېږي ډېرکم فلسفیان په دې اند ول چې ماشوم باید ډېرناز ته هم پرې نه ښودل شي یو له هغو فلسفیانو څخه ارسطو و په لرغوني یونان کې متل و چې زده کړه او وهل سره ملګري دي، خو د یادونې ده چې دغه متل او س په یونان کې متل پاتې دی بس خو په افغانستان کې بیا په ځانګړي توګه پښتنو کې هم متل دی او هم رواج له بده مرغه چې تراوسه موږ وايو چې ډب نه وي ادب نه وي موږ له ماشومانوسره هغه چلند چې د ماشوم حق دی او ماشوم ورته اړتیا لري نه کو موږ که ماشوم ډوډۍ ته هم کینواول یې یوه څپېړه په مخ ګرم کړو بیا ورته وایو وخوره له ماشوم سره سخت چلند د ماشوم باور، ذهني پیاوړتیا او استعداد ته سخت زیان اړوي مینه ماشوم ته ډیره اړینه ده هر کار چې ماشوم کوي باید موږ یې تشویق کړو او له بد کار څخه یې داسې وژغورو او داسې لار ښوونه ورته وکړو چې دهغه د پوهې او د فکر په کچه وي او په داسې الفاظو باید ورسره خبرې وشي چې دی ورباندې پوهیږي.

ما یو ورځ د کابل په ښار کې یوکس ولید ماشومه نجلۍ چې په غالب ګوما ۵ کلنه به وه نوسړی به د ۴۵ کلنو په شاوخوا کې و نو ښار کې روان دی ماشومه یې له لاسه نيولې ده خپله خو له قده هم دنګ و ستر ستر ګامونه اخلي او ماشومه ورسره منډې وهي ماشومه تیګا وهي او ورسره ځغلي په دې کې د ماشومې له یو څه شي سره پښه ونښته ولویده سړي ظالم مخ ور واړاوه او دوه څپېړې یې په داسټ کې ووهله نجلۍ په ژړا شو زه یې مخې ته راغلم سخت مې ور��ه عصاب خراب شوي و خو څه مې ورته نه شو ویلی نو ورته مې وویل مشره ستا قدمونه غټ دي او دنجلۍ واړه دې نه شي کولی چې له تاسره یوځای قدم ووهي که لږ دې سپیډ راکم کړې ښه به وي سړي راته برګې برګې وکتل نور یې راته څه ونه ویل همغه سې وحشي په ښار کې خوشې و تابه ویل لکه سپي دې چې ورپه سې کړي وي ما له ځان سره فکر کاوه چې دې خوارکۍ ته به یې ویلي وي چې ښارته دې بیام چې چکر درکړم.

ماشوم باید ښوونځي ته تشویق شي ماشوم ته باید د زده کړې د ارزښت په هکله مالومات په ډيره مینه ورکړل شي د ماشوم خبروته باید غوږ ونیول شي د ماشوم خبرې ناځوابه باید پاتې نشي یوې بهرنۍ لیکوالې چې نوم یې رانه له یاده وتی هغه وایې تاسې ماشوم ته داسې مه وایی چې ښوونځي ته لاړ شه درس ووایه چې ډاکتر درنه جوړيږي ځکه همدغه خبره ورته وکړه خو په بدل انداز سره هغه وايي ماشوم ته داسې ووایه دغه ډاکتر وینې ده ښوونځي لوستی بیا ډاکتر شوی دی نو دلته ماشوم ته داخبره یوڅه دمنلو وړ ښکاري دا چې ته ورته یودم ووایی چې درس ووایه تانه ډاکتر جوړيږي هغه داخبره نه شي منلی.

بل ځای وايي چې ماشوم چې کله موږ ویده کو نو ورته وايو ویده شه چې بلا راځي خوري دي فکر وکړئ ددې ماشوم پرځای تاسې وی څوک درته ووایي چې ویده شه چې فلانی شی راځي خوري د�� تاسې فکر وکړئ ټوله شپه به خوب درشي.

د پیداکوژۍ له نظره:

په دې هکله د کابل پوهنتون استاد پوهنمل حبیب زی داسې لیکي

(ما شوم د دویمې ژبې په زده کولو خپله نیمایي پوهنیزه انرژی او ځواک له لاسه ورکوي او دې ته اړ کیږي چې خپل پام دژبې زده کولو ته واړوي چې په دې ډول خپلو همزولو نه چې دغه دنده په وړاندې نه لري په ښوونه او روزنه کې بیرته پاتې کیږي.

نو له دې کبله دا خبره سمه نه ده چې ماشومان او ځوانان دې پښتوژبې که دري ژبه وي دې ته اړشی تر څو په بله ژبه هرو مرو خپلې زده کړې تر سره کړي نو په پایله کې دې خبرې ته د ټولو پام را اړول غواړم چې د پیدا ګوژیکې پوهې په رڼا کې مونږ باید خپلې هڅې د داسې یوتعلیمی سیستم د بنسټ ایښودلو لپاره په کار واچوو چې زمونږ روزنیز سیستم په اغیزمن ډول دکور،مور او ښوونځې ژبه اوټولنیز کلتورپه هم آهنګ ډول له پامه ونه غورځوي او هر چاته په خپله ژبه د زده کړې زمینه برابره شی).

په مورنۍ ژبه زده کړې او مورنۍ ژبه:

که چېرته ماشوم په خپله مورنۍ ژبه زده کړې کوي ژبې ته یې ګټې څه دي؟ دا چې ماشوم ته څومره ګټه لري پرهغو مو سرسري خبرې وکړې اوس راځم ژبې ته ژبه په خبرو او سندرو ژوندۍ نه پاتېږي او بیا داسې ژبه لکه پښتو چې د هيواد د اکثریت ژبه وي ژبه هغه وخت ژوندۍ پاتيکېږي چې د لیک لوست او د دفتر ژبه شي لکه فارسي د اساسي قانون له مخې پښتو او دري د افغانستان رسمي ژبې ګڼل شوي خو دري رښتیا هم رسمي ده خو پښتو تش په نامه رسمي ژبه ده په هیڅ وزارت کې نه ورباندې خبرې کيږي او نه ورباندې مکتوبونه څوک لیکي هغه هم په هغو وزارتونوکې چې ښاغلي وزیران یې پښتانه دي له نورو خو موږ ګیله نه کو اصلي ستونزه چیرته ده؟ بیاهم ستونزه د پوهنې محترم وزارت ته راجع کيږي ځکه چې ترهغې پښتو د ښوونځي ژبه نه شي د دفتر ژبه په هیڅ وخت کې نه شي کيدای زموږ ماشوم چې ښوونځي په دري ولولي پوهنتون په دري ولولي سباته چې دی په کوم دفتر کې په دنده وګمارل شي څه فکر کوئ دی به په کومه ژبه لیکل کوي ښکاره خبره ده په هغه ژبه چي ده ورباندې لوست کړی وي څنګه له دې ښاغلي څخه بیا تمه ولرو چې پښتو ولیکي.

د پوهنې وزارت انصاف له پښتون ماشوم او له پښتوسره:

د پوهنې وزارت هرکال خپله پرختیايي بودیجه نيمه سلنه هم نه وي مصرف کړې خوکه په هيواد کې پښتون مېشتو سيمو ته لاړ شئ او هلته د پښتنو ماشومانو حال وګورئ چې په کنډوالو کې زده کړې کوي په خیمو کې او همدارنګ یو شمېریې د شنه اسمان لاندې زده کړې کوي ډیرای شاګردان د کتابونو د نه شتون له ستونزو سره مخ دي کتاب يې نشته ښوونځي نه لري چې موږ په خپلو سترګو لیدلي دي او که چېرته بیا په هېواد کې بدخشان او … چې دري ژبي په کې میشت دی هلته هلته هم کتاب شته هم ښه تعمیر شوي میعاري ښوونځي ولې؟ په داسې حال کې چې هیڅوک د قانون له مخې دا حق نه لري ولې يوپښتون وزیر چې تخلص یې هم قومي وي او دخپل قوم سره دمور او میري سلوک کوي؟

د پوهنې وزارت په ټوله سپین سترګۍ د مظلوم اکثریت حق چې خدای ج او بشریت او اساسي قانون ورکړی په نره ترپښو لاندې کړی دی او پښتانه یې په وړاندې چوپه خوله دي ولې؟

دا یوه دسیسه ده چې  د پښتو او د پښتنو لپاره جوړه شوې ده  دا دسیسه چې هرچا جوړه کړې ده خو د پوهنې اوسنی وزیر فاروق وردک یې مهم لوبغاړی دی چې دده په لاس تدبیق کیږي،.

چوپه خوله مه کینئ پښتون ليکوال

ه پښتون شاعره پښتون قومي مشره او پښتون ځوانه دا ستاسې د هویت مسله ده فاروق وردګ د ولسمشر د موزرو مصلحتونو ملګری دی چې دولسمشر او دټلوالې خوښه وي نوموړی هرډول نڅاته چمتو دی تاسې د ښاغلي وینا وګورئ چې په کومه ژبه یې کوي که ولسي جرګې ته ویناکوي په دري که مطبوعاتو سره خبري کوي په دري د معارف ټلویزون ټول په دري ولې؟ په تخلص یې مه تیروزئ روح یې مطالع کړئ ولې ښاغلی خپله ژبه نه لري که ورباندې نه پوهېږي ښه ورباندې پوهېږي خو ټلوالې ته د چپړوسۍ په موخه داکوي هغوی ولې په پښتو خبرې نه کوي ؟ چوپه خوله پاتې کېدل د داسې تش په نامه پښتنو په وړاندې ډېري خرابې پایلې لري چوپه خوله مه کینئ زما نر او غیرتي ولسه.

دا لیکنه په لوب افغانستان اوونیزه کې چاپ شوې

2 thoughts on “د پوهنې وزارت انصاف / عطاءالله خان حیران”
  1. گرانه عطاالله خان صاحبه
    ته وایی چی په قران کی راغلی چی:

    ( هرقوم ته دهماغه قوم په ژبه پيغمبرلیږل شوی )

    نو موز ولی بی پییغمبره یو؟ زموز په زبه خو پیغمبر نشته. موز هسی خوشی په جاهلو عربوپسی روان یو.

    گرانه وروره – یاته دروغ وایی او یا په قران کی دروغ دی.
    په عمل کی خوداخبره نشته. نورنوستا خپله خوشه.
    مننه
    کابلی والا

  2. سلامونه او نیکلی هیلی وړاندی کوم د تاند د ویب پاڼی ټولو کار کوونکو او د تاند ټولو لوستونکو ته
    ځه په خپل وار ډیره زیاته مننه کوم ددی لیکنی له لیکوال (عطاالله حیران) څخه چی داسی په زړه پوری لیکنه یی لیکلی ده
    په خپله مورنی ژبه زده کړی د هر افغان ژبنی حق دی او باید په خپله مورنی ژبه زده کړی ورته چمتو شی
    زه د کندوز ولایت د حضرت امام صاحب ولسوالی اوسیدونکلی یم چی په نوموړی ولسوالی کی ځینی ښوونځی دی چی پکی په ازبکی ژبه ورته زده کړی برابری شوی دی چی دهغه ښونځیو نومونه هم د پارلمان د ریس او د هغه د ورور چی دم کړی د تخار والی ده دهغوی په نامه دی چی یو یی عبدالروف ابراهیمی متوسطه او بل هم عبدالطیف ابراهمی متوسطه په نومونو نومول شوی دی
    اما په نوموړی ولسوالی کی ځینی کلی دی چی پکی ټول پښتانه ژوند کوی خو د هغوی درسونه ټول په دری ژبه دی
    د امام صاحب ولسوالی په ښار کی تقریبا په ۵۰ سلنه پشتانه ژوند کوی اما د نوموړی ولسوالی په ښار کی ۳ د هلکانو لیسی دی چی په ټولو کی په دری ژبه ورته زده کړی ورکول کیږی
    ځه د وزارت معارف څخه په کلکه ده هیله کوم چی تر خپل وس او توان پوری وکولای شی د افغانستان ټولو ښونځیو کی لوستونکو ته په خپله مورنی ژبه زده کړی چمتو کړی او له خپلی پشتو سره خیانت ونکړی.

    محمد شریف کاکړ

ځواب ورکول Mohammad Sharif Kakar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *