ارشیف

تاند- د جګړې او تاوتریخوالو د دوام له کبله شاوخوا دوه ملیونه افغان ماشومان له زده کړو پاتې شوي دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت د سړو سیمو د نوي تعلیمي کال د پیل په درشل کې وویل، په درست افغانستان کې له ټولټال ۱۷۴۸۲ ښوونځیو څخه لږترلږه ۱۰۰۶ ښوونځي بند دي.

اکثره بند ښوونځي د افغانستان په جنوب کې دي. پر دې سربېره په تېرو ۱۵ کلونو کې د هیواد په نورو سیمو کې په زرګونو نوي ښوونځي جوړ شوي خو ناامنې سیمې له نویو ښوونځیو هم بې برخې شوي دي.

د پوهنې وزارت ویندوی مجیب مهرداد وايي، په ټول افغانستان کې له لومړي ټولګې تر دوولسمه پوري ۹ ملیونه او ۲ لکه زده کوونکي ثبت دي خو د هغوی په منځ کې ۲ ملیونه دایمي ناسوبان دي او دا کسان د ناامنو سیمو اوسېدونکي دي.

د طالبانو او نورو سختدریځو ډلو ترڅنګ په ځینو مواردو کې امنیتي ځواکونه هم له زده کړو د افغان ماشومانو د محرومولو سبب شوي دي.

راپورونه وايي چې په یو شمېر ناامنو سیمو کې امنیتي ځواکونو په ښوونځیو کې پوستې جوړې کړي دي.

په تېرو کلونو کې په ځانګړي ډول طالبانو ډېر ښوونځي سوځولي، ویجاړ کړي او ښوونکي او زده کوونکي یې ګواښلي دي خو اوس طالبان تر ډېره له ښوونځیو سره کار نه لري او حتي په ځینو مواردو کې یې د ښوونځیو درسونه او د ښوونکو حاضري څارلې ده خو هغه کار چې به پخوا طالبانو کاوه اوس یې داعش یا اسلامي دولت کوي. دې سختدریځې ډلې په ننګرهار کې ګڼ ښوونځي بند کړي یا ویجاړ کړي دي.

پرون د افغانستان د ملي امنیت ریاست وویل چې د جلال اباد ښار په یوه ښوونځي کې یې د وسلو زېرمه وموندله.

د طالبانو تر کنټرول لاندې په یو شمېر ناامنو سیمو کې زده کوونکي شکایت کوي چې طالبان په درسي نصاب کې مداخله کوي، اجازه نه ورکوي چې ځیني ساینسي مضامین ولولي او د دې کار په پایله کې د کانکور په ازموینه کې د دوی د بریالیتوب چانس کم شوی دی.

2 thoughts on “د پوهنې وزارت وايي، تر ۱۰۰۰ زیات ښوونځي بند دي”
  1. سلام
    پوهنه رڼا ده
    چو شمع از پي علم بايد ګداخت
    که بي علم نتوان خدا را شناخت
    زر ښوونځي ډير زيات دى.په يوويشتمې پېړۍ کې د منلو وړ نه ده. مهمه نه ده چې څوک په سيا ست لوبو کې اخته دي؟ څوک يوازې د سياست لپاره هلې ځلې کوي. په کار ده چې زمونږ ټولنه د سولې له لاري، ددريم کس له لاري د تعليم او زده کړودروازه د بې ګناهو او معصومو ماشو مانو پرمخ خلاصه پريږدي او له هغو سره د اسلامي شوناتو په رڼا کې کاروشي.په ځانګړې توږه هغه ماشومان چې مور اوپلار نه لري او په دې حساس وخت او کړ کېچ يتيمان شوي.
    دلته دوه کليمې د ا اجازه نهورکوي چې زمونږ نسل دې بې تعليمه ، بې دانشه، او بې زده کړو پاتي شي. کله چې مونږ اسلامي جمهوريت وايو او که د ملي وحدت خبره کوو نو دا سوال بيلکل حل کيږي او امنيت بايد ستونزه نشي

  2. دمکتب او نور عام المنفعه تأسیساتو ورانول هغه رذیلانه شراچونه ده چی آی اس آی تنظیمونو او اوسنی ملیشو ته تر( داعش آی اس آی) پوری ورښودلی ، ورانول ،سوزول ،لوټ ،قاچاق او د آی اس ای (ارذل من الیهود والنصاری ) په امر خپل ورور وژل او خپل کور ورانول دهغو کار دی چی مسلمانان شرموی او د انسانیت له جادی یی باسی او وحشی داړونکی موجود تری جوړوی.
    راځم ساینسی مضامینو ته ، که څوک قرآنکریم سره آشنا وی او د تعقل او تدبر سره یی لوستی وی د( زرو ۱۰۰۰)شاوخوا ساینسی یا آلایات الکونیه لری چی ډیر تفسیرونه هم ورباندی لیکل شوی او همدا ناپوهی او جهالت دی چی موږ غیر له نسوار، بل تولید نلرو او د وسلو او نورو ساینسی محصولاتو لپاره کله روس یا ایران او یا هم چین ته ځغلو او بلا قیدو شرط، ځان ورباندی پلورو ، دا ډول انسان څه شرافت او عزت لری ، آفلا تعقلون یا اولی الالباب

ځواب ورکول Dr.Atal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *