د لوړو زده کړو وزارت

ښاغلی ولسمشر!

السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته!

په بښنې سره په افغانستان کې د کاروان د سرچپه کېدو له امله داسې څوک د پوهنې سر ته راغلي، چې د پوهنې د اصلاح په پلمه خپل تعصب اوکرغیړن اهداف پالي او ادعا کوي، چې د پوهنې سیستم تر دې وړاندې یا د قوم او یا هم د سیاسي برخورد پر بنیاد تغذیه شوی دی، بناُ کار کړل په یوه داسې چاپيریال کې ستونزمن دي، په داسې حال کې چې ټوله پړه په تېره رهبرۍ اچوي د خپلې دورې د یوه نیم کال هیڅ راز لاسته راوړنه نه شي په ګوته کولی. خو آیا د پوهنې د تشکیل اصلاحي نوې طرحه هم د قوم پرستۍ، سمت پرستۍ  او ګوند پرستۍ پر بنیاد ولاړه نه ده؟.

د پوهنې په سیستم او نظام کې اصلاحات د هېواد د پرمختګ او سوکالۍ لپاره تر هر څه وړاندې اړین مطلب دی، په پوهنه کې د ښوونیز نصاب اصلاح ، د تشکیلاتی تورم اصلاح، د ښوونکو د ګمارنې او تقرر څرنګوالی اصلاح د خیالي ښوونځيو، ښوونک، پروژو… د ستونزې اصلاح هغه موارد دي چې اصلاح او ترمیم ته اړتیا لري، خو د اصلاح نوموړې پروسه باید د دقیقې څېړنې او ارزونې څخه وروسته تطبیق شي. د ځينو کړیو د مغرضو اهدافو د تحققق لپاره پکې فرصت  شتون ونه لري.

په دې وروستیو کې د پوهنې لپاره د تشکیل د یوې نوې مسودې خاکه ترتیب شوې او ستاسې د عالی مقام د منظورۍ لپاره تاسې ته وړاندې کېږي، چې لاندې موارد پکې د غور وړ دي:

  • پوهنه باید د سیاست ډګر نه وي: پوهنه د سیاست پراخ ډګر دی؛ په پوهنه کې د سیاسي او تعصبی کړنو له امله د معارف نیم ژواندي خدمتونه خلکو ته نه رسیږي او یا په پوره ډول زیانمن کېږي. په دې وروستیو کې د پوهنې وزارت د تشکیلاتو د اصلاح طرحه چمتو شوې ده، چې د سیاست او تعصب رنګ او بوی له ورایه پکې ښکاري، د شخص لپاره تشکیلات پراخه شوي او د شخص لپاره تشکیلات له منځه وړل شوي دي، چې د پوهنې د سیستم د اصلاح سره هیڅ راز تړاو نه لري. د بېلګې په توګه د وزارت د مقام دفتر د مالي فساد په نیت په پوره ډول پړسول شوی دی، او هغه ریاستونه چې عایداتي منابع یا مالي امکانات لري په ریاست دفتر پورې ملحق شوي دي، په داسې حال کې چې د ښې حکومتوالۍ یو اصل د صلاحیت پر تفویض ټینګار کوي!.
  • څرګنده خبره ده، چې د پوهنې وزارت د تېرو درېیو لسيزو جګړو پر مهال په بېلابېلو برخو کې په منفي ډول اغیزمن شوی، چې په تاسف سره په نوموړي طرحه کې د هغه د اصلاح لپاره هیڅ ډول نوښت نه تر سترگوکېږي او نوموړې طرحه په غیر مسلکي ډول ترتیب شوې ده، د مثال په ډول پکار وه، چې د پوهنې وزارت تدریسي معنیتونه( تعلیمات عمومي، تعلیمات اسلامي ، تعلیمات تخنیکي و مسلکی و تعلمات سواد آموزي ) په یوه معینیت تبدیل شوي وی. چې په حقیقت کې د پوهنې په وزارت کې دتشکیلاتي تورم اصلي لامل همدغه ګڼ شمیر بې مسؤولیته معینیتونه دي، چې تر لاندې بیا هر یو د وزارت په څېر د پراخه موازي تشکیلاتو لرونکي دي او نه هم هغه ریاستونه چې د ګڼو شمیرو تشکیل یې د څلور او پنځه بستونو څخه تجاوز نه کوي او نه هم پکې د مالي فساد زمینه شتون لري.
  • د پوهنې علمي شورا: چې د پوهنې د قانون د حکم پر بنسټ رامنځته شوې وه، په نوې طرحه کې د علمي شورا په دارالانشاء باندې چې اصلا شتون نه لري، بدله شوې ده. او تحقیقاتي برخې یې د نوموړي ارګان د نظر پرته د اصلاحاتو په پلمه د معینې سیمې پورې د اړند اشخاصو د لېرې کولو په منظور یې محدود تشکیلات له منځه وړل شوي دي.
  • قحط الرجال: یوکس همهاله په څلورو ځایونو کې رسمي دنده تر سره کوي، د بېلګې په ډول د پوهنې په برخه کې د اجراییه ریاست سلاکار، د پوهنې د وزیر سلاکار، د ښوونیز نصاب د بیا کتنې او تصحیح د پروژې مسؤول او د پوهنې د علمي شورا سرپرست ریییس. دغه راز بېلګې د پوهنې په وزارت نورې هم شتون لري.
  • د نصاب د اصلاح پروسه: د پوهنې په قانون کې خپله قانوني تصور لري او نوموړي تصور پر دې تصریح کوي، چې د پوهنې ښوونیز نصاب باید په پرلپسې توګه د پوهنې د علمي شورا له خوا تدقیق او تصویب شي، چې تر دې مهاله په وزارت کې نه تطبیقیږی او په ټول تاسف اوس هم د پوهنې د ښونیز نصاب د سمون پروسه په غیر واضح او نا څرګند چوکاټ کې یوازې د املایی اصلاح په شکل د مالی فساد په موخه تر کار لاندې ده او تر ډېره هغه کسان یو ځل بیا د املایی اصلاح دنده پر غاړه لري، چې تر دې وړاندې یې د نصاب په تدوین او تالیف کې هم ونډه لرله.
  • د نظام او سيستم اصلاح:

په افغانستان کې د تېرو څورلس کلونو په اوږدو کې د حکومتدارۍ لپاره یو نظام او سیستم را منځه ته شوی ؤ، دا چې نوموړی سیستم څومره اغیزمن او ګټور دي یا څومره ناوړه او نا کاره دي، بیل بحث دی، خو د چارو سمون هیڅکله د شته امکاناتو او سیستم په له منځه وړلو باندې نه پیلېږي، بلکه د شته امکاناتو د تهذیب او سمون لپاره کار پیل کېږي، چې دا فرضیه د اسلام په راتګ سره هم تطبیق شوې ده، اسلام د شته رواجونو او سنتونو او ښکارندو پر تهذیب پیل وکړ نه د شته مفاهیمو د له منځه وړلو هڅه . بناءا په افغانستان کې د اصلاحات  ادارې حکومت او یا نظام ته د معیین مکانیزم پر بنسټ عناصر جذب کړي اوس کې د جذب په میکانیزم کې ستونزه وي باید اصلاح شي، نه دا چې د سیستم څخه جذب شوي عناصر اخراج شي. هر څوک چې ملوث او یا فاسد وي ورسره حساب وشی نه دا چې د سیستم څخه ویستل شي د سیستم څخه د خلکو ایستل د ستونزې حل نه بلکې د نویو ستونزو د را منځته کولو زمینه چمتو کوي.

ښاغلي ولسمشر ډېرې ګڼې ستونزې شته، چې ستاسې حضور ته تشریح شي، خو په ټول تاسف ډېر مغرض خلک په دې هېواد کې تر دې وړاندې چې د هېواد د آبادۍ، سمسورتیا او پرمختګ لپاره کار وکړي د خپلو مغرضو اهدافو لپاره کار کوي.

په پای کې هيله ده، چې نوموړی وړاندیز شوی تشکیل د بې پرې کمیسیون له اړخه تر غور لاندې ونیول شي او په هر اړخیزه توګه یې ارزونه او څېړنه تر سره شي.  او یا هم په بنسټیزه توګه د پوهنې سرچپه شوی کاروان سم شي.

                                                        په درنښت

                                                        احسان “پوهنيار”

2 thoughts on “د پوهنې وزارت په اړه ولسمشر ته پرانستی لیک”
  1. د ولس مشر له وسې تیره ده چې دا کړغیړنو سمتیان ــ د ایران، تاخکستان، ازبکستان، ترکمنستان او پاکستان غلامان اصلاح کړي۰ هر څه له بــنـــســټــه بدلول پکار دي۰
    زمونږ دکورنۍ نه ئې درې کسه د ژبې په علت نورو لیرې ولایتو ته کامیاب کړي چې اصلاً هیڅ قانوني بڼه نه لري۰

  2. پوهنیار صاحب
    خبری مو د پوهنې وزارت کړې او تصویر مو د لوړو زده کړو.
    له احساس څخه مو مننه- مالی فساد او تعصب هر چېرې چې وي مردود او ناوړه کار دی

    مګر زما په نظر د پوهنې وزارت نوی طرح ډيره ښه طرح ده.
    د پوهنې نظام بحران زیږوونکی دی.
    سلګونه زره خلک د غیر منظم پلان مخې فارغیږي او دا فارغیدل د افغانستان د اړتیاو او شرایطو سره برابر نه دی. یو مثال:
    یوه هلک د بېوزله او غریب بزګر زوی دی. کله چې له دولسم فارغ شی نور نو هغه غواړي چې ډاکټر او یا انجینر او یا بل څه شي.
    خو څرنګه چې لوړې زده کړې یوازی او یوازې د ۳۰سلنه جذب امکانات لري نو دا ۶۰ سلنه خلک هم لوړو زده کړو محرومېږي او هم د خپل بزګر پلار په ښه نه ورځي.
    ځکه خو وینو چې سلګونه زره ځوانان مو د اورپا په نیت څوک په غرو کې ورک شول، څوک د کبانو خوراک شول او څوک هملته په اورپايي کمپونو کې نیمه بند پاتې دي:.

    موږ وايو چې زده کړې باید کیفیت ولري
    زده کړې باید په ټولنیزو زده کړو او ساینسی برخو وویشل شي
    په پوهنتونونو باید بوج کم او زیاتره ځوانان مو باید مسلکي، تخنیکی او حرفوي زده کړو ته مخه کړي
    چې دا خبرې په نوې طرح کې په پام کې نیول شوي
    که ستا نظر دا وی چې نوې طرح به د وزیر په لاس جوړه شوې وي داسې نه ده وزیر تخنیکی او مسلکی کس نه دی- په دې طرح کې متخصصینو کار کړی دی
    البته ښايي دا طرح سل په سل بریالۍ طرح نه وي مګر د اوسني بحران مخه یو څه نیولی شي
    مننه

ځواب ورکول خالده خالد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *