د پوهنې ملاتړي
فورمولي له معارف سره قومي چلند کوي.
پوهنې وزارت، چې د اشرف غني په حکومت کې د عبدالله ډلې ته رسېدلی له ورځې تر بلې د خرابۍ پر خوا روان دی. په دې وزارت کې کیفیت له صفر سره ضرب شوی او د چارواکو تمرکز یوازې پر ټاکنو او منفکیانو دی. له دې سره سره، چې په دولت کې د ټاکنو او تعییناتو لپاره مشخص پروسیجرونه او قوانین موجود دي، خو دغلته هېڅ داسې څه په پام کې نه نیول کېږي او پلان دی ټول پوهنې وزارت د یوې ډلې له ماموره نیولې تر وزیره ډک شي.
په دې لړ کې د تخنیکي او مسکلي زده کړو د معین، چې د ښوونې او روزنې پوهنتون استاد دی او د ټولو ستونزو ترڅنګ شدیدې اخلاقي ستونزې هم لري پر ځینو ګومارنو رڼا اچوو. د هغو مالوماتو له مخې، چې د نوموړي له دفتره رسېدلي راغلي، چې نوموړي یوازې د خپل سکرتریت لپاره ۱۲ تنه په ناقانون ډول د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو له چوکاټه بهر ټاکلي دي. تر ټولو ناوړه خبره یې لا دا، چې ددې کسانو د ګومارنې لپاره هېڅ ډول رقابتي پروسه نه ده طی مراحل شوې او ټول د یوې ژبې (دري) ویونکي دي او په یوه ځانګړي قوم او سیاسي فکر پورې تړلي.
دغه کسان په لاندې ډول دي:
1. اشراق، دنده سکرتر، ژبه دري
2. هاشمي، دنده سکرتر، ژبه دري
3. منصور، دنده سکرتر، ژبه دري
4. آرین، دنده سکرتر، ژبه دري
5. محمد نظیف، دنده سکرتر، ژبه دري
6. فرمولي، دنده سکرتر، ژبه دري
7. حمیدي، دنده سکرتر، ژبه دري
8. صمیم، دنده سکرتر، ژبه دري
9. رامین ایوبي، دنده سکرتر، ژبه دري
10. قیس محمد، دنده سکرتر، ژبه دري
11. مریم، دنده سکرتر، ژبه دري
12. پیکار، دنده سکرتر، ژبه دري
نوموړي خلک په معارف کې یوه ورځ تجربه هم نه لري او په بشپړه سپین سترګۍ یې د هیواد د تکړه او روزل شویو کسانو، چې باید د رقابت له لارې راغلي وای حق ورکړی دی.
ددې ترڅنګ نوموړي ۲۷ تنه د خپلې ډلې او کورنۍ کسان په بالمقطع ډول هم ټاکلي، چې که یې څېړنه وشي ،ښايي یو یې هم وړتیا ونه لري.
په ورته وخت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په ریاست کې هم ۱۰ تنه په نا قانونه ډول ټاکل شوي دي.
1. شربت خان، د مکتبونو آمر، دري ژبی
2. محمد فهیم شریفي، د خاصو تعلیماتو آمر، دري ژبی
3. محمد صمیم، مدیر، دري ژبی
4. محمد نجیب، مدیر، دري ژبی
5. عبدالصمیم، مامور، دري ژبی
6. آرزو، مامور، دري ژبی
7. ریحانه، مامور، دري ژبی
8. یار محمد، مامور، دري ژبی
9. شفیق الله، مامور، دري ژبی
10. محمد علي، مامور، دري ژبی
سربېره پر دې نوموړي د ۳۴ ولایتونو په تخنیکي او مسلکي ښوونځیو کې همدا ډول نا قانونه او یو طرفه ګومارنې کړي دي، په پراختیايي برخه کې، چې معاشونه یې په ډالرو دي هم همدغه حال دی.
ده د ګومارنو لپاره یوه کمېټه ټاکلې، چې ټول د یوه قوم، یوې ژبې او یوه فکر خاوندان دي او هماغه خلک راولي، چې دوی یې غواړي.
نوموړي بیا هم د قانون خلاف د معینیت اړوند لاندې ریاستونو کې هم ګومارنې کړې دي:
1. نصاب ریاست، دري ژبی
2. د ښوونکو روزنې ریاست، دري ژبی
3. د حرفوي تعلیماتو ریاست، دري ژبی
4. د پلان ریاست، دري ژبی
5. د بشري منابعو آمریت، دري ژبی
6. د لیلیو آمریت، دري ژبی
لاندې هم هغه انستیتوتونه او ادارې دي، چې نوموړي نوي آمرین ورته ګومارلي:
1. نیما انستیتیوت
2. د ادارې او حسابدارۍ انستیتیوت
3. اتومیخانیک انستیتیوت
4. تخنیک ثانوي انستیتیوت
5. د تجارت مسلکي انستیتیوت
سربېره پر دې د نوموړي په معینیت کې په شفاهي ډول د انستیتیوتونو آمرینو ته هدایت شوی، چې استادانو ته ووایي، که کوم زده کوونکی په پښتو مضمون کې هېڅ پارچه هم حل نکړي، څوک یې د ناکامولو حق نه لري. دوی وایي، چې پښتو یو غیر ضروري مضمون دی او باید پاملرنه ورته ونه شي.
په وروستي اقدام کې یې د حسابدارۍ انستیتیوت له آمره غوښتي، چې په انستیتیوت دوره کې د پښتو مکاتبې مضمون، چې د اداري کارکوونکو لپاره تر ټولو ډېر اړین دی لغو کړي.
د پوهنې دا ډول بهیر او سیاسي کو ل د داسې یوه هیواد لپاره، چې هرڅه یې له نشت سره برابر دي، افغانستان سل کاله نور هم وروسته غورځوي. هیله ده د هیواد مشران، د ولس استازي او هیوادوال ددې خپلسره اعمالو پر وړاندې را پورته شي او د دوام مخه یې ونیسي.
په قراردادونو کې په سپینو سترګو رشوت اخلي او وایي چې عبدالله او عطا ته هم سهم ورکوي، د کوم شکایت پروا نلري.
حکومت، ولسي جرګه او ولسمشر باید د فرملي د ناقانونه کړنو د پلټنې لپاره یو بې پرې هیئت وټاکي او د ده د ناقانونه کړنو مخه ونیسي.
کاشکی خپل نوم دی واضح لیکلی وای بیا به خلک پوهه وو چي آیا ستا خبري ریښتیا دي او که هسې پروپګنډا ده