سریزه

چينايان وايي سره زر په اور او انسان په سرو زرو ازمايل کېږي. هونرا ډي بايڅک د زياتې جمع شوې شتمنۍ په تړاو شک څرګندوي او زياتوي، چې د هرې تجمع شوې شتمنۍ تر شا د يو جنايت حکايت پروت وي.

په ډيرې کمې استثناء سره د زياترو جرمونو تر شا د مفاد مشترکه انګيزه موجوده وي. حرص او زياتې غوښتنې جنايت کوونکو ته انګېزه ورکوي ترڅو په غير قانوني ډول تر لاسه شوې پيسې د هېواد مشروع مالي سيستم ته داخلې کړي.

مالي مجرمين په بېلابېلو شکلونو هڅه کوي، چې د وسلو، مخدره موادو، له مالياتو څخه د تېښتې او نورو غير مشروع لارو څخه لاسته راغلې پیسې په داسې ډول سره مالي سيستم کې ځای پر ځای کړي، چې له يوې خوا همدغه غير قانوني پيسې او له بلې خوا د دغو پيسو سرچینې (غير مشروع کاروبار) د پوليسو، ماليه ګذارانو او نورو کشفي ارګانونو له خوا کشف نشي.[29:4] دا يو څرګند حقيقت دی، چې قانوني او مشروع مالي مؤسسات او کاروبارونه د پيسو په مينځلو او درغليو کې په يوه نه يوه بڼه ښکېل دي.

د غيرقانوني لارو څخه ترلاسه کيدونکو پيسو څخه د راپيداکيدونکو خطرونو د مخنيوي په موخه او په دې اړه د نړيوالو اندېښنو په زياتېدو سره په 1989 م کال کې اوو لويو صنعتي هېوادونو  (G7)  د مالي عمل مشترک ځواک يا Financial Action Task Force رامنځته کړ. اوس مهال د دې ځواک د غړو شمېر د 35 هېوادونو او دوه نړيوالو سازمانونو په ګډون 37 ته رسيږي.

له دې ور ها خوا د نړۍ تقريباً ټول هېوادونه په خپلو قضايي سيستمونو کې د پيسو د مينځلو او مالي درغليو پر وړاندې سخت قوانين او جريمې ځای پر ځای کوي. [47:5] د پيسو مينځلو له لارې، چې يوه نړيواله ستونزه ده، يوازې په متحده ايالاتو کې د کال تقريباً 300 ميليارده ډالر له دې پروسې څخه تېرېږي او مشروع مالي سيستم ته داخلېږي. خو تر ټولو بده يې لا دا ده، چې د هر هېواد دمالي سيستم په داخل کې يوه ډله خلک شته چې دغو تنظيم شوو جرمونو ته خدمات وړاندې کوي او زمينه ورته مساعدوي. هغه چې په دې برخه کې ډېر ښکېل دي له حقوقي وکيلانو، بانکدارانو او محاسبينو څخه عبارت دي.

د پيسو سپینولو (مينځلو) مفهوم

د پيسو سپینول (Money Laundering) يوه اوږده پروسه ده، چې پر بنسټ يې له غيرقانوني لارو څخه ترلاسه شوې پيسې او مالي منابع مشروع مالي سيستم ته په داسې ډول داخليږي، چې له يوې خوا غيرقانوني )چټلې( پيسې قانوني شکل ته واړوي (پاکې کړي) او له بلې خوا د دغو غيرقانوني پيسو د ترلاسه کولو سرچېنې هم پټې پاتې شي. د پيسو مينځلو بېلابېل تعريفونه شته دي، چې ټول يې مشترک مفاهم انتقالوي. دلته د ځينو تعريفاتو يادونه کېږي. د مشروع مالي مؤسساتو او سوداګريو له لارې د غيرقانوني فعاليتونو څخه د ترلاسه شويو پيسو هغه جريان چې په هغه کې د پيسو اصلي سرچېنه نامعلومه پاتې شي د پيسو مينځلو څخه عبارت دی.

په عنعنوي ډول د پيسو مينځل د غيرقانوني (چټلو) پيسو له صفا کولو څخه عبارت دي، چې دغه چټلې پيسې د جنايي فعاليتونو لکه د غيرقانوني درملو او يا هم د مخدره موادو د سوداګرۍ څخه ترلاسه شوې وي او يا هم د بينرجي (Banerjee) له نظره د پيسو مينځل د فريبکارۍ له هغه عمل څخه عبارت دی، چې پر بنسټ يې مربوطه ادارې او چارواکي په دې قانع کېږي، چې د غيرقانوني لارو څخه لاسته راغلې پيسې قانوني وګڼل شي او همدارنګه د ملګرو ملتونو د تعريف پر بنسټ د پيسو مينځل له هغې پروسې څخه عبارت ده، چې له مخې يې په غيرقانوني مفادو باندې بدون له دې، چې له مجرمينو سره يې جوړجاړی وشي، پرده اچول کېږي او له نهايي عوايدو څخه يې همدغه مجرمين ګټه اخلي. له دې پرته مختلفو مالي ادارو د پيسو مينځلو مختلف تعريفونه وړاندې کړي دي، چې ټول يې همدا مشترک مفاهېم له ځان سره ليږدوي، چې هغه د غيرقانوني او چټلو پيسو اړول دي په پاکو او قانوني پيسو باندې.  د پيسو مينځل د مخدره موادو قاچاق کوونکو، د تنظيم شوو جرمي ګروپونو، د ماليې څخه تېښته کوونکو او نورو دا ډول ګروپونو د غيرقانوني اهدافو )مفادو( په لاسته راوړلو او سهولت جوړولو کې اساسي رول لوبوي. دا سهولت د پيسو د مينځلو څخه لاسته راغلی حاصل د قانون د منګولو څخه ژغوري او د مجرمانو قانوني ملکيت يې ګرځوي.

د پيسو سپینولو لنډه تاريخچه

د پيسو مينځل له هغه وخت نه راپيل شوي دي له کوم وخت نه، چې د پيسو استعمال شروع شوی دی. د پيسو مينځل تر ټولو پخوانی جرم نه دی خو په زماني لحاظ تر ټولو پخوانيو جرمونو ته نږدې جرمونو څخه ګڼل کېږي. د مشهور تاريخ ليکوونکي سټرلينګ سيګريف (Sterling Seagrave) له نظره له 2000 کاله څخه هم مخکې به شتمنو چينايي سوداګرو خپلې شتمنۍ، عايدات او مفاد د وخت له حکمرانانو څخه پټول او خپله شتمني به يې د اصلي مقدار په نسبت کمه ښودله. د نوموړي تاريخ ليکوونکي له نظره د وخت حکومتونو هم د سوداګرۍ په مختلفو شکلونو باندې بنديزونه لګولي وو ځکه حاکمان او حکومتي چارواکي په دې عقيده وو، چې سوداګر ظالم او حريص خلک وو او له خلکو سره يې په سوداګريزو راکړو ورکړو کې له چل او فريب څخه کار اخيست.  همدغه وجه وه، چې د وخت حکمرانانو د سوداګرو فعاليتونه محدود کړي وو. له دې څخه علاوه د سوداګرو د عايداتو يوه لويه برخه له تور بازار، رشوت او بلاک مېل کولو څخه ترلاسه کېدله. هغه سوداګر، چې پټ به پاتې کېدل په دې توانيدل، چې د چارواکو له بلاک مېل او غصب څخه خپله شتمني محفوظه وساتي او د دې کار لپاره به يې د يو لړ تخنيکونو څخه استفاده کوله لکه په منقولو دارايي ګانو باندې د نغدو پيسو بدلول او يا هم نقدې پيسې به يې د حاکمانو د قدرت له قلمرو څخه خارجولې او په يوه بل سلطنت کې، چې نسبتاً کم محدوديتونه به يې لرل، سرمايګذاري کولې. د پيسو مينځلو دغه تخنيک په نوې او عصري بڼه تراوسه پورې د ډېرو پيسو مينځونکو له خوا استعماليږي.

د شفاهي رواياتو پر بنسټ  د پيسو مينځلو (Money Laundering) اصطلاح په 1920s کلونو کې کله، چې متحده ايالاتو دغه عمل منع اعلان کړ رامنځته شوې ده. په هغه وخت کې د تنظيم شوو جرمونو ګروپونه په زياته اندازه د الکولو په قاچاق او غير قانوني ليږد راليږد کې ښکېل ول او له دې لارې ترلاسه شوې غيرقانوني پيسې به يې د مشروع کاروبارونو د پيسو سره يوه ځای کولې او په دې ترتيب سره به يې غيرقانوني پيسې مشروع مالي سيستم ته داخلولې. خو د روبينسن (Robinson) له نظره دغه اصطلاح د لومړي ځل لپاره په 1973 کال کې د واټرګېټ رسوايي Watergate Scandal لپاره استعمال شوه، چې په نتيجه کې يې چټلې يا غيرقانوني پيسې د يو سلسله معاملاتو له لارې په کار واچول شوې او قانوني بڼه ورکړل شوه.

دا چې په قانوني پيسو باندې د غيرقانوني پيسو بدلولو ته ولې د پيسو مينځل  (Money Laundering) وايي، پيټر ليلي (Peter Lilley) يې په اړه وايي، چې د 1920s کلونو په اوږدو کې کله چې جنايي ډلو په غيرقانوني پيسو باندې د پردې اچولو او پټولو هڅه کوله، نو داسې کاروبارونه يې شروع کړل، چې د نغدو پيسو زيات حاصل يې درلود لکه د کاليو مينځلو اتومات ماشينونه، د موټرو مينځلو خدمات او داسې نور. په دې ډول به جنايي ډلو خپلې (غيرقانوني) چټلې پيسې له قانوني هغو سره يو ځای کولې. که څه هم مينځل (Laundering) د لغوي معنی په لحاظ د کاليو د مينځلو معنی افاده کوي خو دغه اصطلاح په اقتصاد او مالي او بانکي چارو کې د پيسو مينځلو لپاره استعماليږي. سره د دې، چې اوس پيسې په هغه پخواني شکل سره نه مينځل کېږيد کاليو مينځلو او موټرو مينځلو کاروبارونه (خو هغه تخنيکونه، چې پخوا د پيسو مينځلو لپاره استعماليدل نن ورځ هم د ډېرو ورته او مشابه تخنيکونو څخه استفاده کېږي لکه د پاکو پيسو سره د چټلو(غيرقانوني) پيسو يو ځای کول او هغه د قانوني کاروبار څخه د لاسته راغلو پيسو په ډول مالي سيستم ته داخلول.

د پيسو مينځلو پړاوونه

په عمومي ډول د غيرقانوني کاروبارونو څخه ترلاسه شوې پيسې د لاندې دريو پړاوونو څخه تېرېږي تر څو قانوني مالي سيستم ته داخلې شي او قانوني بڼه ځانته غوره کړي.

ځای پر ځای کول Placement

په دې پړاؤ کې هدف دا وي، چې د جنايي فعاليتونو څخه ترلاسه شوي حاصلات، چې معمولاً د پيسو په شکل وي، د هېواد په دننه او بهر کې په يوه بانکي حساب کې امانت کېښودل شي. د دې هدف لپاره لومړی پيسې په تجارتي اموالو، الماسو، د سرو زرو خښتو، چيک او يا هم د نورو ارزښتناکو اموالو شکل ته اړول کېږي. بله لاره يې دا کېدای شي، چې غيرقانوني (تورې) پيسې لومړی په لويو يا کوچنيو تناسبونو سره په بهرنيو اسعارو باندې بدلې شي تر څو د نقدو پيسو د انتقالوونکو له خوا د انتقال په موخه په اسانۍ سره ومنل شي. له دې وروسته دغه نقدې پيسې يا قيمتي اموالتجارتي اموال، الماس، …(د هغه هېواد څخه چيرته، چې د جرم ارتکاب شوی وي، يوه بل هېواد ته انتقاليږي چېرته، چې پيسې په اسانۍ سره په بانکونو کې امانت ايښودل کيدلی او سرمايه ګذاري کيدلی شي. د دغو ټولو فعاليتونو د ترسره کولو لپاره جنايت کوونکي زياتره وخت له دريم ګړو اشخاصو او مؤسساتو لکه وکيلانو، بانکونو، د پانګې اچونې مؤسساتو او نورو څخه استفاده کوي.

پوښ کول Layering

په دې پړاؤ کې هدف دا وي، چې د غير قانوني لارو څخه ترلاسه شويو عوايدو اصلي سرچينه پټه وساتل شي. د دې هدف لپار پيسې تکراراً د بانکي حسابونو، هېوادونو او افرادو تر منځ وېشل او لېږل رالېږل کېږي. همدارنګه پيسې په دفعه يي ډول له بانکي حسابونو څخه ايستل کېږي او په نورو بانکي حسابونو کې اېښودل کېږي. معمولاً د دې کار لپاره په هغو هېوادونو کې د بانکونو څخه استفاده کېږي، چې د بانکي معلوماتو د محرميت جدي قوانين لري.

يوځای کول يا پيوست کول Integration

په دې پړاؤ کې هدف دا وي، چې د غير قانوني لارو څخه ترلاسه شووعوايدو لپاره يوه ظاهراً مشروع سرچينه جوړه شي. د دې هدف لپاره جعلي معاملات، رسيدونه، د محاسبې کتابونه، قراردادونه، او بېلونه جوړېږي. پر دې سربېره جعلي اسناد، مالي صورت حسابونه، کلني راپورونه، او نور بېلابېل اړين اسناد په جعلي ډول چمتو کېږي. له دې ټولو کارونو وروسته غيرقانوني (تورې) پيسې، چې اوس سپينې او مينځل شوې وي د ژوند د اړتياوو د پوره کولو، پانګې اچونې، قرض ورکولو او نورو لارو باندې مصرف کيدلای شي.

د پيسو مينځلو اقتصادي اغيزې

هغه اغيزې چې د پيسو مينځلو پر بنسټ د يوه هېواد په اقتصاد باندې وارديږي په لاندې دريو برخو کې خلاصه کېږي.

الف: اقتصادي اغيزې

کله چې د ماليې او ګمرکي محصولاتو څخه تيښته کوونکي په قاچاقي ډول تجارتي توکي د هېواد څخه صادروي او يا يې داخل ته واردوي، دا په دې دلالت کوي، چې د عامه خدماتو او اجناسو وړاندې کوونکې ادارې د عوايدو يوه لويه برخه له لاسه ورکوي او ګټه يې يوازې او يوازې څو مشخصو جنايت کوونکو ته رسيږي. له بلې خوا څرنګه، چې د غيرمشروع لارو څخه ترلاسه کېدونکې عوايد د پيسو مينځلو په جريان کې په پټ ډول پرته له دې، چې په مؤثر ډول اقتصادي جريان ته داخلې شي د مغلقو مالي معاملاتو څخه تيريږي او له يوه ځای څخه بل ځای ته لېږدول کېږي. دغه ټول فعاليتونه د يوه هېواد په مالي سيستم باندې د پانګه اچوونکو او پس انداز کوونکو د اعتماد په کمولو سره ټول مالي سيستم کمزوری او بې ثباته کولی شي. پر دې سربېره د يوه هېواد څخه بهر ته د سرمايې غير منظم او غيرمتوقعه جريان د سود نرخ لوړوي او د خارجي اسعارو په نرخونو کې بې ثباتي رامنځته کوي.

ب : قانوني اغيزې

د پيسو مينځل د ناوړه اقتصادي اغيزو برسېره يو لړ قانوني او جنايي ستونزې هم را پيدا کوي. له يوه طرفه يوه لويه اندازه پيسې له غيرمشروع لارو لکه د وسلو قاچاق، د مخدره موادو سوداګري، د فحاشي په موخه د انسانانو قاچاق، او نورو  ناوړه فعاليتونو څخه ترلاسه کېږي او د ټولنې نظم ته جدي خطرات متوجه کوي له بلې خوا د قانون ماتونې او جنايي جرمونو موارد زياتېږي. له دې څخه علاوه ځينې هېوادونه د پانګې د جلبولو په موخه د پيسو مينځلو پر وړاندې نرم قوانين او سياستونه لري، چې دا په هغو هېوادونو منفي اغيز کوي له کومو، چې د پيسو مينځلو په جريان کې پيسې بهر ته استول کېږي.

ج: ټولنيزې اغيزې

جنايت کوونکي له غيرمشروع فعاليتونو څخه ترلاسه شوې پيسې د دې لپاره مينځي چې هغه په جريان کې واچوي او غيرمشروع کاروبارونو ته وده ورکړي. د پيسو مينځلو په ټولنيزو اغيزو کې د مخدره موادو د اعتياد زياتيدل، د بډو او رشوت مروج کېدل، ټولنيز نظم کمزوری کيدل او تر ټولو بده يې دا، چې جنايت کاران اقتصادي قدرت ترلاسه کوي او ټولنې حاکمان جوړيږي.

د پيسو مينځل او نړيوال کيدل

د مالي معلوماتو، ټيکنالوژي او مواصلاتو په برخه کې چټک پرمختګونه د دې باعث شوي دي، چې پيسې د نړۍ هرې برخې ته په اسانۍ او چټکتيا سره ولېږل شي، چې دا کار د بل هر وخت په پرتله د پيسو مينځلو په وړاندې د مبارزې دنده لا اړينه او مهمه کوي. څومره چې په عمق سره چټلې يا تورې پيسې نړيوال بانکي سيستم ته داخليږي په هماغه اندازه يې د سرچينې تشخيص ستونزمن کېږي. هغه اندازه پيسې، چې په نړيواله کچه هر کال مينځل کېږي، په تخميني ډول د ټولې نړۍ د داخلي ناخالص توليد (GDP) له 2% څخه تر 5% تشکيلوي. يا په بل عبارت په کلني ډول په ټوله نړۍ کې په تخميني ډول سره د 800 مليارد امريکايي ډالرو څخه تر دوه ټريليون  امريکايي ډالرو پورې پيسې مينځل کېږي. سره د دې، چې د دغو تخميني اعدادو تر منځ فاصله ډيره لويه ده او يوه دقيقه محاسبه نه راکوي، خو که چېرې هغه کمترين تخمين يې ) 2% يا 800 ميليارده ډالر( هم فرض کړل شي نو بيا هم د ستونزې د جديت اټکل کيدلی شي. په نړيوال مالي سيستم کې د ورستيو لسيزو پرمختياوو د غيرقانوني او جنايي فعاليتونو څخه د ترلاسه شوو عوايدو پيداکول، کنګل کول او جريمه کول لا ډېر ستونزمن کړي دي. همدارنګه د ټيکنالوژي پرمختګ په نړيوال مالي سيستم کې د اليکترونيکي پيسو انتقال )د کمپيوټر په سکرين باندې يوازې د سمبولونو تغير(ډير اسانه کړی او د پيسو مينځلو پر وړاندې مبارزه يې لا ستونزمنه کړې ده. [13:8]

د پيسو مينځلو په وړاندې د مبارزې اړتيا

لکه څرنګه، چې يادونه وشوه په نړۍ کې يوه لويه اندازه غيرقانوني يا تورې پيسې په قانوني هغو اړول کېږي، چې دا کار د مالي او حقوقي مؤسساتو، سوداګريزو مرکزونو، بانکونو او نورو دريم ګړو اشخاصو له مرستې او ښکېلتيا پرته ناشونی دی. د پيسو مينځل نړيوال اقتصاد، نړيوال مالي سيستم او د مالي او حقوقي مؤسساتو او بانکونو بشپړتيا او اعتبار ته يو جدي ګواښ بلل کېږي. د دې لپاره، چې دغو ګواښونو ته حتی الامکانه ځواب ويلی شوی وي په1989  کال کې د اوو سترو صنعتي هېوادونو له خوا د پيسو مينځلو پر وړاندې د مبارزې په منظور د مالي عمل مشترک ځواک رامنځته شو، چې تر اوسه يې د غړو هېوادونو او سازمانونو شمېر37  ته رسيدلی دی.  له دې ور ها خوا د نړۍ زياترو هېوادونو د پيسو مينځلو پر وړاندې  ځيني قوانين او مقررات جوړ او تطبيق کړي دي. په ټوله کې د پيسو مينځلو پر وړاندې د مبارزې څخه د لاندې موخو لپاره استفاده کېږي.

الف: ټولنيز اهميت

د پيسو مينځلو پر وړاندې مبارزه له يوې خوا په ټولنه کې د جرمونو د مخنيوي او د جرمونو د کچې د راټيټوالي باعث ګرځي او له بلې خوا له دې لارې هڅه کېږي، چې د هغو مؤسساتو او افرادو عامه اعتبار بيرته ځای پر ځای شې، چې د پيسو مينځلو څخه يې اعتبار ته صدمه رسيدلې وي.

ب: د مالياتي جرمونو تشخيص

غيرمعمولي معاملات کېدای شي د مالياتي جرمونو (لکه له مالياتو تېښته) نښه وي او د دا ډول جرمونو تشخيص د ښکېلو خواوو د تشخيص او نيول کېدو باعث کېږي.

ج: د جنايي ګروپونو د دارايي ګانو قبضه کول

د پيسو مينځلو پر وړاندې د مبارزې په پلټنو کې، چې څومره ښکېې شتمنۍ او دارايي ګانې د چارواکو او پلټونکو لاس ته ورځي د پيسو مينځونکو څخه ضبط کېږي، چې په دې کې هغه شتمني لکه بانکونه، د حقوقي مؤسساتو دفترونه، کشتۍ، نغدې پيسې او نور شاميلدای شي.

پایله

د پورته موضوعاتو لنډيز په دې ډول ارايه کولای شو، چې پيسې مينځل يوه داسې پروسه ده، چې په هغې کې له غيرمشروع کاروبارونو څخه ترلاسه شوې پيسې د مختلفو تخنيکونو او مېتودونو څخه په استفادې په قانوني يا سپينو پيسو اړول کيږي.  په تاريخي لحاظ د پيسو مينځلو مفهوم تر 2000 کاله پخوا زمانې ته رسيږي خو هغه، چې په نننۍ بڼه د پيسو د مينځلو لپاره کومه اصطلاح (Money Laundering) استعمال او رواج شوې ده تاريخ يې د شلمې پيړۍ دريمې لسيزې (1920s) ته رسيږي. د پيسو مينځل دری مختلف پړاوونه لري، چې هر يو يې عبارت دي له: ځای پر ځای کول، پوښ کول او يو ځای کول.  په لومړۍ مرحله کې پيسې مالي سيستم ته داخليږي، په دويمه مرحله کې د پيسو د اصلي سرچينې د افشاء د مخنيوي هڅې کيږي او په دريمه مرحله کې د غير قانوني يا تورو پيسو لپاره يوه جعلي مشروع سرچينه جوړيږي او پيسې د عملي ژوند د اړتيا لپاره په مصرف رسيږي. د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې ادارې د ارقامو پر بنسټ هر کال په نړيواله کچه له 800 ميليارد ډالرو څخه تر دوه تريليون ډالرو پورې پيسې مينځل کيږي، چې په دې برخه کې ټيکنالوژي او مالي سيستم د پرمختګ د رول څخه سترګې نه شي پټيدلی. او بالاخره د پيسو مينځلو څخه د رازېږېدلو ستونزو د مخنيوي او په نړيوال مالي نظام، د هېوادونو د ټولنيزو نظامونو د نظم او مالي او جنايي جرمونو د کچې د راکمولو په منظور د پيسو مينځلو پر وړاندې نړيوالې، سيمه ايزې او د هېوادونو په کچه منډې تړې زياتې شوي دي، چې له دې جملې څخه د مشترک عمل  مالي ځواک، د پيسو مينځلو پر وړاندې د اسيا او پېسېپېک هېوادونو ټولنه او د اروپايي – اسيايي هېوادونو ګروپ يادونه کولای شو.

وړانديزونه

د دې له پاره چې په افغانستان کې د غير مشروع کاروبارونو څخه تر لاسه کېدونکي پيسو مخنيوی شوی وي؛ نو:

  • افغان دولت بايد د پيسو مينځلو قانون د تطبيق له پاره اړين امکانات برابر کړي.
  • په هېواد کې ټولې شته مالي ادارې (سوداګريز بانکونه، د بيمې کمپنۍ، د پانګې اچونې شرکتونه او داسې نور) بايد د خپلو مشتريانو د ترلاسه کېدونکو عوايدو د منابعو اړوند اسناد ولري.
  • افغان دولت بايد د دولتي او خصوصي سکتور د عوايدو د منابعو د تصديق اداره رامنځ ته کړي.
  • افغان دولت بايد د جرمي اقتصاد  د مرکتبينو له پاره سختې سزاګانې وټاکي.

* د مقالې لیکوال پوهنيار محمدصديق نوابزاده د خوست د شېخ زايد پوهنتون د اقتصاد پوهنځی استاد دی.

3 thoughts on “د پيسو سپینول (مینځل) | *پوهنيار محمدصديق نوابزاده”
  1. مننه کوو د محترم پوهنيار محمدصديق نوابزاده څخه، وا قعا چی دلچسپه لیکنه وه ډیر وخت به مو د پیسو د مینځلو په باره کی اوریدل خو پوره پری نه پوهیدو؛ موضوع یی ښه تشریح کړی ده او تر ټولو مهمه دا چی په تاسف سره زمونږ ژبه په مسلکی او تخنیکی برخو کی ډیر څه نلری نو مبرم ضرورت حسابیږی ترڅو داسی لیکنی ډیری وشی او مختلفو ویب سایتونو ته شاملی شی ترڅو زمونږ د ژبی دا مجبوریت ورو ورو څه ناڅه پوره شی.
    په درنښت

  2. له ښاغلی نوابزاده صیب نه په مننې چې داسې دلچسپې موضوع ته یې اشاره کړی وه واقعې په زړه پورې لیکنه وه او زیات څه مو ترې زده کړل
    قلم یې تاند اوسه کامیابې يې په برخه شه

ځواب ورکول Khyber khyber ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *