تاند- وروسته له دې چې د افغانستان ولسمشر د پاکستان د امنیتي ځواکونو له لوري د پښتنو د سوله ییز اعتراض پر ځپلو انتقاد وکړ، پاکستان عکس العمل وښود.
ولسمشرغني نن /پنجشنبه/ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي«موږ باور لرو؛ دا د هر حکومت اخلاقي مسوولیت دی چې د هغو مدني فعالانو ملاتړ وکړي چې زموږ د سیمې او ګډ امنیت د ګواښونکي تروریزم او سختدریځۍ پرضد راپورته کېږي. کنې د اوږدې مودې لپاره به یې منفې اغېزې پر ځای پاتې وي.»
ښاغلي غني همداراز ویلي«د افغانستان حکومت د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د سوله ییزو اعتراض کوونکو او مدني فعالانو پر ضد د تشدد په اړه جدي اندېښنه لري.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د ټویټر له لارې د افغانستان د ولسمشر د ټویټ په وړاندې غبرګون وښود، ویې ویل «موږ د ولسمشر اشرف غني ټویټ ردوو. دا ډول غیرمسوولانه څرګندونې یوازې ښکاره لاسوهنه ده. افغان مشرتابه ته پکار ده چې د افغانانو د اوږدې مودې جدي خپګانونو ته پام وکړي.»
پاکستان امنیتي ځواکونو د سې شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ سوله ییز اعتراض کوونکي ونیول.
دا اعتراض د بلوچستان په لورلايي کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه فعال ارمان لوڼي د وژلو په اعتراض کې جوړ شوی و.
ارمان لوڼي پولیسو په وهلو وواژه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشر او د پاکستان د ملي جرګې غړي علي وزیر رویټرز خبري اژانس ته وویل چې لا هم د دوی ۱۸ فعالان بندیان دي.
د پښتون ژغورنې غړي وايي، د پاکستان امنیتي ادارې نورو ګوندونو او تنظیمونو ته اجازه ورکوي چې مظاهرې او لاریونونه وکړي او حتي لارې بندې کړي خو پښتانه نه پرېږدي چې د خپل اعتراض سوله ییز ږغ پورته کړي.
د بشري حقونو (ایمنسټي انترنشنل) ټولنې په یوه اعلامیه کې ویلي«پاکستاني چارواکي باید فوراً او بې قید و شرطه د پښتون ژغورنې غورځنګ سوله ییز اعتراض کوونکي خوشي کړي.»
د ایمنسټي انترنشنل د جنوبي اسیا څېړونکې رابعه محمود وویل«بوږنوونکې ده چې پاکستاني چارواکو داسې شدیدو او ځپونکو لارو ته مخه کړې ده.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ او نور پښتانه وايي چې د پاکستان استخباراتي او امنیتي ادارو په زرګونو بېګناه پښتانه نیولي چې مړ- ژوندی یې ورک دی.
د پاکستان پوځ وايي چې هیڅوک بې شواهدو نه نیسي.
په افغانستان کې اکثره خلک د پښتون ژغورنې غورځنګ سره خواخوږي لري او له هغوی سره د پاکستان د امنیتي ځواکونو د ځیږ چلند پر ضد یې مظاهرې کړي دي خو د افغانستان حکومت په دې اړه چوپتیا غوره کړې وه.
په وروستیو ورځو کې هم افغانانو په افغانستان او نورو هیوادونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړیو د ځپلو پر ضد اعتراضونه کړي دي.
د پاکستان پر پوځ او استخباراتو د سترې محکمې نیوکې
د پاکستان سترې محکمې پرون /چهارشنبه/ د دغه هیواد پر پوځ او استخباراتو انتقاد وکړ او له هغوی څخه یې وغوښتل چې له سیاسته ځان لېري وساتي او د بیان د ازادۍ مخه ونه نیسي.
د پاکستان له جوړېدو تراوسه پورې د دغه هیواد په نیمايي عمر کې پوځي جنرالانو واک په لاس کې لرلی دی.
د پاکستان سترې محکمې دا شدید انتقاد په هغه قضايي پرېکړه کې کړی چې په ۲۰۱۷ م کال په پلازمېنه اسلام اباد کې په تکفیر ضد اعتراضونو کې د استخباراتي ادارو رول یې غندلی دی.
په ۲۰۱۷ م کال د یوې لږ پېژندل شوې ډلې له لوري، چې تحریک لبیک پاکستان نومېده، اعتراضونه وشول او له تاوتریخجنو نښتو وروسته تیت پرک شول.
په خپرو شویو ویدیوګانو کې داسې لیدل کېږي چې پوځیان مظاهره چیانو ته پیسې ورکوي چې اعتراضونو ته زور ورکړي.
ویل کېږي چې پوځ دا کار د دې لپاره کاوه چې د هماغه وخت د صدراعظم نوازشریف پر واکمن ګوند فشار راوړي.
مظاهره چیانو د پاکستان د قانون یا عدلیې وزیر د استعفا غوښتنه کوله.
په دې حکم کې، چې د پاکستان د سترې محکمې په ویبپاڼه کې خپور شوی، راغلي«که د وسله وال ځواک هر غړی په هر ډول سیاسي مسله کې مداخله وکړي یا رسنۍ انحصار کړي، د وسله وال پوځ یووالي او مسلکي توب ته زیان اړوي.»
د محکمې حکم همداراز وايي، د پاکستان اساسي قانون په کلکه وسله وال ځواکونه په هر راز سیاسي فعالیت کې له برخې اخیستې منع کوي.
د پاکستان د سترې محکمې حکم حکومت او د مځکني، هوايي او سمندري ځواکونو عمومي قوماندانانو ته امر کوي چې د هر هغه چا پر ضد اقدام وکړي چې په خپله لوړه کې د یادو شویو ژمنو سرغړونه کوي.
د پاکستان د سترې محکمې په حکم کې د بیان د ازادۍ د مخنیوي په خاطر د دغه هیواد استخباراتي ادارو ته خبرداری ورکړل شوی دی.
په حکم کې ویل شوي«ټولې استخباراتي ادارې او د پوځ مطبوعاتي څانګه دې له خپلو اختیاراتو وړاندې اقدامات ونه کړي او د بیان او رسنیو د ازادۍ مخه نیولی نه شي.»
د پاکستان رسنیو د تېر کال د جولای د انتخاباتو په مهال له سانسور او فشارونو شکایت کړی دی.
فعالانو او بلاګ لیکونکو د دولت او پوځ له لوري د بیان د ازادیو پر محدودېدو انتقادونه کړي دي.
فریډم هاوس هم په خپل تازه راپور کې ویلي، سره له دې چې د پاکستان د جولای د میاشتې انتخابات له رقابته ډک و، په محکمو او رسنیو کې د پاکستان د پوځ زیات نفوذ انتخابات د اوسني صدراعظم عمران خان په ګټه تمام کړل.
لر او بر یو افغان
مونږ افغانان د پاکستان ددغه خیراتی وزیر ټویټ په کلکه سره ردوو. او ددغه خیراتی وزیر څخه په کلکه غواړو چه د افغانانو په خبرو کی مداخله مکوه، لر او بر یو افغان دی، ته څنګه وزیر شوی یی چه تر اوسه د افغانانو او پاکستانیانو خاوره نه پیژنی.
ښاغلی ولسمشر محمد اشرف غنی حق لری چه د خپلو زمریو افغانانو پوښتنه وکړی. نه د ناپوهه پنجابیانو
خدای دی وکړی چه خیراتی وزیر د خپل ټویټ په ځواب پوهه شوی وی
نر پښتون منظور پښتون
سر پښتون منظور پښتون
غر پښتون منظور پښتون
لر پښتون منظور پښتون
بر پښتون منظور پښتون
زر پښتون منظور پښتون
ځمونږ پښتون منظور پښتون
په اخر کی منظور پښتون او د دغه غورځنګ ټولو زمریانو او توریالیانو ته سلام
که د خپل هېواد او خلکو د هغې برخې چې د پنجاب په ولکه کې ده ، بې تفاوته پاته شو، تاریخ او راتلونکي نسلونه به مونږ ونه بښي.
د افغانستان ولس د منطق ، انسانیت او اخلاقو له نظره دا حق لري چې له خپلو مظلومو او محکومو خلکوسره چې د پنجاب تر تسلط لاندې دي ، همدردي او پیوستون وکړي. که پنجابیان زمونږ د ولسمشر له مداخلې ډاريږي ، نو له محکومو پښتنو او بلوچانو سره د ظلم نه کوي.
دا د نړۍ په کوم دین ، مذهب ، قانون او کلتور کې راغلي چې مظلوم او بېګناه خلک پرته له محکمې په لرګیو اویا مرمیو ووهي او ويې وژني. د برما بودایانو هم په روهنګیایی مسلمانانو او یا اسراییلیانو په عربو فلسطینیانو دومره ظلم ندی کړی لکه چې د پنجاب ظالم او دیکتاتور پوځ یې پر پښتنو کوي.
که تاسو هرڅومره ظلم او استبداد وکړی ، زمونږ د لروبر افغانانو د وحدت او یوموټي والي سبب کيږي. همدومره به د خپلواکي مبارزه سختیږي او د پنجابي دیکتاتورۍ دا بې بنیاده تش په نامه مصنوعي هېواد به دړې وړې کیږي. د بنګلدېش د اتلو خلکو د خپلواکۍ تاریخ به یوځل بیا تکرار شي.
دا چی محکمه وایی نور نو بل ثبوت نه غواړی پوځ او استخبارات ظالمان ااو شر اچوونکی دی ، رښتیاهم له خپلی دندی یی تل تیری کړی او د انسانی حقونو خلاف دریدلی ،کله ګاوڼډی او کله هم پښتانه آرام نه پریږدی او د غیر انسانی کړنو یی دفترونه ډک شوی او منحیث مسلم او انسان آزاد د ظالمانو ملګری د اسلام نه وتل او کفر دی او د امت مسلمه علما مسؤلیت دی چی مظلومان حمایت او د ظالمانو لاس له ظلم لنډ کړی چی لاندی نصوص همدا مطلب تأییدوی
من مشی مع الظالم لیقویه و هو یعلم انه ظالم فقد خرج من الاسلام
حدیث شریف
تعاونوا علی البر والتقوی ولاتعاونوا علی الاثم والعدوان….الآیه
دا او نور هدایات ټول امت ته متوجه دی چی باید علما ورباندی دایمی او تفصیلی بحث وکړی تر هغی چی ظلم نابود او عدالت حاکم شی او دا د ټول امت مسؤلیت دی
نو قریشی دی د قریشو دین باندی ځان خبر کړی او له هغه دین نه صرف یو ټکۍ ورته لیکم
أتأمرون الناس بالبر وتنسون انفسکم…
نو د اسلام تر نوم لاندی نور شر او ظلم بند کړی د تاسی دی رذیلانه تجارت ، اسلام او مسلمانانو ته ډیر زیان اړولی چی جبران یی امت ته ډیر سخت دی نور توبه وباسی ورنه تباهی مو حتمی ده ځکه الله عزیز ذوانتقام ذات دی.