د کتاب نوم : The Pashtun Question

The Unresolved Key to the Future of Pakistan and Afghanistan

ليكوال:   ابوبكر صديق

دا اثر ديوه تجربه لرونكي ژورنالست ابوبكر صديق علمي اوڅيړنيز كار دی چې څه موده مخكې له چاپه راوتلی دی ۔ اثر د پښتنو د برخليك په اړوند په مهمو مسايلو خبرې كوي . هغه څه چې د دې كتاب محتوا ده ۔ په يوويشتمه پيړۍ كې پښتانه ٬  دپښتنو پرله پسې غميزه  اوپه يو تړلي چاپيريال كې دهغو كلابندي,  پښتانه څوك دي, له كندهاره تر سواته  سترقبايلي پيچلي اوجادويي دهليز اوداسي نور موضوعات راغلي دي ۔

د دې اثر په دويمه برخه كې په دې خبره بحث شوی دی چې څرنگه سوله ييزه سرحدي سيمه د ترهگرو د پټيدو په هغه  بدله شوې ده ۔  همدارنگه د طالبانو واكمني، د وزيرستان جگړې, نه ايل كيدونكي قومونه, په پښتونخوا كې ترهگري  اودبلوچستان نارضايتي اوتاو تريخوالي باندي بحث شوي دي ۔

د كتاب په دريمه برخه كې د لوي ننگرهار اولویې پكتيا اوستر كندهار د قومونو اوپه دې سيمو كي د كمونستانو (يا په دقيقه مانا د کيڼ اړخو ځواکونو)  نفوذ اوبيا د اسلامي تندلارو په نفوذ خبري شوي دي ۔ په دې اثر باندې د مشهورو نړيوالو څيړونكو لكه :

Jan Lee Anderson. Barnet Rubin ,  Ahmad Rashid ,Marvin Weinbaum, Pro.Hassan Kakar

له خو اخبرې شوې، نظريات وركړل شوي دي ۔

 د قدر وړ استاد حسن كاكړ د دې كتاب په هكله ليكي چې دا اثر دديورند د كرښې د دواړو غاړو ميشتو پښتنو د فرهنگي ارزښتونو او جاري سياسي مسايلو په هكله يوه څيړنه ده ۔ صديقي چې دوزيرستان اصلي اوسيدونكي دې دهغه څيړنه اوتوضيحات نه يوازې دسيمي داصلي بومي اوسيدونكو په هكله دي بلكې دټولو پښتنو په هكله چې په بيلابيلو وختونو كې سيمي ته ورغلي دي دهغو سره يې هم خبرې اترې كړي دي ۔ نوموړي دمهمو كسانو سره مركې كړي دي دكومو په اساس چې دغه اثرزيات ارزښت او غنا موندلي ده ۔   داداسې مالومات دي چې په نورو ځايونو كې يې د تر لاسه کيدو  امكان  لږ دی ۔ دا ټول عناصر اثر ته زيات ارزښت اووړتيا وركوي ۔ همدارنگه دا اثر په داسې مهال کې رامنځ ته کيږي چې دپښتو سيمه دزياتي پاملرني وړ ده ۔ اوټولو ته به زيات ارزښت ولري ۔ په خاصه توگه هغو ته چې تر اوسه لا ورته  په لويه پيمانه دنړۍ ددې سيمي په هكله ناسم پوهاوی موجود دی ۔

د کتاب ليکوال په دې باور دی چې دافغانستان اوپاکستان ترمنځ ثبات ترهغه وخته ناشوني دي  تر هغې چی ددواړو هيوادونو تر منځ يو جامع اوهر اړخيزه مسايل نه وي حل شو ي . اوتر هغه چی ددواړو هيوادونو تر منځ دپښتنو سيمه ديو خلاص ټپ په توگه پاتي وي  نو په جدې توگه اقتصادي  وده، ټولنيز پرمختگ باندي به اغيزه ولري . دې پوښتني ته له ځواب پرته به سيمه هيڅکله دهغه ځمکنې پل له امله  خپل ظرفيتونه لوړ نه کړای شي کوم چې  دجنوبي اسيا اومنځنۍ اسيا ترمنځ له يوې خوا اودمنځني ختيز اوچين ترمنځ له بلي خوا موجود دی .نوموړی د ولسمشر کرزي دې خبرې ته اشاره کوي چې افغانستان اوپاکستان دوه غبرگوني وروڼه دي. څيړونکي په دی باور هم دی چې ژر اوکه په ځنډ وي دواړه هيوادونه به د ديورند د کرښي په ستونزه سلا شي دا ستونزه چې د دواړو هيوادونو ترمنځ د اويا کلونو را په دې خوا يو خنډ دی , د ديورند فرضي کرښه چې پاکستانيان يې په رسميت پيژندلو باندې ټينگار کوي خو  افغانان دپښتو دا متل کاروي چې اوبه په ډانگ نه بيليږي . دا کرښه افغان حکومتونو ته نه يوازې دمنلو وړ نه ده بلکې دهغو له واکه بهر شوې ده . اوټول افغانان يې يوه استعماري فرضي ليکه  بولي .

دا اثر په نورو ډيرو مسايلو هم بحث کوي چې د پيژندني په دې يادښت کې نه شې را سپړل کيدلای. خو دافغانستان په خوا کې پښتنو په اړوند يوازې د لوی کندهار، لوی ننگرهار او لويي پکتيا د پښتنو يادونه کوي او د افغاسنتان د شمال اومرکزي اوغربي سيمو دپښتنو په باب څه نه يا کم څه وايي کيدای شي د دې وجه دا وي چې يوازي د دوه هيوادونو ترمنځ هغه جادويي دهليز چې په دواړوه خواو کې يې پښتانه ميشت دي اوقبايلي سيمه يې منځ کې واقع ده تمرکز کړی وي.

کتاب په هر حال يو ژوندی اودنويو نظرياتولرونکی دی  چې د افغانستان د اکاديميکو سياسي اوفرهنگې کړيو له پاره يې لوستل بې گټي نه دي .

دم .الف .کاف  ليکنه

One thought on “د پښتنو ستونزه/ د ابوبکر صدیق څېړنیز اثر ته کتنه”
  1. ((ولسمشر کرزي دې خبرې ته اشاره کوي چې افغانستان اوپاکستان دوه غبرگوني وروڼه دي.))

    نه پوهیږم دا لیکنه ده، اعلان دی، او که څیړنه او تر هرڅه په زړه پورې د لیکوال نوم دم. الف، کاف لیکنه

    لومړی مشر کرزی داسې خبره نه کوي افغانستان او پاکستان دوه غبرګونې وروڼه دي کله ، چیرته، او ولی حامد کرزي دا خبره کړې
    دا ابوبکر صدیق څوک دی ؟
    کاکړ سیب ته په اخترام سره لوستونکو خپه نشی خو ماته د پښتنو په اړه د بهرنیانو څیړنې د شکه څخه ډکې دي لکه پورتنې

ځواب ورکول نااشنا ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *