لنډه ليکنه :
کله کله به ورته ساه کښل ګران ؤو..
غوږونو به يي بنګاری کاوه، هر څه کوښښ چي به ييوکړ چې ځان بوخت کړي؛ دې بنګاري به دا نارامه کوله او فکر به يي کاوه چې له سره يي د اور لمبه پورته کيږي او يا يې د کوپړۍ دننه ماغزه ایشي.
بيا به يي داسي انګيرل چي خپله ککرۍ يي پري درنده ده، دا يو پيټی له ځانه سره وړي، داسي پيټی چي په نه يي په ځمکه يي کيښودلۍ شي او نه يي د ځان نه ليري کولي شي / غورځولي شي.. يو عجيب او بي مانا احساس تل دي سره وو؛ يو د بي اعتمادۍ احساس چي دا به يي ځوروله.
کله کله به خوشحاله وه، غوښتل به يي سينګار وکړي، د نوکانو رنګ په نوکانو ووهي، بنګړي لاس کي واچوي ، ويښتان جوړ کړي، داسې ښځينه جامې واغوندي چي رنګارنګ وي، په شوق به يي هر څه تيار کړل، د هندارې مخ ته به ودرېده، هندارې ته به ځير شوه، خپل سپين ويښتان به يي وليدل، ورياد به شول چې يوه ورځ پخوا هم هندارې ته ولاړه وه خپل ګډوډ ويښتان به يې په لاس سمول ، چي ناڅاپه غږ پري وشو..؛ نجلۍ! ايسته شه !! شرم دی، نجونې آيني ته نه دريږي، مونږ پښتانه يو دا ددي مانا ورکوي چي د نجلۍ مېړه ته زړه کيږي، د آينې رڼا دې د ګاونډي کورته لاړه نشي.. په شرمو به مو وشرموې بې حيا نجلۍ..!!!
دې به هر څه ايسته کړل او ژر به د آينې له مخې نه لېرې شوه.
خو هغه وخت دا په دې سوچ کې وه چې د همزولو منځ کې لکه د نورو نجونو په شان دا هم لږه ښکلې معلومه شي. په ټولګي کې د چا نه خوښېده، ځکه ددې کيسې يواځي يو دوه کسانو ته جالبي وې؛ نورو ورته کرمک کتاب ويل. دې به دا سوچ کوو چې خپل سبق تمام کړي. هره ورځ به پلي کورس ته روانه وه ، اضافه سبق به هم يي لوسته.. کله به يې دا سوچ هم کوه چې د نورو نجونو په شان ميينه شي، خو په دې نه پوهېده چيې مينه به له کومه کړي..!؟ يا به دا څنګه احساس وي؟ کله يې چې د (هزار و يک شب) کيسه لوستله نو دا پوښتنه به ورته پيدا شوه چې (شهرزاد) ولې يو زر او يوه شپه کيسه کوله!؟ نو مينې ته دومره انتظار خلک باسي!؟ آيا دا پدې ارزي!؟ آيا دې ته به څوک ووايي چې (مينه لـــرم درســــره..!!)
خو بيايې هم دومره ورته اهميت نه درلوده، زر به يي پام خپلو کيسو او کتابونو ته شوه او راډيو به يي تل اوريده؛ (زمزمه هاي شب هنګام) ته به يې غوږ نيوه او يا به يي د (اکرم عثمان) او (فريدې انوري) ديکلومې اوريدې.. بيا به يي ښوونځۍ کې نورو ته هم ويل چې دا خپرونه راډيو کابل کي واورئ..!! يا به هم ورته د مينې د کيسو اهميت د (بالزاک د انساني کوميډي کيسې نه کم وو چې دې به سبا ته غوښتل دا ددکوميډي انساني کيسه نورو نجونو ته وکړي، او يا د حافظ يو ښکلی شعر چې د حافظ په ديوان کې به يې لوستی ؤو؛ په نښه کړي ، يا د (اکرم عثمان) د (مردها را قول است) د کيسې پاي او د (نازي جان) د ژوند انجام ورته اهميت درلود، او يا به هم د( مرد کوهستان) د پاي په تمه به يې شپه سبا کړي وه.
يو ځل بيا د تندر غږ شو؛
بېرته يې پام شو چې د خو نن د سينګار هوډ کړي وو او ښکلې څېره کار ته لاړه شي.. کله چي يي د شونډو رنګ راواخيست؛ ترې وران شو. شونډې يي سرې کړي، خو ورنه کږې وږې شويدي، نور هم ورته ساه اېستل ګران شول، د کجلوکرښې يې هم کږې وږې شوې، هيڅ کومه کرښه سيده رانغله.. هندارې ته يې وکتل، کږو وږو رانجو چې سترګې ورته وحشتناکه کړې وې او د سرو شونډو يې لکه د زړه وينه يي چې خولې ته پورته شوي وي؛ ښکاره شوه.. هنداري هم ورته وويل ؛ ښه نښکاري..! دا دې څه شی له ځانه جوړ کړي دي!؟ خلک درنه ډاريږي، دې ته نور هم ساه ايستل ګران شول. غوږونو يې بنګار بند کړ او په درد شول. ستوني کې يې لکه ډنډ وينه محسوسه کړه،پښو کې يې ساه ورکه شوه، نوره نشوای درېدلی، آينه يې لاس کې واخيسته خو چې دريدلی نشوه؛ هغه هم ولوېده. آينه ماته شوه! په لاسونو کې يې ښيښې ښخې شوې ، وينې وبهيدې او د دې د شونډو د په څېر يې لاسونه هم سره شول، نشوه پاڅيدلی، په لاسونو کي د ښيښو د تللو درد دومره نه وو لکه ددې چې په ستوني کې هغه بنددرد. چې هر څه يې غوښتل چيغه کړي غږ يي نه پورته کيده، هرڅه ورته د کجلو د رنګ په څير تياره شول، د امبولانس غږ راغی ..او دا چي کله راويښه شوه؛ نو دري څلورو کسانو ترې همدا پوښتنه کوله چې څه شويدي!؟ څه دي خوړلي وو!؟ ولې خفه يي!؟ دې همدومره وويل چې ستومانه يم، ساه مي بنديږي، ژړا مي هم بنده ده او ږ غ مې هم بند دي.
زه نه پوهيږم دغه درد مې د سراو غوږونو راتاو شي او کله مې پښې سستي کړي. زه ستومانه يم؛ ډېره ستومانه!! زما ستوماني د بېځايه او ناحقه خبرو د اوريدلو تاب نلري . زه غواړم صرف د مرغيو چغار او د اوبو شړاړ واورم، د باد او د تندر د سيلې او طوفان ږغ واورم. د انسانانو د ږغ له اوريدلو ستومانه يم.
زه غواړم د باران ږ غ ته غوږ شم؛ باران سره خبرې وکړم، باران غيږ کې ونيسم ، د تندر سره په چيغو شم. او د باران سره په لپو لپو وژاړم. ښايي درد مې ووينځي؛ دا چټل سينګار مې او دا کاږه واږه کاجل را ومينځي. زما د زړه نه ګرد او غبار او د انسانانو ناپاکه او د کرکې پيغورونه ومينځي…..
بارانه !!!
تا ته يم په تمه…..
واقعا چې ښۀ مطلب پکې پروت وو پۀ ګوتو دې برکت شه
مننه ستاسو نظر ما ته خورا اهمیت لرې.