موږ به یوازي دونه وایو چي اناّلله و اناّ الیه راجعون. دا د ټولو لاره ده؛ خبره یوازي د نن او د سبا ده. مرګ د هر چا دروازه ټکوي خو په دراوزو کي توپیر ضرور سته. د ارواښاد محمد صدیق پسرلي د ستایني لپاره، ګومان کوم، دا خبره کول پخپله کافي وي چي په افغانستان کي یې تر ټولو شاعرانو هم ډیر او هم ښایسته غزل ولیکل. که مرګ هرڅومره زیات مهلت ورکړی وای هغومره زیات او ښایسته غزلونه به یې لیکلي وای. هغه اوس هم د پښتو د غزل یوه نه وچیدونکې چینه وه؛ او چي اسمان به پر پښتنو باندي داسي بله چینه کله لوروي، یوازي خدای پوهیږي چي څومره کلونه به تیر سي. ځکه خو وایو چي کشکي نه وای مړ. د مرحوم پسرلي او بل عادي سړي او یا حتی بل ښاغلي او درانه سپین ږیري د مرګ توپیر په همدغه کي دی. ډیرو پښتنو سپین ږیرو به خپل نوبتونه یا ښه یا بد تیر کړي وي، خو موږ خواشیني په دې یو چي د ده له فیض او برکته ډک نوبت لا تیر سوی نه وو، موږ لا منتظر وو چي پسرلی به نور څه وایي.
ارمان مي دی چي کله به زه بیا درته ږغیږم
د شپې غوندي په یوه ساه تر سبا درته ږغیږم
تاوي د ذهن و زړه غوږونه واړه راته ایښي
ویده شې او زه پټ لکه رویا درته ږغیږم
شکونه د زړه وباسه د میني په خلوت کي
تنها درته راغلی یم تنها درته ږغیږم
جلا مو دي رب نه کړي سره زه به مي تر مړیني
د ژوند د سین څپې! لکه دریا درته ږغیږم
حواس مي جوړوم چي لکه شعر د پسرلي
تل تل ستا له سپيڅلي استغنا درته ږغیږم
همدا تیر ماښام مي د افغانستان ږغ ټلویزیون سره ژوندی ادبي پروګرام درلود او پر ردیف باندي د بخث او خبرو کولو په ترځ کي مي د مرحوم پسرلي صاحب په یوه غزل کي د ردیف مثال ورکړ.
پوښتني ته مي خپله سوې ساه تله او راتله
هغه هم لکه ویره په اکراه تله او راتله
د خوب په لار یې هم حسن بندیز وو لګولی
پخوا به مي خوبونو ته ګاه ګاه تله او راتله
هر خاپی یې د پلونو یوه غزل شوه پسرلیه
د شعر ملکه مي څه دلخواه تله او راتله
کله چي ما په ټلویزیون کي، تیره شپه، د مرحوم پسرلي دا ښایسته غزل لوستله نو هغه به په دي دینا کي زموږ په ټولۍ کي نه وو او د تل لپاره به یې، له وخته، خدای په اماني کړې وه. که زه داسي خبر وای نو ما خو به هغه پروګرام ټول د خپل پسرلي په ښایستو غزلونو رنګین کړی وای.
د پښتنو له لوی کهول څخه ډیر سپین ږیري د تل لپاره وتلي دي، او ډیر زیات یې د خپل قام او ټولني پوروړي تللي دي. د مرحوم پسرلي امتیاز په دې کي دی چي د ګوتو په شمیر پښتنو مشرانو په څير یې پښتو او پښتانه پوروړي پریښودل. هغه خپلي ګراني پښتو او خپل درانده قام ته دومره څه ورکړل چي سیالي یې د ډیرو تر وس تیره ده. اوس به موږ د هغه پور څرنګه ادا کوو. موږ ژوندي یو، موږ میړونه یو او د هر ډول لوی پور د ادا کولو توان راسره دی. راسی! چي ټول پښتانه د هغه مرحوم د روح جنازه په ګډه پر اوږو پورته کړو. دا خبره ځکه کوم چي ما له مرحوم پسرلي سره مجلسونه کړي دي او تیر کال چي کابل ته تللی وم هغه مي لیدلی او د هغه مرحوم په کور کي مي ډوډۍ ورسره خوړلې ده. مرحوم پسرلي ټول پښتون قام ته د یوه کهول په سترګه وکتل، او د دې سترقام یوالی یې د ژوند تر ټولو لویه آرزو وه. د هغه د پاک او سپیڅلي روح پور یوازي د هغه د همدغي پاکي آرزو په پوره کولو ادا کولای سو. راځۍ چي د مرحوم پسرلي او د خپلو نورو تللیو مشرانو د پاکو او سپیڅلو ارواح لپاره د پښتنو په ټولو ښارونو، کلیو او کورونو کي هدیرې جوړي کو. او دمخه تر هغه چي د مرحوم پسرلي د روح پوروړي تر دنیا تیرسو، د یوه بل په سینه کي ځانونو ته ټاټوبي آباد کړو.
زه اسدالله غضنفر، ایمل پسرلي او د مرحوم پسرلي صاحب ټولي فرهنګي کورنۍ ته تسلیت وایم. ورپسې له ټولو هغو پښتنو سره چي له خپل قام او فرهنګ سره مینه لري په دې ستر ماتم کي خپلي اوښکي شریکوم. او یو ځل بیا د خپلو ټولو پښتنو ترمنځ، د مرحوم پسرلي د آرزو سره سم، د یوالي دعاکوم، او د پښتو او پښتنو اسمان له روڼو ستورو ډک غواړم.
د استاد مشر صدیق پسرلی مړینه د ټول هیواد او افغانی فرهنګ او ادب لپاره یوه لویه ضایعه ده . د دغه استاد د عظمت ، او په ادب کی ددوی د ځلاندی ونډی په هکله د پښتو د شعر بل ستوری باری جهانی صاحب ډیره ښه رڼا واچوله – زه به څنګه وشم کولای چی د هغوی د خبرو په څنګ کی څه زیاته کړم خو دومره وایم چی استاد پسرلی د ټول هیواد ویاړ و او د هیواد ټولی پرګنی د ددغی ضایعی له کبله غمجن دی . زما په اند د استاد د مړینی ویر او غم یواځی د هیواد یوی برخی ته محدود نشی پاتی کیدی . د پښتو د ادب غنا د افغانی فرهنګ غنا ده ، هماغسی چی د دری ادب غنا د افغانی فرهنګ غنا ده . د پښتو ادب ضایعه یا د دری ادب ضایعه د ټول هیواد لپاره ضایعه ده . ټول افغانان باید په غم او خوشحالی کی سره شریک و اوسی . د ملی وحدت په اړه هر وخت خبری کیږی خو دغسی ملی او د هیواد په کچه پیښی دی چی د ملی احساس د څرګندولو لپاره هم زمینه برابروی .
زه هم د پسرلی صاحب فرهنګی او د ویاړه ډکی کورنی ، او د هیواد د ادب ټولو مینه والو ته د دغی غمجنی پیښی په هکله د زړه له کومی تسلیت وړاندی کوم او هغوی ته صبر غواړم . خدای دی دا د هیواد ویاړه دګ ادیب او شاعر وبخښی
زما په فکر مونږ هغه وخت د خدای بخښلی استاد صدیق پسرلی پور ادا کولی شو چی د ده ټول آثار راټول او دومره چاپ او نشر کړو چی د هر افغان په کور کی د دوی د آثارو کلیات موجود وی او خپلو راتلونکو نسلونو ته یی تدریس کړو.
زه وړوکی ووم، دهجرت په دیار کی لوی شوی ووم، د خپلو مشرانو نه می پوره شناخت او معرفت نه درلو، د ۱۹۹۶ کا ل د مارچ ۲۱ مه وه د امریکا غږ راډیو کی د هجری لمریز کال د لمړی ورځی (پسرلی ) په مناسبت پروګرام می اوریده پروګرام ښاغلی استاد سعدالدین شپون پر مخ بیوه، چی هسی یی هم ماته غږ او پوهی ډیر خوند راکوه، خو کله یی چی دپروګرام میلمانه معرفی کړل یو هم پکښی مرحوم خدای بخښلی استاد محمد صدیق پسرلی وو، کله می چی دده خبری واوریدی نو دومره خوند یی راکړ چی زړه می غوښت هواوکړم او سمدستی د استاد مرحوم دیدن ته ځان ورسوم خو دایوازی یوه هیله وه نه هیڅ عملی امکان یی نه درلو،پرون می چی دده مرحوم د مړینی خبر واوریده نو ډیر متاثر شوم، فکر می وکړ چی کله به بیا دپښتنو په وطن کی داسی یو شخص پیداکیږی چی د مرحوم استاد غوندی خوندوری لیکنی وکړی، الله ج دی ورته فردوس جنت ور نصیب کړی ، کورنۍ ،مینه والو او په مجموع کی ټولو پښتنو ته د دی غټی ضایعی له کبله د جمیل صبر غوښتنه کوم.انا لله وانا الیه راجعون
په پښتو ادب کې د هندي سبک د رنګینیو شاعر او لیکوال نه یواځې خپله درنه کورنۍ د غم پر ټغر کښینوله، بلکې ټول پښتانه نر او ښځې یې وژړولې. اوس موږ ته یواځې دا راپاتې دي، چې دې ښاغلي استاد ته ددعا لاسونه لپه کړو.
رښتیا هم چی دغه واقعه د پښتو ژبی لپاره یو لوی زیان دی خو زه به د ده په اړه دومره ووایم:
سخ ده هغه چې له مړینې نه پس یاد سي
د بد بختو به څه مړینه یا ژونــــدون وي