ځینې ملګري په وچ لاس لګیا دي پښتو او پښتونولي د وینې پورې تړي، مطلب که یو څوک په خټه پښتون نه وي نو هغه پښتون نه شي کیدلی او که یو څوک په خټه پښتون وي نو خامخا به پښتون ګڼل کیږي.

پښتو او پښتونولي کوم جینیټيکي کردار او کرکټر نه دی چې د جینز له لارې یو بل ته انتقالیږي بلکې دا یو ټلنیز نا لیکلی قانون دی چې پښتون د خپل تاریخي ژوند په رڼا کې عملي کړی دی، ممکن نیمګړتیاوی هم ولري خو په شعوري توګه یو څوک په دې خاطر پښتون نه ګڼل چې د هغه/هغې وینه/خټه د پښتون ټبر نه نه ده، یو ناسم کار دی او باید په اړه یې وضاحت وشي.
د پښتو لمن ډیره پراخه ده.
څه مانا؟!
پښتنو، پښتو او پښتونولي د اسلام مبارک دین له راتګ نه مخکې هم شتون درلود. ممکن په پښتنو کې په خپل وار سره پېغمبران هم تیر شوي وي. دا چې د اسلام ت راتګ سره پښتون قام په قامي شکل موسلمانان شول، دلیل به یې دا و چې د اسلام د ټولنیز ژوند اړخونه د پښتونولۍ سره ورته والی درلود.
نو
که یو څوک پرته له دې چې مسلمان وي یا شي، زمونږ د پښتون قام په منځ کې د پښتونولۍ په اصولو برابر ټولنیز ژوند غوره کړي، پښتون ګڼل کیږي.


لکه څرنګه چې د نړۍ هر وګړی کولی شي د اسلام اصولو ته پابند شي، موسلمان ګڼل کیږي، مندقسې که یو څوک د پښتونولی اصولو ته ژمن پاتې شي، پښتون ګڼل کیږي.
نو فلهذا
دایا سنګ خان چې په پښتو ژبه کې ښکلې شاعري کوي، زمونږ پښتون افغان ورور دی او د پښتو ادب لپاره د هغه خدمت ته په درنه سترګه ګورو او قدر دانی یې کوو.
دایا سنګ خان به مذهبي ایساب سک وي خو په کلتوري لحاظ پښتون دی.
#فیلنګ: ملګري دې زما په دغه خبره غور وکړي، برناقه دې په ما د ټاپو لګولو نه تیر شي، او د دایا سنګ خان دغه انځور ته دې لایکونه ورکړي. ما د خپلو مشرانو نه دا هم اوریدلي دي چې د فرنګیانو سره په غزا کې زمونږ د وزیرستان سکهانو پښتنو د اپي فقیر رح سره برخه اخیستې وه.
نو
غرض مې دا دی چې هر هغه څوک چې په خټه پښتون وي، او عمل یې د پښتون نه وي، پښتون نه دی او هر هغه څوک چې که په خټه پښتون نه وي او عمل یې د پښتون وي، پښتون دی.


#نوټ: په دغه پورته لیکنه کې د ورور د لیکلو نه مې غرض د پښتونولۍ له ایسابه ورور دی، ځکه په مذهبي ایساب خو د ورور تعریف دا دی چې په کلمه کې درسره شریک وي، نو ملګري دې ترې بل تعبیر نه کوي.
مننه

4 thoughts on “د پښتونولی لمنه پراخه ده/ حمد الله ارباب”
  1. زه دی تاسو خبره منم
    د بالیوډ دمشهور فلمی ستوری راجکپور پلار (پریتیواجکپور) تل خپلو بچیانو ته ویل چې هغوی پټانان یا پختانه دی .تراوسه که په دې کورنۍکې کوم سوک بزنیس پیلوی او یا هم کور اخلی نو د پیخاور نه دخپل آبایی کور خاوره هلته شیندی . ان زوانان یی وایی چی هغو پختانه دی.
    زما په اند پختونولي باید له مذهب اوخټې سره ونه تړلې شی

  2. نخیر صیب، من با این حرفتان مخالف هستم! پښتو وپښتونولي کاملا ارتباط به خون دارد ، و پښتون بودن حق و امتیاز هم نیست که کس مستحق آن باشد و شده بتواند. پشتون بودن به این معنی هم نیست که شخص حتما مسلمان باشد تا پشتون شمرده شده بتواند . حتی گفته میتوانیم که اسلام توسط دشمنان این قوم علیه و وپښتونولي استفاده شده تا این هویت اولی این قوم را که پشتونیت است، از بین ببرند.

    بقا قوم پشتون در درک همین بوده است. پشتونها در ادوار مختلف تاریخ ظلم ، استبداد و استعمار زیادِ را دیده اند . ولی یگانه چیزی که درمقابل تمام این فشارها مقاومت کرده است ، در قدم اول” پشتونیت “یعنی هویت اصلی این قوم بوده است.

    در طول چهل سال اخیر کوشش زیاد بکار رفته است تا اسلام را به معنی هویت اولی پشتون ها بکار ببرند. این کمپاین را سازمان جهنمی آی اِس آی بوجود آورده است تا توانسته باشد تفاوت ” زمین و آسمانی” پشتونها را از پنجابی های بیهوت را بنام اینکه همه مسلمان استیم از میان بردارند تا به عمر ننگین کشور کثیف پاکستان ادامه بدهند

    اسلام یک دین است که هرکس میتواند از ان هویت برخوردار باشد البته بعد از گذشتاندن چند رسمیات. و این رابطه خونی اصلا ندارد ولی پشتون بودن رابطه ناگسستنی با خون دارد . نا گفته نماند که این خون از طرف مادر وپدر بوده میتواند.

ځواب ورکول بارووک سپین زر ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *