تاند- د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، سره له دې چې په لاهور کې د دوی پر غونډه چارواکو بندیز لګولی، دوی د بندیز پروا نه کوي او غونډه جوړوي.

په همدې حال کې د پاکستان امنیتي ځواکونو د دغه غورځنګ ځینې مشران نیولي څو د هغوی د غونډې مخه ونیسي.

د لاهور پولیسو د شنبې په ورځ /اپریل ۲۱/ وویل چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډې یا لانګ مارچ ته اجازه نه ورکوي.

پولیسو په یوه رسمي مکتوب یا لیک کې ویلي«د اپریل په ۲۲ مه، د یکشنبې په ورځ د لاهور په موچي ګېټ کې د عمومي غونډې لپاره پر غوښتنې غور وشو او روانو امنیتي حالاتو او شرایطو ته په کتو غونډې ته اجازه نه شي ورکولی.»

تر دې مخکې د پاکستان د پوځ په امر په پاکستاني مطبوعاتو کې د پښتون ژغورنې په اړه ټولې لیکنې د رسنیو له ویبپاڼو پاکې کړای شوې.

د لاهور په موچي ګېټ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غونډې له اعلان شوي بندیز سره سره دې غورځنګ ویلي چې د پاکستان د پوځ له لوري له پښتنو سره په قبایلي سیمو او پښتونخوا کې د ظلمونو او زورزیاتیو په اړه د یکشنبې په ورځ/ اپریل ۲۲/ غونډه جوړوي.

د لاهور پولیسو د پښتون ژغورنې ځینې مشران لکه علي وزیر، بلال مندوخېل، مزمل، عصمت شاجهان او د د دې غورځنګ ګڼ پلويان نیولي دي.

په همدې حال کې د پنجاب پولیسو د تحریک لبیک ډلې ته اجازه ورکړې چې په لاهور کې غونډه وکړي.

د روان اپریل په ۸ مه تر یولک زیاتو خلکو په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په غونډه کې ګډون وکړ.

دوی د پېښور په غونډه کې د خپلو پخوانیو غوښتنو ترڅنګ د پاکستان د پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف د محاکمه کېدو غوښتنه هم وکړه.

One thought on “د پښتون ژغورنې غورځنګ د لاهو ر د پولیسو له بندیز سره سره غونډه کوي”

ځواب ورکول Attal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *