ملګرو ملتونو په یوه تازه اعلامیه کې ویلي چې پاکستاني دولت (ریاست) دې نور پښتانه نه شکنجه کوي او د هغو حقوقو ته دې درناوی وکړي.
پښتون غورځنګ له یو کال زیات وشو چې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي، خو تراوسه یې نه غږ ملګرو ملتونو اوریدلی و او نه نړیوالې ټولنې.
دا غورځنګ د پښتنو سیمو کې د جګړو د بس او پښتون وژنې په غبرګون کې راپورته شوی او تر ننه یې لسګونه غونډې او اعتراضونه کړي دي.
که څه هم د پاکستان پوځ د دې غورځنګ د نوم بدي کولو لپاره له ډيرو لارو کار واخیست خو دا غورځنګ یې لا پسې قوي کړ او مخه یې ورته و نه نیوله.
د دې غورځنګ یو شمېر سرلارې اوس په زندان کې دي او هڅه کیږي چې په یو او بل نوم ورته دسیسه جوړه او دایمي یې زندان کې وساتي.
پښتون غورځنګ اوس د هغو پښتنو مړی او یا ژوندی غواړي چې تېر کلونه د پاکستان پوځ له خوا نادرکه شوي دي.
دا غورځنګ توانیدلی چې ډير شمېر پښتانه تر یو چتر لاندې راټول کړي او پاکستاني ریاست او پوځ ته سرخوږی جوړ کړي.
د دې غورځنګ سرلارو خبرداری ورکړی چې تر هغې به د خپلې مبارزې څخه وا نه وړي چې هدف ته نه وي رسیدلي، دا غورځنګ د پښتنو سیمو کې د جګړې بس غواړي او نور د پښتنو د وژلو د لړۍ دریدو غوښته کوی.
د دې تر څنګ پښتانه خپل حقوق غواړي او نور نه غواړي چې د پوځ او پاکستاني ریاست ظلمونه وزغمي.
د پښتون غورځنګ سره د پوځ او پاکستاني ریاست د دښمنۍ تر څنګ رسنیو هم دښمني راخیستې او هیڅ پاکستانۍ رسنۍ یې غونډې نه نشروي بلکې برعکس یې د نوم بدي کولو لپاره کار کوي.
پاکستاني پوځ او ریاست پښتون غورځنګ کله د را او کله د ان ډی ایس پورې تړي، خو تراوسه نه دی توانیدلی چې په دې تړاو کوم سند وړاندې کړي، خو دا ښکاره ده چې دا یو ولسي حرکت دی، د ولس په مالي او معنوي ملاتړ باندې مخ پروړاندې روان دی.
پاکستان کلونه پښتانه په یو او بل نوم باندې ووژل او یا یې لا درکه کړل چې پښتانه ورته چوپ و او د مشرۍ سړی نه و چې غږ یې پورته کړی وی،خو اوس چې منظور پښتون او ملګري یې سرلارې شوي، زیات شمېر پښتانه یې ترشا ولاړ دی او هدف ته د رسیدو لپاره مبارزه کوي.
د پاکستان پوځ څو ځل د پښتون غورځنګ په غونډو او سرلارو باندې بریدونه وکړل او دا ډله یې تاوتریخوالي ته وهڅوله، خو دا ډله لویه حوصله لري او نه غواړي چې په تاوتریخوالي واوړي او نوم یې بد شي.
دا ډله سیاسي او مدنې مبارزه کوي او په دې باور لري چې یوه ورځ به هدف ته رسیږي او پښتانه به د ارام ژوند څښتنان کیږي.
WE ALL PASHTOONS ARE LIKE PASSENGERS OF ONE BUS..
WE HAVE TO BE UNITED,
ANY OF PASHTOONS CAN SPEAK ENGLISH,
ANTONIO GOTIARES HEAD QUATER OF UNITED NATION
PHONE NUMBER; 1 212 963 4475
NEWRORK TIME 8 AM 5 PM
MONDAY TRU FRIDAY
CAN DISCUSE ANY ISSUE OF PTM AND ALL PASHTOONS ,
WHICH BY PAK ARMY,
THANK YOU
Salamonah Raz M. khana!
I could’nt understand , Is this your phone number or Mr. Gotairus’s ( the UN general Secretary)?
The last sentence is half I think!; ( most Pashtuns are discriminated by Panjabies & the peaceful demonstrations of PTM are under violence and fire of ISI’s & pok.army etc..). Thanks.
zarawar safi sahib salamoalikum;
this is united nation head quater number;
i live in newyork .a few weeks ago i send one e mail abut PTM MEMBERS. to united nation
this is 1 212 963 4475
ANTONIO GOTIARES
ZEMA EMAIL
[email protected]
RAZMOHAMMED KAMAWAL FROM QALAYEE AHUND KAMA NANGARHAR
PA EKHTERAM DE TAAND SAKHA MANANAH
Wa’leykom salam , Shaghily wror Raaz M. khan Kamawal sahb,
Manina la info. sakha mo.
zma breshna-leek pata da:
[email protected]
Pa dranisht
Manina la Taand & staso sakha ham.