د پېښور غونډه

تاند- د پاکستان د پوځ له لوري له خنډ جوړونو سره سره د سوات کبل ته زرګونه پښتانه روان دي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په غونډه کې ګډون وکړي.

د دې غورځنګ غړي وايي، د سوات اوسېدونکي د پاکستان پوځ سخت ځورولي او په عین حال کې بېرولي دي.

پرون /شنبه/ د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي د سوات په بېلابېلو سیمو کې په خلکو راوګرځېدل څو هغوی ته جرات ورکړي چې خپل ږغ اوچت کړي.

دوی وايي، پوځ په تېرو څو کلونو کې پر سواتیانو دومره ظلمونه کړي چې دوی د خپل مظلومیت اواز نه شي اوچتولی.

له بلې خوا پوځ په لارو کې د خلکو مخه نیسي او ځايي اوسېدونکو ته خبرداري ورکوي چې د پښتون ژغورنې په نننۍ غونډه کې ګډون ونه کړي.

د پاکستان استخباراتي ادارو او پوځ تر دې وړاندې د اسلام اباد، کوټې، پېښور او اسلام اباد د غونډو د کمرنګه کولو لپاره د خلکو د لارو له مخنیوي رانیولې، پر رسنیو تر بندیز او حتي د انترنیټ تر قطع کولو پورې له راز راز تاکتیکونو کار اخیستی دی.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي چې له دې ټولو ستونزو سره سره به نن ماسپښین یوه بجه د سوات په کبل کې غونډه وکړي او دا به د سوات په تاریخ کې بې ساري او تاریخي غونډه وي.

دوی همداراز وايي چې د زرګونو بې محاکمې وژل شویو او بې درکه کړای شویو سواتیانو موضوع به مطرح کړي.

2 thoughts on “د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د سوات غونډه به تاریخي وي”
  1. سلامونه،
    په شپږم پاراګراف کې د پیښور نه وروسته بیا اسلامآبات راغلی ؛ حال دا چې لا هور غوڼډه وه!. په درنښت.

  2. تااریخی غونډه هاغه وخت ده چی توپک واخلی او د خبل لر او بر به ازادی و جنګیزی
    غوندو مندو نه څه نه جوړیزی

ځواب ورکول Dr. HamidUllah Zlrraver Safpiدکتور حمیدالله زړور. ساپی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *