شفیع الله نعیمي

د غبرګولې (8) آتمه د پښتو نړیواله ورځ وه، خو د پښتون ښوونځی د پښتو د زده کړې اوعلم او پوهې د ترلاسه کولو پرځای د پردۍ تپل شوې جګړې تود سنګر دی.

پښتون تر هر چا د مخه د نن جګړې د لومړۍ کرښې قرباني او پښتو ژبه د تاریخ په اوږدو او په ځانګړي ډول په څو وروستیو لسیزو کې له هره اړخه په قصدي یا غیر قصدي ډول وروسته پاتې شوې او د پرمختګ پرځای ورته د شاتګ هڅې زیاتې شوې دي.

زموږ په هېواد کې پښتون ملت که هرڅو اکثریت دی او له نیمایي زیات اوسېدونکي ددې خاورې پښتانه دي، خو پښتو په هرلحاظ له هر څه نه بې برخې اود عملي کار هڅه ورته نه ده شوې.

نن که ځینې پښتانه د پښتو د خدمت چیغې وهي او ورځ یې لمانځي خو همدغه پښتانه چې ته به ورباندې له هرچا زیات ژبې ته خدمت هیلې ورپورې تړې، خو کله چې د عملي کار راشي نوبیا به درته د عدالت د پړي سر ونیسي او ددې له ډاره چې څوک ورباندې د متعصب ټاپه ونه لګوي، پښتو اوپښتنو ته به شا کړي او په بله ژبه به د نورو خوشحالول غواړي او ځان به د ټولو په چوپړ او حق پرځای کوونکی بولي.

د پښتون ماشوم چې نن په ښوونځي کې د زده کړې اوقلم پرځای  د جنګ اوټوپک په درس او زده کولو لګیا وي او ښوونځی یې په پردیو مرمیو سوری سوری او زخمي وي او مشر هم په لوی لاس تردې کچې ځان بې پروا  او کڼ اچوي چې ګواکي هرڅه ښه پرمخ روان دي او پښتون به سبا ورځ هم رهبر او مشر وي؛ زما له آنده په  داسې حالاتو کې تر هرڅه د مخه یوځل د پښتون کور، کاله او ښوونځي ته امن راوستل ضروري او اړین دی، ځکه دغه ماشوم چې د سبا ځوان اومشر جوړیږي که دده په لاس د قلم پرځای ټوپک وي، پایله به یې پښتو او پښتنو ته څه وي!؟

نو د پښتو د ورځې لمانځل به په داسې حالاتو کې زیاته اغېزه ونشي درلودلای. ترهغې چې د پښتون ښوونځی د امن او پښتو د زده کړې تر څنګ د  علم اوپوهې مرکز نه شي، تر هغې چې پښتون د نورو په وړاندې په پښتو ویلو او خبرې کولو د شرم احساس  او فکر له ځانه لرې نه کړي، ترهغې چې پښتو لږترلږه پنځوس سلنه ددربار اوکارځای ژبه نه شي، ترهغې چې پښتو علمي  او مسلکي ژبه نشي او له هره اړخه ورته تول پښتانه چارواکي، لیکوال، شاعران اوپښتون ملت د هغې د بډایه کولو هڅې ونه کړي نو هغه د شاعرخبره؛ د وطن د آبادۍ لاپې دروغ دي.

نو پښتنو ته د پښتو د ویلو اوزده کولو د مناسب علمي چاپېریال رامنځته کول او عملي ګام پورته کول ترهرڅه زیات اړین دي او هغه وخت به هره ورځ د پښتو ورځ وي او پښتانه به هم د غفلت له دغه خوبه راویښ او ژبه به یې هم بډایه اوغني وي.

په پای کې خپلې خبرې د شاعر په دغه بیت پای ته رسوم چې:

بله ژبه زده کول که لوی کمال دی

خپله ژبه هېرول بې کمالي ده

شفیع الله نعیمي

کابل ـ افغانستان

One thought on “د پښتون ښوونځی د نن جګړې تود سنګر/ شفیع الله نعیمي”
  1. تا وقتی که ما پشتونها اول خودرا پشتون/اففان و بعدا مسلمان حساب نکنیم، روز خوب را نخواهیم دید!
    در مسلمان بوددن ما جای شک نیست . ولی اگر خودرا اول مسلمان و بعدا پشتون حساب کنیم ، از هویت خود انکار کرده‌ایم. امر و ز درد و فلاکت که ما با آن مواجه است علت بزرگ اس اسلام است . ملت پشتون همیشه در مقابل بزرگترین ابرقدرت ها ایستاده و تاریخ ساخته است.علت بقا این قوم در قدم اول پشتونولی بو ده است و خواهد بود .ما پاکستانی یعنی پنجابی نیستیم که بجز از سلام هویت دیگر نداشته باشیم ! قبل از مسلمان بودن پشتون بودیم و خواهیم بود . بگفته فخر اففان خان عبدل غفار خان : ” اول پشتون ام بعد مسلمان “.

ځواب ورکول بارووک سپین زر ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *