تاند- د پښتنو نړیواله ورځ نن / سې شنبه/ یوازې یو شمېر محصلانو په کابل پوهنتون کې یاده کړه. د غونډې برخوالو پر دولتي ادارو نیوکه وکړه چې پښتو ته یې د یوې ملي او رسمي ژبې په سترګه نه دي کتلي.

د غونډې ویناوالوړ وویل، سره له دې چې باید د دولتي ادارو ویندویان په دواړو ژبو وپوهېږي خو د ډېرو وزارتونو او ادارو ویندویان یوازې په یوه ژبه خبرې کولی شي.

له بهین پرته په تېرو ۱۷ کلونو کې د بهرنیو چارو په وزارت کې یو ویاند پیدا نه شو چې یو ټکی پښتو ووايي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی نجیب دانش او د ګڼو نورو وزارتونو ویندویان یوازې په دري خبرې کړلی شي.

د ویناوالو په باور د دې معنا دا ده چې دولت ته پښتو ثانوي ارزښت لري.

د دولتي ادارو د ویبپاڼو او چاپي خپرونو حال هم دې ته ورته دی.

په پوهنتونونو کې هم په تېره بیا کابل پوهنتون کې په پښتو ژبې تدریس ته لاره هواره شوې نه ده.

د غونډې د برخوالو نیوکې یوازې حکومت ته متوجې وې، نه د دې ژبې ویونکو ته؛ دا په داسې حال کې ده چې حکومتونه عموماً هغه څه ته زیات اهمیت ورکوي چې خلکو ته مهم وي یا خلک پرې خوشالېږي.

3 thoughts on “د پښتو نړیواله ورځ پیکه ولمانځل شوه”
  1. پښتوپالنه له هندوانو زده کړئ ، اود جواهرلال نهرو پوهنتون پښتوڅانګه دیوې بیلګې په توګه چې په پښتو مین استادان په کې په خدمت اخته دي په پام کې ونیسئ ، افغانستان د پشتون او پښتو د مرګ ټاټوبی شوی ، چې په زرګونه توطیی په خپله پښتانه واکمنان ددغې ژبې په وړاندې ترسره کوي … که زما خبره چا منلای دیوې لنډې مودې لپاره مې د افغانستان واکمن پښتانه هند ته د پښتو زده کړې لپاره رابلل چې پښتو پالنه او پښتو زده کړه یې دلته بشپړه کړې وای
    درناوی
    زرین ګل له اندیا

  2. څومره چه پښتون دلته په افغانستان کښی سپک دی
    په نړی کښی یی بیلګه نشته

    دوی سره همداسی پکاری دی ډیر بی غیرته قوم دی
    وطن تری ډک دی، خو دځان لپاره کارنشی کوی
    حتی دخپلی ژبی، قوم په ضد دایران سره یوځا کارکوی

    بی غیرته پښتانه

  3. فکر کوم د پښتو ژبې د ورځې په نوم تش لمانځل کفایت نه کوي. باید هره ورځ ورته کار وکړو .
    اوس په زرګونو پښتانه خپلې ژبې ته عملا کار کوي. مقالې لیکي. شعرونه وایی ، علمي مالومات له نورو ژبو را ژباړي او یا برعکس له پښتو نورو ژبو ته ژباړنه کوي. په سلګونه سایتونه په پښتو ژبه هره ورځ په زړه پورې نشرات لري، رادیو ګانې او تلویزیونونه په پښتو نشرات او خپرونې لري.
    مونږ ډاډه یو چې نوی نسل له خپلې ژبې سره ډېره مینه لري، په فېسبوک او نورو اجتماعي شبکو کې هره ورځ په زرګونو ښایسته مطالب خپریږی چې د مینه والو له خوا لوستل کيږي او خپل نظریات او آندونه سره شریکوي.
    د پښتنو اصلي دښمن طالبان دی که په ګران هېواد کې امنیت راشي اوښوونځي فعاله شي ، لرې به نه وي چې ټول پښتانه به په خپلې خوږې ژبې زدکړې وکړي اوخپله ژبه به له نورو سیالو ژبو سره سیاله کړي.

ځواب ورکول شاهین افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *