لیکنه:پوهنیار سیداصغر هاشمي |

د پښتو ژبې ادبي سرلاري کتاب زما لومړنۍ علمي او اکاډمیکه هڅه ده. په کتاب کې د پښتو ژبې د لومړۍ(لرغونې) دورې مخکښو شخصیتونو پيژندنه، د شعر او نثر بېلګه او همدارنګه د هر ژانر پېژندنه ده چې د دوی کار په پښتو ژبه کې لومړنۍ لاس ته راغلې علمي هڅې دي خو ځینې داسې پوهان او لیکوال پکې هم شته چې د کرونولوژي په نظر کې نیولو سره په لومړۍ دورې کې راتلای نه شي.

د قیاسي څېړنې پر بنسټ او د تخیل پر ملتیا په پښتو ژبه کې د هر لومړني شاعر، شاعرې، نثر لیکونکي، ژباړن او داسې نورو نه به مخکې نور کسان موجود وه خو د څېړنې د لارو چارو پربنسټ نشو کولای چې له دوی مخکې نور لیکوال معرفي کړو. حتمي خبره ده چې د امیر کروړ د لاس ته راغلي نظم نه مخکې، نوره شاعري کړې وي، دا هم امکان لري چې ابو محمد هاشم نورې ژباړې کړې وي او په دې څېر نور هم  واخله خو په څېړنه کې په لاس ته راغلو بېلګو بحث کېږي.

د څېړنې د پياوړتیا(عروج) مرحله د عمر په تېریدلو، د پوهانو سره ناسته پاسته، ډير کتابونه لوستل، انتقادي تفکر( د هر لیکوال او یا هر نظر ته د شک په سترګه کتل)، دوامداره علمي هڅې، د خپلو کارونو ارزیابي او داسې نور لاملونه دي چې د هرلیکوال په څېړنو کې ورځ تر بلې پياوړتیا را منځ ته کېږي.

د پنځونې(تخلیق) د پیاوړتیا مرحله څرګنده نه وي خو برعکس د څېړنې څرګنده وي، نو دا اثر زما لومړنی کار دی، او اوسني هر ډول علمي کارونه مې له پخوا سره جوت توپير لري خو زه په دې پوهیږم چې په ټولیز ډول د نړۍ ټول کاینات او په ځانګړي ډول انسانان په تحول کې دي، ماشوم  کوچنی پيدا شي د وخت په تېریدلو لوی شي.

زما علمي کارونه هم د طفولیت له دورې د بلوغیت پر طرف روان دي او انشاالله که د الله تعالی کومک وه نو نور علمي کارونه به مې د ښه والي پر طرف ځي. په اثر کې لاندې سرلیکونه شته:

سريزه    ۲

د پښتو ژبې لومړنى شاعر    ۵

د پښتو ژبې لومړنۍ ښځينه شاعره    ۹

د پښتو ژبې لومړنى غزل ليکونکى    ۱۱

د پښتو ژبې لومړنى قصيده ليکونکى    ۱۷

د پښتو ژبې لومړنۍ څلوريزه (رباعي) ليکونکى    ۲۳

د پښتو ژبې لومړنى ترکيب بند ليکونکى    ۲۵

د پښتو ژبې لومړنى ولسي شاعر    ۳۱

د پښتو ژبې لومړنى داستان ليکونکى    ۳۵

د پښتو ژبې لومړنى ساقي نامه لېکونکى    ۳۸

د پښتو ژبې لومړنى عرفاني او تصوفي شاعر    ۴۳

د پښتو ژبې لومړنى ژباړن    ۵۴

د پښتو ژبې لومړنى ستاينه ليکونکى    ۵۷

د پښتو ژبې لومړنى تاريخ لېکونکى    ۶۵

د پښتو ژبې لومړنى مسجع نثر ليکونکى    ۶۷

د پښتو ژبې لومړنى نثر ليکونکى    ۷۲

لومړنى ختيځپوه (مستشرق) چې پښتو ادب ته يې    ۷۶

د پښتو ژبې لومړنى سيلابېکو او څپېزو شعري    ۷۹

اخستنځايونه

One thought on “د پښتو ژبې ادبي سرلاري اثر دویم ځل چاپ شو”

ځواب ورکول zarigul ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *