محمد بن علي البستي: په پښتو ادبياتو کې محمد بن علي لومړنى تاريخ ليکونکى دى ، دې نه مخکې بل کوم داسې لېکوال چې کتاب يې تاريخي موضوعات و لري نه لرو، د دې ليکوال د کتاب نوم (تاريخ سوري ) و چې په ٦٠٠هـ کال کې يې ليکلى دى.

د اپښتون مؤرخ له هغو نومورکو ليکوالانو څخه دى، چې د مغولو د تاړاک په پېل کې به ژوندى و، د ده له احواله نور هېڅ معلومات نه لرو، پرته له دې چې دى د هلمند د غاړو يو سړى واو د تاريخي بست اوسېدونکى و، د پلار نوم يې علي او دې يو کتاب ليکلى و، چې د سوريانو پاچايانو احوال يې پکې ځاى پر ځاى کړي و، د غه تاريخي کتاب تاريخ سوري نومېده او اوس دغه کتاب موږ سره نه شته او ورک دى، د پټې خزانې مؤلف محمد هوتک بن داود يې د شيخ کټه د لرغونې پښتانه په حواله نوم اخلي او داسې ښکاري چې دا کتاب د شيخ کټه په لاس کې و او په لرغونې پښتانه کې ډېر مواد له دغه کتابه را نقل کړي و، د تاريخ سوري يو څه محتويات موږ ته په دوه واسطو لاسته راغلي دي، شيخ کته په لرغونې پښتانه کې رانقل کړي دي او له لرغونې پښتانه څخه د پټې خزانې ليکوال محمد هوتک په خپل کتاب کې را اخيستي دي او هغه مواد دا دي:

١: د امير کروړ سوري احوال او دده وياړنه.

٢: د شيخ اسعد سوري احوال او دده قصيده.

٣: د ښکارندوى غوري احوال او دده قصيده.

له دغو پورته معلوماتو څخه ښکاري چې محمد بن علي په تاريخ او د پښتو په ادب کې ښه او ثقه معلومات درلوده او لکه د لرغونې پښتانه چې له ده څخه روايت کوي دى يو ښه اديب او پلټونکى سړى و او په بست کې يې دښکارندوى د قصايدو يو غټ دېوان موندلى او له هغه څخه يې د ده يوه غوره قصيده په خپل کتاب تاريخ سوري کې را نقل کړې ده.

داسې ښکاري چې محمد بن علي د تاريخ سوري مشهور کتاب شيخ کټه د غور په بالشتان کې موندلى و او تر ٧٥٠هـ پورې دغه کتاب موجود و، ځکه چې همدغه کتاب د شيخ کټه له ماخذونو څخه دى.

تاريخ سوري يو په پښتو ليکل شوى تاريخ و او د سوريانو د کورنۍ احوال يې له قديمه بياناوه او يوازې د حربي او سياسي پښتو تاريخ نه و بلکې ادبي رنګ يې هم درلوده، بستي ډېر باخبره او سترګور مؤرخ و ځکه چې ده د پاچايانو احوال حربي او سياسي حالات را نقل کړي او هم يې د دوى د کلام نمونې راوړې وې او هغه قصيدې يې په خپل کتاب کې ساتلې وې چې د غوري پاچايانو په دربارو کې په پښتو وېل کېدلې، له دې څخه ښکاري چې تاريخ سوري د سوريانو او غوريانو د عصر يو ادبي، سياسي او حربي تاريخ و که څه هم د دغه تاريخ نمونه اوس نه شه مګر د پټې خزانې له يادونو څخه يې اهميت ښه ښکاري او دا د پښتو ژبې يو خورا قيمتي کتاب و.

One thought on “د پښتو ژبې لومړنى تاريخ لیکونکى”

ځواب ورکول zazai ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *