د تاند د یوه قدرمن لوستونکي په ځواب کې :

د پښو ګرمیدل په هر عمر کې ممکن پيدا شي خو که له ۴۰ کلونو او ۵۰ کلونو په عمرکې ولیدل شي نو ممکنه ده د کولسترولو دزیاتیدا یوه نښه وي کله چې په وینه کې غوړ زیات شي نو دا ېې لومړني نښې وي چې دوینې په ازمیښت سره دغه چاره تشخیص کیداي شي .

پښې بلکه دبدن هر غړی په یو ډول دبدن اضافي تودوخه بهر ته لیږدوي چې په ځینو کسانو کې په دې ډول لیدل کیږي او دغه ګرمې په پښو کې احساسیږي پردې سربیره د لوپوس په نامه ناروغي هم ممکنه ده دپښو د ګرمیدا علت وي دغه راز د plantar fasciitis په نامه ناروغي هم ممکنه ده دغسې نښې ولري،

ډیر ځله هغه کسان پرې اخته کیږي چې ډیرپلي ګرځي که دغه کسان څو ورځې التهاب ضد درمل استعمال کړي نو له دې شره به خلاص شي دځینو ویټامینونو او نورو املاحو کمی هم ممکنه ده دپښو ګرمیدل رامنځته کړي

په تیره بیا بي ویټامینونه که کم شي نو پښې ورسره ګرمیږي، په پوستکې کې یو ډول میکروبي ناروغي چې فنګسي ناروغۍ بلل کیږي ، یو ډول ارثي ناروغي چې شارکو ماري توت نومیږي او له امله ېې د پښو او لاسونو اعصاب زیانمن کیږي هم د پښو د ګرمیدا سبب کیداي شي .

ایډز ناروغي ، د تایروید دغدې کم فعالیت ، یو ډول عصبي سندروم چې Complex regional pain syndrome) بلل کیږي ، د شکرې یا ډیابټ له امله د عصبي رشتو ستونزې ، د پښتورګو ناروغۍ ، دغه راز یو بل سندروم چې
(Tarsal tunnel syndrome بلل کیږي،

نو دومره اوږد لیست ته په پام سره غوره ده ډاکټر ته ورشئ او علت ېې پیدا کړئ چې ولې مو پښو ګرمیږي دا چې تاسو وایئ تشې میتازې هم ډیرې کوئ ممکن د پښتورګو کومه ستوزه ولرئ خو زه د اټکل په اساس نه شم ویلی چې علت به ېې څه وي کله چې پښې ګرمیږي نو تر هرڅه وړاندې ډاکټر ته ورشئ او علت ېې پيدا کړئ .

که مو علت پيدا نه کړاي شو دغه اقدمات ممکن در سره مرسته وکړي د شل دقیقو لپاره کولاي شي د یخ له کڅوړو استفاده وکړي ، کله چې استراحت کوئ پښې مو له بدنه لږ پورته په یوه بالښت کیږدئ، د وینې خواږه مو انډوله کړئ که خواږه ډیر خورئ کم ېې کړئ او که دیابیټ لرئ نو خواږه کنټرول وساتئ، د درد ضد درمل هم در سره مرسته کولی شي، که سګریټ څکوئ همدا ېې وخت دی ځان ترې وژغورئ ،له ځان وینځلو وروسته پښې حتماً په خاص دستمال وچوئ، د پښو مساژ د وینې جریان ښه کوي او په دې ډول ممکن ګرمیدا ېې ورسره ښه شي، تل سپورټ کوئ چې د وینې جریان مو ښه وي، چرمي بوټان او نخي جورابې اغوندئ.

نو هیله ده دغه لنډې سپارښتنې درته ګټورې وي .

9 thoughts on “د پښو د ګرمیدا علتونه / ډاکټر سباوون”
  1. مننه ډاکتر صاحب! ډيره پرځای او اړینه موضوع مو بیان کړیده. که راتلونکي لیکنه دمعدي ناروغۍ ته ځانګړې کړئ مهرباني به مو وي. مثلاً د معدې دردونه، باد یا پاړسوب،قبضیت یا نه هضمیت اونور

    1. ډاکتر صیب ډير ښه معلومات دي، خو ورستی جمله د بوټونو او جرابلو اغوستلو راغله، نو بوټه او جرابلې اغوستل کیږي نه پښو کیږي، دري کې ټولو ته پوشیدن وايي خو پښتو کې فرق کوي.
      مننه

  2. Dear doctor sahih sallam
    Than you ,
    your inspection is very important for our treatment.The many patients have this problems.again thak you.

  3. سلام ډاکټرصاحب محترم خدای ج دوکړی چه دصحت جامی موپرتن وی
    محترم ډاکټرصاحب یودوه کلنه لورمی ده چه ویښته یی توییږی یوه دحل لاریی راته وښایه دځواب په تمه

  4. سلامونه داکتر صیب مننه ښایسته معلومات وو خو زما پښی دګرموالی تر څنګ دا سی کرنټ کوی چی یوه شپه می هم سم خوب نده تری کړی که یی علاج راته وښیی

  5. سلام ډاکټر صاحب،که مهربانی وکړی د پښو د سوځیدلو په هکله یو څه معلومات راکړی ډیره مهربانی به مو وی، زما د پښو تلی سوځیږی،حتی زیاتره وخت بیخی ډیری سوځیږی او داسی احساس کوم چی کاشکی په اوبو کی می نیولی وای.

    1. ډاکتر صاحب سلامونه می ومنه دخپل خاوند سره زیات نږدیوالی صحت ته توان لری او کنه؟

ځواب ورکول Saleh Mohammad ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *