د پکتيا ولايت د اطلاعاتواوفرهنګ رياست
(دپکتيا فرهنګي ډګر کې هڅانده څېره عاشق الله اخلاص يار ) د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پکتيا ولس ته وروپېژانده .
شاکر الله کرامت
دپکتيا ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست دهڅاند څېرې پيژندلو لړۍ پداسې حال کې پيلوي چې افغان ځوانان ورځ تربلې دهيواد لپاره وياړنې ، افتخارات راوړي اونوښتونه رامينځته کوي ، داپريکړه دپکتيا ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست هغه وخت وکړه چې دپکتيا فرهنګ دبډاينې ، ورزش دپياوړتيا په برخه کې ځوانانو له ځانه وړتيا وښوده .
دهڅاند څېرې دپيژندلو په مناسبت دپکتيا ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست يوه ځانګړې کميټه جوړه کړې چې درايو په اکثريت سره دپکتيا ولايت دملي راډيو تلويزيون امر عاشق الله اخلاص ياردپکتيا دفرهنګ په ډګر کې هڅانده څېره وټاکل شو چې په مناسبت يې د۱۳۹۲ ميزان په ۱۵ نيټه شانداره غونډه جوړه شوه .
ددغه غونډې دپرانيستې په مراسمو کې دپکتيا داطلاعاتو اوفرهنګ ريس محمد شفا مشفق وويل چې ځکه يې دالړۍ په لاره واچوله چې څو ولس دمنفي نظرونو پرځای مثبتو نظرونو اومثبتو فکرونو ته پام وکړي ، دی وايې چې دوی به هيواد ته وښايې چې افغانستان کې په ځانګړې توګه پکتيا کې هم دکار هڅانده څيرې شته دي ، مشفق وويل چې دالړۍ به په پرلپسې توګه پرمخ يوسي او دکار خلک به خلکو ته وروپيژني .
مشفق داهم وويل چې په نورو برخو کې لکه ديني ، فرهنګي ، افقتصادي ، هنري اونورو بيلا بيلو برخو کې به پر ځوانانو همداډول پروګرامونه جوړ کړي .
مشق وويل چې عاشق الله اخلاص يار د۱۳۷۷ کال راديخوا دفرهنګ دبډآينې په برخه کې کار کوي چې تردې مه يې ساری نه ليدل کيږي دی داهم وايې چې خلکو ته دده ورپيژندل به ښه تاثيرات ولري اوله دې لارې به دخلکو سره دمسوليت يو احساس هم پيداشي .
په وار سره دپکتيا قومي مشر جايد عالم خواجه الدين دخپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې اوس ددې وخت دی چې ژوندي ونمانځل شي او دژونديو په ژوند خلکو ته ورپيژندل يو ارمان دهغوی پوره کيدل دي ، خواجه وويل چې داکړنه ديو چا په تشويق کې دومره رول لري چې کړنه يو پردوه کوي ، قومي مشر خواجه الدين په همدې غونډه کې پرځوانانو غږ وکړ چې دوی هم خپلو چارو کې ګړندي واوسي تردې ځان ورسوي چې دپکتيا فعال ځوان عاشق الله اخلاص يار په شان ددوی په مناسبت هم غونډې جوړې شي .
محمد رفيق ميران چې دهيواد تکړه شاعر اولکيوال دی ده هم دعاشق الله اخلاص يار دژوند په اړه يوه لنډه مقاله ليکلې وه چې اخلاص يار زه له پوا پيژنم خو له وخته يې بيا ډير پيژنم چې دی په پکتيا ولايت کې دپکتيا دځوانانو چارو آمر وو ، ميزان وايې چې زمونږ سره په مشوره يې ځينې چارې ترسره کړي چې ځينې يې دبيلګې په توګه يادووم :
لومړۍ : په هره ولسوالۍ کې دځوانانو شورا جوړول ، دپکتيا ولايت د۱۳ ولسواليو دپاره دځوانانو مشرانو ټاکل ،
دوهم : دولسوالۍ په کچه سيمه ييزې شوراګانې جوړول چې په منځنی توګه په هره ولسوالۍ کې دلسو په شاوخوا کې شورا ګانې جوړې شوې وې.
دريم : دپکتيا دټولو ولسواليو دځوانانو دهمغږۍ دپاره دپکتيا په مرکز ګرديز کې بيلا بيل پروګرامونه جوړول .
څلورم : په افغانستان کې دځوانانو پروګرامونو کې دپکتيا ونډه ثابتول .
پنځم : دپکتيا ځوانانو دظرفيت لوړونې دپاره په بيلا بيلو برخو کې بيلا بيل پروګرامونه جوړول اودګډون په موخه ځوانانو ته مساويانه حقوق ورکول .
شپږم : دپکتيا دځوانانو مديريت امريت ته لوړول او دتشکيل زياتوالی .
اووم : دځوانانو سره دمرستې په موخه دموسسو اودولت بې قيده مرستې اوپاملرنه راجلبول .
اتم : په ټولنيزو برخو کې ځوانانو ته دوخت ورکولو لپاره لازمې هڅې .
اخلاص يار په منظم ډول دځوانانو چارو آمريت کې ځپلې چارې ترسره کړې او څومره چې وس وو توان وو امکانات وو هومره يې دځوانانو لپاره کار کړی او نه ستړي کيدونکې هلې ځلې يې ورته کړي دي .
په وار سره شاعر اوليکوال نجيب الله شاکري بيا دعاشق الله اخلاص يار دفرهنګي فعاليتونو او دپکتيا په ملي راډيو تلويزيون کې ددندې په اړه خبرې وکړې دده دمقالې يوه برخه پدې ډول وه :
اخلاص يار چې دپکتيا ملي راډيو تلويزيون کې تقرر حاصل کړ نو په منظم ډول سره يې دراډيو اوتلويزيون لپاره بشپړ پلانونه ترتيب کړل . نشراتي اوتخنيکي برخه خورا ښه شوه ، دراډيو په نشراتو کې ۴ ساعته زياتوالی راغۍ داوخت راډيو ۱۲ ساعته شوه ، اودتلويزيون سيمه ييز نشرات هم تر ۲ ساعتونو ورسيدل ، له مرکز سره اړيکې پوره ټينګې شوې ، مرکز ته داډاډ ورکړل شو چې ددولت پالیسي به پکتيا کې پلې شي دولس اودولت دواړو ستونزو ، وړانديزونو ، ته به انعکاس ورکړل شي ،
د تاريخي اثارو د ساتلو، افغاني فرهنګ ته دودې ورکولو ، په پکتيا کي د تاريخي ميراثونودژغورنې په برخه کې ، دملي ، محلي اوکليوالي رواجونو ، دسيمو ددودونو،اوکلتور ، د تاريخي اثارو ساتنې ته دخلکو هڅول. د تاريخي اثارو په اړه خلکو ته معلومات ورکول.له دې لارې دخلکو هڅول چې په کورونوکې ساتل شوي تاريخي آثار موزيم ته راوړي خپرونې جوړول او دپکتيا دملي راډيو اوتلويزيون له لارې يې نشر ته سپارلي دي .
دازادۍ دبېرته ګټلو، دثور اتمه اسلامي انقلاب ،دشهيد اونۍ اودروسانودماتې ، دمور ،ښځې ، ښوونکي ،کار ګر ،سولې ، توريزم ، دښځو دتاوتريخوالي ، دبشري حقونو، دماشوم ، دژوند چاپېريال ساتنې ، دسرې مياشتې،محصلانواودمخدره توکو پر وړاندې د مبارزې ،مولود شريف ، دروژې لومړۍ ورځ ، دسولې اونۍ ، ددوواخترونوورځې ، اودعا شورا ورځونمانځل او د نوي کال دورځو نمانځلو اوارزښت په اړه دراډيو اوتلويزيون لپاره خپرونې برابرې کړي چې دپکتيا دملي راډيو اوتلويزيون له لارې خپاره شوي دی اودځينو يې ليکلي اسناد جوړشوي چې دهيواد په بيلا بيلو ورځپاڼو اوانټرنيټي سايټونو کې چاپ شوي دی .
ددې ترڅنګ دپکتيا دملي راډيو تلويزيون ادارې رتب اومعاش کول دپروسې څخه تيرول هغه څه وو چې ادارې نور پرمختګ هم وکړ اوکارونه لاپسې ګړندي شول .
جمال خوږمن ځاځی چې دپکتيا فرهنګي مشر دی ده هم داخلاص يار په فرهنګي فعاليتونو رڼا واچوله ده وويل چې دليکنې يوه برخه يې پدې ډول سره ده :
: ۱: دپکتيا ولايتي شورا دولسي هيندارې مجلې دمسول مدير په توګه اخلاص يار تر اخيره پاتې شو، چې دوه مياشتنۍ مجله وه او تر اتو ګڼو پورې دچاپه راووته .
۲: دسليمان غر مجلې دمرستيال چلوونکي په توګه پاتې شوی .
۳: دهيواد په کچه دهيوادنيو مجلو دکتنپلاوي او ولايتي استازي په توګه .
۴: اخلاص يار په ۱۳۸۲ او ۸۳ کلونو کې دسهار ادبي اوفرهنګي ټولنې مرستيال وو .
۵ : اخلاص يار په ۱۳۸۸ ه، ل کال دپکتيا په مرکز ګرديز ښار کې دسليمان غرخپرندوی او کلتوري مرکز پرانيست چې مشري يې دده پرغاړه ده .
۶: اخلاص يار دلويې پکتيا ځوانانو دعمومي ټولنې رسمي مرستيال دی .
داخلاص يار دټولنيزو خويونو په اړه دپکتيا ولايت فرهنګي اودناورينونو دسمبالښت ريس ډاکټر علي شاه موسوي ، قومي مشر جنت خان منګل اويو شمير نورو وويل چې اخلاص يار دغه ټولنيز خويونه لري :
۱ : دی دهرچا سلام په ورين تندي مني اودسلام په ادا کولو دخوښۍ احساس کوي .
۲: له سلام نه وروسته دپوښتنې په وخت کې نرمه حقیقي مسکا او خندايې عادت دی ، تروشوالی خو بيخي دده په ټنده کې نشۍ ليدلۍ . بل داچې دناروغانو پوښتنه کوي اوپه حشري کارونو کې ګډون يې يو غوره عادت دی .
۳: ددوستانو نوم يې هروخت ياد وي کنه ورنه پوښتنه کوي چې وروره وخت تير شوی ځان راوپيژنۍ ؟ د خپلوانو دوستانو ګاونډیانو دنوم په زړه ساتل دښه شخصیت لپاره ډیر د اهمیت وړدی او باید دملاقات او یا ليدنې په موقع یې پخپل نوم مخاطب کړئ دا دهغوی دخوشحالۍ سبب کیږي .
۴: خوش اخلاقي هغه زینت د ی چې ددښمن په زړه کې هم ځای پیداکوې پوهان وايې چې : دوه ګوتې ژبه کله شپږ فټه سړی وژني په هروخت کې خوش کلامي له نظره مه باسئ نو اخلاص يار دې نزاکتونو ته ډير پام کوي .
۵: اخلاص يار دبې ځايه بحثونو نه ډډه کوي ، دی وايې چې بې ځايه بحث ددوستانو ترمينځ تربګني پيداکوي . دې وايې چې د بحث کولو پځای له بحث لرې تيښته غوره ده خپله خبرې کمې کوه او اوره یې ډیرې دبل چا خبره همیشه په غور سره اوره ځکه دا جوته خبره ده چې هر سړی داوریدو په ځای داورولو سره دلچسپي لري،
۶: اخلاص يار که له کوم دوست سره مخ کيږي نو دهغه ډير ښه تعریف کوي چې تاسو جناب په اړه مو پخوا هم اوريدلي وو ، يا داکارتاسو ډير ښه ترسره کړی دی .
۷: اخلاص يارله ماشو مانو سره ځانګړې مينه لري اوهروخت ماشومانو ته زړه ورکوي .
۸: اخلاص يار ددوستانو دعوت مني اودوستانو ته دبلنې دعوت ورکوي چې څو دوستي لاپسې پياوړې شې .
۹ : اخلاص يار له دروغجنو ليرې ځي ، دروغ نه خوښوي ، وعده خلافه ندی ، که دوعدې پوخت ورته ستونزه پيدا شوه نو بيا زر دوستان په جریان کې اچوي .
۱۰ : دی مشرانو ، ديني علماوو ، مذهبي مشرانو ، ځوانانو ، خويندو ميندو اوماشومانو ته ځانګړی احترام لري او په ځينو چارو کې ترې لازمه مشوره هم اخلي .
۱۱ : ده ته له ټولو معتبره خبره دعلماوو محبت ده ځکه چې په قران قناعت ورکول زړه ته اطمنان ورکوي .
۱۲ : دی له دوستانو سره ددوی په چارو کې مرسته کوي ، که دوستان يوازې کارکوي نو اخلاص يار پدې خفه کيږي چې دمرستې غوښتنه يې ولې نده کړی .
۱۳ : اخلاص يار په تصميم نيولو کې مشوره مني ،
۱۴ : زياته مينه يې له شعر ، شاعرۍ ، کتاب او قلم سره ده .
۱۵ : له هغه څه نه بدوړي چې بيکاري ده .
۱۶ : دقرانکريم تلاوت يې دهر څه ډير خوښيږي .
۱۷ : له دروغ وييلو يې هم ډير بد راځي .
۱۸ : يوه کمزوري لري هغه داچې هدف ته درسيدو مخکې تلوار کوي که داختياط مصلحت ومني نو دده لپاره غوره مشوره ده .
۱۹ : لنډه داچې اخلاص يار يو اسلامپال ، وطن پال ، فرهنګپال ، اوافغان پال اديب دی . ديو غوره څيرې په توګه يې پېژنو ، خدای دې ده ته لا توفيق ورکړي چې دولسونو دپاره لا خدمتونه وکړي او دځان په شان نور ځوانان هم پيداکړي چې ګران هيواد ته وياړونه وګټي ، اخلاص يار ته تل برياوې ، سريې لوړ او څېره يې ځلانده غواړو . امين
عاشق الله اخلاص يار ددغه مراسمو په ترڅ کې دپکتيا ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست څخه مننه وکړه چې دی يې دپکتيا هڅاندې څېرې په نامه سره ونوماوه ، ده دخپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې دی به سر دننه په خپلو چارو کې دوه برابره زياتوالی راولي او دستړيا احساس به هيڅ وخت هم ونکړي ، ده ځوانانو ته په يوه پيعام کې ووې چې دهيواد داصيل فرهنګ لپاره کار ته اړتيا ده ، ده زياته کړه چې ترټولو لومړۍ تعليم کولو ته پام ضروري دي اخلاص يار څرګنده کړه چې ژوند د پراخوهلو ځلو، ماتو او بریو، خوښیو او غمیزو، کمکیتوب، ځوانۍ او زړښت اوږد بهير دی.
د دغه بهير په ستر ډګر کې هر څوګ زیار باسي چې ځان ته د ژوند کولو لاره پیدا کړي، په دغه لاره کې انسان د ډېرو لوړو، ژورو، سړو او تودو سره مخامخ کیږي، هرې خواته منډې وهي او هر خلي – بوټي ته لاس اچوي. یوه لاره چې انسان په دغه لوی ډګرکې د لویوالي، درنښت، شرافت او انسانیت پړاوته رسوي، هغه د زده کړې، پوهې، هنر، استعداد او لیاقت لاره ده.
اخلاص يا وويل چې په يوه ټولنه کې دکلتورونو دودې او سمون لپاره ترټولو لومړی ،پر اعتماد ولاړ هوډ، او کوټلو ګامونو اخستلوته جدي اړتيا ليدل کېږي . خوداهرڅه کله اوڅنګه امکان پذيره کېږي؟ هغه وخت چې په ماحول کې په ځان ،هېواد اوخلکو ويسا شخصيتونه وجود ولري او دهغوی په هڅونه ،روزنه او حق اداکولوکې ناغيړي ونشي اوثمر ته د رسېدو په صورت کې ورڅخه لازمه استفاده وشي،لکه نن چې له نېکه مرغه زمونږ په منځ کې ډېرفعال،بااستعداده،پردين،ايمان،کلتور،افغاني دود اودستور مين ،خپلو ملي منافعوته ژمن او په احترام سره قايل ځوانان لرو،
ديادونې وړ ده چې عاشق الله اخلاص يار په ۱۳۷۱ کال ښوونځي ته شامل اوپه ۱۳۸۳ کال کې ددولسم تولګي فارغ شو .
په ۱۳۸۴ کال دپکتيا کرنې پوهنځي ته شامل اوپه ۱۳۸۷ کال داګرانومي څانګې فارغ شو .
په ۲۰۱۱ کال دمي په مياشت کې دهندوستان د (ای ، ايس، بي، ايم ) پوهنتون دمنجمنټ ماستري زده کړو ته شامل او په ۲۰۱۳ دمۍ په مياشت کې دماستري له زده کړو فارغ شو.
دهتندوستان دسيډک انسيتيتيوت دژورناليزم زده کړو ته داګست په ۲۰۱۰ کې شامل اود نومبر په ۲۰۱۰ کې يې دازده کړې هم پای ته ورسولې .
په ۱۳۸۸ کال دوري د۹ نه د۱۳۸۸ دچنګاښ دنهمې پورې دژورناليزم په برخه کې دميډيو ټيک افغانستان کې څلورمياشتنۍ زده کړې ترسره کړي .
د۱۳۸۷ /۴/ ۲۲ نه د۱۳۸۷ ۱۰ /۲۲ پورې دپکتيا داداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو په دفتر کې شپږمياشتنۍ زده کړې دادارې په برخه کې ترسره کړي .
داهم بايد ياده شي چې اخلاص يار تردې دمه دبيلا بيلو ادارو څخه تخسين نامې ، تقدير نامې اونور باور ليکونه اخيستي دي دسپورت په ډګر کې دشويو همکاريواودورزشکارانو دهڅونې په وياړ دالمپيک لخوا د ( برنزو ) مډال .
دځوانانو معينيت تقديرنامه اوتخسين نامه
دپکتيا ولايت مقام دريمه درجه تقد يرنامه
دولسي جرګې ستاينليک
دسيدکرم ادبي اوکلتوري ټولنې ، دسهار ادبي اوفرهنګي ټولنې ، دګډوژورناليستانو مرکز ، دپکتيا پوهنتون رياست ، دپکتيا ولايتي شورا رياست ، دسحر سپورتي فرهنګي اوټولنيز مرکز ، دپکتيا دعامې روغتيا رياست ، دنظامي سل بستريز روغتون ، اطلاعاتو اوفرهنګ رياست ، څخه بيلا بيل ستاينليکونه اخيستي چې په هر يوه کې داخلاص يار څخه قدرداني شوې دوی هريوه ويليچې اخلاص يار اوږه په اوږه دادارودهمغږۍ ،دچارو دګړنديتوب اودرسنيو دلارې دکړنودانعکاس په برخه کې مرسته کړې ، دولس غږيې دولت اونړيوالې ټولنې ته اوددولت غږيې ولس اونړيوالوته رسولی ،ددې سره سره يې ددې ولايت دلاپرمختګ ،دسولې او امنيت ټينګښت،دبشري حقونو دمروج کولواونورو ټولنيزو برخو کې نه ستړي کيدونکې هلې ځلې کړي دي . چې داهم هيره نشي اخلاص يار تردې وخته يو کتاب چاپ شوی چې ( پکتيا نن پرون اوسبا نوميږي ) البته داکتاب راټول شوی او ددولت په مالي لګښت چاپ شوی دی .
مولانا عبدالخی ګرديزي داهم راټول شوی کتاب دی چې دهيواد پياوړو ليکوالانو ليکنې په دې لوی عالم کړي دابه راتلونکی چاپ شي تريوه حده يې چارې هم مخته تللي دي .
دپکتيا دخاروسمون اوکرنیز خاصلات داناچاپ مسلکي کتاب دی چې دمحصيلتوب پروخت يې پرې کار کړی دی انشاالله چاپ به شي .
دچمن ډول ، طرز ، طريقې دامسلکي کتاب هم ناچاپ پاتې دی چاپ به شی .
لنډۍ څه دي ؟ دادفلکلوريو لنډيو په اړه راټول شوی کتاب دی چې ناچاپ پاتې دی دابه هم چاپوو .
داخلاص يار صاحب ليکنې دهيواد په بيلا بيلو مجلو ، اخبارونو او خبري انټرنيټي سايټونو کې شته دي چې مينوال يې کتلی شي .
مونږ اخلاص يار ته ددوعا لاسونه لپه کوو اوراتلونکی ترې دنورو برياوو هيله کوو ، اودپکتيا ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست څخه داهيله هم لرو چې ددغه ځوان په نوم دده په ژوند يو فرهنګي ځای ونومول شي او دده دلاسته راوړنو په اړه بايد يو کتاب هم چاپ شي
د تاند ويب پاڼې مينه والو السلام عليکم
په پکتيآ کې ډېر کسان دي چې تر اوسه يې د فرهنګ په برخه کې ډېر کار کړی دی، خو چې د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست خپل يو مامور په فرهنګي ډګر کې د هڅاندې څېرې په نوم نوموي دا دوئ شخصي نظر دی ، په پکتيآ کې ډېر داسې کسان شته چې د اخلاصيار سل چنده کار يې کړی دی، او بله دا چې څوک دې مونږ ته د اخلاصيار يوه داسې نمونه وښيي چې د فرهنګ په ډګر کې يې .ترسره کړې وي، اخلاصيار تر اوسه د نورو ليکنې پټوي او په خپل نوم يې چاپوي
د پکتيآ د ملي راډيو تلويزون امر دی ، تر اوسه يې د خلکو ستونزو ته انعکاس نه دی ورکړی، د تلويزون پر سکرين هر وخت د والي .
صفتونه وي
سلامونه:دڅيرو لمانځل ښه کاردی خو ،چې څيره وي ،عاشق الله اخلاصيار دوه کاله کيږي ،چې په تلويزون کی دی ،يوازی ېې د والي صفتونه کړي دي ،بل ېې هيڅ ندي کړي اونوموړی دنورو ليکوالانو دليکنو په پټيدو کې مشهور دی ،په پکتيا کې ډير ليکوالان او شاعران شته ،چې دهيواد په سطحه فرهنګي څيړې شته لکه خوګمن ځاځی،اسماعيل لاروی،محمد رفيق ميران،ساحل منګل ،داود تپات سميع الله پيوند احسان الله مهجور او نور ،چې کلونه کلونه ېې په دې برخه کې کار کړی دی
نو رنه پوهيږو،چې خلک ولې داسې کار کوي …..الله دې ورته هدايت وکړي
زه خو چې عاشق الله اخلاص يار پيژنم دماشوموالي دفرهنګ ډګر کې کار کوي خويوهستونزه داده چې دپکتيا ولايت کې خودخواهي اوځانځاني بيځي ډيره ده ، داځينې ژورناليستان خو خرڅ شوی دي اوس ګرديز کې پنځه پنځه نمرې لري نو اخلاص يار خو دخدای يو عاجز بنده اوتکړه ځوان دی ، والله ده خو تل دځوانانو ديوالی دپاره کار کړی وي مونږ داسې ژورناليتان وليدل چې پکتيا يې دوه خايه کړه اخلاص يارخو تراوسه دپکتيا دترقی دپاره کار کړی دی والله اخلاص يار مې دوست هم نه وی اونه می کليوال دی خو دده پرخدمتونوسترګی نشو پټولی په پکتيا کې ډير داسې ژونايستان مونږوليدل چې په ژورناليزم خبر هم ولا نه وي خو دژوناليزم دعوه يې کړی بله خبره داده چې زه هم دپکتيا يم اودلته دخدای يو بنده دهيواد لپاره کار کووم نه ولا حمزه پيژنم اونه رحيمي اونه شتنه دي خو داځينې خوغرزه په پرديو نمونو ديو چا سپکاوی کوی خير زه نور څه نه درته ليکم خو که دداسې څه پرځای داخلاص يار په شان کار وکړۍ نو ستاسو په اړه به هم يوه ور وياړ غونډه جوړه شی اوخدای تعالی دی دنيکو اعمالو توفيق هم درکړی
first of all , i would like to thank the people how dealing with their invaluable efforts for the appreciations of young generation. secondly its well known that Mr Ikhlasyar is really active guy, but from where i know him especially his specialization in Agriculture, he got his Bsc from Paktia University in General agriculture , at that time there was no any professor who could teach the soil science subject, i was the first who start to teach the principle of Soil science. his this point may reduced his all careers to dust if your guys admire him like(دپکتيا دخاروسمون اوکرنیز خاصلات داناچاپ مسلکي کتاب دی چې دمحصيلتوب پروخت يې پرې کار کړی دی انشاالله چاپ به شي .) i know Mr Ikhlasyar that he is an active young, but your this like definition about him may have negative effects on his reality .
thanks.