راپور: همت –

د پکتيا اوسېدونکو د يوې غونډې په ترڅ کې د ټاکنو له خپلواک کميسون څخه وغوښتل چې دولتي چارواکي دي په ښکاره ډول له نوماندانو څخه ملاتړ نه کوي او له حکومتي امکاناتو دې په انتخاباتي منډو ترړو کې استفاده نه کوي.

د يوې غونډې په ترڅ کې چې د بيړنيو مرستو او پراختيا موسيسي له لوري د ټاکنو د عامه پوهاوي په موخه جوړه شوې وه. ځوانانو او ميرمنو غوښتنه وکړه چې يو شمير دولتي چارواکي دې له نوماندانو څخه په ښکاره ډول ملاتړ نکوي.

دوئ وايي په داسې حال کې به په ټاکنو کې د درغليو لپاره پراخه زمينه برابره شي چې د يو نوماند په ګټه کار وکړي.

دوئ وايي د چهارشنبې په ورځ چې کله له زلمي رسول څخه  د اسلامي شوراګانو تر څنګ د پکتيا اوسني والي جمعه خان همدرد په يوه غونډه کې ملاتړ څرګند کړ.

دوئ د والي ملاتړ غيري قانوني بولي او د ټاکنو د شکايتونو له دفتر څخه غوښتنه کوي چې په دې اړه جدي اقدام وکړي.

د ميرمنو په استازيتوب انارګلې د غونډې په مهال وويل دولتي چارواکي په هيڅ صورت کې نشي کولی د نوماندانو څخه ملاتړ څرګند کړي او وايي چې هر دولتي چارواکی که غواړي چې د نوماندانو په ټاکنيز کمپيان کې برخه واخلي، نو له دولتي امکاناتو او دندې څخه دې ناوړه ګټه نه اخلي.

د دې ولايت اوسيدونکي وايي، که دولتي چارواکي غواړي چې له نوماندانو ملاتړ وکړي نو لومړی دې د قانون له مخې استعفا وکړي.

مالک بيا وايي، د ټاکنو د شکايتونو کميسون هسې په خوله چيغې وهي چې هغه کسان به جريمه شي چې له دولتي دندي او امکاناتو په ناوړه ګټه اخلي.

دی وايي جمعه خان همدرد ولي چې په اوس وخت کې د پکتيا والي ده، له نوماندانو څخه په ښکاره ډول ملاتړ کوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسون مسوولين هم دا مني چې دولتي چارواکي نشي کولی چې پخپله او يا هم له دولتي وسايلو د يو نوماند په ګټه کمپيان وکړي.

د دې ولايت د ټاکنو خپلواک کميسون د عامه پوهاوي مسوول وايي، چې هيڅ دولتي چارواکی دا حق نلري، چې په ټاکنو کې له دولتي دندي او امکاناتو څخه ګټه واخلي: (( دا چې دا قانون نه عملي کيږي دا پخپله د دولتي چارواکو کمزوري ده، ځکه چې د جمهور ريس فرمان صادر شوی ده چې والي او نور دولتي چارواکي حق نلري چې نوماندانو ته کمپیان وکړي))

د پکتيا اوسيدونکي په داسې حال کې شکايت کوي چې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د اسلامي ګوند شوراګانو تر څنګ د پکتيا والي جمعه خان همدرد چې د دې ولايت فعال والي دی له زلمي رسول څخه ملاتړ اعلان کړ او په همدې غونډه کې د پکتيا والي وياند روح الله سمون ويندويي کوله چې يو شمېر پکتياوال يې را پارولي چې د ټاکنو کميسون مسولينو ته يې د شکايت په توګه ياده کړه.

د دې ولايت اوسيدونکي وايي، که دولتي چارواکي په ښکاره ډول د نوماندانو لپاره منډې ترړې کوي نو په راتلوونکو ټاکنو کې به پراخه درغلي وشي او شايد په ډېرو سيمو کې خلک دې ته زړه ښه نه کړي چې خپلې رايې د خوښې وړ نوماند ته وکاروي.

2 thoughts on “د پکتيا ولايتي چارواکي له واکه ناوړه ګټه اخلي”
  1. زمونږ عوښتنه دی چی دا پکتیا کاندیدانو نهای لیست دی مونګ ته ښکاره کړی

ځواب ورکول عمل حان ځاځی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *