راپور: همت: د پکتيا يو شمېر اوسېدونکو او د ولسمشرۍ د نوماندانو استازو نن په اعتراضيه غونډه کې د دې ولايت په والي جمعه خان همدرد نيوکه وکړه چې له خپل دولتي او دولتي امکاناتو غلطه استفاده کوي او د يو مشخص کانديد (زلمي رسول) په ګټه يې کاروي.

بل لوري ته د دې ولايت د والي وياند روح الله سمون بيا دا خبره نه مني چې جمعه خان دې د کوم ځانګړي نوماند په ګټه په غونډه کې برخه اخيستې وي.

په جوړه شوې اعتراضیه غونډه کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي، ډاکټر عبدالله عبدالله، عبدالرب رسول سياف او قطب الدين هلال ملاتړو او د دې ولايت قومي مخورو، ځوانانو برخه اخيستې وه.

دوئ په خپلو خبرو کې وويل جمعه خان همدرد په ښکاره ډول له زلمي رسول څخه ملاتړ کوي او  د دې ولايت په ولايتي اداره کې د نوموړي په ګټه غونډې جوړوي.

پکتيا کې د عبدالرب رسول سیاف د ټاکنيز کمپیان غړي حاجي محمد عالم عظيمي وويل، چې همدرد له دولتي موقيفه ناوړه ګټه اخلي او که چيرته زلمي رسول ته کمپيان کوي له دندې دې استعفا وکړي.

1محمد عالم زياته کړه په دې وروستيو ورځو کې دولتي چارواکي له واکه ناوړه ګټه اخلي، او په دولتي تالارونو او د ولايت په مقام کې د يو ځانګړي نوماند په اړه ټاکنيزې غونډې جوړيږي: (( له دولتي چارواکو څخه غوښتنه کو،چې بربنډه او بې شرمه مداخله په ټاکنو کې ونکړي))

نوموړی وایي، دا چې د کمپيانونو په وخت کې دا ډول مداخلې کيږي، د رايي ورکونې په ورځو کې به هم دا کسان بې ځايه مداخيله کوي.

د جمهوري ریاست د ټاکنيزو کمپيانونو استازو له ولس مشر حامد کرزي څخه غوښتنه وکړه چې په لوی لاس دې ټاکنو کې درغليو ته زمينه سازي نکوي.

دوئ وويل، که جمعه خان همدرد د زلمي رسول له ملاتړ څخه لاس ونه خلي او يا استعفا ورنکړي په لارينونو به لاس پوري کړي.

د ډاکټر اشرف غني د ټاکنيز کمپيان غړي نور احمد رښتيال د غونډې په مهال وويل، موږ له بهرنيانو دومره ويره نلرو چې په ټاکنو کې به لاس وهنه وکړي، بلکي د حامد کرزي له ټيم څخه ويره لرو چې په ټاکنو کې سر له اوسه قانون له پښو لاندې کوي.

د غوندې يو بل ګډونوال د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټيم غړی عبدالرحمان منګل و چې په خپلو خبرو کې يادونه وکړه د رسنيو په استازو غږ وکړ چې د دوئ غږ له مسوولو کسانو ورسوي او وويل چې په ټاکنو کې لاس وهنه دوئ ته د زهرو په شان ده.

د خلکو د نيوکو په اړه مو وغوښتل چې د ولايتي چارواکو نظر له نږدې واخلو، خو د ولايت والي، د والي مرستيال او د والي وياند مو په ولايتي اداره کې د نظر اخيستو لپاره په رسمي وخت کې د غيرحاضري له امله  پيدا نکړل.

خو د والي وياند روح الله سمون د ټلیفون په کرښو له رسنيو سره په خبرو کې وويل، د پکتيا والي تر اوسه پورې د هيڅ نوماند څخه ملاتړ ندي کړی: (( دا به يوه ادعا وي زه فکر نکوم چې د ولایت مقام دي له کوم مشخص کانديد لپاره کمپيان ن کړی وي، دا خلاف د اوصولو ده موږ په خپله ژمن ياستو))

د غونډې ګډونوالو په وروستيو کې وويل، که والي له ياد نوماند له ملاتړ څخه لاس ونه خلي نو په لاريونو به لاس پوري کړي او که په لاريونو کې هر څه ګډوډي رامنځ ته شوې مسووليت به يي د پکتيا ولايتي ادارې چارواکو په غاړه وي

د والي ياند روح الله سمون په داسې حال کې د زلمي رسول څخه د نه ملاتړ خبره کوي چې په يوه غونډه کې د اسلامي ګونډ یو شمير شوراګانو او پخپله د پکتيا والي جمعه خان همدرد د زلمي رسول څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او په رسنيو کې ورباندې راپورنه خپاره شول.

3 thoughts on “د پکتيا ولايت په مقام کې د زلمي رسول په ملاتړ غونډې کيږي”
  1. جمعه خان همدرد خو بيسواده ده دي له قانونه سه خبر او بكتياوال بايد نور مضاهري وكري او د والي دغلاو او فساد حساب هم ورسره وشي

  2. سلامونه
    ای په وطن او دين مينو خلکو بيداره اوسي. اجازه راکړئ چې څو ترخه واقعيتونه درسره شريک کړم او هيله لرم چې په اړه يې دقت وکړئ.
    څومره وخت کېږي چې ښاغلی جمعه خان همدرد په پکتيا کې والی دی؟
    همدرد په دې دومره ماموريت کې د پکتيا لپاره څه کړي؟
    په ګردیز ښار کې څه بدلون راغلی دی؟
    ایا جمعه خان همدرد پښتون له نامه ناوړه ګټه نه دې اخېستې؟
    راځي پورته پوښتنو ته د ځواب په لټه کې شو او دې ته ورته نورې ډېرې پوښتنې وکړو.
    جمعه خان همدرد شرکتونه لري او په پکتيا چې پروژې ترسره کېدې ته خپلو شرکتونو ته ورکړي دي. د ښاروال سره په فساد کې د پښتو له نوکانو نيولې د سر تر وېښتانو ډوب دی. د جمعه خان همدرد په ضد ډېرې مظاهرې وشوې، خو کرزي پرې وغوږ و نه ګراوه او همدغه بد مرغړې يې د پکتيآ ولايت په شريفو خلکو مسلط پرېښود.
    راځي جمعه خان همدرد له نژدې وپېژنو.
    د خيانت او جفا يوه ستره او برلا بېلګه يې دا ده چې له واک څخه ناوړه ګټه اخلي او د زلمي رسول لپاره کمپاين کوی. له دې بل څرګند مثال؟
    راځي خپل غږ پورته کړو او ووايو
    موږ جمعه خان همدرد نه غواړی
    له جمعه خان سره بايد حساب کتاب وشی
    جمعه خان باید د قانون منګولو ته وسپارل شي
    له همدرده بايد د ملت تروړلې پيسې واخېستل شي.
    موږ زلمي رسول ته رايه نه ورکوو.
    زلمی رسول د خيانت او جفا په وخت واک ته ځان رسول غواړی.
    مړه دې خاينين او جنايتکاران او درواغجن.

    درناوی

ځواب ورکول shakir ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *