د پکتيا په دوه جلا پېښېو کې ۱۹ تنو ته مرګ ژوبه واوښته

خبریال نور محمد حیران: د پکتیا د مرکز ګردېز په سروړي سيمه کې د توغندي د لګېدو له امله ۱۵ تنه کارګر ټپيان شول.

دې کارګرو د ګردېز په سروړي سيمه کې په یوه ودانۍ کې تعميراتي کار کاوه چې د وسله والو توغندی پرې ولګېد.

د پکتيا امنيه قومندان پاسوال زلمی اورياخېل پېښه تائيدوي او وايي چې له امله يې ۱۲ تنه سرسري ټپيان شوي چې ځیني له درملنې وروسته له روغتونه رخصت شوي دي.

خو د پکتيا د ملکي روغتون مشر ډاکټر حياګل پکتين وايي، د پېښې له ځايه ورته ۱۳ ټپيان ور وړل شوي چې له ډلې يې د درې تنو حالت د اندېښنې وړ دی.

د پېښې له ځايه دوه نور ټپيان د ۲۰۳ تندر قول اردو نظامي روغتون ته لېږدول شوي چې د هغوی روغتيايي حالت هم نازک ښودل شوی دی.

تر اوسه کوم چا د دې پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

1د يو بل خبر له مخې د احمداباد ولسوالۍ په مچلغو سيمه کې په رېنجر موټر د ماين چاودنې له امله ۴ پوليس ټپيان شوي دي.

امنيه قومندان پاسوال زلمی اروياخېل د پېښې پخلی کوي او وايي چې د مچلغو بند ۴ پوليس يې سرسري ټپيان کړي دي.

خو وسله والو طالبانو رسنيو ته په يو لنډ پيغام کې د پېښې مسؤليت منلی او وايي چې د ياد بند ۵ ساتونکي يې وژلي دي.

د مچلغو د بند جوړېدا د پکتیا د خلکو یوه اساسي غوښتنه ده او تل یې له حکومت څخه غوښتي چې دا بند ورته جوړ کړي څو له یوې خوا د پکتیا د کرنیزو مځکو په اوبولو کې ترې کار واخیستل شي او له بلې خوا پکتیا ولایت له برېښنا برخمن شي.

د افغانستان دوه ګاونډي هیوادونه ایران او پاکستان تل د طالبانو په وسیله د بندونو د جوړېدو مخه نیولې څو د دوی خاورو ته پرېمانه اوبه وبهېږي.

تر دې پخوا یې د هرات پر سلمان بند، د فراه پر بخش اباد، د نیمروز پر کمال خان، د ننګرهار د کامې بند او پر کونړ سین د بندونو د جوړېدو مخه نیولې ده.

One thought on “د پکتيا په دوه جلا پېښېو کې ۱۹ تنو ته مرګ ژوبه واوښته”
  1. خدای دی دې وطن ړنګونکو ته هدایت وکړی ایران او پاکستان خو تل د افغانستان په ړنګولو کی خپلی ګټی سنجولې دی که د هدایت وړ نه وی خدای دی دوی هلاک او بر باد کړی دا تیری څو لسیزی خو افغانستان ددوی له لاسه تبا برباد شو

ځواب ورکول رازمحمد حنانزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *