وريښمين سادات –
د پکتيا پوهنتون له تاسيس څخه تقريبا اته کاله تيريږي، په دې تيرو اتو کلونو کې يې د پام وړ پرمختګ کړيدی.
اوس مهال د دغه پوهنتون په اوو بيلابيلو پوهنځيو کې محصلين په زده کړو بوخت دي. له تيرو څو کلونو راهيسې د پوهنتون په محوطه کې د بيلابيلو پوهنځيو لپاره د ودانيو په جوړولو هم چټک کار روان دی.
خو ددې ټولو پرمختګونو سره سره بايد د پوهنتون په تيره بيا د کرنې پوهنځي په داخل کې پر شته ستونزو او نيمګړتياوو هم سترګې پټې نه کړو.
د کرنې پوهنځي له لومړنيو پوهنځيو څخه دی چې د پوهنې او روزنې د پوهنځي څخه وروسته په دغه پوهنتون کې جوړ شوی، خو د سالمې ادارې نه شتون، د استادانو توپيري چلند او اوږدې غير حاضرې، د عملي درسونو نه شتون او ځيني نورو ستونزو له کبله دغه پوهنځی د پوهنتون له وروسته پاتې پوهنځيو څخه دی.
د کرنې پوهنځي درسونه د رخصتيو څخه وروسته د خپل ټاکلي مهال ويش سره سم نه پيليږي، د استادانو اوږدې غير حاضرې او د دغه پوهنځي کمزوري مديريت له کبله درسونه له ټاکلې نيټې څخه ۱.۵ نه تر ان ۲ مياشتو وروسته پيليږي.
دا چې د کرنې پوهنځي ودانۍ تير کال ګټې اخيستنې ته چمتو شوه، خو ددغه پوهنځي لوازم سږ کال د حمل په وروستيو کې نوې ودانۍ ته وليږدول شول. کله به چې په دغو ورځو کې محصلين د درس ويلو لپاره دغه پوهنځي ته تلل، نو دوی به ورباندې د درس ويلو په ځاي نور فزيکي کارونه (د اداري وسايلو انتقال، د چوکيو او ميزونو تنضيمول او داسې نور) کارونه تر سره کول. ددغه ګډوډيو له امله درسونه ايله د ثور په نيمايي کې پيل شول. لکه څرنګه چې ددې پوهنځي ډيری زده کوونکي د ليرې پرتو سيمو او ولايتونو اوسيدونکي دي، نو يوه نيمه مياشت يې وخت او پيسې ضايع شوې او درسونه يې هم د نيمايي څخه لږ پر مخ لاړل.
بله عمده ستونزه د دغه پوهنځي محصلينو ته د بدل اعاشې (د ليليې په بدل کې نقدي پيسو) د ورکړې ده. دوه کاله يوازې د کرنې پوهنځي محصلينو څخه په يوه او بله بهانه د بدل اعاشې نه په زرګونو افغانۍ ګرځول کيږي. سږ کال د دوی بهانه دا وه چې د کرنې پوهنځي محصلين د حمل په مياشت کې خپلو درسونو ته نه دي حاضر شوي اوبايد ددې مياشتې بدل اعاشه هم وانخلي، خو حال دا چې د دغه پوهنځي د کمزورې ادارې او د استادانو غير حاضرې له امله د حمل او ثور درسونه وځنډيدل، نه د محصلينو د غير حاضرې له امله.
د کرنې پوهنځي ځيني استادانو هم په اوږدو غير حاضريو، محصلينو سره په توپيري چلند او د ښه درسي پلان په نه لرلو سره د دغه پوهنځي پرمختګ ډب کړيدی. دغه ډله استادان په مياشتو مياشتو د درس ورکولو لپاره نه حاضريږي، ځيني استادان ددې پر ځاي چې محصلينو ته درسونو په لومړيو ورځو يا د درسونو په جريان کې لکچر يا چپتر ورکړي، د سمستر په اخر کې چپترونه ورکوي او ځيني خو يې ان د ازموينو په منځ کې خپل تدريسي مواد محصلينو په واک کې ورکوي. د دغه استادانو چپترونه د منځپانګې له اړخه ډير کمزورې وي، ډير زاړه موضوعات په ګډه وډه املا چې زياتره يې په قلم باندې په ګډوډ خط ليکل شوي وي، د محصلينو لپاره اماده کوي.
محصلينو سره د ځينو استادانو توپيري چلند هم خپل اخري حد ته رسيدلي، دغه ډله استادان د ازموينو په دوران کې داسې پرچې جوړوي، چې ددغه پرچو سوالونه بې مفهومه او يا د چپتر او لکچر څخه بهر وي، په دې ډول زياتره محصلين چانس او له کدر نومرې څخه غورځول کيږي. ويل کيږي چې سږ کال به د کرنې پوهنځی خپله دريمه دوره فارغين ورکړي، چې ۴۰۰ نه تر ۵۰۰ پورې محصلين راځي، چې په دغه سلګونو محصلينو کې يوازې څو تنه د کدر په نومره کې فارغ شويدي يا به فارغ شي.
زراعت يو له هغه پوهنځيو څخه دي، چې بايد محصلينو ته زيات عملي کار وشي، خو په دغه پوهنتون کې د کرنې پوهنځي لپاره هيڅ د عملي زده کړو اسانتياوې نشته، محصلين اړ دي، چې يوازې چپترونه په ميحانيکي ډول ياد کړي.
د ځيني استادانو لخوا د محصلينو سره توپيري چلند له کبله کيدای شي په دغه پوهنځي کې د محصلينو او استادانو تر منځ تاوتريخوالي پيدا شي، او ددغه احتمالي تاوتريخوالي د قومي کيدو خطر هم زيات دی، ځکه په دغه پوهنتون کې ډيري محصلين په بيلابيلو قومونو او قبايلو پورې اړه لري. د دغه پوهنځي د کمزورې ادارې د کمزورو فعاليتونو له کبله د دې پوهنځي د درسونو روان سيستم له ګډوډيو سره مخ دي، او د لا نورو ګډوډيو د پيدا کيدو امکان هم شته.
په دې اړه د لوړو زده کړو وزارت اقداماتو ته ډيره اړتيا ليدل کيږي، تر څو د پکتيا پوهنتون د کرنې په پوهنځي کې شته ستونزې ژر تر ژره هوارې کړي.
پورته لیکنه رښتیااوحقیقت لری دمسولوچارواکونه یی دحل غوښتنه کوو