همتیارجانزی :پکتیکا

د پکتيکا په سرحدي ولسوالۍ شکين کې په اې اېم منځنيو څپو د پکتين غږ راډيو وسايل د ښرنې په ښار ليلام شوي دي.

د دې راډيو پخواني مسوول مدير حاجي سليمان فيصل تاند ته وويل، چې د پکتين غږ راډيو وسايل بايد د امنيتي مسووليت د لېږد پر مهال افغان لوري ته سپارل شوي واى.

 نوموړي زياته کړه، دې راډيو خورا ارزښتمن تخنيکي وسايل لرل، چې ټوليز لګښت يې تر ٣٠٠ زره امريکايي ډالرو پورې رسېده.

د فيصل په وينا، په ياو وسايلو کې د اې، اېم پنځه کيلوواټه ترانسمېتر، ټيونينګ يونټ، ډيسټينګ يونټ،۲۶ کمپيوټرونه، د سټلايټ ريسورې، فرنېچر، د دفتر او نور تخنيکي وسايل شامل دي.

 د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکي مجاهد وزير زوی  وايې، چې افغان چارواکو بايد د امنيتي مسووليت د اخيستو پر مهال دغه راډيو تسليم کړې واى.

د ده په خبره، په پکتيکا کې په منځنيو څپو خپرېدونکې يوازېنۍ راډيو پکتين غږ وه، چې د افغانستان او نړۍ له حالاتو يې خبرولو.

 نوموړی زياتوي، د دې راډيو وسايل او دستګاه يې په خپلو سترګو ليدلي، چې په ښرنه کې پلورل شوي دي.

 د پکتيکا د اطلاعاتو او فرهنګ رييس بشير محمدي وايي، د ولسمشر د فرمان مطابق کله چې بهرني ځواکونه له افغانستانه  وځي هغه وسايل چې دلته په افغانستان کې يې پرېږدي د افغان حکومت ملکيت دی.

نوموړی زياتوي: ((موږ د پکتين غږ راډيو تر تړل کېدو وروسته هڅه وکړه چې ټول ماشينونه يې له بهرنيو ځواکونو افغان حکومت ته ولېږدوو، خو په هغه وخت کې ويل کېدل چې ټول وسايل يې د بهرنيانو له خوا پلورل شوي.))

د محمدي په خبره، اوس معلومه شوه چې د پکتين غږ راډيو ټول وسايل کباړ او ليلام شوي دي.

 د ده په خبره، د ولايتي ادارې له لارې به له بهرنيو ځواکونو سره اړيکه ونيسي، تر څو د دې راډيو وسايل بېرته ترلاسه کړي.

پکتين غږ راډيو د ۲۰۰۵زېږديز کال د ډسمبر په ۱۶مه د پکتيکا په شکين ولسوالۍ کې   په رسمي ډول په خپرونو پيل وکړ.

دغه راډيو د پکتيکا د هغه وخت د والي ګلاب منګل په غوښتنه د نړيوالو ځواکونو له لوري په ياده ولسوالۍ کې د نړيوالو ځواکونو په پوځي مرکز کې جوړه شوې وه.

دغه راډيو د ډيورنډ په دواړو غاړو کې په سلګونو زره اورېدنکي د  خپرونو له لارې خپل کړي وو خو د تخنيکي ستونزو له امله د روان ۲۰۱۳ زېږديز کال د اپرېل په مياشت کې له فعاليته ولوېده.

2 thoughts on “د پکتين غږ راډيو وسايل ليلام شوي”
  1. د پکتين ږغ راډيو وسايل شخصي کسانو وړي دي

    18 میزان / تله 1392, 7:15
    لیک غټ کړئ / لیک کوچنی کړئ
    دپکتیکا د اطلاعاتو اوکلتور ریاست چارواکي وایی د پکتین ږغ راډیو وسایل پلورل سوي نه دي بلکي ځينو کسانو د ځان سره وړي دي.
    د پکتیکا د اطلاعاتو او کلتور ریس بشیر محمدي وايي هغه وسایل چې څو ورځې وړاندې په پکتیکا کې دنړیوالو ځواکونو له پنډ غالي څه را ایستل سوي ول او بیا ځينو رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې ګواکې د چارواکو دنه پاملرنې له وجې دپکتین غږراډیو وسایل په لیلام کې پلورل سوي دي ده دا راپورونه بې بنیاده وبلل.
    محمدي زیاته کړه چې دمېډیم راډیو ځينې توکي له دې پنډغالي څخه را ايستل سوي دي خو دڅيړنو وروسته روښانه سوه چې دا ده دپکتین غږ راډیو هغه وسایل دي چې څو کاله وړاندې یادې راډیو دشکین په نامه خپرونې کولې چې هغه مهال له کاره لویدلي ول هغه له کاره لویدلي توکي په کباړکې پیدا سوي او هغه وسایل تري تم دي چې دوی په دې وروستیو کې ترې استفاده کوله.
    سرچینه زیاتوي چې ددې راډیو کارکوونکي وایي چې نړیوالو ځواکونو ددې راډیو ټول وسایل دیوه عادي کس په لاس ورکړي او هغه له ځانه سره وړي دي چې دا ده ولسمشر د فرمان خلاف عمل دی.
    بشیر محمدي هغه راپورونه په کلکه رد کړل چې د چارواکو دبې پروایی له امله دپکتین غږ راډیو وسایل په لیلام کې پلورل سوي دي.
    نوموړی وايی چې په کراتو کراتو یې دنړیوالو ځواکونو دمسولینو سره پدې اړه ناستې کړي چې دوی هم په اړه بېلا بېلې څرګندونې کوي نوموړی وایی دکورنیو اصولو له مخې یوازي دولت حق لري چې دراډیوګانې مېډیم څپې دځان په ګټه وکاره وي.
    دارګون د ځوانانود کلتوري بنسټ مشر یعقوب خان منظور وایی چې ګمان کیږي چې ددې راډیو وسایل د راډیو مشر له ځانه سره وړی وي.
    نوموړی زیاتوي چې ددې راډیو تخنیکي توکي دپکتیکا والو فرهنګي میراث اود دولت حق دی.
    منظور له مسولو چارواکو په ټینګه غوښتنه کوي چې ددې دلوړ قېمته وسایلو دلاس ته راوړلو لپاره جدي هڅې وکړي.
    دی وایی (( که دیادې سوي راډیو وسایل ددې راډیو مشر له ځانه سره نه وي وړي دی چې اوسمهال په پکتیکا کې دتلواسې په نوم کومه راډیو تأسیس کوي ددې تخنیکي وسایل یې له کومه کړل اوکه دکومې کمپنی څخه یې خریداري کړی وي دهغې کمپنی ادرس او نور شواهد دې د ولس په واک کې ورکړي ))
    پکتین غږ راډیو د ۲۰۰۵زیږدیز کال د ډیسمبر په ۱۶ نیټه دمېډیم پر څپو په رسمي ډول په نشراتو پیل وکړ.
    دغه راډیو د کرښي په دواړو غاړو کي په لکونو اوریدنکي د خپلو خپرونو له لاري جذب کړي وو.
    له بلې خوا دپکتین غږ راډیو مسول سلیمان فیصل بیا د پکتیکا داطلاعاتو او کلتور دریس بشیر محمدي خبره پرځای بولي چې کباړ شوي توکي د هغه وخت مربوط دي کله چې زمونږ راډیو په ۱۴۰۴کیلوهرتز فریکونسیو کې دشکین په نوم خپروني کولې.
    خوفیصل دخلکو داخبرې بې بنسټه بولې چې ګواکي هغه وسایل چې د پکتین غږ لپاره استعمالیدل له ده سره دې.
    دۍ وایې دپکتین غږ دستګا د اپریل په میاشت کې یوه زورور تندر ووهله او له کاره ولویده او ورسره سم راډیو هم وتړل سوه.
    ښرنه کي د تلوسې په نوم په منځنیو څپو بله راډیو پرانیزۍ ددې راډیو وسایل مو له کومه کړي دي اود کومې کمپنی سره چې قرار داد لرۍ دهغې کمپنۍ ادرس د خلکو په واک ورکولی سې؟ هغه وویل
    ((ددې راډیو د تخنیکي وسایلو لپاره ما دهیواد په پلازمینه کابل کې د ایمرج میډیا په نوم له یوې کمپنۍ سره قرار داد لاسلیک کړۍ دى او ټول سامان آلات به هغوی ماته له بهر څخه را واردوي، ددې کمپنۍ پته د اطلاعاتو او کلتور له وزارت سره پرته ده))
    دهغه په خبره ددې راډیو او د پکتین غږ راډیو د دستګاوو ترمنځ به لوی توپیر وي په دې راډیو کي به دپکتین غږ راډیو هیڅ وسایل نه وي.
    دپکتیکا د اطلاعاتو او کلتور د ریئس له لوري دا خبري په داسي حال کې کیږي چې څو اونۍ مخکي له رسنیو څخه داسي راپورونه خپاره سوي وو چې پکتین غږ راډیو ټول وسایل په هغو شرکتونو کي پلور ته ایښودل سوي چې دپکتیکا د ولایتي بیا رغوني ټیم له نظامي پنډغالي څخه راوتونکي مستعمل اجناس یا کباړ پلوري.
    خپاره سوي راپورونه په خپله دپکتیکا د اطلاعاتو او کلتور ریئس بشیر محمدي او د پکتین غږ راډیو مسئول مدیر سلیمان فیصل هم تایئد کړي وو.
    همت راحل:پکتیکا

ځواب ورکول amin ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *