ناصر ارمان
په پښتنو کې د ولور او په دښمنۍ کې د ښځو ورکولو په شمول ډېر داسې رواجونه شته چې په يوويشتمه پېړۍ کې د منلو وړ نه دي خو يو عادت يا رواج چې له پېړيو راهيسې په يوه سيمه کې عام وي دهغه ختمول ډېر وخت غواړي.
ولور هغه غير شرعي، غير اخلاقي او غير انساني رواج دى چې د افغانستان په ټولو سيمو کې په يوه نه يوه ډول شتون لري او په ځينو سيمو کې کاروبار ترې جوړ شوى. ولور له لسو لکو نيولې تر پنځوس لکو ته رسېږي او چې کومه نجلۍ څومره ګرانه واده شي هغومره زيات يې قدر کېږي. ډېرى خلک د ولور پرضد دي او نه غواړي چې د لور يا خور ولور واخلي خو له دې وېرې ولور اخلي چې بيا يې خور او لور ته پيغور ورنکړل شي چې پر مور او پلار پېټى وه او مفته واده شوه.
د پکتيکا ولايت د سروضې په ولسوالۍ کې مشرانو نه يواځې د ولور ختمولو بلکې ډېرو نورو ناوړه دودونو ختمولو يا پر دې دودونو کې د زياتوالي د مخنيوي لپاره بندوړ وکړ چې وروسته د پکتيکا په نورو سيمو کې هم عملي شو او ډېرى خلک عمل پرې کوي. د بندوړ ځانګړې ټکي داسې دي:
لومړى، ولور يو لک افغانۍ ټاکل شوى او له تېرو شلو کلونو راهيسې زياتوالى نه دى پکې راغلى.
دوهم، د واده په مراسمو کې لګښت ټاکل شوى چې څوک ټاکل شوي لګښت زياتې پيسې مصرف کړي جرمانه کېږي.
درېيم، په واده کې، اختر کې يا بله خوښۍ کې که جا ډزې وکړي نو لس زره افغانۍ به جرمانه کېږي.
څلورم، د پکتيکا وګړي که پر هرځاى کې وي د لوى اختر د قربانۍ پوستکي به کلي ته ورکوي او د پوستکو د خرڅلاو له لارې راغلې پيسې به د کلي په غريبانو وېښل کېږي.
پينځم، حاجيانو ته د د پيسو هار وراچوونکى پينځه زره جرمانه کېږي او حاجې به خلکو ته د زم زم اوبو، تسبو او کجورو پرته بل څه نه ورکوي. مخکې به حاجيانو خلکو ته جامې،کمبلې او نور قيمتي شيان ورکول چې ډېر لګښت به پرې راتلو
داسې نورې ډېري مادې دي چې خلکو يې ګټې وليدلې او عمل پرې کوي. ځينې خلک پر دې نيوکه کوي چې ولور ختموي ولې نه؟ يو لک افغانۍ ټاکل او پرهغه عمل کول داسې ده لکه چې ولور هيڅ نه وي او ډېرى شتمن خلک دا هم نه اخلي. په ورو ورو به دا يو لک ولور هم ختم شي.
2 thoughts on “د پکتيکا تړون | ناصر ارمان، سرروضه”
  1. الله دی داسی ښی پریکړی نوری هم زیاتی کړی ډیره مننه ارمان صاحب دا خو یو ښه زیری دی

ځواب ورکول Attal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *