تاند- د پکتیا او خوست ولایتونو ترمنځ له تېرو۲۴ ساعتونو راهیسي لار بنده ده خو چارواکي ورته توجه نه لري.
د راپورونو له مخې پرون د سټې کنډو په سیمه کې د غر د نړېدو له کبله د دوو ولایتونو ترمنځ یوازینۍ لار بنده شوه، خو نه د خوست او نه د پکتیا ولایت او نه هم د فواید عامې وزارت د لارې د پرانستلو هڅه کړې ده.
په سلګونو موټرونه د لارې په دواړو خواوو کې انتظار پاتې دي. ویل شوي چې یوه ښځه او یوه ماشومه په لاره مړه شوي دي.
د خوست چارواکي وايي چې غر د پکتیا ولایت په اړونده سیمه کې نړېدلی خو ویل کېږي چې د پکتیا والي دوبۍ ته تللی، مرستیال یې بغلان ته تللی او د فواید عامې رييس یې هم په ولایت کې نشته.
سمه ده والي صاحب دي به دوبي كي شراب او كباب خوري او به عيش او عشرت دي شبي او ورخي سبا كوي ،دوالي معاون دي به بغلان كي خر بوزي اونوري مئوي او ساعت تيري كوي ،او د فوائد عامي ريس صاحب حتماء كومي بلي غريبي سره به نا أدرسه ادرس كي ورك وي
فرق نه كوي داجه دوي خوشحاله وي فر ق نه كوي جه ددوه ولايتو كن نفوس به تكليف كى وي داجه يوه شخه او يو طفل مره شوي دا جه لوي اختر رانزدي دي دوي دا متر قرباني مخكي له اختر د را رسيدو دحيواناتو به خاي إنسانان قرباني كره دي ته واءي واجب ال احترامه قدرت مندان دخداي قهر دي به دي بي رحمه تنظيمي انسانانو نازل شي جه ملت ددوي دشره خلاص شي
د خوست او پکتیا ترمنځ لار د غره د ښوېیدو له کبله نه بلکې د زیات اورښت سره د زورور سېل د راوتلو له کبله د تیږو او خړو د راوړلو له کبله نن تر ۲:۰۰ بجو پورې بنده وه او په دوو بجو پرانستل شوه، چې همدا نن زه ورباندې راغلم