راپور: احمدالله احمدي –

د پکتيا يو شمير قومي مخورو په راتلونکو ټاکنو کې د ملي تحريک له لوري د ډاکټر اشرف غني ملاتړ وستايه.

دوی په یوه غونډه کې، چې د دې ولايت بېلا بېلو قبيلو قومي مخورو ګډون کړی وو، د استاد پوهنوال اسماعيل يون په مشرې په ټاکنو کې د نوماند ډاکتر اشرف څخه  د ملي تحريک ملاتړ وستايه او ویې ویل چې په اوسني وخت کې د دې اړتيا ليدل کيده چې ياد تحريک ورڅخه ملاتړ کړی وی.

په پکتيا کې قومي مخور جنت خان منګل وايي، په دې وروستيو کې له ډاکټر اشرف غني څخه په هېواد کې بېلا بېلو سياسي ګوندونه ملاتړ څرګند کړی چې دا د خوښي ځای دی.

منګل وايي، د ملي تحريک له لوري په يوه غونډه کې چې له نوماند ډاکټر اشرف غني څخه ملاتړ کړی په ځای ګام پورته کړی.

د غونډې بل ګډونوال حاجي غلام خان وويل، خلک اوس په دې پوه شوي دي چې له چا څخه بې امتيازه ملاتړ وکړي او هغه نوماندانو ته کار وکړي چې په رښتيا هم د دې وړتيا لري چې د هېواد لپاره اغيزمن رول ولوبوي.

د غونډې ګډونوالو ډاکټر اشرف غني احمدزی د جمهوري رياست لپاره وړ کس بولي او وايي، د دې ولايت په ټولو کليو او بانډو کې به خلک دې ته وهڅوي چې د نوموړي ملاتړ وکړي، څو افغانستان له بحراني حالاتو څخه وباسي.

دوئ وايي، له ټولو ګونډونو او له جوړشويو شوراګانو څخه په کلکه غوښتنه کوي چې د هېواد د پرمختګ او جوړولو لپاره په ټاکنو کې برخه واخلي او له ډاکټر اشرف غني څخه خپل ملاتړ څرګند کړي.

د غونډې په وروستيو کې دا هم وويل شول چې په راتلونکي کې به د پکتيا ټول قومي مخور په يوې لويه غونډه کې له ډاکټر اشرف غني څخه خپل ملاتړ په ډاګه کړي او هڅه به وکړي چې په کليو او بانډو کې د قومي مشرانو په مرسته رايي ډاکټر اشرف غني ته وکاروي.

پکتيا کې قومي مخور په داسې حال کې د ملي تحريک ننګه کوي، چې تر دې وړاندې د حق او عدالت، د فکر او عمل جرګې، افغان ملت او يو شمير نورو سياسي ګوندونو له ډاکټر اشرف غني څخه ملاتړ اعلان کړی.

2 thoughts on “د پکتیا قومي مخور: ملي تحريک په ځای ګام اخيستی”
  1. ډیر ښه کار یی کړی ده د ټولوپکتیا د مخورو مشرانو څخه ډیره مننه چی یون صاحب انتخاب و ملاتړ یی کړی د نوروقومونو مشرانوڅخه مو هم همدا هیله ده چی دی ورته خپل ملاتړ اعلان کړی
    مصطفی له کابل څخه

  2. سلامونه
    پشتونو ستاسو يوالي او له يو شه او پوه شخسيت لكه داكتر صاحب غني نه حمايت ستاسو د اوچت درك او فهم نشانه ده ، شه كار مو وكه افرين بريالي ووسي هيله ده چه اكثريت پشتانه او افغانان له داكتر داكتر صاحب غني نه حمايت وكي

    په اخر كي مننه كوم له مخورو او قومي مشرانو نه

    په هيله د يوالي او سمسور افغانستان

ځواب ورکول تور جان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *