[email protected]

د افغانستان هرې سیمې اوسیدوونکو د خپلې سیمې، ولسوالۍ او بیا تر ولایت پورې د ستونزو له شتونه په یو ډول تر ناکاره چارواکو خپل غږ رسولی دی. خو د پکتیا ولایت زرمت ولسوالي چې له تیرې یوې نیمې لسیزې راهیسې په کې کوم چارواکي پښه ټینګه نه کړه او د ولسوالۍ ودانۍ پورې محدوده یې هم خپله اداره کابو نه کړای شوه او له کور یا ګردیز او یا هم له کابل څخه یې د ولسوال یا بل چارواکي په توګه خپله دنده ترسره کوله.

د پکتیا زرمت لویه ولسوالي چې له غزني، پکتیکا، لوګر او په یوه برخه کې د خوست ولایت سره شریکه پوله لري په تیره یوه نیمه لسیزه کې د نورستان او بدخشان لرې غرنیو سیمو په کچه هم پاملرنه ورته ونه شوه او د غزني ناوې ولسوالۍ په څیر او یا هم له ناوې څخه په بد حالت کې پاتې ده، ځکه د ناوې ولسوالۍ خو په څرګنده د افغان دولت له ولکې وتلې او د طالبانو تر ولکې او ادارې لاندې دی، خو د زرمت لویه ولسوالي خو له دې سره سره چې په نوم ولسوال او نور اړوند مامورین لري بیا یې هم حال له ناوې څخه بد تره دی په داسې حال کې چې د پکتیا ختیځ کې غرنۍ ولسوالۍ د افغانستان د دریمه درجه ولایتونو په کچه امکانات لري او سرحدي څمکنیو ولسوالي او د ډنډوپټان ولسوالۍ ته له پلازمېنې پوخ سړک ورغلی او اوس اوس د استنادي لویو پروژو د پیل کیدو خبرې کیږي او ټاکل شوې چې په لویه کچه یو بند د ځمکو د خړوبولو او د برښنا د تولید لپاره د څمکنیو او ډنډوپټان ولسوالۍ تر منځ سیمه کې جوړ شي.

خو بیا هم د ګردیز ویده پخواني او اوسني چارواکو او د پلازمېنې بې احساسه وزیرانو او وکیلانو د ناکارۍ له امله د زرمت لویه ولسوالۍ د دولت له ولکې وتلې او د سقوط حالت کې ده، چې ددې حالت درد له تیرو کابو پنځلس کالو زغمي او ټول اوسیدوونکي یې له کړاوه په ډک بد حال کې ژوند کوي، ځکه نه یې له طالبانو ښه ورځ لیدلې ، نه یې له دولت او نه یې هم له قومي مشرانو ، چې له بده مرغه دا ټول د پښتون ځپلو او له منځه وړلو لپاره شوي او کیږي، ځکه کله چې د چارواکو پاملرنه له لومړي پیله دې ډول سیمو ته کمه شوه، نو وروسته یې عام ولس هم په څو اړخونو وویشل شو او د پخوانیو تربګنیو پاللو په څیر یې دا ځل د لازم کنټرول نه شتون له امله په خپلو کې د اوښتو او یو بل ته کمین نیولو هڅې پیل کړي دي، ځکه د ولسوالۍ سقوط حالت څخه دښمن په ګټې اخیستنې سره تر ټولو مخکې یو د جاسوس په تور وواژه او بل یې له دولت سره د همکارۍ په تور.

پر یادو ستونزو سربیره د ځوانانو وزګارتیا او د پوهنې سیستم بشپړ سقوط هم د ټولې ولسوالۍ حالت د ترینګلتیا حاد حالت ته رسولی دی. د ولسوالۍ ټولو ښوونځیو ته نه یوازې دا چې د پوهنې پخواني وزیر فاروق وردګ پر مهال پاملرنه ونه شوه بلکې اوس یې هم حال تر هر بل وخت بد او ټول ښوونځي د طالبانو په ولکې کې دي او طالبان هم هیڅ پاملرنه نه ورته کوي په داسې حال کې چې په ګاونډیو ولایتونو او د پکتیا په ختیځو غرنیو سیمو کې د حزب اسلامي مخالفې ډلې او طالبانو ښوونځيو ته داسې جدي پاملرنه اړولې، چې د ښوونځیو د ښوونکو او زده کوونکو حاضرۍ او درسونو بهیر څاري او ورغلو هئیتونو ته یې په ځلونو ویلي چې دوي د معارف مخالف نه دي او په دې تړاو همکاري هم کوي او د ښوونځیو د سوزونې ، ښوونکو او پوهنې اړوند نورو کارکوونکو د ګواښنې تورونه دې هم په دوي پورې نه پورې کوي.

خو د زرمت لویه ولسوالۍ کې مرکز ګردیز ښار ته نږدې سړک باندې طالبان ولاړ او د ګردیز غزني سړک چې د زرمت له منځه تیر شوی جوړولو په نامه پیسې اخلي او ناکاره ولایتي اداره او امنیتي مسؤلین دا ټول په خپلو سترګو ویني خو کوم پام نه ورته کوي تر دې چې د ګردیز ښار په منځ کې د پولیسو موټر سره په څنګ کې د یو سوداګر زوی غله تښتوي ، وژني یې او بیا دا خبر تر مطبوعاتو هم رسیږي، خو بیا هم چارواکي کومه پاملرنه نه ورته کوي او بابیزه یې بولي، نو د داسې ناغیړه چارواکو په شتون سره به د زرمت لویه ولسوالي څنګه د سقوط له دې حالته راووزي او د ولسوالۍ په ودانۍ کې دننه به د ولسوال په نوم کوم موجود کس او یا نور کارکوونکي پیدا کړي؟ په داسې حال کې چې د ختیځې پکتیا په احمدخیلو ولسوالۍ کې د مشرقي ګوجرو قوم اړوند او د حاجي قدیر ډلې د څارویو یو نالوستی شپون د ولسوالۍ په دفتر کې حاضر وي.

نو که چیرې د مرکزي دولت او فاسدو وکیلانو او سناتورانو پاملرنه د زرمت لویې ولسوالۍ ته راوانوړي او تر هر بل وخت یې د امنیت او حکومتدارۍ د ټینګښت او د پوهنې سیستم فعالولو برخه کې جدي ګامونه پورته نه کړي، نو لرې نه ده چې لوی زرمت به پر دې حالت سربیره له نورو کړنګونو هم غورځي او د نورو ترورستي نویو ډلو ټپلو د زیږون او وسعت مرکز به ګرځي، چې بیا به یې کابو کول او د حالت بدلول ناشونی کار وي. په دې هیله چې سرګردان او په ستونزو کې راښکیل سرکار پر مسؤلو چارواکو غږ وکړي او پکتیا مرکزي اداره یو کارنده او وړ کس ته وسپاري تر څو لوی زرمت او لویدیځه او ختیځه پکتیا له بحراني حالته وژغوري.

One thought on “د پکتیا ناکاره اداره او د زرمت سقوط/ برهان پکتین”
  1. تاند هر وخت حقايق خپاره کړي دي، دا ليکنه هم د پکتيا په باره کې يوه په زړه پورې ليکنه او زرمت رښتيا هم د وسله والو له لوري يرغمل شوې ولسوالي ده، چې هر ډول ظلمونو ته يې زور رسېږي، له بېوزله خلکو سره کېږي او د پکتيا والي چې ډېر بې کيفايته دی، يوازې يې سيل کوي.

ځواب ورکول عبدالله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *