خبریال: همتیار جانزی- په پکتیکا کي لاریونوال وایي که دولت مو غمه ونه خوري او غوښتني مو ژر تر ژره پرځای نکړي له دولت سره به خپله همکاري غوڅه کړي.

د پکتیکا په دوو ولسوالیو اورګون او سروبي کي لاریون کوونکي وایي چي ترهغو به لاریونونو ته ادامه ورکړي چي دولت د اورګون او ښرني همدارنګه د سروبي او انګوراډي د لویې لارې د کار د شروع کیدو چارې پیل نه کړي او امنیتي ځواکونه د بار وړونکو موټرو له شوکو څخه لاس وانه خلي.

لاریون کوونکو چي شمېر يې زرګونو تنو ته رسیده له دولته په کلکه غوښتنه کوله چي ددې دوو لویو لارو د جوړیدو کار ژر ترژره پیل کړي.

 هغوی وایي چي ددې دوو لویو لارو د سړکونو دجوړولو لپاره چې اوږدوالی یي پنځوس کیلومتره ته رسیږي بودیجه آن دکال له سره د اسیا دپراختیايي بانک څخه د فواید عامې وزارت ته سپارل شوي ده خو دکال اووه میاشتي تیري شوي دي ددې کار دپیلیدو هیڅ درک نه لګیږي.

دوی ددې پروژو دنه پلي کیدو خنډ او ځنډ محمودخان سلیمانخیل او خان محمدخاګی وبلل، چې دخپلو شخصي ګټو په خاطر ددې سړکونو دجوړیدو مخه نیسي.

هغوی چي د اورګون او شرني ترمنځ لویه لاره یي د باروړونکو لاریو پرمخ تړلي وه، مرګ پر افغان دولت، مرګ پر محمودخان سلیمانخیل او خان محمدخاګي شعارونه یي ورکول او له دولته یې سخته ګیله کوله.

په اورګون کي د اورګون د ځوانانو دکلتوري بنسټ او دپکتیکا دمدني ټولنو دهمغږي دفتر مشر یعقوب خان منظور وایی چې دولت دپکتیکا والو سره د مور او میرې چلند کوي.

دهغه په خبره ترهغه به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړو تر کله چي دولت راته په یادو دواړو سړکونو عملي کار شروع کړی نه وي.

دپکتیکا دځوانانو دمتحدي  شورا مشر ډاکټر عبدالله وايي چي که زمونږ غوښتني په دې لاریونونو سره هم ونه منل شوې نو دولسي جرګې مخي ته به خپل لاریونونه ور ورسوو.

ددې لاریون یوتن ګډونوال ګل بران ځدراڼ  چي له انګوراډې څخه تر غزني ولایت پوري باروړونکی موټر چلوي وايي چي سړکونه مو دي جوړ شي اوامنیتي ځواکونه دي په لارو کي زمونږ نه غیر قانوني پیسي نه اخلي.

هغه وايي (( له انګور اډې څخه تر مرکز شرني پوري چي شاوخوا ۱۶۰ کیلومتره لاره ده مونږ دسړک دخرابوالي له امله ۱۲ ساعته مزل کوو چي دا ډیر لوی مزل ده)) دهغه به خبره که دالاره ټوله ورغول شي مونږ به یاد شوی مزل په څلورو ساعتونو کي تر سره کړو.

د نوموړي په خبره په دې لاره کي یوه بله عمده او لویه ستونزه داده چي پدې لار د پرتو امنیتي پوستو لکه سرحدي پولیس،ملي اردو، محلي پولیس،او ملي پولیس چي تعداد یي له انګور اډې څخه تر غزني پوري ۳۲ ته رسیږي ټولي یي له مونږ څخه په يوه بهانه او بهانه په غیر قانوني ډول تر ۵۰۰ افغانیو پوري پیسي اخلي.

هغه وايي کله چي دوی ته وایو چي مونږ د ګمرک پارچه لرو او تاسو له مونږ څخه ولي پیسي اخلی؟

نو دوی راته په ځواب کي ښه خبره هم نه کوي او وایي چي دا زمونږ د قوماندان امر ده حتی تر دې چي بعضي وخت چي زمونږ سره په جیب کي پیسې نه وي نو دوی راته وایي که نشه یي مواد لکه چرس پوډر تریاک هم وي هغه راته راکړی نوبیا دتلو اجازه لری.

خو دپکتیکا دامنیه قوماندان دولت خان ځدراڼ وایي چي هیڅکله هم له هیچا څخه په پکتیکا کي امنیتي ځواکونو په غیر قانوني ډول پیسي نه دي اخیستي.

نوموړی وایي که کوم امنیتي سرتیری له چا څخه پیسي اخلي نو دوی دي یې مونږ ته راپه ګوته کړي مونږ به دخپلو قوانینو له مخي له هغه سره قانوني چلند وکړو او نه به پریږدو چي دا ډول پیښه بیا تکرار شي.

هغه وویل تر اوسته هیڅوک ماته د داډول ستونزي دحل لپاره نه دي راغلي.

دده په خبره لاریونوال د وسلوالوطالبانو له لوري جوړ شوي  خلک دي او په دي ډول لاریونونو سره غواړي دولت بدنامه کړي.

په میلي شورا کي دپکتیکا د خلکو استازي بیا داتورونه بې ځایه بولي او وايي ددې پروژو دپلي کیدو لپاره مونږ ددې پرځای چي مخه يي ونیسو خپلي هڅي مو رواني کړي دي ترڅو دا پروژې پلي شي.

په ولسي جرګه کي ددې ولایت استازی محمودخان سلیمانخیل وايي تراوسه پوري ددې سړک دجوړیدو لپاره له کوم شرکت سره قرار داد نه ده شوی نو مخه به یې څه ډول ونیسم.

دده په خبره ((زه دپکتیکا دخلکو استازی او ددې خلکولپاره به خدمت کوم نه زه دلته دخیانت لپاره نه دلته نه یم راغلی))

 دده په خبره چي هرڅوک که په ما باندي دا تور پوري کوي نو شواهد دي راته مخي ته کړي.

په مشرانو جرګه کي دپکتیکاوالو استازی خان محمد خاګی هم وايي چي دا بې ځایه تورونه دي.

نوموړی وايي((زه د پکتیکا دخلکو داستازي په صفت دلته ناست یم او هیڅکله داسي کار نشم کولی،  دا زما دبدنامولو لپاره یوه دسیسه ده))

دوی دې لاریونونو ته د ورځي له پیله تر ماښامه پوري دوام ورکړ اودنن ورځي لاریونونه په لاندي پریکړه لیک پای ته ورسیدل.

پرېکړه لیک

۱: داورګون او ښرنې سروبي او انګوراډې ترمنځ پنځوس کیلو متره غزیدلي لویه لاره چې دپخېدو لپاره یې داسیايي بانک له لوري تقریبأ یوکال وړاندې بودیجه منظوره شوي او دفواید عامې وزارات په واک ورکړل شوي خو اوس مهال یی چارې دفوایده عامې وزیر دغفلت دځینو سيمه أیزوچارواکو دبې ځایه مداخلواو په پارلمان کې دپکتیکا د خلکوداستازي محمود خان سلیما نخېل او خان محمد خاګي دیو څو پیسودلاس ته راوړلوپه خاطر ددې لویې پروژې خنډ ګرځي .

۲: دافغانستان دولت په ځانګړي ډول دافغان ولسمشر حامد کرزي څخه غوښتنه لرو چې یاد کسان چې نومونه یی وړاندې ذکر شول نور دپکتیکا داستازو په نومونو ونه نوموي ځکه چې د درغلیو پراساس یې پارلمان ته لاره پیدا کړې نو هیله ده چې ددې اودې ته ورته نورو لویو خیانتونو په تور څارنوالي ته ور وپېژندل شي.

۳: دانګور اډې دسرحد څخه نیولي بیا ترغزني پورې د بار وړونکو لاریو څخه په هره امنیتي پو سته باندې دموټرو له خاوندانو څخه په زرګونه پیسې په غیرقانوني ډول اخیستل کیږي او ډریوران دسپکو سپورو ترڅنګ وهل او ډبول کیږي هم موږدپکتیکاولسونه دټولو امنتي مسولینو دکورنیواو دفاع وزارات له مقاماتو څخه په ټینکه غوښتنه کوو چې ددې خپل سریو مخه ونیسي ګنې دبدوغواقبو مسولیت به دمسئولو کسانو په غاړه وي.

2 thoughts on “د پکتیکا په دوو ولسوالیو کې د زرګونو خلکو لاریون”
  1. د تاند محترمی اداری د چلونکو ته سلامونه
    هیله ده چی د پورتنیۍ لیکنی عنوان د پکتیا پرځای پکتیکا اصلاح او ولیکل شی

  2. Brilliant news to hear people of paktica to fight for their right to develop our province and fight against corruption to stabilise our system from thief rulers , all Afghanistan major road is been Keer but only loya paktia no one care . The road is very imported from orgoon to sharana , from sarobi to angoor Ada , from orgoon to khost tangi zadrano road very imported .

ځواب ورکول Zadran ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *