ښوونځی

تاند- د پکتیکا والي هغه راپور رد کړ چې ګنې د دغه ولایت د سرحدي سیمو په ښوونځیو کې د پاکستان د ښوونځیو نصاب په اردو ژبه تدریس کېږي.

د جګړې او سولې انستيتيوت، چې یوه معتبره خبري سرچینه ده، په وروستیو ورځو کې په یوه راپور کې وویل چې په پکتيکا ولايت کې د دولت د وسلوالو مخالفانو تر ولکې لاندې سيمو کې ماشومان اړايستل کيږي چې په اردو ژبه زده کړې وکړي.

خو د پکتیکا والي محب الله صمیم ویلي چې په هیڅ صورت به د پردیو نصاب ته په افغاني ښوونځیو کې د تدریس کېدو اجازه ورنه کړل شي.

د پکتیکا ولایت د مقام د رسنیو له لوري تاند ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د والي په قول ویل شوي چې:« په ياد راپور کې نور داسې له حقايقو ليري او ښکرور درواغ ليکل شوي چې له امله يې په هېواد دننه او بهر د زيات شمېر هېوادوالو اندېښنې راولاړې شوې دي.

د پکتيکا ولايت سيمه ييزې ادارې د خپل مسؤوليت په احساسولو سره د ياد راپور ټول مواد له حقايقو ليري بولي او په سختو ټکو يې غندي، پکتيکا چې د ډېورنډ کرښې سره ۳۳۶ کيلومتره اوږده ګډه پوله لري په پنځو سرحدي ولسواليو کې کرښې ته نږدې په خپله سيمه کې د ټولو ښوونځيو څخه په پرله پسې توګه څارنه کړې او په ټوله پکتيکا او سرحدي سيمو کې دا ډول پېښه نه ده شوې چې ګواکي ماشومان اړايستل شي څو په اردو ژبه زده کړې وکړي…»

په خبرپاڼه کې په عین حال کې یادونه شوې:« د ګاونډي هېواد استخبارات تل هڅه کوي څو نه يوازې له پوځي لارې بلکې لهنورو لارو څخه په ګټې اخيستنې زموږ د هېواد بنسټونه ويجاړ کړي، پرديو استخباراتو په دې اړه لا له وړاندې په بېلابېلو ډولونو د پکتيکا ولايت په سرحدونو کې هڅې پېل کړي تر څو دا ځل زموږ د پوهنې بهير چې له نېکه مرغه ګړندی روان دی ټکنی کړي او په دې حساسو شرايطو کې په هېواد کې دننه او بهر هېوادوال اندېښمن کړي، خو دښمن ته به په خيل ټول توان اجازه ورنکړو څو خپل دا شوم اهداف په اسانۍ ترلاسه کړي…»

جګړې او سولې انستیتیوت په یوه راپور کې لیکي چې په پکتیکا ولایت کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې سیمو کې د دولتي ښوونځیو د نشتوالي له وجې ماشومان اړوځي چې په اردو ژبه درس ووايي.

په دې راپور کې د عمران خان په نوم د پنځلس کلن هلک کیسه نقل شوې ده چې د پاکستان د تاریخ په اړه پر خپله زیاته پوهه ویاړي.

د راپور په دوام کې راغلي، کله چې له عمران خان څخه د پاکستان د ایالتونو په اړه پوښتنه وشوه، په ډاډ سره په ځواب کې وايي، څلور ایالتونه لري، سند، پنجاب، خیبرپښتونخوا او بلوچستان. له عمران خان څخه پوښتل کېږي چې پاکستان څه وخت خپلواکي واخیسته، دی سمدستي په ځواب کې وايي، د ۱۹۴۸ کال د اګست په ۱۴مه.

خو راپور زیاتوي چې عمران خان د خپل هېواد افغانستان د تاریخ په اړه پوښتنو ته حیران او بې ځوابه و. د جګړې او سولې د انستیتیوت د راپور له مخې دی نه پوهېده چې د افغانستان د خپلواکۍ نمانځنه په کومه ورځ کېږي. ده همداراز فکر کاوه چې افغانستان یوویشت ولایتونه لري.

د جګړې او سولې انستیتیوت د خپل راپور په دوام کې لیکي، عمران خان د افغانستان د موسس او لومړني پاچا احمدشاه دراني په اړه یوازې دومره ویلای شي چې نه پوهېږي. راپور زیاتوي چې نوموړی د پکتیکا په نورآباد کلي کې د اتم ټولګي زده کوونکی دی. دی د سیدمحمدمولوي په ښوونځي کې درس وايي چې د پکتیکا ولایت د ګڼ شمېر نورو ښوونځیو په څېر ثبت شوی نه دی. د راپور له مخې په دې ښوونځي کې د پاکستان تعلیمي نصاب تدریس کېږي.

د جګړې او سولې انستیتیوت خپل راپور په دې نتیجه پای ته رسوي چې عمران خان د پښتو پرځای چې د ده مورنۍ ژبه ده، د اردو ژبې په مرسته زده کړه کوي.

 مګر د پکتیکا والي دا راپور نه مني او په تاکید وايي: «زه محب الله صمیم د پکتيکا د والي په توګه د ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورګوم چې د يوه ريښتيني افغان او مسؤول په توګه به هيڅ يرغلګر ته به اجازه ورنګړم چې زما په مقدسه خاروه کې خپلو موخو ته ورسيږي.»

4 thoughts on “د پکتیکا والي په سرحدي ولسوالیو کې په اردو ژبه د تدریس ادعا ردوي”
  1. د تا ند ټو لو کار کو نکو ته د رو غتیا او بر یا لیتو ب د عا کوم چې په د غه ډول حسا سو شر ایطو کي د افغا نستان د ملی ګټو د سا تنی د پاره خپل ږغ پور ته کوی زه د پکتیکا ولا یت دمحترم وا لی او نورو اړ وندو ارګا نو نو نه دیوی افغا نی په صفت هیله کوم چئ دغه مو ضوع جدی تعقیب کړی ځکه زموږ دری ژبی ورونه یو متل لری چې وایی (تا کی نه با شد چیزکی مردم نه ګو ید چیز ها ) حتمآ به څه وی چئ دا سی ویل کیږی
    په در نا وی

  2. څرنګه چي زه د پکتیکا ولایت اوسیدونکي یمه او د پکتیکا ولایت په ټولو ولسوالیو زیاته بلدتیا لرمه او د هر ولسوالۍ کلتور ا و امنیتي وضع د دولتي چارواکو څخه هم زیاته معلومه ده ځکه چارواکي له خپل دفتر څخه بهر وتلي نه شي او زه څرنګه چي یوه محصله یمه په ازاده توګه او بیله کومه ډاره د خپل ولایت هري برخي ته تلی شمه او په خبر یمه.
    نو ددي موضوع په اړوند باید ووایم چي دا خبره رښتیا ده او واقعیت لري چي د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په مربوطه سیمو کي په ډاډه سره د پاکستاني مکتبونو شتون شته چي هلته اکثره مکتبونو کي پاکستاني نصابونه تدریسیږي چي د هغوي اکمالات هم د پاکستان څخه کیږي او حتي د پاکستان جنډي پري ولاړي دي.
    د ولایتي شوري وکیلان چي د خلګو نمایندګان دي په دغه ځوابونو کي څو څو ځله پاتي رغلي د ا د دوي دنده وه چي باید خپل خلګو ته يي قناعت ورکړی وی چي د افغانستان په خاوره کي باید د پاکستان سلطه نه وي ځکه ددي رنګو مکتبو نو شتون دا ددي معني وړکوي چي دا خلګ د پاکستان تابعیت کوي نه د افغانستان، مګر افسوس ډیر افسوس چي د پکتیکا وکیلان ټول بي سوادان او په پیسو راغلي کسان دي چي تر اوسه پوري یي خپل ولسوالۍ هم نه دي لیدلي او نه یي په غم کي دي فقط د خپلو جیبونو په غم کي دي. که هر څوک دا نه مني رادي شي او ولسوالۍ د وګوري او دا بي سواده وکیلان د وګوري، ځه وکړو او چاته وژاړو

  3. اسلام علیکم
    زه خپله د پکتيکا ولایت د برمل سرحدی ولسوالي اوسيدونکی یم اوس هم هلته اوسم ، دا خبره سل په سلو کې رښتيا ده موژ ته افغان حکومت د زده کړو زمينه نه ده برابره کړې ماشومان مو د درس لپاره له پولې هر سهار هغه خوا اوړي او په پاکستاني شوونځي کې درس وايې په اردو ژبه باندی، دا اوس می یو ورور له ميټرک څخه فارغ دی په دی اساس کار نه ورته پيدا کېږي چې په پښتو ليکل نشي کولای

  4. Salamoona! Da Esaq Gaylani aw nor Gaylanian aw hamdaranga Mujaddaddian po waallah ka ya musalmanan wi aw ya ham Afghanan wi duy da Angrez nokaran aw de Pakistan mazduran di. Doy da banyadam po sera ki SHAYTANAN aw de musalman po jama ki KOFAR di, no chi da Paktika pakhtana dasi mushran, piran aw astazi lari no hal aw wraz ba ye hamdasi wi. Po Paktika ki nor sharif Ensanan, musalmanan aw Afghanan na wo chi khalgo ye da pradi nokaran aw jasoosan de zan depara astazi takeli?

ځواب ورکول asil Afghan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *