تاند- د پکتیکا ولایتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ په نښتو کې دواړو خواوو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
له تېرو څو ورځو راهیسي د پکتیکا په ګومل ولسوالي کې د ملا محمد رسول او ملا اختر محمد منصور د پلوي ډلو ترمنځ جګړه روانه ده.
پرون د پکتیکا د ولایتي شورا څو غړیو وویل چې جګړه درېدلې ده.
د دې نښتو په اړه د پکتیکا ولایت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغه ولایت د کشفي اورګانونو د معلوماتو پر اساس د ملا عمر له مړینې وروسته د طالبانو ترمنځ د اختلافاتو اور پکتیکا ته هم رسېدلی دی.
په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي چې د طالبانو ترمنځ اختلاف هغه وخت ژور شو چې په ګومل ولسوالي کې طالب قوماندان عبیدالله هنر له ملا محمد رسول اخوند سره بیعت وکړ. له ملا رسول سره د ملا عبیدالله هنر بیعت د پکتیکا لپاره د حقاني شبکې له لوري د نومول شوي والي عبدالله بلال غبرګون وپاراوه.
د حقاني شبکه د ملا اختر محمد منصور ملاتړ کوي او د دې شبکې پوځي مشر سراج الدین حقاني د منصور لومړی مرستیال دی.
د پکتیکا ولایت چارواکي وايي چې په ګومل کې د روانې دلوې له نولسمې څخه د دواړو طالب ډلو ترمنځ نښتې روانې دي چې په نتیجه کې یې دواړو خواوو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
تر دې مخکې د چهارشنبې په ورځ د پکتیکا د ولایتي شورا غړیو په ګومل کې د دولت د وسله والو مخالفانو ترمنځ پر نښتو اندېښنه ښکاره کړې وه او ویلي و چې د ځینو راپورونو پر اساس دا جګړه د داعش او منصور د پلویانو او د ځینو نورو راپورونو پر اساس د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ ده.
د منصور او محمد رسول د پلویانو ترمنځ په زابل، فراه او هرات کې هم خونړۍ نښتې شوي دي.
افسوس افغانانو ډیر افسوس
زه یومثال راخلم ځکه چي ضرورت يي بولم
هغه دارقم چي یوشاګردله یواستازسره په نجاري کي کارکاوه نوداشاګرد دچرګانو له جنګولوسرډیره مینه درلوده اوپه هفته کي به دری ورځي کارته تو اوڅلورورځي به دچرګانو په جنګولو تیره ولې نه يواځې چي له کاره وتلی وو
خرچي به يي پسي کولي هغه داچي کله به يي یوچرګ په لوړ قیمت واخستو اوبله ورځ به بیا دبل قوي چرګ په تلاش کي وو استاز يي له ډیروویلواوراګرځولوسره سره په دي نه وو توانیدلی چي شاګرد له دي ابس کاره راوګرځوي بلکه دده فظول خرچوته هم انديښمن وو اویوه ورځ يي شاګرد ته مشوره ورکړه اوورته ویي ویل دومره خرچي کوي له دي نه خوداښه ده چي یوه چرګه واخلي اوله هغي نه دهګیو په واسطه چرګوړي لاسته راوړې اودهغوي له لوئیدووروسته خپل شوق ته دوام ورکړه شاګرد همغسي وکړه يوڅه وخت بعد شاګرد استازته وویل چي چرګان خوجنګ نه کوي اوستازورته وویل چي اوو ساده سړيه په چرګانوباندي رنګ واچوه بیا يي ننداره کوه شاګردسمدستي رنګونه راوړل اودوه داني چرګان يي په سور رنګ اودوه داني یيي په توررنګ ورنګول اودری داني په سپين رنګ ورنګول اوهمداسي پري ښودل سباچي يي میدان ته راوړل له ټولونه دده چرګانو په خپل منځ کي ښه جنګ کاوو
نومقصد مي داده چي مونږټول افغانان یو اوهمیشه پردو په مونږتورسپین اوسوررنګ اچولی ده اوپه جګړه يي سره اچولي یو نودخداي په خاطر راځئ نوردابي اتفاقي په اتفاق باندي بدله کړو پښتنو راشۍ چي يوکيږو که نه ورکيږو الله دي وکړي چي دازماله ماتي ګوډې املا څخه مویومطلب اخستی وي
ښه اوس نو کوم مردار او کوم مردار نه دی؟
په دې خبر کې ويل شوي چه د طا لبانو د دوو ډلو تر مينځ جګړه شوې او درنه مرګ ژوبله اوښتې ده خو تر آخره که دا خبر ولولې د مرګژوبلې په هکله هېڅ مالومات نشته