محترم داکتر صاحب ته ! پوښتنه دا ده چې پیس مرض ځنګه پیداکیږی او علاج یې څه دی بله پوښتنه می دا ده چې څوک دماهی دخوړولو وروسته شیدې وځښی په ریښتیا دفیس ناروغی رامنځته کوي .حمیدالله حسنیار پکتیا

ځواب :

پیس یا (Vitiligo) یوه جلدي ناروغي ده چې له امله ېې د پوستکي په بیلابیلو برخو کې سپینې ټاپې یا لکې پيدا کیږي دغه ستونزه د نړۍ په هرګوټ کې لیدل کیږي او یوه عامه ناروغي ده خو هغه کسان ترې ډیر کړیږي چې تور او غنم رنګ پوستکی لري دغه ستونز ه د لسو او دیرشو کلونو په منځ کې پيدا کیداي شي په تیره بیا په هغو کورنیو کې لیدل کیږي چې ارثي زمینه پکې موجوده وي> د لومړي ځل لپاره ممکنه ده د ګوتو په منځ او د سترګو په شاوخوا کې ولیدل شي د غه سپین ټاپي معمولاً بخار او درد نه لري او معمولاً د بدن په دواړو خواوو کې څرګندیږي دغه تاپي ډیرځله پر هغو برخو کې لیدل کیږي چې ډنګر وي البته په ځینو کسانو کې ممکن بخارهم ولري هره نښه چې موږ یادوو حتمي نه وي خو په ډیرو کسانو کې لیدل کیږي.

د بدن پوستکی دوه دوله حجرې لري چې یو ته میلانوسیت ا(melanocyte) و بل ډول ته کیراتینوسیټ (keratinocyte) وايي کراتینوسیټ حجرې دپوستکي بڼه جوړوي او میلانوسیټ پوستکي ته رنګ ورکوي هغه  کسان چې پیس ناروغي ولري د پوستکي دفاعي سیسټم یا ایمیون سیسټم له ستونزو سره مخامخیږي او په نتیجه کې ساتندویه حجرې  یا دفاعي سیستم  په میلانوسیت برید کوي او هغه له منځه وړي کله چې دیوې برخې میلانوسیت حجرې له منځه لاړې شي دغه سیمه سپین رنګ پيدا کوي له بده مرغه تراوسه پورې دا نه ده روښانه شوط چې  ساتندویه حجرې ولې پر میلانوسیټ برید کوي خو جنیټیکې عوامل  او دچاپریال فکټورونه پکې اغیزمن ښودل شوي دي یوه بله تیوري هم شته چې عصبي تیوري بلل کیږي خو مهمه خبره دا ده چې تراوسه ورته روښانه دلیل نه د ی پيدا شوي .

 دناروغۍ نښې  په نیمايي ناروغانو کې له شل کلنۍ مخکې څرګندیږي او  دګوتو په شان دبدن په هغو برخو کې څرګندیږی چې انتهايي موقیعت لري ممکنه ده دغه واړه ټاپي لوي شي  او یا په همغه واړه حالت کې پاتې شي  کله ناکله ځینې برخې بیرته رغول کیږي او میلانوسیت حجرې پکې راټولیږي ځکه خو ممکنه ده د ټاپو ځاي بدل شي.

پریشاني او اظطراب ممکنه ده ساتندویه حجرې تحریک کړي او په نتیجه کې ناروغي ممکنه ده نوره هم زیاته شي په هغو برخو کې چې ويښتان شنه شوي وي لکه ږیره او دسرویښتان که دغه ستونزه پيدا شي ممکنه ده ویښتان هم ورسره سپين شي.

 دغه ناروغي ممکنه له رواني پلوه ناروغ ته ستونزې پيدا کړي په تیره بیا هغه کسان چې تور او غنم رنګه دي په هغو کې دغه ستونزه نوره هم زیاته څرګنده وي  او له روحي پلوه ممکنه ده تا وان ور ورسوي .

په ځینو هیوادونو د مثال په توګه په افغانستان کې له دغو ناروغانو کرکه کیږي او پرې اخته کس ممکنه ده ډیر وځوریږي په ځینو کلتورونو کې حتي دغسې ناروغ ته شیطان وهلی خطاب کیږي  او له هغه خلک لیرې ګرځي .

په ځینو کسانو چې دغه ناروغي ور ورو وده کوي  په ځینو کې ممکنه ده په خپله له منځه لاړه شي  خو دغه خبره باید هیره نه شي دغه کسان باید حتماً ډاکټر ته ورشي ځکه چې پوستکی ېې ځینو خاصو ویټامینونو ته اړتیا لري په تیره بیا ماشوم ممکنه ده په معالجې سره نتیجه ترلاسه کړي .

له بده مرغه تراوسه پورې د دغې ناروغۍ لپاره داسې درمل نه دي جوړ شوي چې ناروغي بیخي له منځه یوسي  خو داسې میک اپ ورته جوړ شوي چې که دغه ناروغان ېې ولګوي نو ښايي په اسانه خلک پرې پوه نه شي  دغه مک اپ د دمختلفوپوستکو لپاره په بیلابیلو رنګونو کې جوړ شوي دي دا چې په افغانستان کې به وي که نه زه پرې نه یم خبر .

 د PUVA وړانګې په وسیله هم  یو ډول اوږدمهاله معالجه شته  چې ناروغ باید په اونۍ کې دوه یا څلور ځلې کلنیک ته مراجعه وکړي او هرځل پنځلس یا دیرش دقیقې دغه وړانګه و رکول کیږی او ویل کیږي له سلو تر درې سوه ځل پورې ممکنه ده دغه درملنه تکرار شي  کله خو تر یو کاله پورې ېې معالجه دوام کوي  او کله ناکله چندانې اغیز هم نه کوي  خو په سلو کې پنځوس یا اویا ناروغان ښه شوي دي .

په پای کې د غه خبره هم باید وکړو چې له کبانو سره د شیدو خوړل له دې ناروغۍ سره هیڅ تړاو نه لري او دا بې ځایه خبرې دي لکه چې وویل شول دغه ناروغي پر میلانوسیټ د دفاعي سیستم  دحمله له امله پيدا کیږي او تراوسه ېې علت هم نه دی روښانه شوی نو دغه ډول اوازې  سمې نه دي .

یوه خبره چې باید دغه ناروغان ورته پام وکړي دا ده چې میلانین او دپوست رنګ په حقیقت کې  دلمر په وړاندې پوستکي خوندي ساتي  او ویل کیږي چې د لمر وړانګه د دې ناروغۍ په رامنځته کیدا کې اغیزمن وي نو دغه ناروغان باید دلمر له وړانګو ځان وساتي او ورسره دې له پریشانۍ، سټرس او روحي فشارونو سره مبارزه وکړي.

10 thoughts on “د پیس د ناروغۍ په اړه د ډاکتر سباوون ځواب”
  1. ډیره خوشحاله سومه چي د ډاکټر سباوون ځواب مي تر سترګوسو نو ستاڅخه مي دا غوښتنه ده چي د ښاغلي سباوون صاحب ټول هغه ځوابونه باید بیرته خپاره سي چي په تیره ویپاڼه کي وجود درلود دی.

  2. دتاند درنی اداری ته سلامونه خدای موپه خپلوچاروکی پریالی لره
    په پخوانی تاند کی ډيرګټور اودلچسپ مواد و خواوس هرځه کوترلاسه کولی یی نه شو
    هیله ده هغه مواد بیرته ټول په دی نوی تاند کی ځای په څای کړی اویا دانوی تاند بیرته په هماغه زاړه خو خوندور تاند بدل کړی
    خدای دی تاسو ته ډيراجر درکړی

  3. اول زه خپل احترامات اونیکی هیلی تاسی حضور ته وراندی کوم.
    زه تقریباً دا دری کاله کیژی چی د ولیو په مینز کی درد لرم او هر سومره داکترانو ته چی ورغلم هغوی د معدی دوا گانی راکری خو هیس فایده یی راته ونکره تراوسه پوری معده می هم صحیح ده خو نه پوهیژم چی دا درد د سه شی له وجی ده تاسو نه هیله کوم چی خپله مشوره راکری چی کوم متخصص داکتر ته ورشم.
    او تاسی ویب پانی کارکونکو سخه هیله کوم چی زما دغه ستونزه داکتر صاحب سباوون ته ورسوی.
    په احترام
    خلیل الله

  4. Dear Dr. Sabawoon,
    Hope you are fine and doing well. Dr. Sabawoon, since two years I have pain in my back side of my neck, and between the backboon and beside this I’m always headche. for solution of my this problem I attended to the specialist of Internal disease and he wrote me examination but when I completed my examiniation and all test of blood and others, there was nothing negative and all of them were positive quitely.But yet, i have still that pain in my backboon and i am also headche too, I need to your advise that where and to which Dr. i should attend to be solved my this problem anymore.
    regards

  5. د تاند د پاڼی ټولوکارکونکوته او ډاکټرسباون صیب ته دی ډیر سلامونه ورسیږی او مننه ددی خدمت څخه چی تاسو یی کوی

    هیله لرم چی جواب به راکړی. ما یو څه وخت کیږی چی واده کړی. انجیلی د ګرمی علاقی اوسیدونکی ده. کله چی د کور والاسره نزدیکت کوم نو ددی ښځی لخوا هیڅ شوق نوی، پوښتنه ځنی کوم چی خلاصه شوی یعنی یوڅه درڅخه توی شوو نو دا وای چی زه بلکل پری خبره نه یم او نه پوهیږم خو لوند وی. تقریبا ۳۰-۴۰ منټ پوری زه لګیا یم خو دا هیڅ هم نه وای. چی ورته ووایم چی خوند کوی، دا راته وای زه نه پری پوهیږم خو په درد یی پوهیږم. هرڅومره چی حرکت ورکړم خو بیا هم دا نه ایجوکولیټ یعنی خلاصیږی چی ماته هم خوند نه راکوی.
    هیله ده چی زما سوال راته ځواب کړی چی دا څه ناجوړی ده او که بل څه وکړم او ډیرورسره په تکلیف یم؟؟؟

    مننه
    صبورخان

  6. ډاکټر صیب ته سلامونه.

    ما په یو عربي کتاب کې لوستي وه چې که چېرې سړی له خپلې ښځې سره د حیض په موده کې کور واله وکړي نو ددې حمل څخه چې کوم ماشوم پیدا کېږي نو هغه به ارومرو د برګي )پیس« په ناروغۍ اخته وي.
    والله اعلم. هغه ښه پوهېږي.

  7. سلامونه ډاکټر صاحب: ډیر په زړه پورې او ګټور معلومات دی ستاسو دهمیشه همکاری او کومک نه نړی مننه کوم چې تل دخپلو هیوداوالو سره مرسته کوې الله دپه عمر او ځوانی برکت کړه چې سره له ډیرو مصروفیاتو سره بیا هم له مونږ سره همکاری کوی.
    زما یو پوښتنه ده دمعدې په اړوند:
    زما معده دوه کاله پخوا ډیره خرابه وه چې هر وخت به زما په معده کښي ګړبړ وو هضیمه به سمه نه وه او په نس کښي به مي ګیس زیات پیدا کیده او کله کله به مې چي سړه مړی او یا هم کیک ، کلچه، مټایی او نور شیان وخوړل نوبیا به مې معدې جوش کولو. ډیر شیان به مې نشوای خوړلی لکه هګی، لوبیا، مشروبات، غټه غوښه، مرچ، خامه سبزی، او داسی نورو سختوشیانو سره به هر وخت په مشکل کښي وومه. خو یو ملا راته وویل چې چې داسې وکړه چې ته ځانته (توره هلیله) او په دری کښي ورته (هیلیه سیاه) وایی دغه واخله او بیا یی میده کړه او په کورنی غوړو کښی یی سره کړه او بیا یی دیو نسوار په اندازه له ډوډی نه وروسته له اوبو سره خوره. نوماهمداسی وکړل او تقریبآ ۱۸ میاشتی می همداشان له ډوډی نه وروسته خوړل او زه ورسره ډیر ښه شوم بغیر له مرچو نه مې هرشی خوړل او کوم مشکل می نه درلود. خو چې کله ښه شوم بیا مې خوراک پریږود او ماویل چي ماته کوم مشکل جوړ نه کړی دایمی خوراک دتورې هلیلی او اوس تقریبآ یوه میاشت کیږی چې بیا راته دمعدې تلکیف پیدا شوی ده او زه له تانه دغه مشوره غواړم چې ایا ددغه تورې هلیلی خوراک دایمی خوراک ماته تاون رسوی او کنه مګر ماته یی په اوله کښي ډیره زیاته فایده وکړه نوزه نه پوهیږم چې ایا کوم منفی تاثیر لری او که یی نه لری زیات استعمال یی. هیله کوم چې زما دغه پوښتنی ته ځواب راکړی او ډیرزیات منندوی به مویمه. وسلام صدیق الله (صدیق)

  8. ډاکترصیب زموږپه کورنۍ کې یو ډول دپوستکی ناروغي پیدا شوی ده چې زیات خرش لري. اکثره وخت پدې پټو ځایونوکې پیدا کیږي اوداسې واړې دانه ډوله غوندې واړې واړې دانې هم پیدا کیږی.اوبیا چې کله لږ وخت پرې تیر شی نو ددانې پرسر داسې تور پوستکی رامنځته شی چې وچ غوندې وی اوبیا له اوجود سخه په اسانۍ لری کیژی. یوډول سکیبیول دوایی مو هم استعمال کړی هیڅ پیدا یی نه لرله. دجواب په هبله

  9. ډاکترصیب زموږپه کورنۍ کې یو ډول دپوستکی ناروغي پیدا شوی ده چې زیات خرش لري. اکثره وخت پدې پټو ځایونوکې پیدا کیږي اوداسې واړې دانه ډوله غوندې واړې واړې دانې هم پیدا کیږی.اوبیا چې کله لږ وخت پرې تیر شی نو ددانې پرسر داسې تور پوستکی رامنځته شی چې وچ غوندې وی اوبیا له اوجود سخه په اسانۍ لری کیژی. یوډول سکیبیول لوشن چې په بدن باندې موخل کیږي دوایی مو هم استعمال کړی هیڅ پیدا یی نه لرله. دجواب په هبله

ځواب ورکول صبورخان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *