الله پاک د خپلو بنده ګانو د لارښونې لپاره پیغمبران رالیږلي. هر پیغمبر د خپل زړه وینې د خپل قوم د ښیګنې لپاره وچې کړې. هر پیغمبر د الله پاک د عباد او امتیانو ته د لارښونې تر څنګ یو کسب او کمال درلود لکه:

حضرت آدم (ع) بزرګر، حضرت ادریس (ع) خیاطي، حضرت نوح (ع) ترکاڼي، کښتی جوړول، حضرت ابراهیم (ع) بزرګر او شپون توب، حضرت یعقوب (ع) شپون توب، حضرت ایوب (ع) شپون توب او بزګر، حضرت شعیب (ع) بزګر، حضرت موسی (ع) شپون توب، حضرت داود (ع) آهن ګر، حضرت (ع) سوداګري (تجارت)، حضرت صالح (ع) سوداګري، حضرت لوط (ع) بزګر، حضرت سلیمان (ع) حکومت داري، حضرت عیسی (ع) سوداګري، حضرت لقمان (ع) طب او درمل او حضرت محمد (ص) سوداګري ، شپون توب.

بې کسبه، مفته خوره، خیرات خور، ټمبل، د نورو په اوږو بار پیغمبر تیر شوی نه دی نو وارث یې څنګه داسې کیدای شي!

مونږ یو داسې پیغمبر هم نه شو موندلای چې یواځې یې عباد کړی وي، د اوداسه ګرمې اوبه ولري، په کلي کې تر ټولو ښه ډوډی دی وخوري، په کلي کې تر ټولو لوړ دی ناست وي، تر ټولو مفت خوره او ټمبل دی وي، تر ټولو ډیرې خبرې هم دی کوی او داسې نور.

پیغمبرانو مبارکو به د خپلو لاسو په تڼاکو روزي ګټله په خپل اولاد او غریبو خلکو یې خوړله. په خلکو یې احسان نه بارولو.

د خپل وقت مروجه کسب او کمال به یې زده کول او وقت یې بې ځایه نه ضایع کولو. نن ورځ تر هغه وقته ډیر کسبونه شته چې روزي پرې ګټل کیدای شي.

له بده مرغه چې زمونږ دینې عالمانو له چڼي توب څخه په مفته ډوډی مخته کیږي، د خلکو دروازې ډبوي چې ډوډی راټوله کړي، په ماشومتوب کې دغه کار ددوی په ذهن ډیره بده اغیزه لري. دا چې اولس مو غریب دی نو چڼیانو ته هم پوره خواړه نه ور رسیږي. دغه د ماشوتوب لوږه یې په ټوله راتلونکې او د اولس سره په چلند باندې پراخه اغیزه شیندي. اوس نو ملامت اولس دی که ملا؟

دا چې ملا خپله د کسب او کمال سره کینه لري نواولس به څه مینه ورسره ولري!
بې کسبه او بې کماله اولس کار او روزګار نه لري، خپله وږی وي نو چڼي ته به څه ورکړي؟

کله چې طالب شي نو بیا هم مفته ډوډی ورکول کیږي، وچه دینې زدکړه ورکول کیږي، له فلسفې او ټولنې لرې ساتل کیږي او د دینې زدکړو تر څنګ هیڅ ډول کسب او کمال نه ورښودل کیږي.

کله چې پګړی وتړي نو یوه جومات کې ملا شي. شپه او ورځ جومات کې تیروي او د کال آخر کې خپلې پیسې یا غله ، دانه اخلي. کومه دینې زدکړه یې چې کړې هیڅ کار نه ترې اخیستل کیږي. د کلیوالو ساده پوښتنې د فقهې په یوه ساده کتاب کې ټولې ��واب شوې. د جوماعت لمونځ ورکول خو باید د هر مسلمان زده وي او چې ښوونځی یې لوستی وي تر ملا یې تجوید او هم تلاوت غوره دی. نو بیا ملا څه په درد خوري؟

پکار ده چې ملان په ریښتیا سره د پیغمبرانو وارثان شي.
نو څه باید وشي؟
– چړیان، طالبان او ملان باید د هیواد د اړتیا مطابق وروزل شي، تعداد د کلیو، جوماتو او نفوس په پام کې ونیول شي په هغه کچه باندې مدرسې فعالې وې
– چړیانو ته ښه ډوډی ورکړل شي او د والدینو له مینې لرې ونه ساتل شي
– د دینې زدکړو تر څنګ هر طالب ته یو لړ ساینسې مظامین تدریس شي او دده د خوښې وړ کسب ورزده کړی شي لکه نجاري،خټګري، نل دواني، کمپیوټر، بهرنۍ ژبې، خیاطي، رنګ مالي، قالینه ګڼدل
پدې توګه به وروسته له فراغته د هر ملا له وړتیا څخه اعظمي ګټه واخیستل شي او د ټولنې فعاله برخه به جوړه کړي. د خلکو ډوډی، منت او احسان ته به اړتیا نه لري.  د هیواد په اقتصاد به ښه اغیزه ولري. اولس به په کسب کې د ملا د صداقت په وجه له دین سره لا زیاته مینه پیدا کړي. همدا کسب ددې جوګه کیږي چې ملا واده وکړي، بچیان پیدا کړي او خپل شهوت د زور له کبله د پنجابې جنت او حورو په حوص کې ځان او اولس غرک نه کړي

دا چې اسلام یو حق دین دی نو د لارښونې لپاره یې ملا ته اړتیا لرو خو سمو ملانو ته. که اصلاح ونه شي همدا ملان د اسلام ، اولس او خپل ځان د تباهی سبب ګرځې. که د انګریزانو په لمسون باندې ملانو امان الله خان نه وی پسې اخیستی نو نن به مونږ هم لږ تر لږه د ایران په کچه و. کله چې ملا کسب ولري د ټولنې سره ډیر په تماس کې کیږيو، اعتماد په خپل نفس پیدا کوي، معلومات یې ډیریږي بیا نو د انګریزانو او د هغوی د لمسیانو په لمسون خپل اولس ته اور نه ورته کوي

10 thoughts on “د پیغمبرانو جعلي وارثان/ شهیر”
  1. سلامونه
    شهير صاحب له گوتو او قلم نه زار شم الله ج د بريالي لره او د شي روغتيا چيشتن ووسي،
    ما ديري مقالي او كالمونه د اينترنيت په مخ لوستي خو ستا د ليكني وزن په تن تن دي او هيله ده چه لوستونكي يي په غور ولولي او نور هيوادوالو سره يي شريكه كي ، موژ په واقعت داسي لاري ته ارتيا لرو كنه د استعمار بچي پنجابيان مو په والله كه په قرار پريژدي زموژ دوه زوان نسلونه يي را تباه كرل (له حكمتيار نه نيولي بيا تر اوسني زوان طالب نه(

    په هيله د پرمختگ او سمسور افغانستان

  2. ډیر ښه وړاندیز دی. هره ټولنه او هر هیواد د مختلفو کسبو درلودونکو کسانو ته ضرورت لری. له هغی جملی نه ملایانو او امامانو ته .
    دا د ښوونی او روزنی وزارت دنده ده چی په هر ولایت کی د طالب العلمانو د روزنی لپاره منظمی ، مسلکی او مدرنی مدرسی جوړی کړی. شاګردانو ته د پوهو او روزل شویو استادانو له خوا درس ورکړل شی. د شاګردانو صحی، اقتصادی ، علمی او اجتماعی برخو او ساحو ته جدی پاملرنه وشی. د دی پر ځای چی یو چړی یا طالب له کوم ملا سره په جومات کی شپه تیره کړی ، ښه به دا وی چی په عصری مدرسو کی وروزل شی. دوی ته په دینی مدرسو کی منظمی لیلې جوړی شی او د تیت او پرک او بی مسوولیته مدرسو مخه ونیول شی . د دوی درسی پروګرامونه په نړیوالو اسلامی اصولو برابر عیار شی. د دوی صحت او روزنی ته جدی پام وشی. علاوه له دینی علومو نور عصری علوم هم ورته تدریس شی. دوی باید د خپل هیواد او خلکو سره د مینی او خدمت په روحیه وروزل شی. تر څو په راتلونکی کی خپل خیر او شر او دخپل هیواد ملی ګټی تشخیص کړای شی. پدی ترتیب سره به له یوې خوا د معصومو ماشومانو ژوند ژغورلی وی او د پردیو له خوا به جاسوسی او د هیواد ورانی ته نه استخدامیږی او له بلی خوا د دینی عالمانو قدر او اهمیت به بیرته احیا شی . د د ینی مدرسو فارغ التحصیلان په راتلونکی کی کولای شی چی د جوماتونو د ملا امامانو، د ښوونځیو د استادانو، څارنوالانو او قاضیانو په پاکو او مقدسو دندو کی خپل ولس او هیواد ته واقعی خدمت وکړی او د خپل ګران او محبوب پیغمبر حضرت محمد ص د اصلی وارثانو او لارویانو په توګه به ونازول شی.
    تاسی د ایران مدرسی وګوری دوی په خپل درسی پروګرام کی 60 سلنه عصری علوم او پاته 40 سلنه دینی علوم زده کوی . نن د دوی له ملا سره زمونږ تکړه سیاست مداران بحث نشی کولای، هغوی خپل هیواد د نړۍ اوولسم اقتصادی قدرت جوړ کړی دی او د علم او مسلکی خلکو په قدر هم ښه پوهیږی. هیله ده چی د ښوونی او روزنی وزارت زمونږ د هیواد راتلونکو دینی کدرونو روزلو ته جدی پاملرنه وکړی. ستاسو ورور بریال

  3. نوري خبري خو دي سمي دي خو يو سوال دادي جي
    امان الله جي كله امر وكر جي كابل كي فت سر زنانه نه شي راوتلي نو ته سه فكر كوي جي افغان اولس بايد سه عكس العمل شودلي واي
    كه داسي د فرمختك شوك لرو نو داوس جي امريكايانو ته ووايو جي دافغانستان خلك خفل دين فريشودلو ته اماده دي او تول عيسويان كيزي او ستاسي كلتور خفلوو زه فه يقين درته وايم جي فه لس كاله به دملك سخه امريكا در ته جوره كري
    افغانستان د يوه دين يوه كلتور نوم دي كه دا نه وي
    كه دا نه وي بيا هغه افغان نه بلل كيزي

  4. ډاکټر صاحب بصيره، ملايانو بايد د امان الله خان د پريکړو په ضد مبارزه کړيوای نه د هغه د وجود په ضد. هغه وخت امان الله خان يو فرمان صادر کړ چې په هغه کې يې د ملايانو ټولې غوښتنې ومنلې خو ملانو سره له هغې هم د افغانستان ټول مدني بنسټونه له مينځه يوړل. ليکلی تاريخ څه چې د هغه وخت خلک تر ۱۹۷۰ پورې ټول ژوندي و او هر څه يې په خپلو سترګو ليدلي و………………..

  5. لیکنه دي بده نده البته دتعصب بوی تري پورته کیږي کاش چي دټولني داصلاح اراده موکړې وای ترڅونه مووخت ضایع شی اونه مسؤل وبلل شی اوبل داچی دپیغمبرانوتوهین هم دستایني په شکل کي درنه شویدی دپیغمبرانوشپني ددې لپاره نه وه چي دوی خلکوته مالداري یاشپني ور زده کړي بلکي ددې لپاره وه چي دانسانانودتربیې سترمسؤلیت ورله غاړي کیږي اوداهم هغه وخت وه چي پیغمبران لادنبوت مرحلې ته نه وه رسیدلي.

  6. Deyra shkweley likena da, kho de melayano sera deyr pam kawa. Khdai me krha chey de kofer tapa derbandey wenelegawi. Melayano sera chey de tse shi zawaab ne wi aw pe mazaaj ye berabar ne no de kofer tapa prey pe deyra bey ghawrei aw asanei legawi.

ځواب ورکول Kamawal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *