تاند- زر خان د پېښور له مرکزي محبس څخه په ضمانت خوشي شو خو د ده زوی، چې د درملنې لپاره یې مځکه ورته پلورلې وه، نور نشته.

د پاکستان ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې، د زر خان بده ورځ څو میاشتې پخوا هغه مهال پیل شوه چې په افغانستان کې یې خپل جایداد خرڅ کړ څو په پاکستان کې د خپل زوی درملنه پرې وکړي.

زرخان ځان او زوی ته پاسپورت جوړ او د پاکستان وېزه واخیسته خو کله چې له ۳۰ زره پاکستاني روپیو سره د تورخم له دروازې واوښت پاکستاني مامورینو ونیوه ځکه چې د دوی له قوانینو سره سم د ۳۰ زره روپیو انتقال جرم دی.

زرخان د پېښور سنترل جېل ته واستول شو او پیسې یې ضبط شوې.

د ده زوی او نور خپلوان یې بېرته خپل وطن ته لاړل

زرخان بالاخره د فبرورۍ په اتلسمه د خپل یوه دوست په مرسته د پېښور د لوړې محکمې له لوري په ضمانت خوشي شو.

د زرخان خوشالي ډېره لنډه وه، له جېله له خلاصېدو سره سم پوی شو چې زوی یې مړ شوی دی.

پاکستان پخوا له افغانانو سره د زیاتو پیسو د لرلو له کبله کار نه درلود خو اوس بې له دې چې افغانانو ته اعلان وکړي چې څومره پیسې له ځان سره راوړی شي، هغوی نیسي او پیسې یې ضبطوي.

له بلې خوا په تورخم کې افغان مامورین هم خپل خلک له دې نه خبروي چې څومره پیسې له ځان سره وړلی شي.

2 thoughts on “د پېښور له جېله د خوشي شوي افغان دردوونکې کیسه”

ځواب ورکول نجیب الله علیزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *