دا خبر شېبه په شېبه تازه کېږي.
د پاکستان پوځ وايي چې عملیات یې بشپړ کړل خو لا هم په ښوونځي کې لټون ته دوام ورکوي. دوی وايي چې ټول حمله کوونکي یې وژلي دي. دا برید چې تر غرمې مخکې په ۱۱ بجې پیل شوې وه تر ۶ بجو یې دوام وکړ.
د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳۱ تنو ته ورسېد. پوځ وايي چې ۱۱ ښوونکې او زده کونکي یې ژوندي ژغورلي دي.
۳۰ تنه ټپیان په روغتون کې مړه شول.

1

د پاکستان د ډان تلویزیون خبریال وايي چې په ابمولانسونو کې یې ټپي پوځیان لیدلي چې د جګړې له سیمې څخه وړل کېدل.
پاکستاني رسنۍ وايي چې ۱۳۱ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات نور ژوبل دي خو د دوی په وینا لا هم د مرګ ژوبلو کره شمېر نه دی څرګند.
د پاکستان پوځ اعلان وکړ چې ۶ ترهګر یې وژلي دي خو د پاکستان د پوځ ادعا خپلواکې سرچینې نه شي تاییدولی. طالبان لا هم په ښوونځي کې دي او مقاومت ته دوام ورکوي.
له یوې وقفې وروسته ډزې او د بمونو چاودنې بیا پیل شوې. ویل کېږي چې طالبانو یو شمېر طده کوونکي یرغمل کړي دي. د پاکستان پوځ نور ځواکونه ښوونځي ته ولېږل خو لا هم طالبان مقاومت ته دوام ورکوي.
نوازشریف د ټولو ګوندونو د پارلماني مشرانو غونډه وبلله، ویې ویل چې سبا به د ټولو ګوندونو پارلماني مشران د ورسک روډ د ښوونځي پر پېښې اضطراري غونډه وکړي او په دې غونډه کې به له ترهګرۍ سره د مبارزې پر لارو چارو خبرې وشي. نواز شریف په ټول پاکستان کې درې ورځنی ویر اعلان کړ. تر دې مخکې د خیبر پښتونخوا اعلي وزیر په خپله صوبه کې ۳ ورځنی ویر اعلان کړی و.
عبدالله عبدالله د پېښور حمله وغندله
د افغانستان اجرايي ريیس عبدالله عبدالله د پېښور پر ارمي پیلک ښوونځي برید په کلکه وغانده.

د اجرايي ریاست له لوري په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي:

«د افغانستان خلک په دې غم کي د پاکستان د دوست هیواد له خلکو سره شریک دي او ټولو خوږمنو ته د خدای له درباره د جمیل صبر غوښتنه کوي.

دې پېښې یو ځل بیا وښوده، چې افغانستان او پاکستان دواړه د ترهګرۍ قرباني هېوادونه دي. ترهګرۍ د سیمې او نړۍ لپاره ستر ګواښ رامنځته کړی، چې د افغانستان او پاکستان ولسونه په کې سوځي.

له ترهګرۍ نه د ابزارو په توګه استفاده کول، د هیچا په ګټه نه ده او که له دې پدیدې سره، چې اوس یې افغانستان او پاکستان له ګواښ سره مخ کړی، رښتینې او جدي مبارزه ونشي؛ نو دا بل شوی اور به ټوله سیمه لاندې کړي.

زه په دې پېښې له زړه خواشینی یم او په دې باور یم، چې ترهګري د سیمې ګډه ستونزه ده او په کار ده چې د سیمې هېوادونه یې پر وړاندې په ګډه مبارزه وکړي. هیڅوک باید په دې فکر نه وي، چې له دې اوره په امن دی.

په دې غمجنې پېښې خپه یم، د پاکستان ولسمشر جلالتماب ممنون حسین، لومړي وزیر جلالتماب محمد نوازشریف او د پاکستان ملت ته د دې پېښې په اړه د خواخوږۍ مراتب څرګندوم.

د ترهګرۍ خلاف د سیمې د هېوادونو په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان ګډه، رښتینې او صادقانه همکاري به وکولای شي، چې نور د افغانستان او پاکستان ولسونه له دې ډول وژنو، چاودنو او بریدونو وژغورل شي.»

د پاکستان پوځ وايي تراوسه یې ۵ ترهګر وژلي

پاکستاني رسنۍ وايي حمله په داسي ځای کې شوې چې شاوخوا یې د پوځ څو مرکزونه موقعیت لري. خو طالبان د ښوونځي له شا څخه د دېوال له نړولو وروسته ښوونځي ته ننوتي دي. د ښوونځي شا ته هدیره ده او ګومان کېږي چې طالبان به له تاکال څخه ورغلي وي. د سیمې د امنیت مسوولیت د پوځ په غاړه و.
 
اوس په پاکستان کې تقریباً څلور نیمې بجې دي خو دا برید، چې سهار پیل شوی و، لا هم روان دی. د پاکستان پوځ وايي چې ۵ طالب حمله کوونکي یې وژلي دي خو نامعلوم شمېر مقاومت ته دوام ورکوي.

د هند صدراعظم نیندرا مودي او د بریتانیا صدراعظم دیوید کامرون دا برید وغانده.

دا شېبه نوازشریف خبرې کوي. دی وايي، تر څو چې ترهګري په ټول پاکستان کې له منځه نه وي تللې، دا ډول پېښې او جګړې به روانې وي.

ده وویل چې له افغانستان سره یې هم خبرې کړي چې هغوی هم د تروریزم پر ضد جګړې ته دوام ورکړي.

ده له خلکو د دعا او ملاتړ غوښتنه وکړه. ده د دې پېښې له قربانیانو او د هغوی له خپلوانو سره خواخوږي څرګنده کړه.

د پاکستان پوځ وویل چې پنځم ترهګر یې وواژه او ۲ ماشومان یې وژغورل.

پاکستاني تلویزیونونه وايي چې تیاره خپره شوه، ماښام رانژدې شوی خو لا هم طالبان مقاومت ته دوام ورکوي. خو له دې سره سره پاکستاني تلویزیونونه او کارپوهان د پوځ (کاروايي) ستايي او وايي چې ترهګر یې تر ۴ بلاکونو پوري محدود کړي دي.

د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت درې ورځې عمومي ویر اعلان کړ.

پر له پسې چاودنې روانې دي. تراوسه ۱۵ چاودنې شوي دي. د پوځ نور ځواکونه ښوونځي ته ننوتل. خبریالان وايي چې د ښوونځي درې بلاکونه له حمله کوونکو تصفیه شوي دي. هیلي کوپترې هم په عملیاتو کې برخه لري.

د پاکستان پوځ وايي چې ۴ حمله کوونکي یې وژلي او له ۴ بلاکونو پرته یې د ښوونځي نورې برخې له ترهګرو پاکې کړي دي. د پاکستان د پوځ لوی درستیز راحیل شریف په خپله د پوځ د عملیاتو څارنه کوي.

د وروستي راپور له مخې په ښوونځي کې جګړه روانه ده، تراوسه پوري ۱۲ چاودنې شوي. څرګنده نه ده چې چاودنې د څه شي دي. پاکستاني رسنۍ وايي، ممکن دا چاودنې د ځانمرګو وي خو دا امکان هم نه ردوي چې له حمله کوونکو سره لاسي بمونه وي چې د پاکستاني پوځیانو پر ضد په جګړه کې یې استعمالوي.

د وژل شویو زده کوونکو شمېر ۱۲۶ ته رسېدلی خو ګومان کېږي چې تر دې زیات به وژل شوي وي. 84  تنه نور ژوبل شوي دي.

نوازشریف او د پاکستان د کورنیو چارو وزیر هم پېښور ته روان شوي دي.

عمران خان وايي، دا برید چې هرڅومره وغندل شي، کم دی.جماعت اسلامي له ټپیانو سره د وینې د مرستې غوښتنه وکړه.

عمران خان په اسلام اباد کې له اعتصاب او حکومت ضد مخالفته لاس واخیست، پېښور ته روان دی. ده وویل چې د پېښور د حملې په خاطر اعتصاب ځنډوي.

په خیبر پښتونخوا کې صوبايي حکومت د عمران خان د تحریک انصاف دی.

1د پاکستان تلویزیونونه خلک او سیاسي ګوندونه د ترهګرۍ پر ضد یووالي ته وربولي او د سیاسي چارو کارپوهان پر له پسې تشدد او ترهګري غندي. دوی وايي چې باید ټول ګوندونه د اوس وخت لپاره سیاسي اختلافات بس کړي او خپله ټوله انرژي د ترهګرۍ پر ضد پر مبارزې متمرکز کړي.

د پېښور پر یوه ښوونځي د طالبانو په برید کې ۸۴ تنه وژل شوي

تاند- د پېښور په اورسک روډ کې یوه ښوونځي ته د طالبانو له ننوتو او له امنیتي ځواکونو سره له نښتې وروسته لږ ترلږه ۸۴ تنه، چې اکثره ماشومان دي، وژل شوي دي.

ګومان کېږي چې د وژل شویو کسانو شمېر به تر ۱۰۰ زیات وي ځکه چې لا هم په ښوونځي کې ډزې روانې دي او د ټولو مړو د راایستلو امکان نشته.

د ډان تلویزیون د راپور پر اساس په دې پېښه کې په لسګونو نور ټپیان شوي دي. په ښوونځي کې د ۵ چاودنو ږغ اورېدل شوی دی.

1چارواکو نن سهار وویل چې وسله وال طالبان د ملېشه ځواکونو په یونیفورم کې د (ارمي پبلک سکول) په نوم ښوونځي ته ننوتل او ډزې یې پیل کړې.

د وسله والو حمله کوونکو شمېر د ۸ او ۱۰ تنو ترمنځ ښودل شوی دی.

د خیبر پښتونخوا اعلي وزیر پروېز خټک خبریالانو ته وویل چې اکثره وژل شوي کسان د ښوونځي زده کوونکي دي.

د خټک په وینا د ۶۰ تنو مړي په پېښور کې پوځي روغتون او د ۲۴ نور لیډي ریډینګ روغتون ته وړل شوي دي.

دواړو روغتونونو ته تر ۸۰ تنه زیات ټپیان هم رسول شوي دي.

د طالبانو له لوري په ښوونځي کې د ډزو له اورېدو وروسته پولیس او پوځي ځواکونه سیمې ته ورغلل او ښوونځی یې محاصره کړ.

د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پوري لا هم په ښوونځي کې نښته روانه ده.

د خیبرپښتونخوا اعلي وزیر وايي چې دوه یا درې حمله کوونکي طالبان وژل شوي او یوه ځانمرګي ځان الوزولی دی.

پاکستاني طالبانو د حملې مسوولیت په غاړه اخیستی دی او ویلي یې دي چې دا برید یې په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ د یرغل په ځواب کې کړی دی.

4 thoughts on “د پېښور پر یوه ښوونځي په برید کې ۱۳۱ وژل شوي او ۱۰۰ ژوبل دي”
  1. ديره خواشيني اوغم إنكليزه واقعه ده دبشردوستي دلاري أنسان وجنه او بيا بالخاصه دمعصومو كوجنيانو وزنه يو وحشيانه عمل دي طالبانو جه دشمالي وزيرستان دبمباري انتقام اخيسته داردو خخه به ءي اخستي وونه دبي وزلو معصومو كوجنيانو به وزنه كي.
    جيري دي دا لعنتي حميد كل او دده به خوا كي ويني شكونكي خنا وران.دا دافغانستان دميلونونو انسانانو قبلي قاتل او به دي مر حله كي دباكستاني مسلمان ورونو، داولادو غاصب او قاتل .
    دباكستان به بوخي مشر لوي درستيز زغ كوم جه هرخه عاجل حميدكل ددي قضيه به جرم كرفتار او محاكمه كري تر خو دشهيدانو فأميليو تسليت او داينده وقوعا تو خخه جلوكري شوي وي.بياهم ديو افغان جنرال به توكه هيله كوم جه حميدكل بايد مجازات او دخلكو لاس ستا دكريوانه لري باتي شي.

  2. واقعا چی ډیره خواشینونکی پیښه ده. د هر انسان وژل خصوصا د ماشومانو وژل د جنرال حمیدګل او ملافضل الرحمن د بچیانو له خوا یو نه بښوونکی عمل او بشری جنایت دی. د دی بشری فاجعی واقعی مسوولیت د پورته ذکر شویو کسانو په غاړه دی. زه د دی خبر په اوریدلو سره ډیر خواشینی شوم هیله ده چی د پاکستان مسلمان ولس زمونږ د خلکو پر غم غمجن شی او هغوی ته نوره اجازه ورنکړی چی زمونږ په هیواد کی همداشان بیګناه او معصوم ماشومان ، سپین ږیری او ښځی ووژنی. مونږ ستاسو غم ښه درک کولی شو ځکه چی زمونږ په هیواد کی د آی اس آی له خوا دا تقریبا څلویښت کاله ورور وژنه روانه ده او ستاسو ملا فضلو مشهور په ملا ‌ډیزل ، دوزخ ته تللی کرنیل امام، ملا استاد ربانی ، ملاعمر ، جنرال حمیدګل ، سرتاج عزیز او …. له خوا د افغانانو د وژلو فتواوی صادریږی او فورا عملی کیږی. هیله ده چی د هر هغه عمل چی په دواړو هیوادونو کی د انسانانو د وژلو سبب کیږی ، مخه یی ونیول شی او زمونږ سیمه د وروری او اسلامی اخوت سیمه وګرځی.

ځواب ورکول ډ انګ پیلی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *