د پېښور پولیسو په سلګونو افغانان نیولي

تاند- پاکستاني رسنۍ وايي چې د افغانستان د لویې جرګې یوه غړي په پېښور کې پر یوې ۱۸ کلنې نڅاګرې جنسي تېری کړی دی.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د پېښور د حیات اباد پولیس وايي، دوی ته د پېښې قرباني شکایت کړی خو کله چې پولیس د تورن کور ته ورغلل، تښتېدلی و.

پولیسو د نڅاګرې او متهم افغان نومونه نه دي حرګند کړي. خو وايي چې نڅاګرې ورته ویلي چې د تاکال اوسېدونکې ده او رقاصي یې حرفه ده.

د حیات اباد د پولیسو مشر حسن افضل وویل، دې ۱۸ کلنې نجلۍ په خپل شکایت کې ویلي چې یوه افغان په حیات اباد کې په خپل کور کې محفل ته وبلله، کله چې د هغه کور ته ورسېده، د پارټۍ په شان محفل روان و، خو د کور خاوند په زوره یوې خونې ته ننه ایسته او په زوره یې جنسي تېری پرې وکړ.

د افضل په وینا پولیسو د تورن پر کور چاوپه واچوله، خو تورن تښتېدلی و، پولیسو د هغه موټرچلوونکی او اشيز ونیول.

پولیس وايي چې د چاپې په ترڅ کې ورته څرګنده شوه چې متهم افغان دی او له اسنادو یې داسي ښکاري چې د افغانستان د لویې جرګې غړی پاتې شوی دی.

پولیسو اسناد د تحقیقاتو لپاره له ځان سره ساتلي او د پېښې د قرباني د طبي معاینې نتیجې ته انتظار باسي.

13 thoughts on “د پېښور پولیسو یو افغان استازی پر یوې ۱۸ کلنې نجلۍ په جنسي تېري تورن کړ”
  1. خیانت باید ورسره ونشی او دا چه په نریوال سطحه وپیزندل شی نوم یی باید روخانه شی.

  2. لویه جرګه خو داسې څه نه دی چې دایمي غړې دې ولري. ښایي د ولسي جرګې غړی وي. او ډېره ممکنه دا ده چې دا کوم داسې څوک وي چې نه به یې غوښتل چې نور له پاکستاني استخباراتي سره همکارۍ ته دوام ورکړي نو هغوی هم پرې داسې تور لګولی یا یې دا نجلۍ پخپله کور ته ورلېږلې ده. والله اعلم

  3. اندړصاحب! نوم به دی لیکلای وای. حتمآ جهادی قومندان دی. ځکه چی په حیات اباد کی غریب افغان کور نسی رانیولای.

  4. تورلګول خو آسانه بهانه ده ، که څوک ورسره همکاری ونکړی نو بیا داسی تورونه لګول بی مصرفه کار دی .

  5. آيا په يوه اسلامي هيواد كي نحًاگري ته اجازه سته ؟ بعضي غوليدلي پر پاكستان مين پشتانه خو دا هيواد د اسلام قلعه بولي ؟؟ او كه دا حقيقت وي چه وكيل صاحب پري جنسي تيرى كرئ وي دا به نو حتمن د دوى روزل سوئ سپى وي ، ددغه رنگه اسلامه د بل حًه توقع كول به لويه تيروتنه وي

  6. هو! سیدان او تا ویذ ور کوونکي تل همدا کا رونه کوي د خاد او کمو نست ګوند څومره غړي چې پیښور ته را غلل لويي لویی ګیرې یی پریښودې په تا ویذ ور کولو یې پیل وکړ چې زه یی ځو کسان په نا مه پیژنم

  7. On Thursday, the police had registered a rape case against Sher Ali Ahmedzai, a member of the Afghan Wolesi Jirga or parliament’s lower house, after the victim alleged he had raped her when she was at his house in Hayatabad for a dance performance.

  8. لعنت پر دغسی پوڅیانو دسیسه ګر که نه وای دموتر چلونکی بهیی دنوم پوښتنه کړی وه چه څوک او دکوم څای ده هسی دتهمتونوجومات کرزیدلی دی دغه بی وجدانه او کمزوری پوڅیان غواړی په شکل داشکالو افغانان بدنام کړی دوی خو بد نام دی نور دهم خدای بدنام زلیله کړی.

ځواب ورکول اندړ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *