خبرپاڼه – 

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رئیس د لویې پکتیا د ځدراڼو قوم د یووالي شورا له مشرانو سره ولیدل

تاریخ: 23 دلو  ۱۳۹۴

کابل افغانستان : د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن ماښام د خپل کار په دفتر سپېدار ماڼۍ کې د ځدراڼو قوم له لسګونه قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو سره ولیدل.

په دې ناسته کې لومړی د ځدراڼو د خپلو ستونزو په اړه اجرایوي رئیس ته معلومات ورکړل او له هغه یې د حل غوښتنه وکړه.

په دولتي جوړښتونو کې د کدرونو ځای پر ځای کېدل، د تنګي درې او دومنده ترمنځ غځېدلی سړک، د ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو جوړېدل، په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه اساسي پل رغول، د بېکارۍ له منځه وړل، په خلیجو هېوادونو کې د مېشتو افغانانو د پاسپورت او وزیرو د ستونزو حل، په خوست کې په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د هدیرې رغول، په بهرنیو بورسونو او د حج په سهمیه کې ونډه ورکول د ځدراڼو د قوم اساسي ستونزې او غوښتنې وې.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د ځدراڼو له قوم د مننې ترڅنګ هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د دوی په ټولو ستونزو به غور کوي او د حل لاره به ورته لټوي.

هغه وویل، د ځدراڼو د قوم ستونزې جدي او غوښتنې پر حق دي او هڅه کوي، څو د ولسونو او حکومت ترمنځ واټن کم شي.

اجرایوي رئیس زیاته کړه، په ټولو ملي مسایلو کې تل تاسو خپله ونډه ترسره کړه او اوس حکومت دنده لري چې ستاسو غوښتنې پوره کړي. د ده په وینا، حکومت هڅه کوي چې عدالت پلی او په ټولو لرو پرتو سیمو کې متوازن انکشاف رامنځته کړي.

One thought on “د ځدراڼو له مشرانو سره د اجرايي ريیس کتنه”

ځواب ورکول هاها ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *