ظهر الفساد في البر و البحر بما کسبت أیدي الناس

پر وچه او لمده باندې فساد را ښکاره شو، او لامل یې د خلکو خپل عملونه دي.

نن د ځمکې نړیواله ورځ ده. په دې مناسبت مو د خوارجو، ټالیبانو، بوکوحرامونیو، الشباب خېلو، او د دوی د پالونکیو نړیوالو استخباراتو یوه بل غټ او ښایي تر ټولو غټ ضرر ته پام را اوړوم چې ښایي کله مو هم فکر پرې نه وي کړی.

د فساد لفظ په قرآن کریم کې څو پنځوس ځله راغلی چې یواځې یوولس ځایه د ځمکې توری نه دی ورسره ذکر شوی.

دلته فساد فزیکي او د ځمکې د ژوند د محیط تخریب، ککړتیا، ړنګېدل، د ځنګلونو له منځته تګ، د بحري ژوند خرابېدل، د کښت او نسل تهدیدېدل دي، ځکه په بحر کې اخلاقي فساد نشته. هلته د محیط ککړتیا ته فساد ویل شوی. خدای پاک چې په قرآن کې په بل ځای کې وایي چې: یهلکون الحرث و النسل، والله لایحب الفساد. دا خلک کښت او نسل تباه کوي او د خدای پاک فساد کوونکي نه خوښېږي. یعنې خدای پاک فزیکي خرابی فساد ګڼلی دی.

له هماغه پیله چې خدای پاک انسان ځمکې ته را استاوه، په قرآن کریم کې راغلي چې ملایکو بحث ورسره وکړ، ورته ویې ویل چې: “آی خدایه، آیا داسې څوک استوې چې په ځمکه کې به فساد کوي، او وینې به تویوي؟” علماء وایي، ملایکو د دوو تر ټولو سترو ګناهونو، یعنې فساد او خونرېزۍ یادونه وکړه.

نن ورځ که له یوې خوا د نړۍ ټول زبرځواکونه د فساد پر وسایلو پانګونه کوي. توغندي، بمونه، ډرونونه، اټومي، کېمیاوي او بیالوژیکي وسلې جوړوي، له بلې خوا د ټالیب، داعش، بوکوحرام، الشباب او نورو په څېر ډلې تقویه کوي چې پر ځمکه خرابی او فساد وکړي.

د ټالیب او داعشي ترهګرو د فساد اصلي اړخ دا دی چې دوی د ځمکې طبیعي او انسانجوړې زېربناء ته زیان رسوي. پر ځمکه د رزق او ژوند سرچینې تخریبوي.

همدا اوس په ټولو هغو هېوادونو کې چې د لوېدیځو استخباریاتو د ګومارلیو افراطیانو حضور شته، هلته ځنګلونه له قطعې او قاچاق، سیندونه له ککړتیا، ځمکه او خاوره له شړېدا، کروندې او کښتونه له سېلابونو او آبخېزیو، ښارونه د هوا له ککړتیا، ځنګلي او وحشي ژوند له انقراض، معادن له غیرفني استخراج او ناوړه استفادې او خلاصه دا چې انساني ژوند له جګړې پرته له زر ډوله نورو تهدیدونو او ګواښونو سره مخامخ دی.

نن د هېواد کرهنه، سیندونه، ځنګلونه، وحشي ژوند، طبیعت، مالداري، څړځایونه، ساتل شوې ساحې، او پاکه هوا ټول د ټالیب د فساد او وحشت له امله له ګواښ سره مخ دي، چې د ځینې دې شیانو تلافي له لویه سره ممکنه نه ده. هر کال د بارانونو اوبه زموږ خاوره له ځان سره وړي، دا خاوره د کابل دریاب او نور سیندونه پاکستان او ایران ته انتقالوي، هلته چې خړې اوبه د پاکستان په رېګزارونو لګېږي، زموږ خاوره د هغوی د ځمکې د زرخېزۍ لامل کېږي، او په مقابل کې یې زموږ ځمکه او غرونه لغړېږي. زموږ ملیاردونه ډالره د ټالیب په وحشیانه جګړه لګېږي، او زموږ د طبیعي سرچینو او ژوند د سرچینو د تأمین لپاره یواځې همدومره پاتې کېږي چې مامور یې اولاد ته وچه ډوډۍ پرې وپېري.

ټالیبان، خوارج، داعشیان او افراطیان د نړیوالو موذي استخباراتو په مرسته او ننګه د انسانیت د تاریخ هغه دوه ستر جرمونه چې ملايکو یې د انسان تر خلافت مخکې اړه اندېښنه څرګنده کړې وه، په ټولنه کې عاموي. دغه دوه جرمونه خونرېزي او د ځمکې تخریب یا فساد دی.

د حضرت آدم علیه السلام په کیسه کې راځي، ملایکو د انسان د پیدایښت او خلیفه ګرځولو په اړه خدای پاک ته وویل چې: “آیا ته ځمکې ته داسې څوک لېږې چې هلته به فساد کوي، او وینې به تویوي.”

قالوا أتجعل فيها من يفسد فيها و يسفك الدماء؟

دلته فساد ترمخ، او قتل او قتال ورپسې ذکر شوی، مفسرین وایي، ملایکې پوهېدې چې د خدای پاک تر بلې هرې ګناه دغه دوه، یعنې قتل او فساد بد اېسي، ځکه یې نو له ټولو نورو ګناهونو څخه دغه دوه ورته یادې کړې.

د افراطي او خوارجو ډلو تر دې ضرر بل لوی ضرر دا دی چې دوی د دې دوو ګناهونو مخنیوي د یواځېنۍ وسیلې، چې خدای پاک له ملایکو سره په محاوره کې ذکر کړه، هم مخه نیسي. دا یواځینۍ وسیله نه عبادت دی، نه حج دی، نه زکات دی، نه لمونځ دی. دا وسیله علم دی.

ملایکو خدای پاک ته وویل، ته ځمکې ته داسې څوک لېږې چې فساد کوي او وینې تویوي، حال دا چې موږ دې عبادت کوو، او ستا تقدس بیانوو.

خدای پاک د ملایکو په ځواب کې وویل چې: “زه په هغه څه پوهېږم چې تاسې نه پرې پوهېږئ. بیا یې آدم ته علم ورکړ، او ملایکې یې له آدم علیه السلام سره علمي سیالۍ ته را وباله. ملایکې عاجزې شوې. علماء وایي، خدای پاک په دې سیالۍ کې ملایکو ته دوه درسره ورکړل. لومړی دا و چې یواځې تسبیحات، لمنځونه او عبادت د ځمکې د خلافت لپاره کافي نه دي. د ځمکې د خلافت لپاره باید علم ولرې. آدم علم لري او تاسې یې نه لرئ. دوهم درس دا و چې که آدم فساد او خونرېزي کوله، دهغه د مخنیوي لپاره مې علم او عقل ورکړی دی.

د انسان د پیدایښت پر مهال د خدای پاک او ملایکو د دې محاورې په رڼا کې ویلای شو چې خوارج، او د دوی پالونکي غربي استخبارات هم پر ځمکه باندې هغه دوه جرائم چې د خدیا پاک تر ټولو بد اېسي، عاموي. قتل او خرابی کوي او هم د دې دوو جرائمو د مخنیوي د یواځېنۍ وسیلې، یعنې علم مخنیوی کوي.

By Editor2

7 thoughts on “د ځمکې نړیواله ورځ او د فساد في الأرض تر ټولو لوی عصیان/مجید قرار”
  1. دوا دی سه قرار صاحب. پخوا به می د قانع صاحب او شپون صاحب لیکنی په خوند لوستلی خو اوس ستاسو د لیکنو نه هم هماغه خوند اخلم. بیا د هم دوا سه

  2. قرارصیب لیکنه دې خوندوره وه
    خو یوڅو بیلګی نوری هم باید ور سره یوڅای کړو هغه په برما کی د مسلمانانو وژنه د بودایانو په لاس .په فلسطین کی د اسرایلو له خوا ظلمونه .که لګ شاته لاړ شو د هیتلرټول وژنه او داسی دوه نړیولی جګړی چی په دي دواړو کی دغه کفارو برخه درلودله چی اوس یی د جګړی تکتیک بدل کړی البته له نا پوهو مسلمانانو کار اخلی او دوی د خیر په غونډۍ ورته ناست دی .دی غربیانو او اروپایانو زمکی کی فساد له نورو ټولو انسانانو څخه زیات کړی دی
    او که لګ ورته سم زیر شو د دغو هیوادونو ډیری مشران چی په دي فساد کی برخه لری روڼ اندی خلک دی.خو زما له انده په اصل کی دوی روڼ اندی نه بلکه تور اندی دی ځکه چی بشریت یی له داسی ناورین سره مخامخ کړی دی
    که چیرته په دوی کی یو یا څو یی د اسلام مقدس دین په ریښتینو اساساتو پوهیدی او خبروی ښایی چی دا فساد یی بیا نه وی کړی

  3. محترم قرار صاحب، بې حده ښکولي او ګټوره ليکنه ده ډېر څه مې ترې زده کړل. له پاک الله (ج) څخه درته ښه صيحت، خوشالي، سرلوړي، او کاميابي غواړم

  4. ژوند ژوند قرار صاحب
    .د دښمنانو سترګي دي ړندې سه. ډیره عالمانه لیکنه دي کړې ده

  5. قرار صیب ډیره په زړه پورې او حقیقي وینا دې کړي ده که چیرې ټول مسلمانان چې د پردیو لخوا غولول کیږي او خپل مظلوم ولس پرې قتلوي او هیواد مو ویجاړوي په دې حقیقت پوه شي بیا به کله هم داسې ونکړي.په هره ډله کې که دوه بهرنی ټالیبان یا داعشیان او یا هم شبابیان دي نو لس پکې غولول شوي افغانان دي.

ځواب ورکول Faizullah Isaqzai ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *