تاند- د ځوانو فعالانو د شبکې غړي تور لګوي چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د یوه ځانګړي کاندید ملاتړ کوي خو د دې شبکې په باور که ښاغلی کرزی غواړي چې شفاف او بې درغلیو انتخابات وکړي نو د ۱۳۹۳ لمریز کال د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې دې بې پرې واوسي.

د ځوانو فعالانو د شبکې غړي احسان الله حکمت نن /یکشنبه/ د ولسمشرۍ د انتخاباتي مبارزو د پیل په لومړۍ ورځ وویل چې دوی ته په ولایتونو کې خپلو ملګرو خبر ورکړی چې ولسمشر کرزي له قومي مشرانو او د ولسي جرګې له غړیو غوښتي چې په راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو کې د ډاکتر زلمي رسول ملاتړ وکړي.

حکمت د افغانستان د حکومت د یو شمېر نورو ادارو چارواکي هم په راتلونکو انتخاباتو کې د زلمي رسول په ملاتړ او په دې مقصد په هلو ځلو تورن کړل.

د دې شبکې په وینا د افغانستان د ملي امنیت شورا په سلو کې ۷۰ غړي د زلمي رسول لپاره په کمپاین کولو بوخت دي.

ویل کېږي چې د ملي امنیت د شورا غړي او د ارګ نور چارواکي د دې لپاره هم زلمی رسول غواړي چې د دوی چوکۍ به خوندي پاتې ي او په اوسني وضعیت کې به بدلون را نه شي.

حکمت د افغانستان ځیني ګاونډیان او اروپايي هیوادونه هم د افغانستان په کورنیو چارو کې په لاسوهنې تورن کړل.

ولسمشر کرزي تر دې مخکې څو ځلي ویلي چې په انتخاباتو کې به نه مداخله وکړي او نه به د کوم ځانګړي کاندید ملاتړ وکړي.

6 thoughts on “د ځوانو فعالانو شبکې ولسمشر کرزی په انتخاباتو کې د زلمي رسول په ملاتړ تورن کړ”
  1. سلامونه

    پغیر دکوم ثبوت څخه په ولسمشر تور لګول یو رسنی ته ډیر زیان اړولی شي

  2. تر اوسه پورې خو دقیقه مالومه نه ده خو که کرزی صیب داسې وکړې نو بیا دې زر تر زره د ګندمک او ډیورنډ تړون هم امضا کړې او افغانان دې په دې شعار چی دی د وطن په فکر کې دی و نه غولوې… زما په خپله کرزۍ ډیر زیات بدې شو خو په دې وروستیو کې مې بیرته لږه لږه مینه ورسره پیدا شوه چی د ملی قاید په حیث يې مقاومت شروع کړی د خارجیانو پر خلاف نو که چیری د کوم داسی کاندید چی هغه د افغانستان په نفعه نه وې ملاتړ وکړې چی پرې ځان وساتی نو دی به هم په تاریخ کې د شاه شجاع څخه بدترینه انسان وې حتی ددې په نوم جهادي خاینینو لکه مسعود، ربانی، سیاف ، خلیلی، محقق، فخیم او داسی نور. نو اوس دې خه چانس دی چی یو څه ځان ته د خټو پوزه کیږدې…… او ځان واقعی افغان ثابت کړې. د ډاکټر صاحب اشرف غنی احمدزی د بریاوو په هیله

  3. کرزی او ټول هغه کسان چې د تېرو دولس کلونو په درغلیو، اختلاسونو او فسادونو کې لاس لري یا مسولیت ورته راجع دی،، د زلمي رسول پلویان دي. له زلمي رسول سره به افغانستان خدای مکړه ختم شي او غله به فرصت ومومي چې په میلیاردونو ډالره غلا کړې پیسې په بې غمه زړه نوش جان کړي.زلمی رسول یو کاملا بې کفایته کس دی او د افغانستان د غلیمانو لپاره د آب حیات حیثیت لري.

  4. د هغه چا چی نر او ښځه نه وی مالوم او په زړه کی تریخی ونه لری خبری ونه شی کړی او د هیواد په یوه رسمی ژبه چی پښتو ده خبری ونه شی کړی له هغه به څه تمه ولرو. له ده به داکتر عبدالله هم لږ ښه وی که نور نه وی خبری خو کولای شی . دا انتخاب صرف د دی لپاره ده چی که زلمی رسول داځل وګټی نو په بل ځل به کرزی بیرته ځان کاندید کړی او خپلی مزی چړچی به بیا کوی خو ګمان نه کوم چی دا وړی د شړی شی . ښه ده چی همدا اوس دا دروند بار پر مځکه کیږدی او تر اشرف غنی احمدزی بل ښه کاندید د افغانستان د راتلونکی لپاره نشته

  5. استاسونه ديره مننه انشأالله اشرف غني احمدزي سخه تول افغان ملاتركوي مونژ دمزارشريف حوانان په مينه سره داحمدزي صاحب ملاتركوو

  6. سلامونه اونیکی هیلی تاسو ټولو ویونکو ته وړاندی کوم
    زه یو افغان یم او زه پدی ویاړم
    زه خپله په نن او سبا باور نه لرم خدای ج خبر دی چی څه به پیښيږی خو دا زما حق دی چی د چا ملاتړ وکم او د چا نه یی نه وکم زه په یو ځای کی ړیر حیران سم چی دا خلګ څنګه دا وایی چی زه د اشرف غنی صاب یا د زملی صاب و یا عبدالله او داسی نورو کاندیدانو وړونو ملاتړ کوو او هغوی هم هر یو بیله بیله طرحه لری او ځیونو خو لا وړاندی کړی دی خو زما نظر داسی دی چی دا یولس کاندیدان د افغانیت احساس نلری او نه می پکښی لیدلی دی هغه ځکه چی زموږ ټولنه اسلامی ټولنه ده او دلته اسلامی جمهوریت دی او دا د ټولو افغانانو غوښتنه ده چی اسلامی حدود دی په دی هیواد کی جاری سی او بله دا یولس کسان کاندیدان که چیری هم دا اوس یو ځای سره کښینی او دا هر یو خپله طرحه په خپل منځ کی رامخ ته کړی او په تولو یو کاندید وټاکی د دی جملی څخه او په دی ناسته کښی زموږ د هیواد تکړه شیخ الحادث عالمان هم را وغوښتل سی دا هیواد به د نړی تر ټولو پر مخ تللی هیواد وی د هری نیګا څخه .
    د دښمن سوال مطرح سوی دی هغه بیغمه وه اوسی معلوم دی چی پاکستان دی د هغه چاره اسانه ده نور نو دوی ته هم اور بل سو خو دا فعلنی ریس جمهور حامد کرزی تر اوسه زموږ رحبر دی او که چیری دی امر وکړی چی انتخابات نه کوو نه کیږی ځکه رحبر دی او دا حق دده
    دی مګر که چیری دا محترم کاندیدان سره کښینی پدی تولو کاندیدانو کی داسی کوم شخص نه دی معلوم او نسته چی یوالی یی غوښتی وی او یوالی را منځ ته کړی هغه وخت زه دا منم چی دا ناسته وسی اوس نو دوی یو دبل په وړاندی رنګا رنګ خبری کوی او پرغریبانو کرځی دیر ځه لرم خو نه غواړم چی دیر ولیکم مننه سرلوړی افغانستان

ځواب ورکول وطن پال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *