تاند- د یوه راپور له مخې، په افغانستان کې ډېر خلک د تور زېړي په ناروغۍ مړه کېږي.
تور زېړی (hepatitis) د ځیګر ناروغي ده.
ځیګر د انسان د بدن په بدن کې دننه تر ټولو غټ او خورا مهم غړی دی.
په نوره نړۍ کې د ځیګر د ناروغۍ یا (هیپټایټ B او C) یو اصلي علت د الکولو زیات استعمال بلل کېږي. البته نور ډېر عوامل هم د دې ناروغي سبب کېږي. خو په افغانستان کې دا په اسانه ساریت کوونکې ناروغي عموماً له یوه څخه بل ته سرایت کوي.
زېړی په مجموع کې په پنځه ډوله دى چې تر ټولو خطرناک یې تور زېړی یعني B او C دی.
د افغان ډاکتر عبدالرحمن اکبري په وینا له ناروغ سره جنسي اړیکې،له ناروغ سره په یوه لوښي کې خوراک کول، له یوې پېچکارۍ څخه او یا هم د وېښتانو د خریلو له یوه پل څخه د ډېرو کسانو لپاره کار اخيستل د دې ناروغۍ د خپرېدو اصلي لامل دى.
د ناروغي نښې
کمزورتیا، د اشتها کموالی، ژر د بدن ټپي کېدل، د پوستکي د رنګ ژېړوالی، خارښت او د ستومانۍ احساس.
په پرمختللي پړاو کې د ناروغ سر ګرځي، نس او پښې یې پړسېږي.
تبه، کانګې، نس ناستى، د ادرارو د رنګ توروالی، د سترګو سوی، سستي او بې حالي، له غوړو څخه بد راتلل د زېړي (ژړي) نورې نښې دي
د تشخیص لارې
د وینې معاینه
د ځیګر د ټوټې اخیستل (بایويسي)
- سرچینې: MedicineNet.com او ډاکتر سباوون او د ډاکتر اکبري معلومات
اول دا چی د هیپا تیت بی او سی عامل الکول نه ده دوهم دا چی په یوه لوښي کې خوراک کول نه شی کیدای چی د سرایت طریقه وګڼل شی دریم دا چی هر یو هیپاتیت بی او سی فقد یو عامل لری او بلاخره مهربانی وکری مخکی له دی څخه چی یو مطلت خپور کری پوره تحثقیق وکری وسلام
دا د تور ژړی واکسین د لګولو پروسه که چا راوشول ډاکټران وایی چی دا باید پر خپل وخت ولګول سی یعنی اوله مرحله اوس دهمه مرحله یوه میاشت وروسته دریمه مرحله شپژ میاشتی او څلورمه یو کال وروسته خو ځینی ډاکټران بیا بل رقم وایی د دا وخت په اړه که چیری ستاسو سره معلومات وی پدی اړه مهربنی.وکړی راسره شریک یی کړی مننه
د تور ژړی واکسین د لګولو پروسه که چا راوشول ډاکټران وایی چی دا باید پر خپل وخت ولګول سی یعنی اوله مرحله اوس دهمه مرحله یوه میاشت وروسته دریمه مرحله شپژ میاشتی او څلورمه یو کال وروسته خو ځینی ډاکټران بیا بل رقم وایی د دا وخت په اړه که چیری ستاسو سره معلومات وی چی دا وکسین د لګولو صحی تقسیم اوکت یا د لګولو صحی وخت یی کوم دی پدی اړه مهربنی.وکړی معلومات راسره شریک یی کړی مننه
سلام داکترصاحب زه د هيپټايټس بى دتقريبا شپږ الا اوو کالو څخه لرم درى ځلى مى پيښورکى دوا اخيستى يو رقم دوا چى اى ويان په نوم ده دوامداره راته توسيه کړى ماواده هم کړى اودالله فضل دى ماشومان هم لرم خو اوس داسو مياشتى کيږى چى ښي اړخ دپوښتى لاندى درد احساس کووم سو ځلى مى تلويزونى معاينات او د اس جى پي ټي درجى معاينه کړى چى نورمال دى دامعاينات دداخلى داکتر راکړى وه او دپي سى آر معاينات مى هم دا تقريبا پنځه شپږ کاله مخکى کړى وه چى منفى وه اوس داکتر صاحب زما په اکثره داکترانو عقيده نه راځي زه په کابل کى اوسيږم محترم داکتر صاحب که تاسى خپله اويا کوم خه متخصص دزيړى پيژنى دمهربانى له مخى يي نوم او ادرس راوليږى مننه زه ډير په تشويش کى يم