دڅېړنې فن (نهمه برخه) ليکوال: ډاکتر ګيان چند

ژباړه اولنډیز: محبوب الله خان

 

موضوع ټاکنه:

په څېړنه کې تر ټولو مهمه او منځنۍ برخه د موضوع ټاکنه ده. د کتاب د مضمون لپاره د موضوع ټاکنه او د څېړنيزې مقالې لپاره د موضوع ټاکنه بېل بېل ارزښت لري. دلته زموږ کار له دویمې برخې سره دی. د یوه نوي څېړونکي د څيړنېزې مقالې د موضوع ارزښت بېل دی او د هڅاندو څېړنکو بېل دی . نوی څېړونکی او پیاوړی څېړونکی دواړه بېل بېل د خپلې وړتیا او وسایلو له مخې موضوع ټاکي. په انګریزي کې د څېړنې د لارې د تر ټولو ښه کتاب لیکوال رچرډایلټک یوه پوښتنه را پورته کړه چې، د ژوندانه د ملګري لټون ستونزمن کار دی که د څېړنې د موضوع ټاکل.هغه په یوه جمله کې دا پوښتنه داسې ځواب کړه « د موضوع او څېړنې ناسمې اړیکې» زما په اند، چې څېړونکی د یوې رتبې غوښتونکی یا د کومې رسالې مدیر د کومې ټولګې د ترتیب فرمایش ته مجبور نه شي او ازادۍ سره خپله موضوع ولټوي نو دا کار دومره ستونزمن نه تمامېږي. چیرته چې د نورو مداخله رامنځ ته کېږي نو هلته ورسره ستونزې هم راپنځېږي. په سندي څېړنه کې د موضوع موندل او لټول د غیر سندي څېړنې په پرتله څو مهمې خبرې لري.

۱- په سندي مقاله باندې د څېړونکي تجربه دومره نه وي، نو هغه باید وخت پر وخت د څېړنې په لار کې تمرین هم وکړي.

۲- لکه څنګه چې هغه بې تجربې دی نو د یوه نګران او لارښود تر لاس لاندې ورته کار پکار دی ددې مانا دا شوه چې د یوې موضوع همغږي له دوه تنو سره پکار ده یانې محصل او نګران.

۳- دموضوع د ټاکنې اجازه د پوهنتون څېړنیزه کمیټه او یا د پوهنځي مشر ورکوي.

۴- د پای او تکمیل لپاره یې وروستی زمانې برید ټاکل شوی وي.

۵- مقاله د ازمویونکو په مخ کې وړاندې کول وي دا مالومه نه وي چې د ازمویونکي یا ممتحن مزاج څه ډول دی. د همدې لپاره محصل له اعتدال نه کار اخلي او په زغرده سره کومه خبره نه وايي یانې هغه ته پوره خپلواکي نشته ده.

یو نوی محصل د موضوعاتو په اړه دومره نه پوهېږي، مګر هغه یو څه علمي مخینه لري، د پخوانۍ مطالعې په رڼا کې د هغه څه خوښ او ناخوښ وي. ددې لپاره باید موضوع د هغه د مزاج او ذهني پانګې سره سمه وي. بله خوا د نګران هم بېل مزاج او ادبي ځانګړتیاوي له موضوع سره د هغه همغږي هم پکار ده.

دوه مهمې لارې:

۱- محصل لومړی موضوع خوښوي او بیا خپل نګران وټاکي.

۲- لومړی د نګران ټاکل او بیا د هغه له خوښې سره سم د موضوع ټاکل. خبره داده چې د نګران ټاکنه د محصل په لاس کې نه ده.

عموماً څېړنیزه کمیټه د نګران په اړه وروستۍ پریکړه کوي. د موضوع وروستۍ ټاکنه هم همدا کمیټه یا د پوهنځي مشر کوي او کېدای شي دا کار په غیر رسمي توګه ترسره شي. دلته پوښتنه داده چې موضوع باید د محصل په خوښه وي که د لارښود؟ استاد یا د نګران په خوښه؟ عمومي خبره داده چې محصل له خپلې خوښ�� خبر نه وي. هغه پریکړه نه شي کولی مګر دومره پوهېږي چې په کومو موضوعاتو کار نه شي کولی. که چیرې نګران د خپلې تنګ نظرۍ یا ضد له امله یو داسې موضوع پر محصل باندې وتپي چې د هغه ورسره جوړه نه وي نو پایله یې څرګنده ده.

د نوي څېړونکي محصل لپاره پکار دي چې د موضوع له اخیستنې دمخه دا مالومه کړي چې په دې موضوع چا مخکې څېړنه نه ده کړې، یا یې اوس نه کوي؟ که چېرې کوم بل هم په دې موضوع کار کوي نو زیات امکان شته چې هغه به یې مخکې پای ته ورسوي او دده به په نیمه کې پاتې شي.

ډان ایلن په انګریزۍ کې په امریکايي اداب کې د پي ایچ ډي د څېړنو جاج اخیستی. هغه په خپل کتاب کې لیکي چې د یوه محصل د څېړنې په نیمه کې د پاتې کېدو له لاملونه څخه یو دادې چې د څېړنې په بهیر کې دا څرګنده شي چې په دې موضوع باندې بل چا هم کار کړی یا یې کوي.

په دې اړه په امریکا کې ځینو اسانتیاوو ته اشاره کوو.

۱-د امریکا د نوې ژبې د ټولنې یوه مجله وه چې په هغې کې هغه موضوعات چاپیدل چې څېړنه پرې کېدله.

۲- د امریکا د ادب په درې میاشتنۍ کې تر څېړنې لاندې مقالو لړلیک نه خپرېده ددې ترڅنګ څو داسې نورې ادارې هم شته چې د امریکا د ټولو پوهنتونونو د هر کال د څېړنېزو مقالو لنډیز یا لړلیک خپروي. په دې برخه کې دا څو خبرې ډېرې مهمې دی چې په هره ژبه کې باید ورته پام وشي. زموږ په ژبه کې خو په یو موضوع څو کسانو کار کړی دی او هیڅ څوک یو له بله نه دي خبر.

نور په بله برخه کې

———————-

تېره برخه

2 thoughts on “د څېړنې فن (نهمه برخه) ليکوال: ډاکتر ګيان چند”
  1. ژوندی اوسی وروره ګټور کار د کړی ده دلانور پرمختګ په هیله د یو

  2. مننه وروره، لوی کار مو کړی دی، په دې هیله چې دغه لړۍ ته دوام ورکړئ

ځواب ورکول Mahboobullah Niazai ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *