ليکوال: عزيز امين ( احمدزی )
د ماسخوتن لمونځ مې د لیلیې په جومات کې ادا کړ او د خپلې کوټې پر لور چې د جومات ترڅنګ ده را روان شوم، کوټې ته په ننونو سره سم مې وليدل چې زما د کوټې چينايي ملګری چې عبدالله نوميږي سره د نورو چينايي دوستانو له لپ ټاپ څخه داسې را تاو وو لکه د ګوړې نه چې مچان را تاو وي؛ خو دا هم ماته دومره په زړه پورې نه وه، ځکه ما دا فکر کاوه چې کېدای شي چې کوم فېلم به ګوري. په همدې وخت کې عبدالله غږ وکړ چې عزيز امين ! راشه زما د ملګري د واده وېډيو وګوره. زه هم ډېر خوښ شوم چې يو خو به د چينايانو د واده له مراسمو او دودونو نه خبر شم او بله دا چې عبدالله او ټول دوستان يې مسلمانان دي، نو له دې به هم خبر شم چې د دوی د واده مراسم زموږ له هغو سره څومره نېږدې والی لري.
نو زه هم بې له ځنډه ورغلم او د کمپيوټر په مخ يې وېډيو راته چالانه کړه. نو ومې ليدل چې ټولو چينايي مسلمانانو وروڼو سپينې سپينې خولۍ په سر کړې وې. په سر کې د قران کريم تلاوت پيل شو او وروسته په ډېر نرم اواز ترانې غږېدل پيل شول. زوم چې ښايسته کالي يې اغوستي وو او خولۍ یی هم په سر کړی وه د خپل پلار او تره سره راځي او د میلمنو هر کلی کوي بيا دا زوم مېلمنو ته په خپلو لاسو چای اچوي. په مېلمنو کې د زوم خسرګنۍ هم شتون لري.
بله ورځ د ښځو ده او ګورم چې د ټولو چينايي مسلمانو جينکيانو حجابونه په سر او په واده کې د ګډون لپاره ډل ډلې را روانې دي. د ناوې سر پټ ښه په اسلامي لباس سمبال د مېلمنو د ښه راغلاست لپاره لاس په نامه ولاړه وه. وروسته ناوې په خپلو لاسونو مېلمنو ته چای اچوي.
زه په دې وخت کې ډېر په تعجب کې شوم او د کمپيوټر تڼۍ مۍ کښېکاږله او سمدلاسه مې د خپل چينايي ملګري څخه وپوښتل:
ستاسو ټولنه خو ډېره ازاده ټولنه ده نو په داسې يوه ټولنه کې څنګه داسې يو واده چې په هغه کې نه ګډا شته او نه هم کوم ډول موسيقي او بله دا چې ناوې او زوم څنګه د مېلمنو د چوپړ لپاره ولاړ دي او مېلمنو ته چايونه اچوي؟ ولې زمونږ په ټولنه کې خو ناوې او زوم لکه د پاچا په څېر په تخت ناست وي او د هېڅ شي هم نه وي خبر.
هغه هم په ډېر موسکي انداز کې را غبرګه کړ «عزيز امين ! سمه ده چې مونږ په يوه غير اسلامي او غير مذهبي ټولنه کې ژوند کوو اما مونږ مسمانان يو او د يو مسلمان سره دا نه ښايي چی په واده کې د ډمو ګداوې او د سندرغاړو راوستل او نور خرافات ترسره کړي. زمونږ د وطن نور خلک چې مسلمانان نه دي په خپلو ودونو کې په هېڅ شي درېغ نه کوي او پرېمانه شرابونه، سازونه او کبابونه باديږی. او په خپلو ودونو کې مالداره خلک دعوت کوي او غريب خلک خو بيخي په وره هم نه پرېږدي او خپل مسلمانان دوستان هم واده ته نه را غواړي. اما مونږ په خپلو ودونو کې غير مسلمانان او هر بل ورور او خور که غريب وي او که مالداره د دعوت بلنه ورکوو تر څو دوی هم له مونږ سره د خوشحالۍ په مراسمو کې ګډون وکړي.»
دا چې واده يوه سپېڅلې پديده ده نو د واده مراسمو پيل د دې لپاره د تلاوت په مبارکو اياتونو کوو چې الله تعالی په کې برکت واچوي او د واده شوي جوړه هم داسې خوشحاله او سوکاله و اوسي.
او د دوی پيدا کېدونکي اولادونه صالح او نېک عمله راشي او د اسلام په ګاڼه سمبال و اوسي. نو له همدې امله زوم او ناوې ته خپلوان د خير دعاء کوي، دوهم دا چې د دې سره د خپلوانو يو بل سره اړيکې نورې هم ځواکمنې کيږي، مينه او محبت زياتيږي او د کرکې او کينې ورونو بنديږي.
سبحان الله ! په دې يو څه اورېدلو سره ما ته خپل افغانان سترګو ته ودرېدل، او سوچ مې وکړ، په ضمن کې را نه خپل چينايي ملګري چې عبد الله نوميږي وپوښتل چې کولی شې چې ته ما ته د افغانانو د ودونو وېډيو وښيې ترڅو زه او زما واړه ملګري د افغانانو د ودونو رواج او مراسم ووينو او ځان پرې پوه کړو. ما ورته وويل فې الحال خو يې په کمپيوټر کې نه لرم، مګر حمتاً به يې درته وښيم. سوچ مې وواهه چې زه به خپل دغه چينايي ملګري ته څرنګه يو داسې وېډيو پيداکړم چې هغه يو داسې واده وي چې په اسلامي او افغاني دودونو برابر وي. د انټرنېټ پاڼه مې پرانيسته او د يوټيوب پاڼې ته لاړم، هلته مې د افغانانو د ودونو په وېډيوګانو پسې پلټنه پيل کړه، ډېرې وېډيوګانې مې پرانيستې خو په خدای باور وکړئ چې هېڅ يوه داسې وېډيو مې پيدا نه کړه چې زه يې خپل چينايي ملګري ته وښيم؛ ځکه کومې وېډيوګانې چې د يوټيوب په پاڼه پرتې وې ټولې په غير اسلامي دودنو برابرې وې، نو د ډېرې خجالتۍ نه مې و نه شوی کولی چې هغه ته يوه وېډيو ور وښيم.
د افغانانو ډېری ودونه او مراسم نه يوازې زمونږ د اسلامي اقدارو سره په ټکر کې دي، بلکې د افغاني اقدارو او دودونو سره همدارنګه په ټکر کې دي. يو څو ورځې پس مې ورته وويل چې ډېره بښنه غواړم، زمونږ د ودونو وېډيوګانې په انټرنېټ کې نشته او نه زه کومه داسې وېډيو لرم چې په هغې کې د افغانانو د ودونو دود په کې ښودل شوی وي.
د افغانستان دننه او بهر افغانان تر ډېره خپل کلتور او مذهبي دودونو ته شا کوي او کړې يې ده، او په مقابل کې د لويديځ او ختيځ د کلتور خپلولو کوښښ کوي، په تېره بيا هندي کلتور چې نن سبا يې زمونږ ځوانان د خپلو فلمونو په واسطه دې ته هڅولي چې هندي کلتور او دودونه خپل کړي. داسې انځورونه او وېډيوګانې مې وليدلې چې په کې جنکيانې او هلکان ګډ ګډيږي، په داسې حال کې چې د جنکيانو سر، مټې او لنګي يې بربنډ وي او هندي جامې چې ساري نوميږي هغه يې اغوستې وي.
په افغاستان کې ودونه کول نن سبا د غريب سړي د وس خبره نه ده، داسې عصري هوټلونه يې ورته جوړ کړي او دننه يې يو داسې سسټم ورته برابر کړی چې هغه بلکل اسلاميت او افغانيت نه مني. غريب سړی ازاروي او مالداره را غواړي. په ودونو ښه مصرفونه کوي او د واده مراسم يې د پرديو نه خپل کړي دي، خپل درانه او ښايسته موټرونه يې تر پښو لاندې وي. زه نه پوهېږم چې په مونږ کې به ضمير کله را ويښيږي، د دومره ګران او قمتي هوټلونو جوړول ډېر اړين دي او که د پوهنتونونو، ښوونځيو او لېسو جوړول؟! هوټلونه ډېر اړين دي او که روغتونونه ؟؟؟
زمونږ ملت خو دومره ځپل شوی او د دې ولس د راتلونکي کهول ساتلو په موخه بايد داسې عصري، پرمختللي او ماډرن پوهنتونونه، ښوونځي او لېسې جوړې کړي چې ځوانان نه يواځې خپل ولس او هېواد ته بلکې ټولې اسلامي نړۍ ته د چوپړ مصدر وګرځي.
کوم افغانان چې ګاونډيو هېوادونو ته د درملنې لپاره ځي، ښه به دا نه وه چې په خپل هېواد کې يو داسې پرمختللی، ماډرن او په عصري ټېکنالوژۍ سمبال روغتنون مو درلودی او خپلو ناروغانو درملنه مو په کې کولی. چې داسې وی ګاونډيو هېوادونو ته به مو اړتيا نه پېښېدله. کله چې افغانان ګاونډيو هېوادونو ته د درملنې لپاره ځي نه يواځې دا چې پيسې يې ډېرې مصرفيږي بلکې هلته د پوليسو او نورو ستونزو سره مخ کيږي.
تاسې په خدای باور وکړئ چې که چېرته د هوټلونو مالکان د همدې هوټلونو او قصرونو په ځای پوهنتونونه، ښوونځي، لېسې او روغتونونه جوړ کړي وی، تردې به دوی زيات آمدن درلودی. ورسره به د دوی غاړې هم د ولس او هم د خدای يه وړاندې خلاصې وې له همدې امله هم به ولس او هم به خدای خوشاله ؤ. يو متل دی وايي: هم خرما او هم ثواب، دوی به هم پيسې ګټلې او هم به يې ثوابونه.
همدارنګه په دې سره به د افغانستان اقتصاد هم ډېره وده کړې وه. دلته په پاکستان کې چې کوم عصري او پرمختللي روغتونونه موجود دي، هغوی ته چې کوم ناروغان راځي په سلو کې ۹۵ سلنه افغانان تشکيلوي چې ورته راځي، او ډاکټرانو هم پېژندلي چې افغانان نن سبا ډالر لري نو هرڅه يې ورته يو په دوه کړي، مګر هغه بدبخته د انسانيت دښمنان او قصابان په دې نه دي خبر چې افغان خوار ولس خو همداسې خوار دی، هغه لږ وينه په کې پاتې ده هغه دوی ترې څښي. ډالرو والاوو خو هوټلونه جوړوي او مزې چړچې کوي.
خبره به ډېره نه اوږدوم، هر هغه ملت د تاريخ په پاڼو کې ژوندي دي چې کلتور، ژبې او دودونه يې ژوندي ساتلي دي، قدر يې وکړي. ملي ګټو، هېواد او ولس ته ژمن او وفادار وي، نه پر چا ظلم کوي او نه څوک ظلم ته پريږدي. دا کارونه هغه وخت ممکن دي چې کله مونږ باشعوره، باسواده او مهذبه ټولنه ولرو، باشعوره تعليم يافته مهذبه ټولنه هغه وخت منځ ته راځي چې د ټولنې هر وګړی ډيني او عصري پوهې زده کړي. د ښه او ناوړه ترمنځ توپير وکړي، دوست او دوښمن وپېژني.
نو راځئ چې يو بل سره لاس يو کړو، پوهه عام کړو، د ټولنې هر د هر وګړي سره د زړه له کومي مرسته وکړو او لاسنيوی يې وکړو چې پوهه ترلاسه کړي، ترڅو خپل ښايسته، زري او پتمن دودونه او هم د افغانانو او افغانستان راتلونکی وژغورو.
والسلام
سلام وروره په قلم دی برکت شه ۰کاشکي مو باسواده تجاران درلودلاي .دومره به ولی ذليل واي .دموافقعت په هيله دی
دیره مننه د ستاسو د معلونات حخه
مننه وروره! ډیر ښایسته او او ښکلی معلومات دی ورکړی خو پدی هیله او امید چی زمونږ او ستاسو افغانانو کی هم دغسی اخساس پیدا شی