وروسته له هغه چې ولسمشر کرزي له امريکا سره د افغانستان د امنيتي تړون لاسليک وځنډاوه، د اسلامي حزب مشر ښاغلي ګلبدين حکمتيار ورته د تړون په اړه يو مشورتي ليک راولېږه. په دغه ليک کې ښاغلي ګلبدين له ولسمشر کرزي څخه غوښتي چې د تړون له لاسليک کولو څخه دې ډډه وکړي. په دې سربېره يې ورته ځينې مشورې هم ورکړې دي. دا نه ده مالومه چې ولسمشر به د ګلبدين دغه ليک لوستی وي، که نه او يا به يې په مشورو عمل وکړي يا نه، خو دا چې موضوع يوه ملي موضوع وه، نو غوره مې وګڼله چې پر لیک یې ځینې توري وکاږم:

ښاغلی ګلبدين د خپل ليک په سر کې کاږي:

“سلام او الهي رحمت پر هغو چې له الله تعالى پرته بل ته سر نه ټيټوي او عزت په اسلام او خپلواكۍ كې لټوي. “

د لیک لومړی برخه؛ د نبي کریم (ص) د هغو لیکونو غوندې ده چې هغه مبارک به کفارو ته ليکلې، لکه:

والسلام علی من اتبع الهدی. حال دا چې کرزی یو مجاهد مسلمان او د یوه پنځه میلیوني مسلمان جمعیت په رایه د مسلمانانو مشر ټاکل شوی دی. بناء د ګلبدین دا چار له اسلام سره ټکر او د نړيوال ډپیلوماټیک دود خلاف او یو ګستاخانه عمل دی.

ښاغلی وړاندې پسې ليکي:

“ښه به وي چي د خپلي واكمنۍ په دې وروستيو شېبو كي داسي څه وكړې چي ماضي جبران كړي او په تاريخ كي تا ته نېك نوم پرېږدي، معلومه نه ده چي ژوند به څومره نور درسره ياري وكړي، د امنيتي تړون تر نامه لاندي د هېواد د پلورلو وثيقه مه لاسليك كوه، باور وكړه چي د غلامۍ د دې شرمناكي وثيقې ترلاسليك مرگ ډېر ډېر شرف لري، پر خپلو شرائطو ټينگار وكړه.”

له پورته پراګراف څخه دا خبرې، را وځي:

۱- کرزیه! تاسې په تېر کې د جرمونو مرتکيب یاست، خو هله برائت موندلای شئ چې تړون لاسلیک نه کړئ.

۲- که یو منتخب هېوادمشر، د ملي امنیت د شورا، کابینې او ۳۰۰۰ ملي پېژندل شويو کسانو په مشوره له نړيوالو سره کومه معامله وکړي؛ مانا یې تاریخي بدنامي او شرم دی. ولې؟

۳- تر اوسه بهرنيو ځواکونو د ټول هېواد پر ۶۵۰۰۰۰ کیلومټره مربع ځمکه پر خپل سر بېسونه جوړلای شوای او هر څه چې به یې زړه ول، هغه یې کول، خو که تړون وشي نړيوال ځواکونه د اوس په پرتله زر برابر مهار کېږي یانې، په ۸ قرارګاوو کې چې پراخوالی یې ۶۵۰کیلومټره مربع کېږي، را ایسارېږي او همدارنګه ور څخه د جګړې او افغان وژنې واک اخیستل کېږي. اوس ته فکر وکړه چې کوم حالت د بې وسۍ او کوم یو د ځواک نمائیندګي کوي.

۵- په سیاست کې عامه خبره ده چې ”په سیاست کې دوستي او دښمني تلپاتې نه، بلکې ګټې اړینې دي.” د نړۍ هر ملت د خپلو ګټو په موخه له نورو سره د سوادګري، ټیکنالوجي، پوځي او سیاسي تړونونه کوي چې کابو د نړۍ ۱۰۸ هېوادونه له امریکا سره بېلابېل سټراټېجیک او مختلف النوع تړونونه لري. ایا هغوی غلامان دي؟

که تړون/معامله غلامي وي، نو بیا خو امریکا تر هر چا ډېر تړونونه کړي دي او تر ټولو ستره غلامه ده.
۶- تړون د ژوند د ښېرازۍ لپاره کېږي. انسان شرف په ژوند کې غواړي، خو تاسې یې د خپلخېلو په وژلو کې لټوئ، ښه بېلګه يې له روس سره په جګړه او په کابل کې د چوکۍ پر سر په غویمنډو کې د میلیونونو کسانو شهادت دی.

۷- پلور، پلور دی که په لږو امتیازاتو وي که په ډېرو. د امیتازاتو کموالی او ډېرښت د پلور اصل ته تغیر نه ورکوي. ګلبدین وايي چې کرزیه! پر خپلو شرایطو ټینګار وکړه تر څو په معامله کې ډېر څه لاس ته راوړې. چې دا خبره یې د اصلي هدف (تړون نه کولو) سره په ټکر کې ده.

ګلبدين پسې زیاتوي:

” له دې هيڅ وېره او اندېښنه مه لره چي امريكا خپل فوځونه وباسي او خپلي مرستي بندي كړي، د هغو ذليلو وطن پلورو مشوره مه منه چي وايي: كه بهرني ځواكونه ووځي نو پر افغانانو به تندر راپرېوځي، كه دا اندېښنه سمه هم وي چي هيڅكله نه ده؛ نو غوره دا ده چي ته ئې راتلونكي حكومت ته پرېږدې.”

په اغلب ګمان د ګلبدین موخه له پورتنۍ خبرې لاندې ټکي دي:

۱- که په افغانستان کې کور په کور جګړه او په کابل کې ۱۹۹۱يم کال بیا تکرار شي، کومه خبره نه ده. ځکه د افغان په لاس د افغان وژل جواز لري.

۲- ښاغلی د افغانانو کتلوي مهاجرت، ټولوژنه او د بنسټونو چور او ورانونه تندر نه بولي، خو د نړيوالې ټولنې شتون تندر او تباهي ګڼي.

۳- ښاغلي ګلبدین ته د افغانستان ګاونډیان؛ ولیان ښکاري چې د امریکا له وتلو وروسته به پنجاب او روس افغانستان نه اشغالوي، ایران به د تجزیې پلانونه نه طرحه کوي او د نړۍ زبرځواک کېدونکی چین به تر یو مټر پولې ګام نه راړوي.

۴- ګلبدین وايي چې تړون خو بې له شکه افغانستان له امریکا سره لاسلیک کوي، خو کرزیه! ته یې مه لاسلیک کوه او راتلونکي حکومت (قیوم کرزي، اشرف غني یا هم عبدالله عبدالله) ته يې پرېږده. پوښتنه دلته دا ده چې پر خپل دښمن کرزي دې زړه سوځي، که یې صلاحیت پکې نه وینې؟ که به د راتلونکي حکومت واګې د غیر افغانانو په لاس کې وي؟ او که تړون د ۸ میاشتو لپاره وځنډول شي، ګټه به یې څه وي؟
د ښاغلي دا خبره هم د ده له اریزې موخې یانې د تړون له نه لاسلیکولو سره په تضاد کې ده.

دا يې د ليکنې بل پراګراف:

“يوازي هغه ذليل او سپك انسان به د دې ننگين سند د لاسليك حمايت كوي چي يا كمونيستان دي يا هغه چي نه دين او مذهب لري او نه شرف او غيرت، هيڅ باشعور او له حقائقو خبر انسان به دا ادعاء ونه كړي او له هيچا به ئې ونه ومني چي ناټو افغانانو ته صلح او امنيت راوستى يا به ئې راولي، او د بهرنيو ځواكونو په شتون كي به جگړه پاى ته ورسېږي، د تېرو دولسو كلونو جگړو وښوده چي دا ادعاء دروغجنه او بې بنسټه ده.”

په پورتنۍ وینا کې لاندې ټکي پراته دي:

۱- د ګلبدین په حساب د کابو ۳/۲ نړۍ یا ۱۰۸ هېوادنو خلګ چې له امریکا سره یې د SOFA او نور بېلابېل تړونونه لاسلیک کړي دي؛ ذلیل او سپک انسانان دي. خو ګلبدین دروند او عزتمند دی.
۲- ښاغلی فکر کوي چې په نړۍ او افغانستان کې اوس هم کمونسټان په واک کې دي.
۳- ښاغلي ته دا نه ده مالومه چې د کمونیزم پرځوونکی او ستر دښمن د امپریالیزم/امریکا وه. نو ښکاره خبره ده چې کمونسټ د خپل دښمن په ګټه هیڅ شی نه لاسلیکوي.

۳- په مشورتي جرګه کې پخواني خلقیان او کمونسټان په اوړو کې د مالګې په اندازه، هغه هم په منزوي دریځ کې وو. مګر برعکس اکثر غړي یې د حزبیانو په ګډون مجاهدین وو. خو ګلبدین ټول د کمونسټانو په ډله کې شمارلي دي چې دا غټه ناځواني ده.

۴- د ګلبدین بله ناشولټه دا ده چې کمونسټان یې په هېواد چورونه او پلورونه متهم کړي چې دا پر خپل ځای ناسمه ده. منم چې دوی ته بې دینۍ خوند ور کاوه، خو غله، غاصبان او مفسدین نه وو. د ګلبدین دا خبره هېره ده چې د طلا تپې د اثارو غلا، د بانکونو د چور، د سترو بې ناموسیو، د قومي تعصب د خپرېدنګ، د ملي امنیتي ځواکونو د میلیونونو میله سپکو او درندو وسلو، زر ګونو ټانکونو او لسګونو الوتکو پلورنه تاسې تر سره کړې ده. حتی تاسې ښاغلیو وویل چې حمید ګل دې زموږ مشرتوب په غاړه واخلي.

۵- په تېرو دوولسو کالو کې خو تاسې او ټالیبانو د پنجاب په نغوته موږ او نړيواله ټولنه د ارامي ساه اخیستلو ته نه یوو پرې ایښي. مقعدپُري او خرمرګي بریدونه خو تاسې په مسجد، مکتب، واده او جنازه کې وکړل، ډاکټر، ښوونکی او سرتېری خو تاسې وواژه. اوس نو سوله نړيوالو نه غوښته، که تاسې نه ویشته؟!

۶- جنابه! تاسې په ۱۹۹۲يم کال کې یوازې په کابل ښار کې د ورځې ۳۷۵ تنه وژل چې دومره افغانان ناټویانو د هېواد په کچه په میاشتکې  نه دي وژلي (د یو افغان وژنه هم د منلو وړ نه ده؛ دا تنها یو پرتله ده .)

۷- رښتیا هم چې تاسې، ټالیبان او پنجاب وي، سوله نه راځي. ستاسې افغان وژنه د سردار داود خان له دوره تر ننه دوام لري او ښکاره ده چې و به یې لري.

ګلبدين کاږي:

“دا هم خوشې او پوچه وينا ده چي د اته څلوېښتو هېوادو ځواكونه موږ د دوه وو گاونډيو له شره ژغوري، گواكي لوى او پراخ شر د وړوكي احتمالي شر مخه نيسي!! دا مسخره وينا همغه د كمونيستانو پرونۍ پوچه وينا ده چي نن ئې د دوى تر څنگ نور وطن پلوري هم زمرزمه كوي، حقيقت دا دئ چي گاونډيانو هغه مهال موږ ته زيات تاوان رسولى چي د اشغالگرانو ملگرتيا ئې كړې، د اشغالگرانو له ملتيا پرته هغوى موږ ته د تاوان رسولو توان نه لري.”

د ګلبدین د خبرو تفسیر او زیاتونې:

‎۱- لومړی خو باید ښاغلی ګلبدین په دې پوه شي چې په افغانستان کې د اته څلوېښتو نه، بلکې دوه څلوېښتو هېوادونو پوځیانو په ماموریت بوخت وو.

۲- د ایران او پاکستان شرارت او رذالت مه پټوه. دواړه ګاونډیان احتمالي نه، بلکې واقعي شرونه دي.
۳- لوی شر هغه ګاونډي هېوادونه دي چې تاسې تمویلوي، روزي او د ورانکارو چارو لپاره مو افغانستان ته را لېږي؛ نه هغوی چې بنسټونه رغوي او په نړيواله سطحه د سیال په سترګه را ته ګوري.
۴- بهرني ځواکونه د جګړې او رغاونې لپاره راغلي وو، نه د سولې لپاره.
۵- د افغانستان حکومت او نړيوالې ټولنې تل دا هڅه وکړه چې سوله/ ثبات هېواد ته راستون کړي، خو تاسې او ټالیبانو د تهران او پنجاب غېږو ته ځانونه ور وغورځول، ډزو ته مو پر خبرو ترجېح ورکړه او د هېواد د سولې د عالي شورا مشر په ډېر نامردۍ سره شهید شو. همدا راز د یادې پروسې په لسګونو کسان مو په بې رحمۍ او غدر سره شهیدان کړل.

۶- تاسې وایاست چې “گاونډيانو هغه مهال موږ ته زيات تاوان رسولى چي د اشغالگرانو ملگرتيا ئې كړې” خو حقیقت دا دی چې ګاونډیان په خپله ستر اشغالګر دي او هغه مهال یې موږ ته زیان رسولی دی چې تاسې یې لمنې ته ځان ور غورځولي دی.

ګلبدين وايي:

“موږ دې ته چمتو يو چي د بهرنيو ځواكونو د وتلو په صورت كي د ډاډمني صلحي په تأمين كي او د هر بهرني تجاوز په وړاندي د افغان ولس په مقاومت كي په خپل ټول توان او طاقت سره فعاله او رغنده برخه واخلو.”

په پراګراف کې لاندې تناقضات پراته دي:

۱- د روسانو تر وتلو وروسته تاسې بیا هم ورور وژنې ته دوام ور کړ.
۲- د روسانو تر تګ وروسته تاسې د ډاکټر نجیب الله د ملي مصالحې پروسه تمسخر او رد کړه.
۳- د روسانو تر وتنګ وروسته تاسې د ۱۵۰۰۰ پنجابي پوځیانو او زرګونو زناکارو عربو په قومانده پر جلال‌اباد برید وکړ چې تاریخي او له شرمه ډکه ماتې مو وخوړه.

۴- د ډاکټر نجیب الله د حکومت تر ګړوبیدا وروسته لومړی کس تاسې واست چې د پنجاب پر وړاندې ستر دفاعي سد مو دړې وړې یانې د ننګرهار د قل اردو ۸۰۰۰۰ میله سپکه او ۱۲۰۰۰ ميله درنده وسله مو خپل بادار پنجاب ته ډالۍ کړه.

۵- کابل ته تر رسېدو وروسته ستاسې بې ناموسیو، شوټو، یومخیز چور، پراخ تخریب او د یو لک کابل ښاریانو وژلو ته تر اوسه تاریخ په سوچ کې دی.

۶- ته چې تر اوسه د پنجاب او تهران په غېږ کې ناست یې، نو د هغوی د یرغل پر مهال به څه توره وکړې؟ یوه نیمه لسیزه مخکې دې د ټالیب په لاس د پنجاب د نیواک پر وړاندې څه وکړل؟

ښاغلی پسې زياتوي:

” افغانان دومره هم د پرديو مرستو ته اړ نه دي لكه چي ځيني ئې وايي، او زموږ د بقاء اساسي عامل ئې گڼي، كه صلح تأمين شي نه به بهرنيو مرستو ته اړ وو او نه دومره لوى شمېر اجير امنيتي ځواك ته، د عوائدو ډېر مدارك لرو، يوازي د مخابراتو او گمرك د ډاډمن كنټرول له لاري دومره څه ترلاسه كولى شو چي ډېري ستونزي مو حل كړي، كه افغانان همدا نن شل مليونه مبايل ولري، او هر يو د ورځي لس پنځلس دقيقې له خپل مبايل استفاده وكړي او مصرف ئې يو ډالر حساب كړو نو د كال اوه مليارډه دوه سوه مليونه ډالر كېږي، دا مبلغ نن يا په شخصي جيبونو كي لويېږي، يا د هغو كمپنيو په كڅوړه كي چي د دوى د هېوادونو فوځونه د افغانستان په اشغال كي د امريكا ملگرتيا كوي، په دې توگه په تېرو دولسو كالونو كي نږدې (86400000000) ډالر له افغانانو ترلاسه شوي، آيا همدا د دولت لپاره كفايت نه كوي؟!! پر دې سربېره د افغانستان موقعيت، معادن او تر زمكي لاندي ذخائر…”

دا يې راته بېخې د خېټې خبرې ښکاري او تشريح يې دا ده:

۱- د درېیمې نړۍ هېوادونه ټول د شتمنو ممالکو په مرستو ژوندي دي، حتی د دويمې هغې له ځینو هېوادنو لکه یونان سره که نړيوالې مرستې نه وای، اوس به په بدمرغیو کې تر ستوني ډوب وای.

خانه! د پیسو مرستې ته یوازې مرسته نه وایي. د ټیکنالوژي او تخصص شریکول او د پرمختللیو وسایلو او مجربو کادرونه لېږل هم دمرستې یو ډول دی. پاکستان، هند، ترکیه، مصر او په لسګونو دې ته ورته هېوادونو د نورو مرستو ته کچکول نیولی دی، نو ته څوک یې؟!زه وایم چې د نړيوالو مرستو ته هم اړ یوو، خو تر مرستو یې همکاري اړینه ده.

۲- تاسې د سولې خبره وکړه، ما ته له شکه خلاصه ټوکه ښکاري. ستاسې په فطرت کې خو جګړه او ویراني اخښل شوې ده. همدا تاسې واست چې د سردار داود خان پر وړاندې مو پنجابی ټوپک اوږې ته کړ، د ډاکټر نجیب الله د سولې خبرې مو ټوکې وبللې، له خپلو وروڼو سره مو کابل په وینو ولاړه او ټالیبانو تر جلال اباده وځغلولې. ته کله پر سوله ایمان لرې.

۳- ښاغلیه! دا خو ته هم وايي چې اردو د هېواد په تن کې وینه ده، نو بیا دې څنګه خپل ناموس او سر ساتونکي ته پر ژبه د اجیر کلمه راځي؟!

۴- ښاغلیه! د افغانستان کورني عواید د ۲.۱ او ۱.۸ بیلیونه ډالرو تر منځ دي چې دا د عادي بودیجې نیمايي پوره کوي. تا کله داسې فکر کړی دی، کوم هېواد چې تاسې ښاغلیو ۳۵ کاله په توپو ویشتی او هر څه مو له منځه وړي دي؛ رغاونې ته یې څومره پیسو او منابعو ته اړتیا ده؟ نه صاحبه! موږ په اوږده مهال کې ۴۰۰ بیلیونه ډالرو ته اړتیا لرو.

۵- په افغانستان کې ۲۰ میلیونه کسان ګرځنده ټلېفونه نه کاروي، بلکې ۱۸ میلیونو سیمکارټونه پلورل شوي دي. چې اوس مهال یې یوهلويه سلنه نافعاله ده.

۶- تاسې او ټالیبان خو د مخابراتي خدماتو ستر دښمانان یاست. دا مهال د هېواد په کچه ۱۵ سلنه د ګرځنده غږلېږد پایې تاسې او ستاسې وروڼو ورانې کړې دي. له مخابراتو ګټه اخیستنه دې ته وایې؟!
۷- ملا صاحب! د ذخائرو را ایستل اوږدمهالې پروژې دي. فرض کړه چې نن دې کوم کان بیډ کړ، پنځه کاله وروسته به یې ګټه اخلې. نو دا پنځه کاله عادي او انکشافي بودیجه له کومه کوې؟

۸- دا زه، ته او دا هم د مخابراتو او مالیې وزارتونه ور څخه و به پوښتو چې د ګرځنده غږلېد کمپنيو په افغانستان ۸۷ بیلیونه ډالره بزنس کړی دی؟ ځواب؛ نه. یادو کمپینو له مخابراتو وزارت سره په نړيوال نورم برابر قراردادونه کړي دي چې دا خبره تر لمر هم روښانه ده. افغان حکومت ور څخه ټکس اخیستی دی. مهمه خو لا دا چې تاسې ښاغلي داسې فکر کوئ چې که تاسې له دوکاندار څخه کمپیوټر وپېرئ او کومې پیسې چې دوکاندار ته ورکوئ، هغه داسې ګڼئ چې ګواګې دوکاندار ته مو خیرات ور کړې، یا هم هغه په دوکه در څخه وړې دي.

ښاغليه! دا یو معامله چې ته به پيسې ور کوې او مقابل لوری به جنس یا خدمات در کوي. دا دې هم له یاده وتلي دي چې تنها د روشن له کمپنۍ څخه ۳۰۰۰۰ افغان کارکونکي تنخوا اخلي. دا نورې کمپنۍ همداسې پسې در واخله!

ښاغلي د خپل ليک په وروستۍ برخه کې ليکلي:

او ښاغلي اودد”د امنيت په صورت كي به ډېر شتمن هېوادونه زموږ له شرائطو سره سم مرستي ته راوړاندي كېږي. كه څه هم د رزق خزانې له الله تعالى سره دي، الله تعالى له كافر هم خپل رزق نه سپموي له مؤمن به ئې څنگه سپموي، كه احياناً د درې وخته پر ځاى دوه وخته ساده خواړه ولرو دا تر دې ډېر غوره دئ چي پر دسترخان مو د خيرات رنگ رنگ حرام خواړه پراته وي، يقيناً چي تر موړ غلام وژى آزاد ډېر شرف لري.”

د ګلبدین په وینا کې لاندې ټکي د پام وړ دي:

۱- چا چې ۴۰ کاله جګړه کړې یانې د جمهوریت له وخته تر اوسه؛ له هغوی څخه به څنګه د سولې او امن تمه کېږي؟!

۲- تاسې په جنګي او د تنګسې په حالت کې د نړيوالو مرستې مردودوې ګڼئ او د اخیستونکي سر یې ور غوڅوئ، مګر په تېر جهاد او را روان امنیت کې یې مرستو ته مرحبا وایاست. دا په خپله یو پاراډکس دی.
۳- مرسته تر لاسه کوونکی، مرسته نه شي مشروطولای.

۴- د الله جلاجلاله خزانې ډکې دي یانې «انَّ الله هو الرّزاق ذوالقوه المتین» دی او هر پږي ته خواړه ورکوي «و ما من دابه فی‌الارض الاعلی الله رزقها و یعلم مستقرها و مستودعها». خو ورکړه یې په دنیايي اسبابو او وسایلو پورې معلقه ده. بخاري شریف به دې لوستی وي،پکې تر ټولو په اوږده حدیث شریف کې د رسول اکرم د ژوند حال بیان شوی، هغه چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په کور کې دوهمیاشتې اور بل نه شو. الهي سنت داسې نه دي چې څوک دې په کور کې پښې وغځوي او تر درڅه به ورته کبابونه او کېلې را لوېږي. الله تعالی فرمايي: «وَ قَدَّرَ فيها اقْواتَها» یا هم؛ «وانْ لَيْسَ لِلْإنْسانِ الا ما سَعى» او د عنکبوت په سورة کې فرمايي: «الله یبسط الرزق لمن یشاء من عباده و یقدر له ان الله بکل شیء علیم». همدارنګه د روم په سورة فرمايي: «واذا اذقنا الناس رحمه فرحوا بها و ان تصبهم سیئه بما قدمت ایدیهم اذاهم یقنطون. اولم یروا ان الله یبسط الرزق لمن یشاء و یقدر ان فی ذلک لآیات لقوم یؤمنون». په دې اړه د نبي کریم صلی الله علیه وسلم دې مبارک حدیث ته هم غوږ شه: «عَنْ سَهْلِ بْنِ أَحْمَدَ عَنْ مُحَمَّدِ بْنِ مُحَمَّدِ بْنِ الْأَشْعَثِ عَنْ مُوسَى بْنِ إِسْمَاعِيلَ بْنِ مُوسَى بْنِ جَعْفـَرٍ عَنْ أَبِيهِ عَنْ آبَائِهِ عليه السلام قالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه و آله و سلم ‍ الْعِبَادَةُ سَبْعُونَ جُزْءً أَفْضَلُهَا جُزْءً طَلَبُ الْحَلَالِ». په هر صورت خبره لنډوم. دا ځای د تکویني زرق او تشریعي زرق د څېړلو نه دی.

ډاکټر ظهير

7 thoughts on “د چپنې له نخرو، د بړستنې تر مشورو”
  1. Shghela Dokter saib!

    Deyra medalela aw shayesta likena mo kerhey da. De Golbeydin dey she sabe malbgey kerhi di.
    Ugd jwend dey nasib sha!

    .

  2. شاغلي داكتر ظهير صاحب ملي خاينان موديرسفك اوملي قهر مانان مودير وستايل. رب موتل داسي باجرات لره

    1. لیکوال وروره ډیره په زړه پورې لیکنه مو کړیده الله (ج)دې په روا کښې ډیر ژوند درکړې. محترم لیکوال صا حب !!! که دزړه خبرې وکړم بیریږم چې تا ند وال به یې نشر نه کړې. ګرا نه لیکوال صا حب ! داسې مشهور وطن فروش ، په نا پوها نه حالت کې دقرا ن کریم مفسر ، دګا ونډیا نو لومړی نمبر جا سوس ،دډیرو افغا نانو قاتل ، په ډیرافراط چوکی پرست ،دډیر وطنپالو افغا نا نو دښمن ، دخپل ګوند په رهبرې کښې مطلق نا کا م ، دګا ونډیانو په جا سوسې کې ناکا م(چې یوه ګاونډې دده په بدل کښې اوس نور نوې جا سوسان په کا ر ګوما رلې دې) ،او نور ……………………………………………………………………کا شکې په ګرا ن هیواد دعلم او سوا دکچه لرړه وای نو به هیوا د والو دغه داسلا م او جها د په نامه دلالا ن او غله به یې ښه پیژ ندلې وای.زه په اشهد با الله شاهدې ادا کوم چې د ۱۹۸۰ لسیزې په اخره کښې کې نبې مصداق په بې بې سې کښې نطا ق وو ددغه اسلا م فروش وطن فروش سره مرکه کوله آو په لین کښې یو بل تکنوترات هم په لین کې وو. ګلبدین ماما وویل چې دافغا نیستا ن او جنوب ختیځ ګا ونډې په منځ کښې با ید سرحد نه وې.تا سې فکر وکړی …………………..
      ددا سې شخص د با ره دونده دما غې انرژې مصرفول منا سب کا ر نه بولم نه زما لپا ره او نه ستا سې محترم دپا ره . مننه زه په ۱۹۸۰ دمارچ پر ۲۱ تا ریخ دملحدانو دلا سه پاکیستان ته چې راغلم دده او ددوی په خبروخطا وتلی .ما دنورو ډیرو افغا نانو په شان دا فکر چې دی به دونده اسلام فروش او وطن فروش وې.

  3. ډاکټر صیب، تاسو د انساني وس مطابق ټول هغه څه لیکلي دي چې د یوه شرمېدلي انسان له پاره یې کارول په کار وه. زمونږ یو ملا وه هغه به ویل چې شرم خو … خر نیست که در پیشانی کس آویزان شود نو دا څو اجیر او د پردیو په خیراتونو را لوی شوي جګړه ماران چې ستاسو په وینا دا ۳۵ کاله د وطن په ورانولو لګیا دي دوی نه شرم لري نه غیرت. سربېره پر دې زه د یوه افغان په توګه د افغانستان د خلکو له خوا ټاکل شوي جمهور رییس ته د ګلبدین له خوا د خطاب پر وخت د مفرد مخاطب د صیغې (د «تاسو» پر ځای د «ته» ټکی) کارول افغانانو ته د پنجابیانو له خوا سپکاوی ګڼم او په کلکه یې غندم.

  4. ډاکټرصیب ډیره په زړه پوري لیکنه دي کړي
    ګلبدین نه یوازي په سیاست کي خطاګاني کړي بکله له نوی به دي خبر کړم چي نوموړي په دیني مسئلو کي هم بی شمیره داسي غلطي وي کړي چي انسان ورباندي له اسلامه ووځي
    په دي اړه د ښاغلي حافظ غلام سخي آغا لیکني په نن ټکي اسیا ویب پاڼه کي د کتلو وړ دي
    د حضرت ادم ع په اړه لیکي
    :

    حضرت آدم له یو ژوندي حیوان څخه پیدا سوی!. د قران پلوشی( ۴۰۳، ۴۱۰ مخونه)

    حضرت آدم له متنفس ژوي ( حیوان ) څخه پیدا سوی!. د قران پلوشي( ۵۰۰ مخ )

    حضرت آدم ( ع ) له نطفي څخه پیدا سوی!.د قران پلوشي( ۴۰۳ مخ )

  5. ډیره زیاته مننه ډاکټر صاحب د ساتسو ټولی خبری حقیقت لری او ډیر ښه غاښ ماتی جوابونه مو ورکړی دی. او سوال دا دی چی ګلبدین صاحب که یو واقعی افغان ، مسلمان او مجاهد وی نو باید په افغانستان کی یی ژوند کولی نه په هغه هیواد کی چی موږ سره یی په سلګونو جفا ګانی کړی. او ستاسو خبره سمه ده دی بیا دافغانانو د وینو تږی دی غواړی چی یو ځل بیا کابل په وینو رنګ کړی.

  6. ډاکټر صا حب ظهیر خدای دې ژوندی لره په ډیره بخښنه سره ځکه چې اوس مې ستاسې محترم نوم ولیدی اخدای مو مه زهیروه.او قلم مو تیز او بدن مو جوړ دالله (ج) څخه غواړم

ځواب ورکول حنفی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *