د محمد اورنګ مختار لیکنه –
د وردګو په چګ ولسوالۍ کې د ګوډه نهه برجه تاریخي کلا په ۱۲۳۳ ه ق کال په ډیر عجیبه ډول جوړه شوې ده، چې نه یوازې په افغانستان کې هېڅ ساری نه لري بلکې په نړۍ کې بې سارې کلا ده. په افغانستان کې ډېر وختونه په رسنیو او فرهنګي ځایونو کې د هلمند د بست یا دهرات د اختیارالدین قلعه ستاینې کیږي، خو که لرغون پيژندونکي یا د تاریخي ابدو وړ او متخصص کسان یا ژورنالستان له دې کلاڅخه لیدنه وکړي د دې کلا د محکمو او کلکو دېوالونو چې تر ۵ مترو لوړوالي يې سور یا عرض ۳ متره پلن دی وګوري له شک پرته به یاده کلا د نړۍ د مهمو عجایبو او لومړی لمبرکلا په توګه ونوموي. نهه برجه کلالکه چې له نامه څخه يې ښکاري ۹ برجونه لري، د منځ برج يې ترټولو لوړدی، چې شاوخوا ۲۲ متره ارتفاع لري،دغه برج یا اسمانڅکی ۵ پوړه لري، چې په پورتنیو ۴ پوړونو کې يې ۱۲ اتاقونه دي یعنی هر پوړيې ۳ اتاقه لري، چې ۳ په ۴ مترو کې جوړ شوي دي، له دې علاوه د برج په دیوالونو کې یونیم په دوه متره کې ګڼ نور اتاقونه شته چې په امنیتي لحاظ ډېر محفوظ دي. دکلا په منځ کې لوی او واړه حمامونه دچکوشي مرمرینو ډبرو څخه جوړ شوي دي. د کلا دروازه پټه ده چې د شوروي یرغل پرمهال روسان ونه توانیدل دغې کلا ته ننوځي. د پټې دروازې پر سر ۳ کټوې دي چې هره یوه يي د ۲۰۰ لیتره اوبو ظرفیت لري که دوښمن د کلا د دروازې سوځولو هڅه وکړي نو د دې کټوې او به يې اور مړ کولای شي.دا کلا د غازي مومین خان کلا هم بولي، غازي مومین خان د وزیر محمد اکبرخان د هغو سرکښو ۵ تنو غازیانو او سرخیلوقوماندانو په ډله کې راځي چې د میکناټن د وژلو او افغانستان د ازادۍ ګټلو په تدبیر او پلان کې یې مهم رول درلود.
د نهه برجه کلا اوس هم جوړه روغه ده او د غازي مومین خان څخه پاتې اولاده پکې ژوند کوي. د روایتونو له مخې د یادې کلا خټه به په غوایانو پخیده اوهر بیګا به د پنډې په بڼه جوړیده او په اوبو کې به ایښودل کیده سهارترپخیدا وروسته به پرې پسخې وهل کیدې، کلا د دروازې تمبه له متري لرګي جوړه شوې چې په سر کې یوه لویه کړۍ هم لري، د یادونې ده چې د برجونو د منځ دیوالونه ټول نقاشي شوي دي چې د هغه وخت د تمدن او هنر ښکارندوی دی.·
د دې کلا په جوړولو یو کال وخت لګیدلی دی، په یاده کلا کې د غازي مومین خان د اولادې ترڅنګ دهغه د ورور غازي یارمحمد خان اولاده هم اوسیږي، غازي یارمحمد خان د دې کلا تکمیل شوې بڼه نه ده لیدلې ، یارمحمد خان په ۱۲۳۳ کال کې چې د دې کلا د بشپړیدا چارې پيل شوې وې د هرات ولایت سپه سالار او د ځینو روایتونو له مخې د هرات والي و، هغه په همدې کال ( ۱۲۳۳ ) کال کې له دوښمن سره په مخامخ جګړه کې شهید شو اوبدبختانه د کلا تر بشپړیدا ورسره ژوند وفا ونکړه، غازي یارمحمد خان یوزړورمشر و،داسې روایتونه هم شته چې کله د دوښمن له خوا د غازي یارمحمد خان سرغوڅ شو نو غازي یارمحمد خان له سر پرته تنې باندې ترډیرې شیبې توره له لاس ونه غورځوله او د دوښمن سره وجنګیدا چې دا چاره که څه هم ځینو ذهنونو ته ښایی د منلو نه وي خو له تنې پرته د غازي یارمحمد خان جګړه دهغه د کرامت ښکاره بېلګه ده.
هغه تیږه چې د دې کلا د دروازې پر سر لیکل شوې ده پرې لیکل شوي چې دغه کلا د هغه وخت په ۱۷۰۰۰ طلایی سیکو جوړه شوې ده چې هغه مهال يې دود درلود، دا رقم د نورو عادي انسانانو له توان څخه پوره نه ده، دغازي یارمحمد خان مشر ورور غازي مومین خان چې د دې کلا اصلي مالک دی، وروسته له هغه د وخت د مشرانو او ولسونو د پام وړ وګرځید چې نوموړي په ساړه ژمي کې له کابل څخه تر کندهاره پورې په څو ساعتونو کې ځان ورساوا او هلته يي را ولاړو شوو شخړو ته د پای ټکی کيښود.
غازي مومین خان چې د ( افغانستان درمسیر تاریخ) نومي کتاب کې يې میرغلام محمد غبار یادونه کړې ده د وخت د ۵ وتلو غازیانو څخه و، نوموړی د غازي امین الله خان لوګري کلک ملګری و، غازي مومین خان د ملاحکیم زوی دی، نوموړی د پکتیا د بنوزیو په دره نومې سیمه کې نړۍ ته سترګې غړولې په قوم اوریاخيل غلجايي و، هغه له نوي ډهلي تر پيښور، له پيښور تر وزیرستان، پکتیا، پکتیکا، بیا دلوګر تر سنګ نوشته، کابل ،غزني او کندهار پورې غزاګانې او حکومتونه کړي دي، خو د وردګوله قوم او سیمې سره دهغه د ځانګړې مینې له امله هغه د خپل ځان او خپل او لاد لپاره د وردګو دچک د ګوډه سیمه غوره کړې ده، ګوډه چې د چک ولسوالۍ یوه مهمه او مشهوره حوزه ده، د دایمیرداد ولسوالۍ له تنګي سیدان نیولې تر سیاب پورې غزیدلې ده،د ګوډه سیمه د غازي مومین خان او غازي یارمحمدخان ترمنځ د سیند په اوږدو ویشل شوې یعني د سیند ختیځ پلو د غازي مومین خان او د سیند لویدیځ د غازي يار محمد خان ځمکې وې . د یادونې ده چې غازي یارمحمد خان هم پخپله ځمکه کې یوه مهمه کلا جوړه کړې ده چې اوس هم جوړه ده، دغه کلا دغازي امان الله خان د واکمنۍ پر مهال ظبط او د وزیرستان څخه راغلیو ناقلینو ته ورکړل شوه چې اوس د مسعودو د قوم خلک په کې اوسیږي.
دا کلا د غازي مومین خان کلا هم بولي، غازي مومین خان د وزیر محمد اکبرخان د هغو سرکښو ۵ تنو غازیانو او سرخیلوقوماندانو په ډله کې راځي چې د میکناټن د وژلو او افغانستان د ازادۍ ګټلو په تدبیر او پلان کې یې مهم رول درلود.
د نهه برجه کلا اوس هم جوړه روغه ده او د غازي مومین خان څخه پاتې اولاده پکې ژوند کوي. د روایتونو له مخې د یادې کلا خټه به په غوایانو پخیده اوهر بیګا به د پنډې په بڼه جوړیده او په اوبو کې به ایښودل کیده سهارترپخیدا وروسته به پرې پسخې وهل کیدې، د دې کلا دیوالونه او برجونه تر ۲۲ مترو پورې لوړوالی لري، د دروازې تمبه یې په ۱۵ متري لرګي جوړه شوې چې په سر کې یوه لویه کړۍ هم لري.
ددې کلا د منځ برج چې لوی برج یې بولي د دیوالونو په منځ کې ۴ متره نقاشي شوي اتاقونه دي، چې ، د دغې کلا دبرجونو هسکوالی او مزینو نقاشي شوو اتاقونو منځ ته ورتلل چې د برجونو په لوړو پوړونو کې دي حیرانوونکي او ویرونکی دي
پورته معلومات د غازي مومین خان دکړوسي حاجي ملا محمد اسماعیل او د غازي یارمحمد خان د کړوسی الحاج ظابط عبدالوهاب څخه اخستل شوي دي، دواړه اوس هم حیات دي او په دې کلا کې اوسیږي د کلي مشرانو هم د دوی د امانت دارۍ له وجې دیادو دواړومشرانو په غاړه ده .یاد مشران له نیکه مرغه زما ترټولو نږدې خپلوان هم دي حاجي محمد اسماعیل مې پلار او حاجي عبدالوهاب مې ماما دی، د دوی دواړو څخه دغه معلومات زماد خپلوي اړیکو له امله نه بلکې د هغوی د مشرۍ او دیانت له امله امانت را اخیستل شوي دي.
له ډېرو خفګانونو وروسته ایله نن خوښ شوم. شکر دی چې داسې څه لا هم روغ لرو. د وردګو کلتوري یون څخه ډېره زیاته مننه. په کار دی چې د دې کلا ډېر عکسونه له بهر او داخل څخه واخیستل شي او په رسنیو کې خپاره شي. بله دا چې حکومت دې د دې کلا اوسېدونکیو ته نور ځایونه ورکړي او دا دې سرکاري وګرځول شي ځکه چې دا په لرغونو ځایونو کې راځي او دا د ټول افغان ولس مال ګڼل کیږي.
مختار صیب د کلا په اړه مو په زړه پورې معلومات لیکلي، ښايي هر څوک د خپلې سیمې تاریخي ځایونو په اړه خپل معلومات ولیکي، دغه معلومات که د سپینږیرو او مشرانو له خولې وي، اساطیره نظرونه ولري او یا نور څه خپل تاریخي او کلتوري ارزښت لري، دغه کلا ما هم لیدلې د ننه ورغلی یم او کوربه مې ښه پالنه کړې – ریښتیا هم خورا کلتوري او تاریخي ارزښت لري- فکر کوم د داوود خان یا محمد ظاهر شا د وخت په کوم نوټ یې انځور هم شته.