تاند- چین ته د افغانستان د ولسمشر اشرف غني احمدزي د سفر په وروستۍ ورځ او د افغانستان په اړه د نړیوال کنفرانس په پای کې د بېجنګ اعلامیه خپره شوه.

چین د افغانستان نړیوال کنفرانس، چې له افغانستان سره یې د مرستې لپاره د لسګونو پروګرامونو د پیلولو په اړه موافقه وکړه، وستایه.

د چین د بهرنیو چارو وزیر (وانګ يي) د جمعې په ورځ /اکتوبر۳۱مه/ وویل د بېجنګ له اعلامیې سره سم کنفرانس موافقه وکړه چې په افغانستان کې د پانګونې، بیخ بنا (زېربنا)، تعلیم، د طبیعي پېښو د مخنیوي او سوداګري په شان برخو کې ۶۴ پروګرامونه یا پروژې پیل کړي.

ده وویل چې دا پروژې به له افغانستان سره د پرمختګ او د بهرنیانو له مرستې پرته د سولې په ساتلو کې کومک وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر خبریالانو ته همداراز وویل چې د افغانستان په اړه د استانبول د پروسې د وزیرانو کنفرانس بریالی و.

چین ولسمشر اشرف غني احمدزي ته د څه باندې درې سوه ملیون ډالرو مرستې ژمنه ورکړې ده. ده چین د افغانستان د لنډ مهال، منځني مهال او اوږدمهال ستراتیژیک دوست بللی دی.

چین له افغانستان سره یوازې ۷۶ کیلومتره پوله لري چې په هغې کې هم لوړو غرونو د تګ راتګ امکان له منځه وړی دی. خو له دې سره سره چین د افغانستان پرېمانو طبیعي زېرمو ته لېواله دی او غواړي چې په افغانستان کې زیاته پانګونه وکړي ځکه چې له یوې خوا افغانستان ورته نژدې دی او له بلې خوا افغانستان هغه څه لري چې د چین پرمختلونکې تکنالوژي ورته اړتیا لري.

همدا علت دی چې چین د افغانستان د ولسمشر اشرف غني احمدزي بې ساری هرکلی وکړ.

0 thoughts on “د چین د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په اړه د نړیوال کنفرانس اعلامیه وستایله”
  1. محترمو وطنوالو سلام
    دنيا په څه فکر کی ده او مونږ وړو ،وړو څيزونو پوری نښتی ياستو يووايي ډاکترصيب له عمری ته تللی
    نه و، ولی عمری ته لانړل کله چی عمری ته لاړلو ولی عمری ته لاړلو ۰اوس احمدزی يی دخپل نوم نه
    ليریی کړ ۰ناری وهل کيږی احمدزی دخپل نوم څخه ولی ليری کړ۰ دوستانو متل دی دامړی دومره ژړا نه ارزی، په دی باندی افتحار وکړو افغانستان دتاسيس نه تراوسه پوری چين هيواد زمونږ
    ګاونډی هيواد دی نوم مواوريدلی و هيڅ نوع دوستانه اړيکی چی محترم ولسمشر اشراف غنی په دغی سفر
    کی ټينګی کړی هيڅ زمامندار نه پری فکر کړی واو نه يې دوسه پوره وه اهليت شحصيت لياقت جداشی دی الله چاته ورکړی وی دادکارسړی دی ډی دپلانونو مزاحمت مه کوی داهيواد دغسی دانشمند ته اشد ضرورت لری بايد کمک ورسره وشی ترڅو خپل پلانونه عملی کړی دی ۱۳کالو کی دومره کارنه شوی لکه دمحترم غنی په دری هفتو کی چی وکړو تحريب په ځای کمک وکړی په درنښت ګل محمد جرمنی نه

ځواب ورکول loy afghanistan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *