تاند، چهار شنبه، د قوس ۱۳مه: افغانستان لپاره د چین نوي سفیر وانګ یوو په یو خبري کنفرانس کې ویلي، نه غواړي چې افغانستان د لویو قدرتونو په جګړه کې ښکېل یا هم په دې جګړه کې زیانمن شي.
نوموړي نن له افغان خبریالانو سره په لیدنه کې زیاته کړه چې هېواد یې د افغان حکومت په مالکیت د سولې د خبرو او مذاکراتو ملاتړی دی.
د وانګ یوو په خبره تاوتریخوالی او دوامداره جګړه په افغانستان کې د هیڅ لوري په ګټه نه ده، خو د سولې لپاره له خبرو اترو پرته هیڅ بله لاره هم نه ده پاتې.
وانګ یوو همدا راز وویل، که څه هم همدا اوس د چین له دریو میلیونو زیات وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، بیا هم چین چمتو دی چې د افغانستان په بیا رغونه او واقعي سولې ته د افغانانو په رسولو کې مرسته وکړي: (( موږ له افغانستان سره ښې او دوه اړخیزې اړیکې لرو او هیڅکله د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوو.))
نوموړي یو وار بیا ټینګار وکړ چې هېواد به یې ډېر ژر د افغان بحران د حل لپاره د یوې بین الافغاني ناستې کوربه وي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا دوه اوونۍ وړاندې پر چین نیوکه وکړه چې د افغانستان سره یې هیڅ مرسته نه ده کړې او نه یې هم په اقتصادي ډګر کې د دغه هېواد لاسنیوی کړی دی.
خبری ښی وی مګر ویی نه ویل چی همدا پاکستان د افغانستان په داخلی چارو کی لاسوهنه کوی ایا چین به یی په وړاندی د خپل نفوذ په اندازه لدی ورانکاری دریځ وګرځوی مګر چی تاریخ ښودلی نړیوالو له افغان ولس سره لویه جفا کړی ځکه دوی تل پدی ولس باندی جنګی مجرمین په قدرت رسولی او د دوی د محاکمی په اړه یی هیڅ وخت ځانګړی نړیواله او بی پری محاکمه جوړه نکړه او پدی هم پوهیږی چی پاکستان یو نفاق اچوونکی او همدارنګه جنګی ډلو او ټپلو او ګوندونو نظامی او مالی او سیاسی ملاتړ کوونکی هیواد دی
لا تر اوسه نړیوالویی په وړاندی غبرګون نه ښایی
نو لدی معلومیږی چی دوی د افغان ولس په وژلو باندی خوښ دی نو دوی دی دلته د درواغو سیاست او بی ثمره سیاست مخی ته نه بیایی
ځکه ولس پوه دی چی نړیوال دلته سوله او ثبات او سوکالی او آرامی نه غواړی او دوی دلته خپلی ګټی په افغان ولس وژنه او جنګ کی ګوری