تاند – د افغانستان ولسمشر اشرف غني دوشنبې( د فبروري ۲۹) په ارګ کې د چین له لوی درستیز جنرال فان فین هوی او ملګري  پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، په پیل کې د چین د وسله وال پوځ لوی درستیز ولسمشر ته د افغانستان او سیمې په هکله د چین د ولسمشر د نظریاتو، پلانونو او پروګرامونو په هکله معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې د افغانستان او چین اړیکې دوستانه او په ښو مناسباتو ولاړې دي.

هغه زیاته کړه، چې د ترهګري ضد ګډه مبارزه باید د افغانستان، تاجکستان، چین او پاکستان د څلور اړخیز چوکاټ له مخې ترسره شي. د چین لوی درستیز همدارنګه د دغو څلورو هېوادونو تر منځ د اطلاعاتو او معلوماتو دشریکولو په همکارۍ ټینګار وکړ.

جنرال فان فین هوی وویل، د څلور لارې په توګه د افغانستان موقعیت د چین د اقتصادي کمربند لپاره حیاتي ارزښت لري، خو ترهګري د چین د دغه اقتصادي کمربند لپاره ستر ګواښ دی، نو له دې امله د چین هېواد د ترهګري پر ضد مبارزه باندې ټینګار کوي.

جنرال فان فین هوی بیا په پوځي برخه کې د ۴۸۰ ملیون چینایي ین په ارزښت له افغانستان سره د مرستې اعلان وکړ.

جنرال فان فین هوی ولسمشر اشرف غني مخاطب کړ او ویې ویل، د چین خلک تراوسه هم په نړیوال بانک کې ستاسو د ماموریت پرمهال د چین په بېلابېلو برخو کې د اوبو لګولو د پروژو د تامین او تطبیق یادونه او قدرداني کوي.

اشرف غني د چین له ولسمشره مننه وکړه، چې د ترهګري پر ضد د سیمې د هېوادونو د همکاریو د جلبولو په موخه یې د ده طرحه خوښه کړې او د یادې طرحې د عملي کولو په هدف د سیمې د هېوادونو د مشرانو غونډه جوړوي.

جمهور رئیس غني د ترهګري پر ضد د ګډې مبارزې په هدف د افغانستان، تاجکستان، چین او پاکستان د هېوادونو طرحه ګټوره وبلله او ټینګار یې وکړ، چې دغه مبارزه باید د واضح میکانیزم او د ترهګرو تر منځ د ښه او بد له تفکیک پرته ترسره شي او له ټولو ترهګریزو ډلو سره باید یو ډول چلند وشي.

One thought on “د چین لوی درستیز له افغانستان سره په پوځي برخه کې د مرستو اعلان وکړ”
  1. بد کوي مونږ دپوځې مرستو پرځای د ښوونې او روزنې بریښنا او اوبه خور بندونو جوړولو کې مرستو ته اړتیا لرونه پوځې مرستوته

ځواب ورکول qamar ali ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *