د ۱۳۹۳ لمريز کال ولسمشريزو ټاکنو، د ګڼو نوماندانو له ډلې څخه ډاکتر عبدالله عبدالله هغه کس و، چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې مخکښ نوماند وپېژندل شو او د ټاکنو په دويم پړاو کې يې له دوکتور اشرف غني احمدزي سره سيالي وکړه؛ مګر په غوڅ اکثريت يې ماتې وخوړه. اوس پوښتنه دا ده، چې ډاکتر عبدالله عبدالله ولې د دويم ځل لپاره په ولسمشريزو ټاکنو کې ماتې خوري؟

ډاکتر عبدالله عبدالله د خپلې سیاسي پوهې د کمزورۍ له امله، له اوسنيو ټاکنو کلونه مخکې او بيا د ټاکنيز بهير د پيلېدو او ترسره کېدو پر مهال تېروتنې وکړې او داسې تصميمونه يې ونيول، چې ډېری يې د ده په زيان وو او له امله يې د دويم ځل لپاره هم د ټاکنيز بهير له لارې، ځان واک ته ونه شو رسولی.

تر ټولو دمخه د ولسواکۍ په آرونو د ښاغلي عبدالله او د هغه د اړوندې ډلې د باور نشتوالی و،  سره له دې چې په يوه دېموکراتيک بهير کې يې ګډون کاوه او بيا يې پايلې نه منلې؛ هغه څه و چې افغان ولس او نړيوالو ته يې، د ده د کمزورۍ ټکي ورښکاره کړي وو. د دوی ډلې په ۲۰۰۴ کال کې هم د ټاکنو د بهير پايلې ونه منلې، په ۲۰۰۹ کال کې يې هم نه يوازې دا چې د ټاکنيز بهير پايلې ونه منلې، بلکې د ښاغلي کرزي د حکومت مشروعيت يې هم تر پوښتنې لاندې راوست او بيا اوس هم هماغه څه تکرارېږي او دا ځل خو بيخی ښيي چې د تېر په پرتله دا ځل په آسانه د خپلې ماتې منلو ته تیار نه دي او دا ځل په حتمي ډول واک ته رسېدل غواړي. دې چارې افغان ولس او نړيوالو ته په کلکه دا روحيه ورکړه، چې ګويا ډاکتر عبدالله عبدالله او ترشا يې ولاړه ډله، يوازې واک ته رسېدو تر کچې پر ولسواکۍ باور لري او له دې ورهاخوا هماغه خپلې پخوانۍ لارې په  پام کې لري.

کله چې نوموړي په ۲۰۰۹ کال کې د خپل سيال حامد کرزي پر وړاندې ماتې وخوړه، له هغه وروسته يې هم په منظم ډول داسې تېروتنې کړې دي، چې د ده بريا يې ناشونې کړه. نوموړي د افغان حکومت د اپوزيسيون مشري وکړه؛ خو په هغو څو کلونو کې چې نوموړی د اپوزيسيون په رهبرۍ کې و، د حکومت د سياسي مخالفينو له خوا تل داسې تصميمونه نيول کېدل، چې پر عبدالله عبدالله او د ده ترڅنګ نورو مخکښو څېرو يې خورا منفي اغېز کاوه. ان تر دې چې ډېری څرګندونې او تصميمونه يې له ملي ګټو سره په ټکر کې وو، چې له امله يې پر ده د افغانانو باور يوازې تر يوه ګوند او څو ولايتونو پورې محدود شو. نوموړی په دغو کلونو کې تر ډېره په دې نه پوهېده، چې کوم څه د ملي ګټو په زيان او يا هم په ګټه دي او همدارنګه کوم څه هم د ده ډلې ته ګټه او يا هم زيان رسوي.

کله چې د اپوزيسيون تر چتر لاندې د ټاکنو موضوع د ډاکتر عبدالله عبدالله لپاره مطرح شوه، نو په طبعي ډول له ځينې داسې ستونزو او تېروتنو سره مخ شو، چې د ده په ژوره کمزورۍ يې دلالت کاوه. نوموړي د دوی په وينا، له پخوانيو مجاهدينو، يا هم د نظار شورا او نورو هغو شخصيتونو سره، چې د اکاډېميکې پوهې پر ځای د جګړو له لارې د افغانستان په سياست کې مطرح شوي وو، جوړجاړی ونه شو کړای او تر منځ يې ډېر ژور درزونه رامنځته شول.

د سږ کال ولسمشريزو ټاکنو د بهير له پيل سره د هغه د تېروتنو لړۍ د هغه د مرستیالانو په غوره کولو سره وغځېده او په ډېر سطحي تحلیل سره یې خورا ناکامه ټاکنیزه ډله جوړه کړه، چې په عامه ذهنيت يې هم ډېر اغېز وکړ. په دې منځ کې په ایران یا پاکستان غوندې هېوادونو بې حسابه او بې مطالعې تکیه هم هغه څه وو، چې خپله ډاکټر عبدالله عبدالله ېې هم په اړه دقیقه او اوږدمهالې ارزونه نه درلوده، چې عامو افغانانو ته د دې چارې له نښو نښانو څرګندېدو سره، په نوموړي باور ډېر کم شو، په تېره بیا چې د عطامحمد نور او محمد محقق شخړه پاروونکو څېرو يې هم په تصمیمونو اغیز شروع کړ.

دغه راز د ټول افغانستان د رهبرۍ د داعيې لپاره، يوازې د جمیعت ګوند ته ځان محدودول يې بله ستره تېروتنه وه، چې ټولې وړاندوينې يې ناسمې راوختې او نه یوازې دا چې په سیاسي ډګر يوازې او محدود پاتې شو؛ بلکې په هغو رایو يې هم اغیز وکړ، چې د هغه په نامه به صندقونو ته لوېدلې. د نوموړي ټاکنيزه ډله له ډېرو کمزورو او داسې څېرو جوړه وه، چې ډېری افغانان يې له مخينې ښې خاطرې نه لري.

که څه هم خپله د نوموړي مخینه هم دا په ډاګه کوي، چې د وړتیاوو له مخې کمزوری کس دی؛ خو دا چې مشورې او لارښوونې هم له داسې لورو ترلاسه کوي، چې هغوی د خپلې سابقې، ګټو او تفکر له لحاظه د ډېر ستر اکثریت پر وړاندې متعصب دي او ډېر محدود ځان غوښتونکی لید لري؛ چې په هغه کې عطامحمد نور، حاجي محمد محقق، امرالله صالح، ولي مسعود او ځینې مهال یونس قانوني چې د دوی په منځ کې تر يوې کچې له سیاسي معاملو سره ډېر آشنا دی، د دوی ضد او نقیض او ډول ډول مشورو هم هغه په خپلو پرېکړو کې کمزوری کړ.

د ده د کمزورۍ او د ټيم د جوړښت له امله يې، د ټاکنو په دويم پړاو کې اشخاص هم تر ډېره په سمبوليک ډول ورسره يوځای شول، چې ولسي ملاتړ يې خورا کم و او د دې پر ځای چې مثبت اغېز وکړي منفي اغېز يې وښانده .

د ډاکتر عبدالله بله تېروتنه په حکومت په تېره بیا امنیتي ارګانونو کې پر خپلو پلویانو بې حده او بې ځایه تکیه وه، چې ډېری برخه يې د تېرو جګړو پخواني لوبغاړي او جنګیالي یا د هغوی دويم نسل و، چې تر ډېره د ډاکتر عبدالله او د هغه د نور ټیم په څېر ډلو له خوا، د ونډې له مخې په دولتي پوستونو کې ځای پر ځای شوي وو. له هغوی څخه د ښاغلي عبدالله تمه د درغلیو، د هغه په ګټه د امکاناتو د کارونې او نورو هر اړخیزو ملاتړونو په برخه کې وه، چې دا حرکات له يوې خوا څارل کېدل هم او له بلې خوا يې د ښاغلي عبدالله په اړه د ذهنیت په بدلون کې هم رول درلود.

د ښاغلي عبدالله د تېروتنو په لړۍ کې، په لومړي پړاو ټاکنو کې د برياليتوب بې ارزونې هيله وه، چې تر ټولو زياته تکيه يې هم پر پراخو درغليو وکړه؛ خو دا چې د نوماندانو شمېر زيات و، هغو پراخو درغليو تر ډېره د ګټې پر ځای زيان ورواړاوه. د نوماندانو د شمېر د زياتوالي له امله له درغليو سره سره، رايې تر ډېره ووېشل شوې؛ خو د دويم پړاو لپاره يې سخت زيان له دې امله ورته وکړ، چې مقابلې ډلې يې د خپلې سيالې ډلې د درغليو د مخنيوي لپاره خورا جدي ګامونه اوچت کړل او تر ډېره يې د درغليو مخنيوی وکړ او واک ته يې د ده د رسېدو له وېرې د درغليو هڅې وکړې.

د پلان، پروګرام او مناظرو پر ځای په خپله جنګي سابقه ټینګار او د خپل سيال په ښکنځلو او سپکولو د هغوی تکیه، د دوی بله تېروتنه وه چې د دوی تصویر ته یې سخت زیان واړاوه؛ خو مقابل لوري يې بيا په دې برخه کې له ډېر تدبيره کار واخېست.

په تېره بیا د سولې لپاره پر هغه د هر ډول باور نشتوالی او د سیمې او نړۍ پر وړاندې د هغه احتمالي دریځ هم نه یواځې چې د امریکا په مشرۍ لویدیځ بلکه په سیمه او کور دننه کې په هغه بدګمانۍ او بې باورۍ زیاتې کړې.

په اقتصادي برخه کې هم د هر اړخیز پلان نشتوالی او یا هم لږ تر لږه د داسې یوه ډاډ رامنځته کول چې حکومت به یې له واک ته رسېدو سره د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راوړي نه وو چې دا هم د هغه لپاره سخت ګوزار و.

په لومړي پړاو کې له يو زيات شمېر تقلبي رايو دفاع، بېلابېل ډوله ګواښونه او د بريا لپاره د بلې هرې ممکنه لارې کارولو هم په دويم پړاو کې د ده بريا ته پر رسېدو زيات منفي اغېز وښانده او په ډېر بې تدبيره  ډول د واک غوښتنې هڅو، ډېری افغانان پر ده بې باوره کړل.

دويم پړاو ته د ټاکنو له تګ سره يې تېروتنې ډېرې زياتې شوې او سره له دې چې د خپلې بريا پر محدوديت پوهېده، داسې خوځښتونو، ويناوو، ژمنو او خلکو ته د توهين لوری يې ونيوه، چې ورځ تر بلې يې زيانونه ورته زيات شول. په ټوليز ډول په لومړي پړاو کې هم تر ډېره نوموړی د درغليو پر مټ مخکښ شو؛ خو په دويم پړاو کې درغليو تر ډېره ښه پايله ونه درلوده او ترڅنګ يې مقابل ټيم هم خورا ځواکمن شو.

د دويم پړاو ټاکنو د رایې ورکونې د ورځې په پای کې د هغه له خبري کنفرانس رانیولې تر نن ورځې پورې د هغه بې تدبيره، تلواري او بې واره خبري غونډو، ويناوو، ګواښونو، ضد او نقيض څرګندونو او دريځونو د ده ناکامي حتمي کړه. بالاخره د پروسې ردول، د ولسمشر توهینول او په پلویتوب تورنول، د نظام سپکاوی، د بهرنيانو مداخلو او د نا ارزول شوي پلان له مخې بحران ته د لمن وهلو هڅه هغه څه وو، چې له عامو افغانانو نيولې تر نړيوالو پورې ټول په دې باور شول، چې د ده ناکامي د مقابل ټيم د درغليو له امله نه، بلکې د ده د کمزورۍ له امله ده.

په وروستيوورځو کې د نوموړي له خوا د هرې غوښتنې له مطرح کېدو او منل کېدو وروسته نورې پرله پسې غوښتنې او له خپلې سيالې ډلې او نورو قانوني ارګانونو سره د ده له خوا شوو ژمنو تر پښو لاندې کولو سره، د نړيوالو باور هم پر نوموړي ډېر راکم شو او ډېری بهرني هېوادونه هم اوس خپلې راتلونکې ګټې، د افغانستان ولسمشرۍ ته د داسې يوه متزلزل کس په رسېدو سره په خطر کې ګوري.

داسې ښکاري، چې د ډاکتر عبدالله  عبدالله او د ده ترشا ولاړې ډلې منظمې تېروتنې او کمزورۍ به، راتلونکی حکومت هم دې ته اړباسي، چې په راتلونکي کې په افغانستان کې د یوه ځواکمن مرکزي نظام د ننګولو له وېرې، د دغې ډلې لاسونه د تل لپاره ورلنډ کړي. پای

0 thoughts on “د ډاکتر عبدالله عبدالله د ماتې اصلي لاملونه/ عبدالله الهام جمالزی”
  1. Dear Jamalzay,
    This is Afghanistan Not USA,UK Or India, we don’t have Box for votes we don’t have Ink for finger there is No low for selection of Election commission Just spotter Country order to president for nomination of Election commission staff that is not Independent Commission in last 13 year we didn’t have National ID cards (Taskira) we don’t have exact vote list Etc…more in more
    What do you think when we have the above problem our Election will be Clear or Not?
    on Friday will be (Mishir Lala ) come & elect the President don’t wary???

ځواب ورکول Sayed ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *