وطن دوست – ډاکټر اشرف غنی سره د جنرال دوستم د ايتلاف هم د ډاکټر غنی دوستانو او خاصتا پښتنو ته او هم د ډاکتر غني مخالفينو او شمال ټلوالې کانديد ډاکټر عبدالله او د هغه پلويانو ته يوشان د تعجب او شاک وړ خبر و خو د دواړو موخې او د حيرانتيا دلايل جلا جلا دي چې په لاندی څو کرښو کې غواړم چی د دی ايتلاف په مثبت او منفي ټکو رڼا واچوم:

1. د ډاکتر غنی طرفداران او بعضی احساساتی پښتانه په دې حيران شول چی څنګه اوبه د اور سره يو ځای شوې ځکه د تيرو څو لسيزو تبليغاتو، جنګونو او وژنو د جنرال دوستم نوم دومره خلکو ته منفور کړی، او په خلکو کې يې دا روحيه دومره پياوړې کړې چې فکر کيږي ګواکې دی د پښتنو پرضد دی او د افغانستان د ټولو جنګي جرمونو پړه د همده په غاړه ده حال دا چې واقعيتونه داسی نه دي ځکه د دې نه ډير داسی نور کسان شته چی د هغوی جرم د دې نه هم زيات دی د بيلګه په توګه مارشال فهيم، محقق او حتی په پښتنو کی ډير داسی کسان شته چی د هغوی تير سوابق د دوستم نه بدتر دی.

2. د جنرال دوستم يووالی د ډاکتر غنی سره دشمالی ټلوالی او خاصتا د ډاکتر عبدالله ټيم ته ځکه د شاک او تعجب خبر و چی هغوی دا هيڅ فکر نه کاوه چی ډاکتر غنی به جنرال دوستم د خپل لومړی مرستيال په توګه ومنی نو په دی اساس به په پښتنو کی قوی کانديد رامنځته نشی او ميدان به دوی ته شغالي پاتې شي.

د ډاکتر عبدالله او خاصتا د هغه کلک متحد عطامحمد نور چی په شمال کې زياتی رايي او مادي امکانات لری د ډاکتر غنی او جنرال دوستم اتحاد مستقيما د هغه لپاره جدی خطر دی او نفوذ يې له نيمايي نزيات په شمال کی او خاصتا په بلخ ولايت کی راکموي او حتی د عطا محمد نور د بقا لپاره هم جدی ګواښ کيدی شی ځکه جنرال دوستم او عطا محمد نور د بلخ په ولايت کی جدی رقابت لري له دې برسيره د متحدی جبهی دری ګوني مثلث په دری ټوټو وويشل شو چی محقق د ډاکتر عبدالله، احمد ضيا مسعود له زلمی رسول او جنرال دوستم د ډاکتر غنی سره تقسيم شو.

3. ډاکتر عبدالله ځکه د جدی مشکل سره مخامخ دی چی د حزب اسلامی تکت لومړی مرستيال د انجنير محمد خان په مشری دی ته نه د حزب رای راوړلای شی او نه د پښتنو اکثريت ده ته رای ورکوي. اکثريت حزبيان په دې تصميم خوشاله نه دي او حزب څو ټوټی شوی دی. همداشان د ډاکتر عبدالله دويم مرستيال محقق شايد د هزارو يوازی په سلو کی ديرش رای ورته راوړی ځکه کريم خليلی ګروپ د ډاکتر غنی سره دی، او د هزارو نور واړه ګروپونه لکه مدبر، سيما ثمر او سرابی د نورو کانديدانو سره دي د تاجک وټ هم تقسيم شوی ځکه اسمعيل خان د استاد سياف سره او احمد ضيا مسعود د زلمی رسول سره ولاړ دي او هم نور تاجک ان چی د ارګ په محور څرخی د ډاکتر عبدالله سره په لار نه ځی.

4. که د دوستم د سوابقو نه تير شو نو يواځنی کس چې په افغانستان کی ثابتی رای لری او خپل قوم يې ورسره په هر حالت کی کلک ولاړ دی. د جنرال دوستم د بقا يوازنۍ وسيله د خپل قوم ملاتړ دی او دې ته يې په ډيرو سختو حالاتو کی نجات ورکړی او دی هم خپل قوم ته وفاداره پاتې شوی او جدي رقيب په خپل قوم کی نه لري. له دې برسيره، جنرال دوستم ډير قوی مشورتی ټيم هم لري او د هغوی مشورو ته غوږ ږدی.

5. د ډاکتر اشرف غنی سره د جنرال دوستم يو ځای کيدل د افغانستان اتحاد او يوالی ته قوت بښی او دا اوازې يې چی ګوندی افغانستان به تجزيه شی له منځه وړی.

6. اوس د تاجک کانديد د کاميابيدو چانس ډير کم ښکاری که خدای نا خواسته تاجک انتخابات وګټی نو دا به طالبانو او يا د هغوی پلويانو ته دا پلمه په لاس ورکړي چی خپل جنګ ته دوام ورکړی او باالاخره افغانستان به د يو بل داخلي جګړې سره مخامخ شي. نو د دوستم او جنرال غنی اتحاد د افغانستان د داخلی جګړې د مخنيوی لپاره يو ښه اتحاد دی.

7. که څوک په شمال کی بلد وی نو په تاريخي لحاظ هميشه پښتانه او ازبک سره يو ځای پاتی شوی او په دی توګه د تاجکو نه د دواړو قومونو وټ په شريکه زيات دی. د جهاد په وخت کی او حتی د دی حکومت په سر کی پښتانه او اسلامی حزب د جنرال دوستم سره يو ځآی و چی ښي نموني يي نسيم مهدی او جمعه خان همدرد و. جمعه خان همدرد د جنرال دو ستم د اتمی فرقه قوماندان و.

8. يوازنی مشکل چی ازبکو د پښتنو سره درلوده، هغه په سرپل کی او هم په تخار او کندوز په دوه ولسواليو د امام صيب او دشت ارچی کې و چی د دې بديو اصلی علت هم تاجکان و چی د شورا نظار په مشوره يې د پښتنو سره په جنګ اچول او اوس اميد دی چی د ازبکو او پښتنو دا مشکل حل شی. 9. دا به اول ځل د افغانستان په تاريخ کی وی چی پښتانه ستراتيژيکه ملګرتيا د شمال د ازبکو سره ولری او دا ملګرتيا د افغانستان د ثبات او يوالی لپاره خورا مهمه ده.

10. ازبک پښتنو ته ستراتيژيکي تهديد د ژبې او کلتور له امله نه و او نه دی او نه پښتانه د ازبکو لپاره.

11. که همدا اتحاد بريالی شی نو ترکتبار ملکونه خاصتا ترکيه چی اوس نوی اقتصادی قوت په منطقه کی دی او په راتلونکی کی شايد زياته پانګونه په افغانستان کی وکړی او افغانستان شمالی زيرمې را ويستل او په سمه توګه مديريت د افغانستان راتلونکی اقتصادي رشد لپاره خورا مهمه ده.

12. که دا اتحاد کاميابيږی نو افغانستان د سعودی او ايران د رقابت نه هم بچ پاتی کيږی چی د دواړو هيوادونو رقابت د افغانستان فرهنګ، کلتور اومذهب ته خورا خطرناکه دی.

که تاجک د ايران په حمایت کاميا بيږی نو سعودی خامخا د وهابی مدرسی زياتوی تر څو د ايران مخه په دی توګه ونيسی او دا دافغانستان لپاره ډير خطرناک دی ځکه مونږ لا تر اوسه د پيښور د مدرسو، وهابیت او تکفيری ډلو د مشکل نه خلاص نه يو. 13.

د ايران تبليغاتی شبکی او هم د شمال ټلوالی ګروپونه په دی هڅه کی دی چی د پښتنو د ادرس نه ليکنی وکړی تر څو دا اتحاد له منځه يوسی خو فکر کوم چی دا کار به مشکله وی ځکه پښتانه او هم ازبک د دی اتحاد په اهميت پوهيږی چی هم د دوی ګټه پکی ده او هم دافغانستان ګټه. دا اتحاد هم لنډ مهاله ګټه لری اوهم اوږد مهاله نو بايد افغانان په عمومی توګه او پښتانه بايد په خاصه توګه د ايران او د هغوی د پلویانو د تبليغ لاندی رانشی.

14. نو اوس تاسی قضاوت وکړی چی د داکتر غنی او جنرال دوستم اتحاد د افغانستان په ګټه دی خاصا د پښتنو په ګټه ؟ چی اوس په بی سر پوښه پاتی دی.

15. يو بل ټکی ته غواړم چی اشاره وکړم هغه دا دی چی جنرال دوستم چی د دی ټولو معززينو سره و دومره بد نه و خو اوس چی د ډاکتر اشرف غنی سره و دريد نو ډير بد سړی دی.

افغانان خبر دی چی دوستم د افغانستان په فوځ کی د يوی وړی رتبی نه په کار پيل وکړ او داچی جنګی قابليت او د خپل قوم ملاتړ درلود نو جنرالۍ تر رتبی ورسيد او يوه لویه مليشه يي ځواک يې جوړ کړ چی د تيرو رژيمونو مشرانو ورته حتی د ډاکتر نجيب الله د خاص ملاتړ نه برخورداره و. دا چی د تاجکی پرچميانو په لمسون او د شورا نظار په مشوره د ډاکتر نجيب الله مخالف شو جدا خبره ده.

16. د افغانستان لومړی جمهور ريس ورته د خالد بن وليد لقب ورکړ او استاد ربانی ورته د ځوی خطاب او ستر مجاهد خطاب کاوهيڅ خبره نه وه.

17.همدا دوستم د ګلب الدين حکمتيار تر څنګ و دريد هغه وخت د جناب محمد خان اسلامی حزب ته د دوستم ملاتړ ښه ښکاره کيده خو اوس ډاکتر عبدالله او محمد خان ته د ډاکتر اشرف غنی سره ملګرتيا خرابه ده ځکه چی دوی ته جدی خطر دی او د دوی د کاميابی چانس له منځه لاړو.

18. همدا جنرال دوستم د محقق د وحدت حزب سره په کابل کی د شورا نظار په ضد جنګيده هغه وخت جنرال دوستم دوی ته ښه ښکاريده خو اوس چی د محقق نفوذ اود ده د مشر ډاکتر عبدالله د کاميابيدو چانس له منځه لاړو نو دوستم اتحاد د ډاکتر اشرف غنی سره خراب دی. دا به پريږدو چی محقق د جنرال دوستم سره د پرونه پورې د متحده جبهه غړی و نو دوی خوشاله و خو نن خفه دی.

19. همدا جنرال دوستم د پرونه پوری د جمهور ريس کرزی سره د مسلحو قواو لوی درستيزوال او هم په تيرو انتخاباتو کی د جمهور ريس کرزی ملا وتړله او رای ورته راوړی هيڅ خبره نه وه چی د دی له برکته مارشال فهيم د دويم ځل لپاره د جمهور ريس کرزی معاون پاتی شو او ويي شوکړای چی د خپل ورور په واسط کابل بانک ديوالی کړي او د ميلينونو ډالرو مالک شو، هيڅ خبره نه وه خو نن جنرال دوستم د ډاکتر غنی سره ودريد نو دا دوی ته بد ښکاری. 20. باالاخره د ډاکتر عبدالله اود هغه دپلويانو مخالفت د جنرال دوستم يو ځای کيدل د داکتر اشرف غنی سره نه د دوستم په سابقه ده، نه د وطن په خاطر ده، نه د اسلام په خاطر ده او نه کوم بل مطلب په خاطر.

د دوی مخالفت يوازی په دی خاطر دی چی د ايران په حمايت د ډاکتر عبدالله او د هغه د پلويانو دسيسسی او توطيي شنډی شولی. درنو هيوادوالو! د پورته واقعيتونو په رڼا کی تاسی قضاوت وکړی چی د جنرال دوستم اتحاد د ډاکټر اشرف غنی سره د هيواد په ګټه دی او که نه؟

41 thoughts on “د ډاکټر اشرف غني او دوستم ائتلاف او د شمال ټلوالې وارخطايي”
  1. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    درنو لوستونکو! د انتخاباتي ډلو په اړه د منطق پر ځای د مړزو د جنګ د ميدان په ذهنيت استدلال کېږي، ځکه نو ويل کېږي، چې له اوزبکو پښتنو ډېر ظلم کړی دی، يا پلانی د بيستانکي سخت رقيب دی او داسې ډېرې نورې ناخوالې! په پښتو کې متل دی، چې اول نوک ځای کړه او بيا سوک! نو د پښتنو پر ضد د ټلوالي برخوال په يوې او بلې توګې همدغه د نوک او سکو کانه کوي!
    په تحليل او شننه کې صرف د څانګپوهوالي او د مديريت د استعداد خبره ده، چې د يو باسواده او څانګپوه انسان په مټ بايد د مملکت اداره او مديريت تر سره شي، خو په پښتنو او افغانانو کې په کُل کې هر څه بل ډول دي، ځکه نو حکمراويي هم د څانګپوه او پوه پر ځای زورواک، د استخباراتي کړيو لاسپوڅي او بې سوادان پرې کوي، چې د ننني انتخاباتو په لېست کې هم دغه معيارونه په نظر کې نيول شوي او يو شمېر نور يې بيا ذهني پړپړې ورته جوړوي!
    په پښتو کې وايې، چې سپور د پلې او موړ د وږي په حال څه خبر دی! که دوستم له خپلو خلکو او د افغان ولس له ملت سره مينه درلودلی، نو افغانستان يې د خپلو سياسي او يا نورو ناوړو ګټو نه قرباني کولو! خو له بده مرغه دغه کار شوی دی! موږ د ټولو جنګي مجرميڼو او ملي خاينينو ضد دريځ لرو، دا چې ضعف د افغان ولس په ملي ذهنيت کې دی، چې نه شي کولی د ملي ارزښتونو په چاپېر کې د افغانستان د ملي ګټو لپاره راټول شي او د ملت زعامت ترلاسه کړي او خدمت ورته وکړي!
    د دوستم د ۳۰ کلونو خدمت د ګلم جم او کله جم په وراشه کې راغبرګېږي، چې د اوزبکو ټول قوم يې د نورو قومونو پر ضد درولی دی او همداسې دغه نورو هم کړي دي، چې دوی خپلې چړچې کوي، خو د نورو خپلو او پرديو يې وينې تويې کړې! له کرزي نيولې تر واړه مامورکه پورې، دوی غوښتلی چې افغان ولس خوشاله، سوکاله او هوسا شي، نو دوی به د وروستيو ۱۲ کلونو ملنډې پر ملت نه وهلې! او دوی جنګي مجرمينو او ملي خاينيڼو بايد د لسو کلونو په ترڅ کې نوي کدرونه ټولنې ته وړاندې کړي وی، چې د مملکت ادارې ته يې يو سم مسير ورکړی وی، مګر نه دوی پخپلو غوښتنو پاتې شول، ځکه په لوړو چوکيو کې هم خوله غوړه وي او هم غره! نو د ښآغلي اشرف غني ـدوستم اتحاد هم د غوړو غرو او غوړو خولو ناندره ده، چې ننداره به يې افغان ولس ته پاتې وي!
    تاسو به وایی، چې بل الترناتيف نه شته! دا هم منم، مګر موږ نه شو کولی د افغانستان غميزې ته د طالبانو او اسلامي ګوند په نه شتون کې د پای ټکی کېږدو، ځکه هغوی اوس ټوله امريکا، آيساف، ناټو او ټول لوېديزوال پسې اخیستي دي، چې هم رعيت، هم عام او هم خاص ترې ژاړي، نو آيا وروسته د امريکايانو له تېښتې به افغانستان په کرار شي او يآ دا چې موږ پخپله په لوی لاس افغانستان د پاکستان او آيران په خوله کې ورکوو! نو ښه به دا وي، چې د يو انتقالي دولت د وړانديز لپاره مبارزه وشي او نړيوال پر دې قانع کړل شي، چې پرته د بينالافغاني تفاهمه د افغانستان د غميزې پايښت نه شته! زه دا وېره لرم، چې افغانستان به وروسته له امريکايآنو يو ځل بيآ د ايران او پاکستان په مېچن کې اوړه شي او بيا خدای زده، چې افغانستان ته په آساني نجات ورکړل شي! ځکه افغان ولس که نن د اور او ګور تر څنګ دی، نو سبا به د ډانګ او پړانګ تر کت وي!
    هغه وروڼو ته چې يو اوبل نه پېژني د آی ايس آي او يا مساد او يآ هم سيا اړونتدتوب وراشې کاروی، وړانديز کوم، چې بحث په منطق وکړی، مګر نه په ستايلو او يا سپکولو! ځکه موږ او تاسو ټول افغانان يو او د افغانستان د هوساينې لپاره د تحقيق، منطق او تحليل استدلال بايد وړاندې کوو!
    دغه لينک هم وګوري!

    https://www.youtube.com/watch?v=TWPDZhgISdw

    معه سلاموکم الاهلول افغانيون
    ملا ميوند آخوند

  2. Salam Dear Pashtuns or none Pashtuns or so called Afghan Brethren,

    I will not comment on this article although I have some reservations about the content or certain points in the article, which we have discussed together. Let’s nurture democratic values or election value in our culture, so we do not get in conflict with each other.

    Make an informed decision that will bring good governance, order and peace to our society!

    Regards,

    Mullah Habib

  3. ما غوښتل چې همداسې څه ولیکم خو دا چې تاسو راوړاندې شوي یئ او زما په زړه او مغز کې له راټولو شویو دلایلو مو هم ډېر یاد کړي دی نو افرین درته وایم. کور مو ودان. یو ټکی بل هم زه ورسره یوځای کوم:
    تاجکانو همېشه د شمالي سیمې کانونه د پښتنو سترګو ته نېغ نېغ کول او ویل یې چې د هغه او دغه په صورت کې به د وطن د وېش دسیسه په کار واچوي، اوس یې په دې برخه کې هم مخ تور شو. پښتانه باید په تېرو پسې ونه ګرځي او خپل راتلونکي جوړ کړي.

    1. خیټور سیب منم دې
      د تیرو ناخوالو په یادون د سړي شواخون بدیږي

      تاجکان شمال د ځان بولي، هلته د دوستم تقویت د تاجکانو د کمزوری سبب کیږي او پدې توګه پښتانه د ټول افغانستان یوالي ته لاس رسولی شي

  4. سلام !
    وروره تاسو ډيره اوږده ليکنه کړيده ،کور مو ودان .
    زه د ټولو ليکونکو څخه هيله کوم چي د ټولټاکنو د لوبو لوبغاړي په قومو پوري ونه تړي ،او د طالبانو مبارزه د کوم قوم پر ضد و نه بولي لکه چي تاسو پخپله ليکنه کي ليکلي دي:”6. اوس د تاجک کانديد د کاميابيدو چانس ډير کم ښکاری که خدای نا خواسته تاجک انتخابات وګټی نو دا به طالبانو او يا د هغوی پلويانو ته دا پلمه په لاس ورکړي چی خپل جنګ ته دوام ورکړی او بآلاخره افغانستان به د يو بل داخلي جګړې سره مخامخ شي. نو د دوستم اوغنی اتحاد د افغانستان د داخلی جګړې د مخنيوی لپاره يو ښه اتحاد دی.”
    امريکايانو د کابل د ورانونکو سره معاملې کړيدي او د رهزني څخه يې سرداري ته رسولي دي ،او د افغانانو په راءس کيې ځای ور کړيدی !!!
    دا امريکايان دي چي افغانان يې په نمايشي ټاکنو(لوبو) مصروف کړيدي .
    دا امريکايان دي چي پر موږ يې نړيوال تروريستان (دوستم ،خليلي،محقيق،فهيم،عبدالله،سياف،قانوني،عطا. . .)په زور تپلي دي چي رايي ورکړو.
    که هر يوه دوستم ،خليلي،محقيق،فهيم،عبدالله،سياف،قانوني،عطا. . .او نورو د کابل د ښار ورانونکو ته رايه ورکړو،د ځان او افغانانو سره خيانت کوو.
    پداسي شرايطو کي مي پر اشرف غني زړه سوځي، رښتيا هم پر وطن مين افغان دی چي دا ريسک(خطره) يې منلې ده چي هر څوک چي هر څه پسي وايي خو هدف ته ځان رسوي.
    پر ټولو خبرو سربيره اشرف غني به په دوهم پړاو کي د ارګ د بل کانديد سره لوبه مخته وړي.

  5. Deyr khe pe manteq welarha linkena da. Kho de afsos zai dai chey ehsasati pekhtane faisaley aw qezaawat pe josh kawi ne pe hosh. Khdai dey wekhri chey pekhtana kho pe khpel jwend yaw zel pe khpel khair kaar wekrhi aw Dotor saib Ashraf Ghani ta de hewaad de samoon le para khpela kha pe ikhlaas warkrhi. Ke dasey ye wene krhel bya armaan kawi aw wakht ba teyr wi.

    Pashtano pe hosh shei aw de josh tsekha teyr shei.

  6. تولو دوستانو ته سلامونه او نیکی هیلی وړاندی کوم، زه ددی مضمون دلیکونکی څخه دزړه له کومی مننه کوم،رشتیا هم چه داکتر اشرف غنی او دوستم پر ایتلاف یی هر اړخیزه رڼا اچولی ده ، او دقناعت وړ او مستند دلایل یی وړاندی کړی دی۰زه دا ایتلاف دافعانانو او دسیمی په ګټه بولم ، زه خپله رایه شاعلی داکتر اشرف غنی ته ورکوم ۰هرڅوک دخپلی رای مسولت لری ۰هر څوک چه هر کاندید ته رایه یوکاندید ته ورکوی ،او کله چه هعه کا ندید بریالی شی ، رای ورکونکی د هعی په کړووړو کی مسولیت لری۰هیله لرم چه هر څوک خپله رایه ډیره په زیرکۍ سره وکاروی۰په درناوی محمدعلی خوستی

  7. وطن دوست صاحب داسی یوه جا معه لیکنه مو کړی چی ټول حقیقتونه مو پکښی رابربنډ کړل بس دومره باید ووایم چی پدی باندی با ید ټول افغانان او په ځانګړی ډول پښتانه چی پدی باره کښی بی ځایه غیرت او حساسیت نسبت فکر او تحلیل ته ترجیح ورکوی فکر وکړی. مننه

  8. ما دا لیکنه ولوسته، په رښتیا چې ډېره واقعیت ته نږدې او منطقي لیکنه ده. که موږ فکر وکړو جنرال دوستم دومره ظلم او قتلونه نه دي کړي لکه څومره چې دا نورو کړي. بله دا چې څنګه افغانان وايي چې ټولې خواوې باید سوله وکړي او ګډ د سولې ژوند غوره کړي، خو اوس چې دا تحاد وشو نیوکې کوي. موږ د افغانان په توګه د دې ایتلاف هر کلی کوو، او هیله لرو تر څو د افغانستان د ښه او سوکاله راتلونکي لپاره اشرف غني په ټاکنو کې بریالی شي
    مننه

  9. سلامونه او نیکی هیلی!
    د داکتر اشرف غنی او د دوستم اییتلاف که لژ سه فایدی لری نو د په یاد هم ولری چی د نه کامیابیدونکی ایتلاف دی. زکه چی نه اوسنی حکومت، نه نریوال حکومتونه او نه هم امریکا ته د منلو ور ده. او د هغی خپل وجوهات دی.
    1. د دوه لویو قومونو د جنگ ویره
    2. د تاجکو، ازبکو او د پشتنو په منز بی اتفاقی او په نتیجه کی د افغانستان د تجزیه خطر زکه تاجکان په هیچ کله هم دی ته تیار نشی چی د واک نه لری شی او په شمال کی د ازبکو حکومت راشی
    3. د اشرف غنی په مثلث ترکیب که د بن د پریکری فرمول په نظر کی ندی نیول سوی. او هغه فرمول د افغانستان د قومونو ویش ی تنظیم کری وو.

    او که کامیاب هم شی نو هم هغه د امریکی ب پلان چی زلمی خلیلزاد ی زان سره راوری وو چی عبارت دی د جنوبی افغانستان او شمالی افغانستان به پلی سی او د جهان دویم متفکر کارنامی به د افغانستان په تاریخ کی ثبث سی. نو هیله ده چی دغی خطرونو ته هم لژ متوجه سی. او که صرف واک ته رسیدل وی او بیا هم د کرزی تاکتیک مخی تهوری نو هیس فایده نلری…

    1. ستاسو دلایل کمزوري دي
      پداسې حال کې چې ازبک او هزاره په قدرت کې شامل وي او تاجک وزیران او ولایان د غني په اداره کې کار وکړي، تاجک هیڅ حق نلري چې د داسې یو حکومت پرضد غږ پورته کړي. که پورته ېې هم کړي، سرکوب ېې سخته خبره نده.

  10. I did want to comment on this article;

    Let me point out to one thing that Afghanistan is not a dividable country… It is in the best interest of regional and international community to keep Afghanistan as a whole. In additions, Pashtuns are intra woven in the Afghan Ethnic Composition. Northern provinces care only about resources, business and opportunities and nothing else. It is the East and the South that needs a political solutions where people are still suffering. Until there is no suitable political solution in the East and South, there will always be conflicts.

    Pashtuns in the North of the country have done much more better than those in the East or South… Go and see the Pashtuns in the Northern Parts of the country, they have much more higher standard of living. They are presented in institutions. They go to schools. They have businesses. They have lands. They have assets. They have leaders. They have survived all the turmoil. They have stood against others who wanted to eliminate them. One of the best examples is Mr. Juma Khan Hamdadard. Of course there are many more people! The issue is the PASHTUN REGIONS that are sandwiched between Pakistan and Afghanistan borders.

    So no worries about dividing Afghanistan. If the international community decides to divide certain parts of the regions, then no one is immune including Pakistan, Afghanistan and Iran. We should care about other major issues that affect our daily life in short and long term….

    Take care!

  11. تحليل خوب كرده و نكات مثبت اتحاد پشتون و ازبك را برجسته ساخته اما از ياد برده كه نارضايتي آنعده پشتونهاي اشرف غني حمايت آنها را از دست داده (بنده يكي از آنها هستم) از اين نيست كه چرا اشرف غني يك أزبك را انتخاب كرده. مشكل بر سر اقوام نه بلكه بالاي اشخاص است. با بسيار مهارت خر را رنگ نموده نام گاو را بالإيش نهاديد، شايد در تغير شكلش موفق شويد اما فطرت خري او را متغير ساخته نميتوانيد. هرچه بكوشيد دوستم همان گلمجم است و از يك جاني و جنايت كار بيش نيست. چهره سياه اين ملعون را اگر با صد گون آب ذلال بشويد سفيد نميشود. سپاس

  12. د تاند محترمی اداری لیکنه ډیره په زړه پوری او ټول واقعیتونه یی په مستند او منطقی دلایلو ثبوت کړی دی. دوی زمونږ د ځوانانو ډیر هغه سوالونه چی تر اوسه بی ځوابه پاته وو ځواب کړیدی.
    داچی پخوا یو چا څه کړیدی د هغه وخت تقاضا او شرایط و او اوس د افغانستان ټول میشته ملیتونه په دی حساسو شرایطو کی دنده لری چی هیواد له عینی او ضمنی مشکلاتو لکه د افغانانو له وژلو او یا احتمالی تجزیی او د پردیو له لاس وهنی نه خلاص کړی. تاسو ته معلومه ده چی ځینی مخربی حلقی حتی اوس د افغانستان له نوم سره حساسیت لری او ځان ته افغان نه وایی . د ملی سرود پرخای نوری ترانی خپروی. که د ښاغلی اشرف غنی احمدزی ټیم په راتلونکو انتخاباتو کی بریالی شی دوی به ټولو هغو توطیو ته دپای ټکی کیږدی چی د هیواد د ټوټه کیدو او قومی او ژبنیو اختلافاتو ته لمن وهی.
    بل داچی آزموده را آزمودن خطاست. د شورای نظار واکمنی له 1371-1375 پوری د ټولو په یاد ده. دوی صرف د هیواد په ورانی کی برخه واخیسته او کوم مثبت او معقول کار یی نه دی کړی. د افغانستان سل کلنه ملی اردو له 4500 شوبلو او تانکونو ، 400 جیت جنګی او باروړونکو الوتکو سره څه شوی؟ نوره ثقیله او خفیفه سلاح څه شوه ؟ چا بن لادن ته د افغانستان پاسپورت او تابعیت ورکړ او چا د خپل فرار وخت کی ټول پلونه ، سرکونه او لاری ورانی کړی ؟ بانکونه او ملی دارایی چا چور کړل ؟ تر نن پوری چا خپل او خپلوان د دولت په ټولو ادارو کی ځای پرځای کړل؟ آیا د افغانستان ټول امتیازات د همدی یوی ولسوالی حق دی ؟
    د جنرال دوستم ملګرتیا ښاغلی احمدزی ته هیڅ تاوان نه رسوی. د محقق او شورای نظار جنایات د جنرال دوستم نه کم نه دی او بل دا چی پدی مظلوم ولس باندی څنګه چی وایی « کی ره زر داد که سود نخورد و کی ره زور داد که ظلم نه کرد؟ » که تاسو د ښاغلی احمدزی پر ځای وی نو آیا له چا سره به مو خبری کولی او کومه لار به ستاسو په فکر ښه وه؟ که فرضا داکتر عبداله ، محقق ، عطا ، اسمعیل خان او دوستم سره ملګری وای نو دوی به د هیواد په ګټه کوم مثبت بدلون راوستلای وای؟ مونږ پښتانه خو هسی هم ټوټی ټوټی یو تاسو ورته ځیر شی څومره ډیر د قدرت وږی زمونږ په قوم کی دی . که دوی ټول سره یو هم شی نو د نورو قومونو په تناسب به دوی په ټولټاکنو کی برخه واخلی ؟ داسی نوری ډیر بی ځوابه پوښتنی شته . خو ښه به دا وی چی لږ وړاندی وګورو او خپل هیواد او ولس ته له دی بدبختیو نه نجات ورکړو. یووالی او ملی پیوستون دی بیړۍ ته چی ډوبیدو خواته روانه ده نجات ورکولای شی .

  13. ډير يو ښه ايتلاف ده الله دي تلپاتي لري… تاند نه يوه نړي مننه ډيري ښي مستدللي خبري يي ليکلي هيله ده لا تر اوسه په درانده خوب ويده پښتنو باندی ويښوونکي اغيز ولري….

  14. De shagheli Hashemi de tabserey tsekha dasey maloomeygi chey de de Abdulla Abdulla pe zrhe larhza ragheley da. No da shaghelai Hashemi os de sharhei landey kotak shorawi. De de Bon formul pe zai boli pe kom key 70% waak 15% Tajik aqalyat ta sparel shewai woo. Ke cheyrey pe tjikano key de Afganistan de weysh ya tajziey twaan wai no kaar 200 kala de mekha kerhai wai, sera le dey pe dawlat key doi tajikaano de qudrat pe deyra barkha pe selo nairangoono aw spinstergei kheyta achaweley wa. Doi de Uzbakano , Hazaragano aw noro qawmoono haq ham de zaan bale. Hatta os ye Peshtane de 65% tsekha pe 38% badal krhe aw 27% Pashtano haq ye ham pe khpela beda wewahe.
    Os chey loba de Pashtano pe gata de Dr Ashraf Ghani pe wejood key rawetsarkheyda no de noro nairangoono , fareyboono aw demako tsekha kaar akhli. Khdai dey doi pe khpel bad niat key nakaam krhi.

  15. داچې اشرف غنی اودوستم هرڅوک دي اودکامیابۍ چانس ئې څومره دی او ملتیا به ئې ملک اوملت ته څه ګټه ولري دابیل سوال دی.خوداچې خالیدبن ولید٬عکرمه٬اابوسفیان٬هنده ٬مماویه.اوداسي نوروپه اسلام اوټولنه کې دواکدارۍ٬مشرۍ اوحکومت دارۍ برخه وال کیداې شې نوزموږ په وطن ولي نه شې کیداي ؟.که زموږ دملک جنایت کاران وګورو اومقایسه سره وکړونودي نتیجي ته به ورسوچې یوچا ویلي ووچې(نظردکامي هندوانوته ملاګلاب شاه دبرخي خاوند دي) وسلام

  16. خوب شد باطرفداری ازاشرف غنی افغانملتی والفاظ صر یح قوم پرستی که درمتن نوشته ات هویدا است خود از خطاب قران حکیم جدا دانستی که میگوید انماالمومنون اخوه افسوس به حالت که مغزت ازقوم پرستی درحال ترکیدن است ازیادنبر که ملت پشتون قوم پرست نبودند م

  17. سلامونه او احترامات می ړر واخلی خدای دی وکړی چی روغ او جوړ به اوسی .
    دا یو ډیر ښه کار وشو چی ډاکتر صاحب اشرف غنی خپل لومړیی مرستیال جنرال دوستم وټاکه دا په دی خاطر چی دوستم کولای شی شمالی ټواله چی دایران بچیان بلل کیږی له منځه بوزی او ختم کړی دا یو خو د ډاکتر صاحب یو پالیسی وه چی په دوی باندی اپلای کړه او شمالی ټلواله به په همدی بهانه به له منځه لاړی شی او او د شمالی ټوالی نه لاره هم ورکه ده چی څه وکړی

  18. This was one of the best objective analysis of current political crises in Afghanistan. I hundred percent agree with you that some Pashtun’s deeds were worse than General Dustom tenor in Government. however, I have some reservation on Dr. Ghani that so far he has no clear plan how to govern or on another word what is his governance agenda? has he any clear plan against administrative corruption and patronage or he just want the Presidential post. thank you for your fair analysis

    Sayed

  19. د لیکوال څخه زه اول ډیره مننه قوم چی خپل قضاوت یی ښودلی دی ،نو زه صرف دومره وایم چی راځی مونږ د دوستم کړنو ته نظر وانه چوو ، بلکه د ډاکټر اشرف غنی کړنو ته نظر واچوو ،او د هغه په کارونو باندی وغږیږو لکه د نړی ستر مفکر وختو کنه د یو وروسته پاتی او ځوریدلی افغانستان غوندی هیواد نه ، دده په اتلسو میاشتو کی چی د وزارت مالیه وزیر وو دومره مثبت تغیرات راوستل چی نه احدی او نه زاخیلوال تر اوسه پو ری راوستلی دی او د همدغه غنی پلانونه اوس هم په مالیه کی تطبیق کیږی او د شپی ناوخته پوری به یی په وزات مالیه کی کارکولو ، ګمراکات یی په پښو ودرول کنه ،دد نولس ملیاردو ډالرو په اندازه یی ملی اردو ته دنړیوالو څخه ډالر راجذب کړی کنه ، دنړی غټ ډونران لکه بانک جهانی ، د امریکا پرمختییایی اداره یا یوسایدی ، نړیوال کنفرانسونو ته چی کرزی به هم پکی وو د مرستو او غټو پروژو د پاره به ده خپله پروپوزولونه جوړول او خپله به یی ده دفاع هم کوله…………، همداسی نور په سلګونو کارنه چی ښودل یی دلته وخت نیسی
    نو طبعان یو څوک به ښه وی یو څوک به خراب وی یو څوک به خاین وی یوڅوک به جنګی جنایتکار وی یو څوک به فاسد وی …………. او همدا ډول ورته کارونه په نوره پرمختللی هیوادونو کی هم شویدی لکه خاینان ،جنایتکاران ، ښه خلک او بد خلک ………، نو د ډاکټر غنی او دوستم ایتلاف به انشاالله مثبت تمام شی ،ګټور به وی ، روشنایی به راړی که خدای کول همدوی به ګټوونکی وی که خدای کول ، چی د حوصلی او زغم نه کار واخلو ، انشاالله د لوی افغانستان په هیله

  20. دډاکټر صاحب اشرف غنی دا کار د ستایلو او قدردانی وړ دی، په ډیر حساس وخت کی یی داسی ګام اوچت کړ چی هیواد یی له غټو ستونزو و ژغوره، دا اتلاف به بریالی وی او بریالی ده، اوس ټول افغانانن په دی ښه پوهیږی، چی په اوسنی افغانستان کی داسی خلک شته چی له جنرا ل صاحب دوستم څخه ډیره خرابه ماضی لری، موږ نه شو کولی ټول خلک مړه کړو، وینه په وینه نه پاکیږی راځی یو بل سره دوروری لاس ورکړو او دا وطن نور له دی بدبختیو و ژغوروو، د جناب ډاکټر صاحب اشرف غنی د ضعف ټکی همدا دده قوت او استعداد وو، او س الحمد لله ډاکټر صاحب په دی برخه کی هم خپله وړتیا او قوت و ښوده، موږ امید واره یو چی دا ایتلاف به بریالی وی او بریالی به شی لکه چی په پورتنی لیکنه کی لیکوال ورته اشاره کړی چی دداکټر صاحب اشرف غنی او جنرا ل صاحب دوستم ملګرتیا افغانستان او افغانان له یو شمیر زیاتو منفی سیمه ایزو رقابتونو څخه ژغورلای شی، چی دا سیمه ایز منفی سیاستتونه واقعا دافغانانو لپاره ډیر مضر او خطرناک دی.

  21. د ښاغلی ملا میوند اوصابر ارمان وروڼو تبصری ډیری په زړه پوری وی یو حقیقت پکی څرګند شوی او ښاغلی وطن دوست ته به دا شعر ډالی کړم شاید ښه ځواب وی ———- ناکرده ګناه درین جهان کیست بګو———– انکس که نکرده ګناه چون زیست بګو ———— من بد کنم و تو بد مکافات دهی ———— پس فرق میان من و تو چیست بګو

  22. قدرمنو ملګرو البته زما شخصی نظر دی چی تاسی محترمو سره یی شریک کاوم!!!

    انسان چی هر عمل تر سره کاوی تر شاه یی یو عامیل شتون لری نو هرعمل تر شاه عامیلونه بیا مختلف بڼی او اړخونه لری چی بعضی وخت انسان یو عمل ته مجبوریت په ,اساس مجبوریږی،نوزما په نظر هڅه باید وشی چی د هرانسان افکار نظریات اخساسات د هغه عامیل تر عنوان لاندی تر څیړنی او مطالعی ونیول شی نه د هغه شخص افکار نظریات او اخساسات په نظر کی نیولو سره، دغه موضوغ د سیاست په ډگر البته په اوسنی وخت کی ډیره مهمه ده ځکه په اوسنی شرایطو کی په افغانستان کی سیاست په دگر کی سیاستوال خاوندان وخت شرایطو ته په پام کی نیولو سر دخپل سیاست تگلاره او رول لوری بدلوی نو باید د یوسیاستوال رول او دهغه تگلاره نه بلکی د هغه عامیل نظر شرایطو ته وڅیړل شی چی د کوم عامیل به وجه یی خپل رول او تگلاری ته تغیر ور کړه او ولی!
    دوستانو له رسینو او مطبوعاتو به مو دغه خبر ضرور اوریدلی وی چی ۲۷ نفره محترم نوماندان به د راتلونکو تولتاکنو لپاره د سیالی میدان کی سره مبارزه کاوی تر څو د راتلونکو ۱۳۹۳م کال د ولسمشریزو ټول ټاکنو کټونکی شی دا چی کوم نوماند به یی کټونکی وی دهغه وخت خبره به وی .
    دوستانو دا چی د رای صندق ته ځو او د خپلی خوښی نوماند ته به رای ورکاوه له وخت شته مګر راځی چی د هغه څه په اړه پخث وکړو چی سنګه کوالی شو چی داسی ولسمشر ولرو په راتلونکی کی چی د افغانستان مهمو او ضروری ستونزو لپاره هر اړخیزه روښانه برنامه ولری خپل نظریات را سره شریک کړی.
    په مننی سره ستاسی کشر ورور
    ع سالارزی

  23. د هرشخص عمل د نومړی شخص د شخصیت ښکارندوی کاوی!!!
    نو هغه معلومات او څیړنه چی زه یی د محترم ډاکتر اشرف غنی حمدزی په اړه لرم ماته جوته کیږی چی ډاکتر صیب د پاکی اوسپیڅلی عقیدی خاوند دی او هر کله چی نفس پاک وی نو یبا عقیده سپیڅلی وی کله چی عقیده پاکه او سپیڅلی شی بیا اراده او عمل دواړه سپیڅلی وی.
    ۱ـدیری ورورنه د ډاکتر صیب اشرف غنی د پریکړی اختلاف دی او منفی ځواب لری چی ولی یی جنرال دوستم د لومړی مرستیال په توکه انتخاب کړی دوستانو زه هم تر دیره بریده تاسی سره موافق یم هو د تول نوماندان د خارجی سیاست تر اثر لاندی دی بله دا چی خر ته مه گواره بار ته یی کواری بی دی کی شک نشته چی دوستم به رای لری مگر مهمه دا ده چی داکتر صیب تر سیاست لاندی به وی هغه ځکه دوستم داسی کومه برنامه او نه هم داسی سیاسی پوهه لری چی د داکتر صیب د برنامی د عملی کیدو حنډ وکرځی لکه څنګه چی کرزی صیب د انتخاباتو په دوهم پړو کی د ځان د کامیابی لپاره مارشال او خلیلی ترڅنک ونیول او پری سیاسی هدف ته
    ورسویده زما په فکر داکتر صیب احمدزی هم له دغی سیاسی تکلاری په عملی کیدو کی شاید خپل کامیابی او برلاسی وینی بل مهمه موضوغ دغه ده چی پر سیاست کی خپل ته هدف رسیدل تر هر څه مهمه خبره ده.
    ۲ـبله دا چی سیاف صیب یوه خبره کړی په یو غونډه کی چی پر ریښتا هم کاڼی کرښه وه هغه ویلی وه چی په هیڅ صیورت پرته له دغه جنکسالاتو په نشتون هیڅوک وک ته نشی رسیدلی اوس ګواری چی په ریشتیا هم داسی شوه.
    ۳ـدوستانو یو یو نه یو تن به ضرور ریس جمهور کیږی بیا چی هم پرتله کړی داکتر صیب پر تولو برتری لری البته چی زه هم پر پریکړه راضی نه یم باید چی رمضان بشر دوست صیب یی باید اول او که نه دوهم مرستیال په توکه انتخاب کړی وی هو بیا هم داکتر صیب رمضان بشردوست، حنیف اتمر،داکتر رنګین اسفنتا،خلیلزاد،قیوم کرزی،او داسی نور اشخص یی تر څنک دی نو په هر صیورت زمونږه لپاره د داکتر اخمدزی صیب برنامه او تګلاری چی لری مهمه ده .
    دوستانو خپل نظریات را سره ضرور شریک کړی هغه ځکه چی دومره باید پر مخ ولاړ نشو چی بیرته یی وس په ځان کی ونه وینو.
    په مننی سره

    عبادلله سالارزی
    کابل

  24. ډیره ښکلیو، پرځای او منطقی لیکنه مو کړی ده ، هغه څه مو بیان کړی هیڅ د ډیرولو پکښی نشته
    ریشتیا چه حکمتیار چه ځان ته د ټولو نه ښه مسلمان وایی او نور ټول ورته مسلمانان نه ښکاری ۸ کاله یی دده خدمت کړی هغه وخت کښی حکمتیار دده د امر لاندی وه. همدا راز ریبانی چه د حکمتیار د پارټی او رهبر او دهغه ډله هم تر اوسه یوځای وه، او داسی نور چه ځانونه مشران ګڼی

    نو بیا اوس ولی همدغو پورته ناولو څیرو چغی سوری شورو کړی

    ژوندی دی وی اشرف غنی او کامیابی یی غواړم
    والسلام
    تراب

  25. ددی تبصری نه داسی ښکاری چی ښاغلی اشرف غنی ډیره پرځای فیصله کړی که چیری هدف دافغانستان یوموټی پاتی کیدل او یووالی وی خو قضاوت به وروسته کیږی

  26. Great article for great future thanks again for for give us a resonabale answer fight this election together PASHTOONS with Uzbek brother under of Pohand ashraf ghani ahmadzi , pashtoon must go for to elect this great achievement

  27. Well written and well said, I totally agree with all 20 points you mentioned in your article. I would endorse this coalition and would vote for it and mobilize so many other Pashtoon and non-pashtoons who are still remote-controlled by Tajiks and Persian hegymonists and mercenries of Iran.

    All these outcry in facebook and other social media agaist Dostum , is hatched by Iranians and Fascist Tajiks, who are trying to eliminate Pashtu language and replace it with Farsi ( you can see this with open eyes in Badghis, Herat, Farah and Ghour) and dis-associate pashtoon tribes.

    You can easily seen all these in Herat, Farah, Badghis and Ghour provinces, how different pashtoon tribes are influenced by Iranians and Tajik Fascists . They can not talk a single pashtoo word and in many instances they are against Pashtoon and Pashto language, them selves. There is no single Pashtoo medium school in Herat, Badghis and Ghour, while 70-80 % population in these provinces are Pashtoons ( who are persianized ) and in 100 years time , they would lose their identity and would become Tajiks.

    I was shocked to see, Pashtoon cricketers playing in Herat city was taunted by Tajiks and other Iranian merceneries as Pakistanis.

    Aziz Ahmad Pashtoonyar

  28. عجب گل!
    د یو قوم سرکوب کول په خوله که آسانه ده ولی په عمل کی یونا ممکن خبره ده. دا چی داکتر اشرف غنی به سومره وزارتونه تاجکانو ته ورکوی تر سو هغوی په راضی وی نو د هغه د کامیابیدو نه وروسته معلومیژی. ولی دا چی تاسو کوم تحلیلونه کوی د سطحی ژبی خبری کوی. ستراتیژی یادوی خو په ستراتیژی نه پوهیژی. تاکتیک یادوی خو په مفهوم ی نه پویژی.

  29. Salamoona aw neekay helay,
    Bya ham maazerat che pakhto pa englisi horofo lekam, tar day makhki che staso da etehad da muratar pa zawab ki walekam, somra che za Ashraf Ghani pejanam da hagha ghowaram che byan ye kam. Asharf ghani da logar da surkhab da General ghani lmasay, da Rayes Sha jahan zoy che da transport rayes wa che aws wezarat shawe, ashraf ghani da lwaro zdakro malik, aw da donya pa laso loyo mufakaro ki razi, da bank e Jahani pa lwaro postono bandi kar karay aw bya da Afghanistan pa dawlad ki wazer malya patay shawe. aw kitabona ye laka how to build broken states ye la mashhoro kitabono sakha wa. aw da Afghanistan la ghato programona laka NSP ye ham design karay. aw da day system aw da ashkhas la sar sakhto mukhalefeeno sakha wa.
    ama swal da day che aya kar nor candidan la khayeneno sara laka muhaqiq, aw dasay nor nomona che taso yad kra etelaf kawe no ashraf ghani ba ye ham kawe? day kho zan ta roshan fiker aw tahsel karda waye chee la nekkono na yaw ba tahzeba rawayat bandi rawan di, aya hamdomra wa da da soch che day ghowaray che da Afghanistan sarparas rayes jamhor yaw shpagam sinif bay sewada ghowari che kala day pa kharij safar we. da kho hamesha da taghir khabara kawala da ahlayt khabara ye kawal, aya da ahl da pa dostom ki waleda? aw ka na da qudrat ta da rasaydalo lapra da ham khpal arzeshona la lasa warkra.
    aw da dostom da laili dashtay khyanat ba kom pakhton la yada wabasi che 15000 pakhana ye wawzhal.
    aw staso da tahlil kho da khanda war da che taso fiker kawe che hizb e islami ba raye ra nawri, da zaka che taqseem shawe, da kho ba satso la wakht na makhi khabara we zaka che hagha kho da entekhabati campiagn pa wakht ki lidal kegi, ka hagha khabara we no da uzbako vote ham da shahrani aw irfani aw dostom dar manz taqseem shawe we aw da hazara vote da khalili, muhaqiq, surabi aw mudabir tar manz taqseem shawe no da doctor saeb mawyen sahiban ba vote la koma rawre, ka da junob welayat di no halta kho qayoum karzai, zalmay rasool, sherzai aw norzoy nofoz da, ka mashriqi welayat di no halta kho da ahadi aw hizb e islami nofoz aw aksrayat da pa shamal ki da tajake aksrayt da no ashraf ghani la koma zay sar dard sho noro candidano ta. aw ashraf ghani sara kho khpal wror pa yawa lar la naro.

    da dostom yaw zay kidal ba sanga da Afghanistan da yaw kidalo pa khawa lar she aw tajzye na ba ye wasati pa dasay hal ki che dostom, muhaqiq aw ahmad zia masood pa lando wakhtono ki da afghanistan da tajzye lapra pa Germany aw noro mulkono ki da khalko sara mulaqatoona kawal.
    staso dalil che la tajeko sara ba da talibano jang zyat she aw da yaqeeni khabara da kho da ashraf ghani sara ba la ham zyat she zaka che taliban da dashti laili nasal kushi da talibano ba hes wakht la yada wa na basi aw dasay nor jenayatona che dostom kari da taliban sara.
    ta Turkey sara aws ham Afghanistan der kha rawabit lari aw staso da takeed pa day khabaray day ta ishra kawe che ka tajik da iran sara di no dostom da Turkey jasos da kana no dostom la koma khawa da turkey sara pa rawabit kha kawalo ki komak kawalay she.

    aw satso khabara che dostom kho dero khalko sara makhki ham etelafona kari , bilkol ka asharaf ghani ghowari che da hamagho khalko pa saaf ki zan wadrawe no bya sahi khabara da aw ashraf ghani ham da haghoy na kha na da aw kana no bya sanga taso da dalil makhki kawe.
    kala che hizb islami da dostom sara itelaf wako no tar awsa poray malamat kegi, no sanga bya taso noro ta gowatay nesay aw khapal ye ham kawe . waye bal ta masalay kawe aw khpala pay hamlay kawe.

    staso 19 nuqte yaw ham da qenaat war dalil na wa che taso makhki ka. aw da Ashraf ghani da kar bal hes sa na balki da qudrat ta rasidalo lapra aw harees qadam wa. aw taso ham warta da pakhto aw tajik noom ma warkawe aw da fesad aw oqday noray ma zyatawe. aw da khalko la ehsasato na ghalata estefada ma kawe. la hazara aw uzbak sara yaw zay kegam zaka che tajik zama doukhman da . aw taso fiker kawe che taso pa da yaw Afghanistan lapara kar wakray pa dasay hal ki che 8-10% uzbak aw 8-10% kam aw zyat hazara di aw tar 25% kam aw zyat tajik di taso sanga wealy shee che doy ba da yaw afghanistan pa gata we che kala taso pa khpala maqala ki waye che tajik ko zamong doukhman da.
    Da khalko la sar newesht sara lobay ma kawe sirif aw sirif da day lapara che qudarat ta warasegi. World gives enough to men’s need but not enough to men’s greed.
    Wasalam.

  30. Dear Azad Afghan!
    Wali Ashraf Ghani Haq Na Laree Che La Cha Sara Ittehad Wokree?
    Che Sayyaf, Mohaqiq, Khalili, Ismayel Khan, Fahim etc yaw bal sara etehadona kawee, no bia po Ashraf Ghani Walee Bandez Lagawee, ? Afghanistan Ke Kho Rayee Akhestal Ya Po Qawmiat porey taralee dee.

    Ka Ta Wayee Che Ashraf Ghani De Da Yaw Qawmi Qowat Sara Ettehad na kawee, no da de na kho wazih malomegee che bia ye na she Gatalai. No Aya Da Maidan Bal Cha Ta War Pregdee,

    Che Qanoon Ejaza Warkawee, No Ta Ye Sanga Maneey Kawee.

    Aw Pata Shwa da %age Khabaree, Tajikan 20% porey dee, No Che 60-70% porey Da Afghanistan Khalako rayee darsara wee no bia sok haq na laree chee wowayee che za ye na manam.

    Che Tajik Zan Ta Domra Joraat Warkawee Che po 20% Nafos sara po tol Afghanistan hakomat kawal ghwaree, no bia 55% +10%=65% pakhtana aw uzbek waley zan ta da haq na laree che yaw etelaf jor kree. ?

    Ta Da Dasht e lailee khabaree kawee, Aw Da Rabbani, Masood Jenayatona Darna Her Shwal che da talibano sara yee kawal, che wayal yee che bamona warta ghat krai.

    Aw ka ta sara ye kom bal hall wee no bia yee wowaya, Kho yaw khabara po zehan ke wasata, ka da warey abdullah ta hakomat po las waraghloo, no bia ba da yaw aqleeat po toga po afghanistan ke osegee,

  31. دا لیکنه دتا جکو ورونو تضاد او کینه را فورته کوی داشی لیکنی نه موږ اونه تا سو ته فکار دی با ید نوره کینه لری کړو ۰۰۰ او یو والی را ولو ۰۰۰ او بله موهم مه خبر دادی چی حزب اسلامی او دهغوی امیرین الله ددوی تباه لری چی کومه کی یی فایده وی همغو ته مندی وهی همدوی وه چی اول یی همدغه شورای نظارسره جنګ شروع کړ او بیا یی ورسره ایتلاف وکړ او بیایی ور سره مخالیفتونه شروع کړل او بیا یی ورسره معا وینین شول خو دا ایتلافونه به یی فه ۹۰ کال کی کړی وه ولی به دومره خرابی راتله دابد بختی خو تول حزب او جمعیت فیدا کړی که دوی اتفاق وای نه به دوستم وه او نه به هزاه او نه به بل سوک خدای تعا لی دی دوی وشرموی چی موږ تول افغا نان یی دومره بد بخطه کړو چی نن ورز مومن او مسلمان نه فه اسمان زای لری او نه فه زمکه او دا بد بخطی به همداسی روانه وی ۰۰۰ او کیدایشی دجمعیت دنا کامه کیدو فه وقت کی او دشمال تلوالی دشکست فه مراسموکی ګلبدین حکمتیار دوی سره ایتلاف وکړی زکه فنشیرانو ته یی اوس بله لور هم ورکړه او ۳ یی فخوا ورکړی وی بیا خو حکمتیار هم فشتون دی کله شمالیان همداسی بی برخی فریږدی زکه هغه یی خفلوان دی دوستان یی دی او دغومره بده یی نه فری لو ریږی خیر ده چی یو ۵۰۰۰۰ زره فشتانه یی فری مړه کړل والسلام ۰۰۰هی هی هی او له تو لو مهمه داده چی شاغلی حکمتیار صاحب تو لو حزبیانو باندی داسی لو بیا فه اورسک کی خوړلی چی تول اوس فه زړو چفلقو کی ورسره تر سره ولاړ دی او تول حزبیان یی روانی ناروغی سره اخته دی چی حکمتیار ورته ووایی چی خر له اسمانه را ولوید ه دوی وای صحیح ده دا دحکمیتار خبره ده ۰۰۰۰

  32. De Uzbak wahshi Malesho di zulm qurbaiano aw de Dashti Laylee lashaoooooooooo zaro
    shaidano aw de doi waresino ta WATADOST ehsasati Pashtoon waye. Watandost (saib)
    di uzbak malesho pu mrasta siasi qudrat kom mashroiat na lari.Siasi hadaf, ka pu hara kacha
    di harkali war we, magar da khabar wasaelo aw waseli ta ham mashroiat na shi warkawaly.

    1. نور صاحب ستاسو دا تبصره مو د دې لپاره خپره کړه چې په دې توګه له نورو لوستونکو وغواړو څو داسي تبصرې ونه لیکي چې په هغه کې کوم قوم ته سپکاوی شوی وي. پر دوستم ستاسو د انتقاد مخالف نه یو خو ازبک قوم ته ولي باید سپکه وویل شي.؟ ازبکان د افغانستان د نورو قومونو په شان افغانان دي او سپکاوی یې ټولو افغانانو ته سپکاوی دی.
      تاند

  33. يوه خبره دیر دردوونکی ده هغه دا چی ما اوریدلی وو پشتون هیس کله د خپل ژبی نه نه اوری، پشتون دیر غیرتی دی، پشتون خپل قاتل هیس کله نه بخشی وغیره وغیره…خو نه تول غلط دی. پشتون تر پرونه پوری دوستم ورته فرعون معلومیده خو نن ی شی لاس دی. تر پرونه پوری چغی وهلی چی دوستم خاین، قاتل او وحشی دی خو نن ستر جنرال دی او دوستم صاحب دی، اوزبک تر پرونه پوری مهاجر یادیدل او د ازبکستانه را تشتیدلی خلک ول خو نن د افغانستان معزز قوم دی. پشتون په دی 94 کالو کی چغی وهلی چی مونژ %70 سلنه یو خو نن 50 سلنه هم نشی برابرولی. پشتون ویل چی هر مشکل په خپله اوژه اخلم خو نن مجبور شو چی د دوستم مرسته وغواری. پشتون ویل چی زه هر گوزار د مخه کوم د شا گوزار زما په کلتور کی نه ده خو نن آوتزی پورته دی چی دوستم به حکومت کی شریک سی او بیا به ورسره راکاژو او که داسی نوی نو بیا د دشتی لیلی او قلعه جنگی خاطری د یاده وباسی. پشتون هزاره ته د چنگیز قوم یادول خو نن هزاره د دی خاوری بچیان دی… نور نو دیر داسی خبری دی چی په میاشتو میاشو ولیکو هم نه خلاسیژی. پشتون ته اوس صرف یو دشمن دی چی هغه تاجک دی خو افسوس چی دغه تاجک به هم یو ورز د پشتون خی لاس شی او بیا به هر سه درنه هیر وی. خو هم هغه متل چی د ضرورت په وخت کی هندو ته هم پلار وایی… نور نو د دی آوازی چی سوک اکثریت دی او سوک اقلیت په درد نه خوری زکه په افغانستان کی سوک اکثریت.نشته او که شته نو ونیسی خپل حکومت په یوازی جوره کری او واک تر لاسه کری داسی حکومت دی په لعنت سی چی دویم متفکر به ناست وی او د دوستم خبری به اوری چی تا خو زما په زور کامیاب شوی اوس سه چی زه وایم هم هغه به کوی

  34. دهر چا خپل نطر وی بهترین نظر هغه ده چه بیطرفانه هغه چوک انتخا ب کړو چه ملی ګټو ته ملی فرهنګ ته دود رسم رواج ته په مجموع کی وطن ته دوطن خلکو نه وفا دار وی زما په نظر هغه ډاکتر صا حب اشر ف غنی ده؟

ځواب ورکول Tariq Jahan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *