د ډاکتر زلمي رسول په اړه زما پر لیکنه ( یو رنګین خوب یو ښکلی واقعیت) باندې زیاتې تبصرې وشوې، د ځینو تبصرو جواب ځکه نه لیکم چې هغه سپکې سپورې وې، د ښکنځلو جواب به په ښکنځلو ورکوې او دا د ډاکتر زلمي رسول د (عدالت، برابرۍ او رغونې) ټیم خلاف اوځان ته اجازه نه ورکوم، راځم ځینو هغو ټکو ته چې نسبتا جدي مطرح شوي ول او دا ډېر ښه کار شوی دی و، ځکه چې موږ کولای شو مسایلو ته د منطقي ډیالوګ له لارې حل لارې ومومو او راځئ چې د مدللو خبرو په مټ خپل ګران افغانستان له موجود بحران څخه راوباسو.

زما د مشر او لارښود محترم ډاکتر محب زغم څخه یې رابېلوم چې د زلمي رسول په اړه د یوه ملګري دا خبره ورته جالبه ښکاره شوې وه چې زلمي رسول هر ځل دغه خبره کوله چې پلانکي وخت کې له پلانکي سره وم… خو هیڅ یې ونه ویل چې پلانکي وخت کې پلانکی له ماسره و.

محترم داکتر صاحب! ته خو هوښیار او د پراخې او ژورې مطالعې څښتن یې، ښایي هغه وخت دې د پښتو د لوی مفکر مرحوم ګل پاچا الفت دا نثر هېر و چې خپل ملګري ته دې د جواب په توګه ویلي وای چې: (( یو ملګری په لاره کې مخکې شو،  بل ورته وویل موږ پښتانه یو، په چاپسې نه ځو او څوک نه پرېږدو چې له موږ نه د مخه شي.

هغه وویل رښتیا چې تاسې په خرو پسې ځئ او خره په مخ کې وي یا د اسونو په مخکې منډې وهئ او په سړو پسې هیڅکله نه ځئ.))

تاسو د زلمي رسول ژوند لیک وګورئ، که هغه په جنایتکار او وطنفروش پسې تللی وي، نو واقعا د لوی خجالت خبره به وي او که یې ځانغوښتننه هېره کړې وي او په سړیو پسې تللی وي ایا د ګل پاچا الفت ارمان به یې نه وي پوره کړی؟

ځینو دوستانو چې د پښتو ژبې ستونزه یاده کړې وه، بېشکه چې د درنې پښتو په ویلو کې څه نا څه ستونزه لري، خو راځئ یو څه په سړه سینه، له احساساتو څخه یو څه په څنګ له سم منطق څخه کار واخلو.

اول خو نه د اسلام په مبارک دین او نه هم د افغانستان په اساسي قانون کې دا کوم جرم دی چې د چا کومه ژبه باید زده وي او باید کومه یې نه وي زده؟

بله مهمه خبره دا ده چې راځئ یوه شیبه نږدې تیر تاریخ ته ور وګرځو، انصافا ووایاست

پښتو ژبې د چا په وخت کې څومره پرمختګ وکړ او د چا پر مهال تباو برباد شوه؟ زه خپل معلومات درسره شریکوم او ستاسو هغو ته هرکلی وایم.

که تاسې رښتیا هم اعلیحضرت امان الله شاه غازي د افغانستان د معاصر تاریخ په اسمان کې ځلاند ستوری بولئ، نو د هغه هم پښتو نه وه زده او مرحوم پاچا خان یو وار ورته په غوصه شوی هم و چې ولې یې خپل مورنۍ ژبه نه ده زده؟ د هغه د کورنۍ هم پښتو نه وه زده، د هغه زوی شهزاده احسان الله او لور یې شهزادګۍ هندیه چې شکر اوس هم ژوندي دي، پښتو ژبه یې نه ده زده، مګر د دغه محبوب پاچا او د هغه د درنې کورنۍ له عظ��ت څخه څه کم شوي دي او ایا د دغې ژبې نه زده کړې د افغانستان د خدمت په لاره کې هغوی ته کوم خنډ جوړ کړ او تردې لا ډېره جالبه دا چې د پښتو ژبې د ودې، پالنې  او پرمختګ لپاره د همدغه روشنفکر پاچا په وخت کې پاخه بنیادونه کيښودل شول، لکه:

( مرکه د پښتو) جوړه شوه، د سوچه پښتو لغاتو قاموس تدوین شو، د اول وار لپاره د پښتو نصاب لپاره کتابونه ولیکل شول او ډیر نور ورته کارونه ترسره شول.

د یوه بل پاچا مثال هم در کوم چې پښتو یې نه وه زده خو پښتو یې واقعا پښتو کړه او نن  هغه د افغانستان په اساسي قانون کې د ملت د بابا په ملي لقب ویاړلی دی او د پښتو ژبې  د نه زده کړې ستونزې د غونډ افغانستان په غېږه کې د هغه له محبوبیت څخه هیڅ هم نه دي کم کړی او نه یې د پښتو او پښتنو په پرمختګ کې د هغه هلې ځلې ټکنۍ کړې دي.

د هغه په وخت کې پښتو ټولنه جوړه شوه، پنځه ستوري وځلېدل، د دوی تر څنګ  ډېر نور پښتانه ستوري د پښتو ژبې پر اسمان راوختل، کابل مجله مکمله پښتو شوه، په ولایاتو کې پښتو انجمنونه جوړ شول، پښتو مجلې په ولایاتو کې چاپ شوې، پښتو مکتبونه پرانیستل شول، پښتو رسنۍ په اوج و موج کې شوې، د پښتو کتابونو چاپ ته جدي توجه وشوه، علامه لوی استاد عبدالحی حبیبي د پښتو ادبیاتو پوهنځی تاسیس کړ، د پښتو ادبیاتو لومړنی تاریخ ولیکل شو، افغانستان کې د شلم قرن کتاب (پټه خزانه) چاپ شوه او په پښتو کې لسګنه نورې کارنامې رامنځته شوې او بالاخره د افغانستان په اساسي قانون کې په ۱۳۴۳ کال کې پښتو ژبه د ملي او رسمي ژبې په حیث تسجیل شوه او د پښتو ژبې په تاریخ کې اول وار دغې لرغونې او درنې ژبې قانوني او نړیوال اعتبار وموند، د هغه پاچا تر سرپرستۍ لاندې چې دغه ژبه یې نه وه زده. عجیبه خو لا دا ده چې ځېنې پښتانه دغه د وطن د ترقۍ او تعالی غوښتونکي پاچا د پښتو په نه زده کړه ملامتوي او یو شمېر غیر پښتانه یې پښتو ته د خدمت په تور په نیشنلزم تورنوي.

اوس نو د انصاف تله به د چا په لاس ورکوې؟ که دا واقعیتونه چاته دروغ ایسي، ثابته دې کړي او د ډیر تعجب وړ خو لا دا درته وایسي چې د پښتو له اړخه د بې ژبې پاچا وروسته د کمونیستی او جهادی پاکو، صفا، سوتره او زبردستو  فصیحو او بلیغو پښتنو رهبرانو د دورانونو پښتو پالنه خو هم درته معلومه ده، چې دا هر یو یې په پښتو ژبه لکه بلبل ږغېږي، خو زه بلا پسې خپل ګریوان قاضي کړئ چې دغو پښتنو په پښتو پوه مشرانو او واکمنانو د پښتو ژبې په عزت، غنا او عظمت کوم اورونه پورې نه کړل؟؟؟؟

ایا د پښتو ژبې د عمرونو عمرونو  بډایه شتمنۍ، کتابخانې، اثار، قلمي نسخې او د دغې ژبې علمي بنیادونه په تورو ایرو بدل نه کړل؟

انصافا قضاوت وکړئ چې ایا د پښتو ژبې د نه زده کړې ګناه پښتو او پښتانه تباه کولای شي؟ او که د پښتو ژبې د زده کړې شرط پښتو او پښتانه ژغورلای شي؟

زه خو وایم چې د ژبې زده کړه او نه زده کړه ثواب او ګناه نه لري، بلکې د وطنپرستۍ ایمان، اخلاص او صداقت ډیر مهم دی.

زه دې ته ډېر تعجب یم چې زما ځېنې محترم وطنوال د ډير درانه مشر داکټر اشرف غني احمدزي لپاره کمپاین او د رایې جذبول په دې کې ویني چې نور کاندیدان نقد کړي او پر زلمي رسول د پښتو نه زده کړې ملامتي اچوي، زه د ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي ټول حرمت، درنښت، علم او نړیوال تفکر ته په ډیر احترام سره مجبور یم چې یو تریخ واقعیت ووایم، هغه دا چې نوموړي د ولسمشرۍ د تېرو ټاکنو پر مهال د انګلستان په ګارډین ورځپاڼه کې حامد کرزی له دې امله سخت وغانده، چې د ده په وینا د افغانستان لوی قاتل جنرال دوستم یې له ځانه سره ملګری کړ او پر نوموړي جنرال د زرګونو پښتنو د قتل عام او وینو چیښلو تورونه دي، ملت اوتاریخ ته به د خپل اول معاون په صفت د هغه ټاکنه په کومه پښتو ژبه، د کوم متفکر مغز په زور او په کوم علمي استدلال سره توجیه کړای شو؟

بابیزه یې مه ګڼئ، دا د محترم اشرف غني د ډېرو نږدې پلویانو لپاره هم یو جدی ناحله سوال دی، ټول ملت یې د جواب انتظار باسي.

دا کیسه هر څومره اوږدېدلای شي، خو د کیسې اوږدول مهم نه دي، بې طرفه مدلل منطق او په ارامو اعصابو د هغه منل مهم دي نه سپکاوی.

یو شمېر محترم دوستان د ډاکتر زلمي رسول د خدمت ثبوت راڅخه غواړي، زه وایم چې تاسو په کورنۍ او باندنۍ رسنۍ کې د ده د فساد، رشوت، خیانت او یا کومې بلې اخلاقي کمزورۍ یو کوچنی ترین مستند ثبوت د ملت مخ ته کښېږدئ، زه به تر خپلو ټولو ادعاوو تېر شم او که داسې نه وي نو د افغانستان په ډېر پېچلي بحران کې تر دې لوی خدمت، اعتبار او درنښت څه کېدلای شي؟

او وروستۍ خبره دا چې دا سمه ده چې (مرد نه مور لري نه پلار) خو چې ډاکتر زلمي رسول د خپل مردانه پلار نیکه مخلصانه خدمتونو پر پلونو ثابت قدمه پاته دی، نو د دغسې واقعیت په بیان کې څه عیب؟ په اخیر کې مننه چې د واقعیتونو د روښانولو لپاره مو د بحث ور پرانیست، خو هو استدلال به نه هېروو.

په درنښت

53 thoughts on “د ډاکټر زلمي رسول له منتقدینو سره د زړه خواله/ ګل محمد بلوڅ”
  1. ياره زلمي رسول باندي وخت مه ضايع كوي او امكانات هم ورباندي مه مصرفوي دير غريب او ضعيف ده داسي ونشي له دي حالت نه دغه نرس صيب استفاده وكوي

  2. سلامونه!
    ښاغلی بلوڅ صاحب مننه له لیکني دې که خبره دیوطن دی ورانولو اوپښتنو دی وژلو او را پرځولو یی خو داراته ووایه چی ملی اتل احمدشاه مسعود دا کارونه ډیر کړي دي که جنرال دوستم او دوم دا چی دظاهرشاه داسي یو مکتوب راته راوښیه چی په پشتو لیکل شوي وی او په پای کی یی داعلحضرت امضا وی .دا راته مقایسه کړه چی ظاهر شاه په څلویښت کالو کی څومره پښتنوته خدمت کړی او نورمحمد تره کی په یونیم کال کي پښتو ته څومره خدمت کړي ده له سیاسی عقیدی سره یی زه کارنه لرم دا فغانستان په معاصر تاریخ کی اول ځل وچی یو پشتون پاچا بی دی چا له ویری پشتو خبری کولي دی اهر شاه په وخت کی خو نه خراسانیان ول اونه هم سپاه قدس نو اعلحضرت څه مشکل درلود چی ټوله رسمی او دفتری ژبه یی په فارسی تبدیله کړي وه که همغه اعلحضرت پښتنوته په کابل کي جدا ښونځی جو‌‌ړکړي واي نن به دښاغلي ډاکټرصاحب رسول هم تر ما ښه پښتو ژده واي ا و دا دي زړه له خلاصه تبلیغ هم شاید تاسو نه ورته کړي وي.

  3. ګل محمد بلوڅ د زلمي رسول د انټرنټي کمپاين له ډلې څخه يو مستعار نوم دی چې په پښتو ژبه ليکنې خپروي او غواړي د زلمي رسول لپاره د پښتنو رايې راجلب کړي.
    زلمي رسول د شمال د ټلوالې يو اهم غړی دی چې ځان پښتون بولي، خو هېڅکله هم پښتون نه و او نه دی. هغه تر ډېره حده ځان يو مترقي او روشنفکر ځان بولي خو د احمد شاه مسعود د ورور ضيا مسعود تر لاس لاندې ولسمشر به وي. دا به بله يوه داسې لوبه وي چې د پارسيوانانو په اصطلاح د کاسې تر لاندې يوه بله کاسه گۍ. همدا زلمی رسول که ولسمشر شو نو افغانستان به يوه گټه دوه تاوانونه وکړي. لومړی گټه به دا وي چې افغانستان به يو ځل بيا د نړېوالو د تگ راتگ يوه سيمه شي، د امريکا متحده ايالاتو او ناټو ځواکونو سره به تړونونه لاسليک شي. تاوانونه به دا وي چې افغانستان کې به همدا شمالي ټلواله نوره هم ځواکمنه شي. په اقتصاد کې به تر هر چا دمخه دوی برلاسي وي او بيا به پښتانه ورته محتاجه وي. بل نقصان به دا وي چې د همدې اوسنۍ کابينې ټول شماليان به په خپلو چوکيو کې مقرر وي فساد به هم همدوی کوي، قراردادونه به همدوی غلا کوي، د بهرنيانو په وړاندې به نور هم افغانستان بدناموي او بيا تر هر چا دمخه به د انصاف او عدالت غوښتونکي هم همدوي وي. خبره دا نه ده چې زلمی رسول د لوړو زده کړو خاوند دی، او تر ټولو د ښه کاري ژوند او تحصيلي ژوندليک خاوند دی. خبر په دې کې ده چې دی به د بل داسې يو ځواک لپاره کار کوي چې هغه به د افغانستان ملي ارزښتونو ته چې آن قايل هم نه دي بلکه داسې پټ پلانونه او نخشې هم لري چې افغانستان به په نوم افغانستان پاتې وي خو پښتانه ډېرکيان به پکې بدنام وي او لکه د تېرو کلونو په شان به يو ځل بيا په څنگ ووهل شي. نړۍ به پښتانه په افغانستان کې د پارسيوانانو د افکارو له مخې پېژني او يا هم د پاکستانيانو له مخې.

    يوه خبره ډېره منطقي ده او هغه دا چې زلمي رسول ته په هېڅ دليل رايه مه ورکوئ.

  4. بلوڅ صاحب داسی معلومیږی چه زلمي رسول صاحب د تاسو د تاید وړ او د ټولو نه دیو غوره کاندید په سترګه ورته ګورې. تاسو نظر محترم دی خو تاسو د خپل نظر لپاره کوم خاص دلیل ندی وړاندی کړی. زه زلمی رسول نه پیژنم او شاید خورا ښه شخصیت وی مګر دا پدی مانا نشی کیدای چه دی به د افغانستان لپاره مناسب ولمشر وی.
    ۱- د افغانستان د ټول بحران په طول له اتیاومي لسیزی را پدی خوا موږ د ده څه خاص سیآسی لاسته راوړنی ندی لیدلی او د خارجه وزارت په دوران کی یئ هم داسی کار نه دی کړی چه د یادونی وړ وی.دا هسی په تشه وینا کله کیدای چه مدبر سیاستمدار او د اعلاحظرت امان اله خان خوریه دی.
    ۲- بل مهم ټکی دهغه د ټیم تشکیل دی. ټولو ته معلومه ده چه پنجشیری شاهزادګانو د کرزی د تش په نامه ۱۲ کلنه دوره کی په ټول افغانستان ګیډه اچولی ده او تر هغه چه دا انحصار ختم یا کم نه شی په افغانستان کی به نه قانون تطبیق شی او نه به موجوده فسادمحدود شی. ددی ډلی په قدرت انحصار د زلمی رسول په موجودیت کی د افغانستان لپاره د نور زیات حلاکت نسخه ده. هیله ده افغان لیکوال , روشفکران او سیاسیون د داسی ټیم تر شا ودریږی چه هم تجربه شوی کاری لیاقت ولری او هم په افغانستان کی د غیر عادلانه قدرت انحصار محدود کړای شی. افغانستان نوی , علمي او پاک مشر ته ظرورت لری اودا د هر افغان فرض دی چه دخپل ملک د ښیګنی فکر وکړی او خپلی شخصی ملاحظی د اولس د ملاحظو نه قربان کړی.

  5. Grana!
    Taso ke werta hatsomra dolkai weghegawei, kho da beykara porza aw noskha de Karzi le khwa da. Pe hits waja de jamhori ryasat liaqat ne lari.

    Os hagha pekhwani wakhtoona teyr di. Dasey shagheli leka Zalmai Rosoul hets chaland ne lari. Dostem ke hartse kerhi di no de dey tolo shata asli lobgharhi Masoodkheyl wu chey os sta Zalmai Rasoul ye ter tseng wlaarh dai.
    Zarhe wakhtoona by ne razi. De Rasul de facebook panha tola pe Parhso aw Angreyzi daka da aw de Pashto pekey darak ne lagi.

    Da de Pashto doshman Rasoul de Pashtano de raye warh ne dai.

  6. Salam !
    De Afghanistan wak de loyo loyo mafia på las ke day che os war sa kha loy loy maran jor shawee
    Zalmay Rasoul khpala doday na she khwa rally de da pa ra tag Sara ba de maranona shamaran
    Jor she , sha ba da wee ch daee dee kar LAS pa sar shee .
    Khpalwak

  7. محترم بلوڅ
    ستاسو د ټو لو خبرو په بشپړ تاييد یوازی په یوه خبره در سره موافق نه یم چی د زلمی رسول پښتو نه ده زده. همدا اوس چې په سایټ کی ستاسو لیکنه لولم زلمی رسول په آریا نا تلویزیون کی مناظره لری او ډیره روانه پښتو وايي
    که اشرف غنی انتخابات بایلل هم به یي د خپلو احساساتی دوستانو له بی تربییه ګۍ نه بایلي
    .

  8. د افغانستان په (اساسی) قانون کې به د ژبې نه زدکړه جرم نده. ېوه عام وګړی ته څه پروا نکوی، هغه د چا خبره خپل خر به په اوبو تیر باسی. قدرمنه ،ښاغلی زلمی جان ډیر لوی کار ته لاس اچوی. که چیرې ښاغلی زلمی په ریښتیا ذکی او پوه انسان وی، خیر تر بلې دورې د صبر وکړی او د وخت نه په ګټې د پښتو ژبه زده کړی. یو خو به د اکثر ملت په خبره پوهیږی بل دا چه خپل اصلیت به په ډاګه کړی

    په درناوی

  9. ګل محمد پلوڅ صاحب سلا م ! تاسو ډير زحمت باسئ چي د ښاغلی زلمی رسول په هکله د افغانانو سوالو ته جوابونه واياست.
    د ټولو تبصره کونکو څخه هيله کوم چي د کانديدانو په ادرس سپکي خبري ونکړي، ځکه سپکي سوري پر نتايجو تاثير نکوي.
    زه د ټولو کانديدانو څخه هيله کوم چي د خپل بري په صورت کي په کابل ښار کي د ټولو تعليمي او تحصيلي موءسسو تدريس سم نيمی په پښتو کړي ، ولوکا خپله کانديد په پښتو سم نسي ګړېدلای !
    دا به و پښتو ژبي ته د حقه حقوقو ورکولو ښه شروع(اغاز) وي .
    که دا کار په تېره پېړی کي سوۍ وای اوس به پښتنو پخپل پايتخت کابل جان کي ځان پردېس نه احساسولای ،او غيري پښتنو ته به هم د افهام و تفهيم سهولتونه ډير سوي وای،چي په نتيجه کي ژبنی تعصب ورکېده .
    صابر ارمان

  10. محترم بلوڅ صاحب د کاليو او بوټونو سره په سترګو راڼوځي!
    پښتو د احساساتو خبره نه ده بلکې ملي هويت ده.
    باچاه خان په خپل کتاب کې وايي: چې ما چې کله له امان الله خان سره په بمبيي کې وليدل نو له ما سره په پښتو غږيدلو ځکه چې هغه پښتو ملي ژبه بلله او پرته له ملي ژبې ملي هويت نيمګړی ده خو زلمۍ صاحب د ملي هويت ازښت او مهموالی په دې ۱۳ کلنو کې هم درک نه کړ…..
    صاحب، هره خبره دې موږ افغانانو ته له کنځلې، ګولۍ، توپ او زهرو هم رټه او سخته تماميږي. په پرهرونو مو مالګه دوړوې. د عيان بيان ته څه ضرورت ده؟
    د يوه وزارت هر څه په وزير پورې اړه لري. صاحب لږ انصاف وکړه! دا خو زموږ د بې حرمتۍ په مانا ده چې وزارت يې په فساد او بې کيفايتۍ کې ډوب و او ته محترم موږ په دې تلقينوې چې پرښته ده.
    دوستم له ضيا څخه په څه کم ده؟؟ دوستم د عتراف شهامت وکړ او بښنه يې وغښته د سميدو او د اطاعت ژمنه يې وکړه. بله دا چې زموږ د ڼګ او ناموس په وړاندې يې د غبرګ عبدالله او نورو دسيسه هم په نره افشاه کړه…
    موږ پښتانه د بښنې په غوښتلو سر بښو ځکه چې دا زموږ کلتور ده خو د ڼګ او ناموس سپکه په هيڅ صورت نه بښو! ضيا مسعود له عبدالله سره په يوه دسترخوان لوی شوی او زلمۍ صاحب هم ورنيږدې دی…..
    غني پوهنتون غني کړ، ماليې وزارت يې غني ګړ او هم د پوهې او کيفايت نړيوال ريکارډ لري… د زلمي راته اوايه؟؟؟ محترمه په ټول انساني احترام، ستا د جفا جفا ليکنو په ردولو کتاب ډکولي شم خو اسانتياوې نه لرم…..
    په درنښت

  11. درنو هېوادوالو، د ليکنې ليکوال او نورو قلموالو ته سلامونه او نېکې هيلې!
    ما د ښاغلي بلوڅ صيب لومړنۍ او دويمه ليکنه ولوستله، د ډېرو تبصرې مې ولوستلې، مګر د ليکوال او مبصرينو له نظرياتو سره موافق نه يم، ځکه د ټولنې به پېښو او یا د ټولني د زعامت د مخکښو په اړه بايد د ټولنيزو، سيمه يزو، بينالافغاني او همدا ډول نړيوالو معيارونو او منل شويو حقوقي توګو او مقرراتو په رڼا کې تر سره شي.
    مخکې له دې چې په شننه پيل کړم، نو په زغرده وايم، چې په لسو کانديدانو کې د يوه کانديد پلوی هم نه يم، ځکه د افغانستان په اړه زما آند او احساسات بل ډول دي، چې بیا به يې په راتلونکو ليکو کې لږ واضح کړم، چې خپل نظر تر خپلو هېوادوالو سم ورورسوم. د اشخاصو په اړه هم نظريات ډېر دي، خو زه به يې په عمومي توګه له خپل ليدلوري وسپړم، چې نه په شخص او نه هم په منتقدينو او يا پلويانو يې تيری وشي.
    لومړی بايد ياد شي، چې پر افغانستان د غچ اخيستنې بربنډ تيری د امريکايانو لخوا د ناټو او نورو صليبي ملکونو په ګډون تر سره شوی دی، چې د ملګرو ملتونو يوه شنه پاڼه يې هم تر لاسه کړې وه، مګر د امريکايانو او نورو صليبیانو ۱۳ کلنې جګړې دا وښودله، چې افغانستان د نيوکلونيوليزم د يوويشتمې پېړۍ د نوې مستعمرې بڼه ده، چې وينه پکې د افغان تويې شوه، خو اقتصاد د روسيې، ايران او پاکستان پرې مضبوت شو او په امريکا کې د نظامي ماشين د اقتصادي پله يې درنه کړه، چې د امريکا اقتصادي بحران يې له بېړني کولپسه وساتلو، خو په ديارلسو کلونو کې د افغانستان جګړه ورته تر څو تريليونه ډالره ډېره تمامه شوه، چې د امريکا نننۍ وارخطايي يې د خپلو لرليد ستراتيژکو موخو په اړه له ورايه ښکاري.
    کله چې د پورته يادې شوې سپړنې په شاليد کې د افغانستان ننني حالت ته وکتل شي، نو دا په ګوته کېږي، چې افغانستان د بحرنيو يرغلګرو، چې په سر کې يې امريکا ده، اشغال شوی مملکت دی، نو د بهرنيو ځواکونو په موجوديت کې اننتخابات صرف فرمايشي بڼه لري، مګر نه ملي کرکټر او يا ولسيز هدف، نو د انتخاباتو نننۍ بڼه بلکُل غير ملي، غير افغاني او د بهرني پوړني لاندې تر سره کېږي.
    په افغانستان کې د لاسپوڅي او يا لوېديز پلوه دولتي اداري تر څنګ وسلوال مقاومت موجود دی، چې يو شمېر يې پاکستان پلوه او نور يې ايران پلوه دي، ځکه په دولتي ادارو کې خو جهاد پلوه، تيکنوکراتان او پروني کمونيستان يو ځای شوي دي او نن يې د امريکا موجوديت ته هرکلی ويلی دی، نو په داسې حالت کې زه ځان د «اکثريت خاموش» په ډله کې شمېرم، چې نه له يو اړخ سره خواخوږي لري او نه هم له بل اړخ سره دلچسپي لري، خو د افغانستان مسئله افغان شموله ده، ځکه مې دغه تبصره وليکله.
    درنو لوستونکو! که چېرې په دغه ننني انډوخر کې لاسپوحې دولتي اداره، وسلوال مقاومت او د «خاموش اکثريت» لپاره د انتقالي عدالت نړيوال تضمين يا ژمنتيآ رامنځ ته نه شي، نو دغه انتخابات هم يوه ماجرا، مغزي مشکوکتيا او د يرغلګرو يوه بل لوبه ده او بس، چې نه به د افغانستان پرهارونه جوړ کړي او نه به هم په ماغزو ړندو انتهاريانو د بمونو مخنيوی وشي.
    پايلې ته به داسې نغوته وکړم، چې په ننني دولتي اداره کې چې څوک لوړپوړي چارواکي او يا د صلاحيت واکمن دي، نو د شوروي اتحاد له يرغل او موجوديت سره سم، له مخکنيو کمونيستانو سره برابر دي او يا يو ډول ټولنيز موقف لري، مګر يو شمېر بيا وسلوال مقاومت په ذهنونو کې د جهاديانو سره برابر ګڼي، نو په داسې حالت کې د خدمت، عدالت او يا خيانت او رزالت خبره ډېره ستونزمنه ده!
    په ډېرو ځايونو کې ليکل شوي، بې پښتو ارګ د پښتنو مرګ! ما د ارګ ټولې سوړې ليدلې دي، نو له آشپزه نيولې تر پياده پورې ټول د نورو ټبرونو استازي دي، چې ولسمشر او مشاورينو ته يې ډوډۍ په خوله کې ورکوي، ځکه نو هم د پښتو پښتون او هم بې پښتو پښتون دواړه په ارګ کې ګونګي شي او له عدالته مصلحت ته ډېر ژمن پاتې شي.
    ننی عصر له پروني وخته ډېر توپير لري، مخکې له ۱۹۴۷ کاله پاکستان نه وو، ټولنيز ذهنيت هم په نشنليزم کې نغښتی وو، مګر د افغانستان ستونزې وروسته ۱۹۴۷ کاله ډېرې شوې دي، ځکه د پلورلشويو مغزونو ولوله هم له همغه مهاله پيل شوې ده، چې څوک د پښتو او څوک هم د فارسي شپيلۍ غږوي، مګر د افغانستان لوی ټپر پښتانه دي، که چېرې پښتو په افغانستان کې خپل پوهنيز او اداري ځاي ونه مومي، نو د افغانستان ناسور به تر زرهاوو کلونو نور هم وغزېږي، ځکه هر ملت د ډيموکراسي په چاپېر کې د معيارونو او کتيګوريو پر بنسټ رامنځ ته کېدلی شي، چې نننۍ رسنۍ، کمپيوترېزېشن او نور برېښنايي پرمختګونه له ټولنيزو اسانتيآوو سره نوي ګواښونه او له خپل ټبر او ملي هدفه د لرېکېدو يا پرديکېدلو څپه هم پياوړې کړې ده، ځکه نن او پرون ډېر توپير لري!
    ما د ښاغلي اشرف غني په اړه ليا مخکې ليکلي ول، چې د امريکايي يرغل طراح او پلی کوونکی وو او د راتلونکو غميزو مسؤل به هم وي او د ښاغلي زلمي رسول په اړه ځکه څه نه وايم، چې نورو پوره بحث پرې کړی دی، مګر مناسب ګڼم، چې ياده کړم! د کرزي د لړم انقلاب په ډېرو کې فکري انفلاق رامنځ ته کړی دی، چې د يو انتقالي لنډ مهاله دولت او بيا وروسته د بينالافغاني تفاهم په ترڅ کې د انتخابي دولت په ترڅ کې د افغانستان د خپلواکي وږمې او د پرمختګ پټ شګوم ليدل کېږي!
    په درنښت
    ستاسو د بري په تمه
    ډاکټر لمر

  12. بلوڅ ګله: دا ببولالي دي دخپل ځان غوندي كوم لوده ته ووايه، كوم انسان چي خپله مورنۍ ژبه نوي زده په هغه كي هيڅ خير نشته، پښتو د افغانستان ملي ژبه ده، مونږ افغانان هيڅكله داسي ولسمشر نه غواړو چي په خپله ملي ژبه خبري نه شي كولاي.
    دا لوده زلمۍ رسول چي كله دبهرنيو چارو وزير وو، ده په هغه وخت كي پښتنو ته كوم خدمت كړي، لږ شرم اوكه بلوڅ ګله: داسي يو لوده سړي ته كمپاين كوي چي هغه په كمپاين كولو هم نه ارزي.
    دوهمه خبره داده بلوڅ خانه: تا په اشرف غني احمدزي باندي دا نيوكه كړي چي ده دوستم دخپل ځان مرستيال ولي ټاكلي؟؟
    ددي په ځواب كي زه تاته دومره وايم چي: د دوستم سپۍ هم په مسعود خيلو شرف لري، كوم چي زلمي رسول دخپل ځان مرستيال ټاكلي، د لوده زلمي رسول لمړۍ معاون داحمدشاه مسعود ورور دي كوم چي د پښتنو لوي دشمن وو، جنرال دوستم دا جرأت درلود چي له ټول افغان ملت څخه يي دتيرو كورنيو جګړو له امله بښنه وغوښته.
    په تيرو كورنيو جګړو كي چي څوك ښكيل وو، تر اوسه پوري كوم يو يي بښنه غوښتي؟؟؟ هيڅ څوك هم سپينه كونتره نه ده، له حكمتياره نيولي، سياف ، رباني، مسعودخيل، عبدالله عبدالله، قانوني، قطب الدين هلال، ……. او داسي تر آخره پوري زه، والله كه يو يي هم سپينه كونتره وي، اقلا دوستم دا جرأت وكړ.
    بلوڅ خانه: دأفغانانو غوڅ اكثريت پريكړه كړي ده، او إن شاء الله ډاكټر اشرف غني احمدزۍ به زمونږ راتلونكي ولسمشر وي، مونږ افغانان او په تيره بيا پښتانه ډير ځوريدلي يو ، اوس نو الله پاك مونږ افغانانو ته دخپل وطن دجوړولو لپاره يو چانس په لاس راكړي، او دا چانس به إن شاء الله هيڅكله له لاسه ورنه كړو.
    نو بلوڅ ګله: نور ځان مه ستړۍ كوه، او دا ببولالي دي دځان غوندي لوده ګانو ته ووايه.

  13. ورورمجترم ورور ګل محمد بلوڅ صاحب د زلمی رسول شه ننګه کړی مګر د هغه ملت چه اکثریت یی یوه ژبه لری او ریس جمهور د هغوی په ژبه ونه پوهیږی زشتیا هم حکومت به یی د ملت د بابا به شان وی چه په پشتونو تپلی باچا د هغه په وخت او زمانه کی د خوست پکتیکا کنړ بادعیس ولایتونو پوخ سرک ندی لیدلی دپشتون کابل نه یی پارسی ژبی کابل جوړ کړ د کابل اطراف ولسوالی پغمان جاراسیاب بګرامی شکر دره ګل دره قرباغ تولی پشتنی خو کابل د پشتون مړ حیثیت لری ټول کابل څو پشتو مکتبونه

    درلودل دا ټول پشتو مکتبونه د یوی حبیبی د لیسی معادل کیدل؟ په کابل پوهنتون کی څومره پشتو وه؟ ایا دپلخمری د ولسوالی معادل کوم پښتون میشته ولایت لکه لوګر کنړ ارزګان قلات وردګ لغمان نیمروز پکتیکا یا خوست یا کتواز یا شنواری لویه ولسوالی وه ؟ څو پشتون میشته ولایتونو په سطحه روغتون نه درلود بیا نوڅنګه د بابا ملت نوم د خدمت کاران پشتون په ډله کی راوړی ؟
    دوهمه خبره داده [ه زلمی زسول د خارجه وزارت په دوران کی کومه لاسته راوړنه لری ایا فساد یی په وزارت کی ورک شو که کادری سیاست یی کومه نتجه درلوده
    دریم زلمی رسول مشخصه طرحه او کوم بلان د وطن د ابادی لپاره ندی وړاندی کړی په عامو خبرو اتکا کوی ( فساد به ورک کړم ،صلح راولم کاری فرصتونه ایجادوم ) مګر څنګه؟ جواب نشته

  14. د اعلیضرت امان الله خان غازی او د اعلیضرت محمد ظاهرشاه د پاچاهی وختونه بدل ول. هغوی شاههان ول او هغوی په خپل وخت او زمان کی د خپلو خلکو او ولسونو غوښتنی تر خپل وس اوتوان پوری پوره کړی دی. امان الله خان تر ټولو لوی خدمت چی هیواد یی مستقل او خپلواک اعلان او دی هدف ته ورسید کفایت کوی چی هروخت ورته دعا وکړو او نوم یی په درنښت سره واخلو. نور خدمتونه یی هم د هیریدو نه دی. د مرحوم د ملت بابا وخت او زمان هم د افغانستان د خلکو لپاره یو طلایی چانس و او هغه د ملت په غوښتنه پښتو ژبه رسمی کړه او کوم خدمتونه چی ورته شویدی ، تر ډیره د ملت د راژوندی کیدلو او د خپل ژبی په قدر او اهمیت پوهیدل و.
    ژبه به فرض او واجب نه وی. خو تحصیل او زده کړه او افهام او تفهیم په خپله مورنۍ ژبه تر نورو ژبو زمونږ مشکلات آسانوی. ما دولس کاله په پښتو زده کړی کړی او د پوهنتون په دوره کی مجبور شوم دری ژبه هم ښه زده کړم او اوس کوم مشکل په دواړو ژبو کی نه لرم . مګر کوم مطلب چی زه په خپله مورنۍ ژبه پښتو افاده کولای شم په دری یی نشم کولای. ماته دواړه ژبی محترمی دی خو له خپلی ژبی سره جفا هم نشم منلای. د پښتو ژبی قدر ماته هلته راغی چی ما انګلیسی، روسی ، فرانسوی او هالندی ژبی زده کولی . ځکه چی د ګرامر له لحاظه ډیره وسیع او د نورو کلیمو افاده کول راته آسان ول. په ځینو ژبو کی کلیمی مذکر او مونث نه لری مګر په نورو کی شته او کله چی صفت له کلمی سره راځی د هغی کلیمی د مذکر او مونث سره سم صفت هم تغییر کوی چی دا کار په پښتو کی هم شته. په هر حال په پښتو ژبه خبری کول او لیکل زما قانونی او انسانی حق دی له خپل حقه باید ګټه واخلو. همداسی نوری ټولی ژبی محترمی او په خپل ځای درنی دی.
    که له ښاغلی اشرف غنی احمدزی سره جنرال عبدالرشید دوستم ملګری دی او هغه پدی متهم دی چی جنګ سالار دی ، دی کی کوم شک نشته خو د ښاغلی زلمی رسول معاون احمدضیا مسعود هم د مشهور جنګ سالار ورور دی. هغه هم له خپلو سیالانو سره په ګډه سل زره بیګناه د کابل ښاریان د آسمایی له غره نه په توپونو وویشتل او د کابل ښکلی ښار یی په کنډوالو بدل کړ. چی دوی دواړه به یو بل کی مجرا شی. خو خبره دلته ده چی د احمدشاه مسعود ملګرو د یوی وړی 50 زره کسیزی ولسوالی حاکمیت په ټول افغانستان ټینګ کړی دی. د ملی دفاع ، کورنیو چارو او باندینیو چارو کورنی او باندینی اکثریت منسوبین د دوی له ډلی دی چی دا بیا لویه جفا ده . څنګه کیدای شی چی دوی د ټول هیواد امتیازات ځانته واخلی او نور یی په بلا.
    جنرال عبدالرشید دوستم په میړانی سره له ټول ملت نه بخښنه وغوښته او ځان یی ملامت کړ مګر د ښاغلی زلمی رسول ملګرو خو بخښنه لا څه چی نور هم ځان غوښتنی او جګړی ته دوام ورکوی. ښاغلی زلمی رسول د شخصیت له لحاظه پاک، صادق، تحصیل کړی او وطندوست انسان دی اما که یو څوک یو وزارت اداره نشی کړی نو ټول هیواد به څنګه رهبری کړی ؟

  15. بلوڅ ګله: دا ببولالي دي دخپل ځان غوندي كسانو ته ووايه، كوم انسان چي خپله مورنۍ ژبه نوي زده په هغه كي هيڅ خير نشته، پښتو د افغانستان ملي ژبه ده، مونږ افغانان هيڅكله داسي ولسمشر نه غواړو چي په خپله ملي ژبه خبري نه شي كولاي.
    زلمۍ رسول چي كله دبهرنيو چارو وزير وو، ده په هغه وخت كي پښتنو ته كوم خدمت كړي، لږ شرم اوكه بلوڅ ګله: داسي يو سړي ته كمپاين كوي چي هغه په كمپاين كولو هم نه ارزي.
    دوهمه خبره داده بلوڅ خانه: تا په اشرف غني احمدزي باندي دا نيوكه كړي چي ده دوستم دخپل ځان مرستيال ولي ټاكلي؟؟
    ددي په ځواب كي زه تاته دومره وايم چي: د دوستم سپۍ هم په مسعود خيلو شرف لري، كوم چي زلمي رسول دخپل ځان مرستيال ټاكلي، د زلمي رسول لمړۍ معاون داحمدشاه مسعود ورور دي كوم چي د پښتنو لوي دشمن وو، جنرال دوستم دا جرأت درلود چي له ټول افغان ملت څخه يي دتيرو كورنيو جګړو له امله بښنه وغوښته.
    په تيرو كورنيو جګړو كي چي څوك ښكيل وو، تر اوسه پوري كوم يو يي بښنه غوښتي؟؟؟ هيڅ څوك هم سپينه كونتره نه ده، له حكمتياره نيولي، سياف ، رباني، مسعودخيل، عبدالله عبدالله، قانوني، قطب الدين هلال، ……. او داسي تر آخره پوري زه، والله كه يو يي هم سپينه كونتره وي، اقلا دوستم دا جرأت وكړ.
    بلوڅ خانه: دأفغانانو غوڅ اكثريت پريكړه كړي ده، او إن شاء الله ډاكټر اشرف غني احمدزۍ به زمونږ راتلونكي ولسمشر وي، مونږ افغانان او په تيره بيا پښتانه ډير ځوريدلي يو ، اوس نو الله پاك مونږ افغانانو ته دخپل وطن دجوړولو لپاره يو چانس په لاس راكړي، او دا چانس به إن شاء الله هيڅكله له لاسه ورنه كړو.
    نو بلوڅ ګله: نور ځان مه ستړۍ كوه، او دا ببولالي دي دځان غوندي خلكو ته ووايه.

  16. سلامونه بلوڅ صاحب او نورووروڼو ته
    لکه ډاکټر صاب لمر ما هم په تاند کی تبصری او کمپاینونه تعقیب کړل او کوم یی.
    لڼدو جملو کی وایم چه:اول خودی بلوڅ صاحب ووایی چه دبلوچستان مشر محمودخان اچکزی په کومه ژبه غږیږی؟
    دوهم:ښاغلی زلمی رسول ډاکتری په څه شق کی اخیستی؟ له کرزی نه پخوا خو چا نه پیژنده!بیا دفعتن دامنیت رییس او پسی خارجه وزیر سو؟ په کوم لیاقت او کومو لاس ته راوړنو؟..دايران؛پاکستان اونوروخارجي هېوادونوجفاګانوته ېي څه عکسالعمل؟؟
    که دی رښتیا دامان الله غازی خوریه وای نو د هغه مډال به یی بوش ته نه ورکاوه!!
    دریم:دژبو مساله لکه دوستانو چه لیکلی ډیره مهمه ده.پښتو او فارسی اونوری اینډوآریایی ژبی ټولی یوه منشا لری او لکه د ملیتونو ،ژبې هم په مرور د زمان سره پۍ اوبوره(شیروشکر)شوې دي خوبیا هرچاته خپل وطن کشمیر دئ..اوهر ملت دخپلې ژبې خذمت ګار اوساتونکئ باید وی.داخو نه کیږی چه یوڅو کوره ریکاګان یا قزلباشان یا افشاریان ا.د.ن. د ټول افغانستان دخلکو نمایندګی په پایتخت کابل کی وکړای شی؟؟؟په پښتو رشخند ووهی او یا یی له قانون ،دولت ا.د.ن. څخه وباسی!
    که مونږ د نورو لګکیو ژبو ته اهترام لرو هغوی هم باید ډیرکی افغان ته درناوی ولری.دډوستم او نورو جڼرالانو او مارشال! انو ا.د.ن. په اړه قضاوت به ټول ملت او که رښتیا موجوده وی نړیوالی محکمی او عدالت ته پریږدو…
    نوټ.ڼن می بیبی سی پاڼه کی ولوستل چه اوکیناوا جاپانیانو د امریکی اډی د ویستلو مظاهری کړی /؟!.عاقل ته دا ټکی کافی دی!
    په پوره آفغانی(پښتنی) مینه او د ازاد،اباد.یو موټی او په رښتیا د اسیا د زړه غوندی صفا افغانستان په هیله او ارمان.ډ.ح.ز.ص.

  17. سلامونه أو نيكي هيلي
    كرانه تاسي دير جالبي موضوع ته اشاره وكره هغه وخت بل وخت وه ولي جي هغه وخت تول قدرت د افغانانويعنى بشتانو به لاس كي وه خو أوس وخت أو زمان تغير كري دى د اوس وخت آو زمان لباره مونز افغانان يو قاطع راهبر ته جي وكولي شىى تغير د خلكو به زوند كى أو همدارنكه د صلح به راوستلو كى أو د همسيايه هيوادونه أو نورو خارجي هيوادونه سره د يو مدابر أو قاطع راهبر به شكل أقدام وكري خو به دير تأسف سره بأيد وويل شى جي دغه صفات به ده كى زه نه وينم، بله خبره جو زه د يادولو غورام هغه د بشتو موضوع ده راخى جى يوى لحظه لباره فكر وكره جى زلمى رسول ولسمشر شوه دته دبشتانو مختلف قومونه سره ملاقات لرى أو أكثره دغه د اطرافو بستانه به فأرسى أو درى خبرى نشى كولى نو تأسى خه فكر كوى جى دغه تول بشتانه بأيد ده د لباره فأرسى زده كرى نو زما به فكر جى نه يوازى جى بشتو بأيد زده وى بلكه د هر قوم به لهجه أو رسمو رواج باندى مكمل حاكم وى أو كه نه مجبوره دى جى خان سره ترجمان ولرى نو بدي صورت كى راخى جى دبل عبدالله ته رأيي وركره حد اقل ماته كوده بشتو خويي زده ده
    أخيرى خبره جى كرانه تاسى خبره د دوستم كرى ده نو دلته بأيد وويم د جناب زلمى رسول سره هم ما كومه د جنت فرشته نه د ليدلى ،أو دغه مؤ بأيد به ياد وى جي د بشتانو لوى دشمن مسعوديان دى كوم جى جناب زلمى رسول خبل اول معاون انتخاب كرى دى أو ورستى خبره جى راخى د بشتانو رأيي نه سره تقسيموه أو تول يو موتى به شان د إشراف غنى ملاتر وكرو ،

    به دير احترام

  18. بلوځ صاحب: ډیرې لیکنې خو ، کوې ، . یو متل دی چې وایی، ازمویل شوی بیا مه ازمویی. دا ستا تکړه دیپلومات په وزارت خارجه کښې څه توره وکړه چې وروسته به یی وکړي. د وزارت په دوران کښې یی ټول کار کرزي کولو.
    د امان الله خان سره دې ټړلی دی ، خو ته خبر نه یی چې خپله د امان الله خان لور د قیوم کرزي په پرانیست غونده کښې حضور درلود . که یی نه منې د خبریال ویب پانه کښې یی عکسونه وګوره . بیا نو دا د امان الله خان خوریی ولې د امان الله خان د لور د اعتبار وړ ندی ،
    له دې معلومیږي ، چې یا بیخی له څه خبر نه یی او که خبر یی بیا نو د خلکو سترګو ته خاورې شیندې . اوس هم دا فکر کوې چې خلک سترګې نه لري.

  19. داڅه حال دی زما په کور کی پروت دی او زما څخه کرایه غواړی خو په هر حال زه په یو ډیر کوچنی اروپایی هیواد کی ژوند کوم د د ی کوچنی هیواد نوم بلجیم دی تقریبآ ۱۱ میلونه نفوس لری پدی هیواد کی که څوک اوسیدل غواړی نو باید نیدرلندی ژبه زده کړی کنه نه څوک وظیفه درکوی او نه څوک ستا مشکلات حل کوی که څومره سخت مریض هم اوسی او که د د وی ژبه د نه وی زده نو څوک د د پوښتنی نشته په اول کی ما ته یی ډیر زور راکو چی دا څه ناروا خلک دی چی په زوره پر مونږ ژبه زده کوی نو ما هم خپل کوشش وکړو او دا ژبه می په یو کال کی زده کړ ه ځکه زه غواړم چی پدی هیواد کی ژوند وکړم نو اوس ما ته سوال پیداشو چی که په افغانستان کی یو بلجیمی ژوند کول غواړی نو ولی د افغانستان ملی ژبه پښتو نه زده کوی ؟ اوس اصلی مطلب ته راځم چی ولی تاجک چی یو مهاجر دی د افغانستان ملی ژبه نه زده کوی په داسی حال کی چی زمونږ هر پښتون که غواړی یو رسمی ځایی ته ځی نو باید عریضه په تاجکی ژبه ولیکی اخیر دا ولی؟ دا تاجکستان دی که افغانستان ؟نو زه دا ویل غوارم که څوک په افغانستان کی اوسیدل غواړی نو باید د افغانستان ملی ژبه زده ولری دا مشکل کار هم ندی که څوک وغواړی نو په ۸ یا ۹ میاشتو کی پښتو زده کولای شی.او بل دا چی زلمی رسول او که کوم بل مهاجر د افغانستان ملی ژبه باندی خبری نشی کولای نو قرار کی کښینی او پښتو د زده کړی بیا د راځی زه هم رایه ورکوم او بل هم

  20. بيګا زرلمي رسول خپله وویل چې په مقاومت کې وم. بیا ته څنګه وایې چې په ټوپکسالارانو پسې نه دی تللی؟؟ آیا مقاومت داتا ګنج بخش او د هډې ملاصاحب او ملا مشک عالم رهبري کاوو؟؟؟؟

  21. زه تر اوسه خاص كانديد نلرم خو شاغلي زلمي رسول داسي راته شكاري لكه سي دده هم خوشه نه وه سي كانديد شي دير عجز انسان دي

  22. بلوچ صاحب او نورو دوستانو ته،
    د ویپاڼو ګڼ لوستونکي په خارج کې اوسي او د افغانستان له اوسنو حقایقو پوره خبر نه دي. بلوچ صاحب ته دا وایم چې د زلمي رسول کابو ټول کمپینران ډالري معاشونه اخلي او اکثره یې هماغه خلک دي چې تېر ځل یې کرزي ته د ډالرو په بدل کې منډې وهلې چې نتیجه یې همدا اوسنۍ تباهی ده. یو ځل بیا د څو ډالرو په بدل کې د وطن تباهي؟ لږ رحم پکار دی. بېګاه یې په اریانا تلویزیون کې خبرې کولې ، باور ولره چې هیڅ نوې خبره یې نه لرله. زه یقین نه لرم چې زلمي رسول ته دې د افغانستان د ټولو ولایتونو نومونه هم معلوم وي.دا وطن باید د طالبانو له وحشته، د کرزي خېلو له درغلیو او د عبدالله خېلو له ستمه وژغورل شي. بله لاره نشته.

  23. بلوڅ صاحب ته سلامون چی ډیره لویه تبصیره د ی لیکلی او خامخا به د پری ډیر وخت ایستلی و اضایع کړی وی خو له بده مرغه نن د افغانستان ټول وکړی سیاست مداران دی هر څوک هریو ډیر ښه پیژنی .تاسو د زلمی رسول په اړه ډیر معلومات لیکلی خو پرون می چی د اریانا تلویزیون څخه د کاندیانومناظره ولیدله ډیر د تاسف ځای وو هغه په دی چی زلمی رسول د پښتنوپه استازی ولسمشری ټاکنوته ولاړ ده خو له بده مرغه پښتو متن یی له کاغز له مخه یی لوستل ، ایاداسی پشتون د پښتنو خوښ دی؟
    دوم : کله چی عبدلله عبدلله ویل چی زه یو جهادی یم جهاد می کړی او د جهاد تر څنګ چی زه ډیرپری ویاړم هغه مقاومت می کړی .نو له بده مرغه زلمی رسول هم دی ته ورته خبری وکړی زما پوښتنه د بلوڅ صاحب څخه داده ایا پښتنو ته د عبدالله عبدالله او د زلمی رسول تر منځ څه توپیر ده؟ عبدالله عبدالله یو قاتل ،ظالم ،په فساد ککړ ، جنګسالار،د ملت په وینویی لاسونه تر مړونده په وینو ککړدی .بیا نو پښتنوته د عبدالله عبدالله او زلمی رسول هیڅ فرق نشته څه چی یو کړی بل هم کړی ځکه چی تیره شپه په مناظره کی همنظره وو.
    نن ټول ولس پوه ده چی کوم کس د کوم قوم په ګټه ده او کوم کس به څه وکړی .
    خدامه کړه که زلمی رسول کامیاب شی د کرزی صاحب دوری څخه به یو پرپنځوسه نظام فاسده ،جنګسالار به ازاد ګرځی د پښتنو د وژنی لړی به روانه وی .پښتو به یو ځل بیا ورکه شی . پښتون ته په د ترهګر و د طالب په سترګه کتل کیږی.
    مصطفی له کابل څخه

  24. قدرمنو لوستونکو! سلامونه او نیکی هیلی می ومنی!.
    ښاغلی بلوڅ! ښه به دا وای چی تا دا خپلی ببولالی حقیقت ته په کتو سره او د شخصی ګټو په نظر کی نیولو سره نه بلکی عامه ګټه په نیولو سره لیکلی وای، ځکه ته داسی یو ضعیف او بی مسولیته کس ته کمپاین کوی چی هغه خپلی ملی ژبی باندی هم نه پهیږی نور خو یی لا ایسته پریږده او هغه کومی خبری یی چی بیګا په مناظره کی وکړی هغه یی هم د کاغذ له مخی وکړی چی هغه خو د څلورم ټولګی یو اوزبک زده کوونکی هم د بلبل په شان ویلی شی…
    خیر ژبپالنی پسی به ډیر نه ګرځو، رابشو ستا د خبرو دوهم اړخ ته چی هغه په ډاکټر صاحب اشرف غنی باندی نقد دی، زه به درته لومړی دومره ووایم چی ته لا تراوسه ډیر کوچنی یی چی ته په ښاغلی ډاکټر صیب باندی نقد وکړی، د هغه د مطالعی ژوند ستا له ټول عمر څخه ډیر دی او د هغه پوهه، احساس، هیوادپالنه، پلان او عمل ټولو ته د لمر په شان جوت دی او د جنرال دوستم په هکله به دومره ووایم چی هغه سړی زموږ هم نه خوښیده خو د پښتنو یو قانون دی هغه دا چی، که چا درته ننواتی وکړ او نرمه غاړه یی درته کیښوده او د خپلی غلطی بښنه یی وغوښتله بیا نو هغه معاف دی ( دا قانون می ځکه درته وړاندی کړ چی ته خو د پښتنو له قانون څخه خبر نه ځکه ځکه ته خو بلوڅ یی).
    او بله به درته دا ووایم چی موږ د ډاکټرصاحب اشرف غنی دکمپاین لپاره په بل چا باندی هسی او ناحق انتقاد نه کوو، بلکه ددی لپاره یی کوو چی دا زموږ مسولیت او وجیبه ده چی افغان ولس ( ځین نا لوستی او بی خبره خلک) د دی ظالمانو او ټګانو له دسیسی او کارنامو څخه خبر کړو تر څو له غولیدا څخه بچ شی.
    په درنښټ

  25. ګرانو تبصره کوونکو!
    نه پوهیږم، چې زلمي رسول کې دا لیکوال صیب څه لیدلي دی، نه خو یې مرستیالان د ستاینې وړ دي، او نه هم دې نوموړې په تیرو ۱۰ یا ۱۲ کلونو کې کومه لاسته راوړنه درلودلې، .
    خبره پاتې شوه د زلمی رسول او اشرف غني احمدزی پرتلنه ځکه او اسمان هومره توپیر لري اشرف غنی هغه ستر شخصیت دی، چې د کابل پوهنتون نوی بنسټ ایښودونکی ورته ویلی شو. تر د وړاندې به پوهنتون کې میږي او غوايي څریدل چې کله نوموړی پوهنتون ته راغی د پوهنتون بنسټ یې سم کړ تعلیمی نصاب یې جوړ د کابل پوهنتون استادان کدري سویه یې لوړه کړه،. همدارنګه کومې روپۍ چې مونږ او تاسې اوس ترې ګټه پورته کوو دا ټول د اشرف غنی برکت دی او دا چې د مالیې وزارت کې یې داسې غوره کارونه وکړل چې لاسته راوړنې او بیلګې یې د ټولو په وړاندې دي. د امنیت پروسې لیږد په ډیر ښه صورت کې ترسره شول. دا اوس چې یو څه نسبي امنیت خوندي دی دا د اشرف غني برکت دی. د امنیت د پروسې په لیږد کې یې د هیواد ټولو ولایتونو ته سفر وکړل نو ته ووايه چې د اشرف غني له زلمي رسول او نورو ټولو کاندیدانو سره څه توپیر لري. لکه اسمان ته چې پورته کیدل ګران دي، په دغه ډول د اشرف غني او نورو نوماندانو ترمینځ ټوبیری دی په اوسنیو کاندیدانو کې هیڅ یو هم د اشرف غني احمدزی ځای نشي نیولی. له بې ځایه تبصرو څخه به تیر راځئ ټول د اشرف غني ملاتړ وکړ او دا هیواد له اونیو بدمرغیو څخه وژغورو، ترڅو یو نیکمرغه، په خپل اقتصاد ولاړ او له فساده پاک هیواد ولرو.
    نعمت الله ظفرزی

  26. دابلوچ گل حوك دي لكه چي زلمي رسول شي ديري پيسي وركوي او ده وجدان پري پلورلي دي .كه حوك وجدان ولري داسي نه كوي

  27. بلوڅ خانه وروره داکترصیب زلمی رسول په خپله پا کی په اریانا نیوزکی اعتراف وکړیعنی (دردوران مقاومت ) له بهره یی د ټوپک مارانوملاتړ کاوه؟؟ بل داچی ما کښلی وو(مرد نه مور لري نه پلار) دا په دی مانا چی داکترصیب زلمی رسول دومره پاک ده نوبیا غازی امان الله خان ته څه ضرورت پیداشو چی دا یی دخور بی بی زوی ده اویا یی بل څه خپل؟؟ دیارلس کاله تیر شول خپلوی نه وه اوس چی اړ شو نود غازی امان الله خان خپل شو. نظری صیب داسی روانه پښتو یی ویله ما ویل چی پوهاند زیار ګړیږی؟؟موږنه چا ته کمپاین نه کوونه مودچا په کومه غونړه کی ګډون کړی خو دومره پوهیږو چی په نوماندانوکی ډاکټر صیب اشرف غنی ښه ده او را یه ورکوو،کیداسی دټول افغان هم رایه ورکړی.

  28. ګران بلوڅ صاحب
    زلمی رسول به پخپله صادق او پاک انسان وي، په وطنپالنه کې به یې هم شک نه کوو خو یوازې همدا صفتونه د ملک د اداره کولو لپاره کافي نه دي.
    زلمی رسول د کرزي په شان بې جرأته انسان دی او که دی ولسمشر شي، ټول واک به د احمد ضیا مسعود وي. هماغسې چې کرزي خپل حکومت د مارشال له نفوذه پاک نه کړای شو، دی به تر کرزي هم بدتر حالت راولي.
    زه د چا له قوم سره هېڅ مشکل نه لرم خو واقعیت دا دی چې شورای نظار د هر څه کنټرول په خپل لاس کې نیولی دی.
    جهاد ټولو افغانانو کړی خو امتیاز یې یوازې شورای نظار اخلي او د افغانستان اصلي وارث یوازې ځان ګڼي.
    مطمین اوسه چې احمد ضیا مسعود به یوه رایه هم زلمي رسول ته ونه ګټي ان پخپله به هم ډاکتر عبدالله ته رایه واچوي. دا د دوی تکراري تکتیک دی. په تېرو دوو انتخاباتو کې یې دغه لوبه وکړه، یو ځل احمد ضیا مسعود د کرزي مرستیال کړ، بل ځل مارشال. دوی ته د کرزي او د یونس قانوني او په بله دوره کې د عبدالله بریا یو شان و ځکه چې په هر حالت به واک د دوی و.
    احمد ضیا مسعود د هغې ډلې استازی دی چې د افغانستان رسمي ملي سرود ته نه ولاړېږي، یوازې په دې چې ملي سرود په پښتو ژبه ده.
    تر طالبانو وروسته، افغانستان ته خورا لوی خطر شورای نظار دی چې باید مهار یې کړو.
    که عبدالله او یا زلمی رسول هر یو بریالی شي دغه خبیثه دایره به دوام وکړي
    نو د وطن لپاره راځې چې د اشرف غني احمدزي ننګه وکړو.

  29. قدرمنه بلوچ صاحب!
    که نن د افغانستان خلک پخواني باچا امان الله خان ته د ډېر عزت او قدر په سترګو ګوري او یادوي یې، د هغۀ یو لوی دلیل دا دی چې دۀ د افغانستان خپلواکي د انګرېز څخه تر لاسه کړه. راځئ چې دې خبرې ته په ښه توګه ځیر شو چې د خپلواکۍ د بېرته اخستلو لپاره جګړې چا وکړې، چا شهیدان ورکړل، د چا وینه د اوبو پشان وبهېده؟ ځواب یې خورا واضح دی او هغه دا چې پښتنو. دا هم سمه ده چې یو شمېر نورو به هم ګډون پکښې کړی وي. اوس به راشو دې ته چې چا د پښتو د ژبې لپاره کار کړئ، وده یې ورکړې او چا جفا ورسره کړېده؟ د پښتو د ژبې د ودې سره چې ډېره جفا کړېده همدا تش په نامۀ پښتنو واکدارانو چې که له نورو یې تېر شو او د ظاهرشاه څخه یې را پیل کړو نو وبه ګورو چې د نوموړي په دوره کې خو ډېره آرامي وه، بشپړ امنیت ټینګ وو او داسې کومه ستونځه نه وه چې د ده د تګلارو خنډ وګرځي. دا سمه ده چې هغۀ د پښتو ټولنه جوړه کړه، د پښتو ځیني ښوونځي لکه د خوشحال خان، رحمن بابا او یو نیم بل څه یې جوړ کړل. پښتو ژبه د څو ټولنو او یا ښوونځیو په جوړولو وده نشي کولای. په ښوونځیو کې خو پښتو ژبه د ملنډو ژبه وه او د پښتو خوارکی ښوونکی خو په ښوونکو کې هم نه شمېرل کېدۀ. پښتو ژبې به هلته وده کړې وای چې دربار ته یې لار موندلې وای. که چېرې ښاغلي ظاهرشاه د یوۀ لیک په پای کې لاسلیک کړی وای، نو د پښتو د ودې لړۍ به پېل شوې وای او د څلوېښتو کلونو په تېرېدو به اوس په رښتنې توګه رسمي ژبه وای او دې مشکلاتو به اوس شتون نه درلود. د ډېرو سپين ږیرو او پخواني ارګ ته نږدې خلکو په وینا چې، په هغه وخت کې په ارګ نه یوازې پښتو ژبې ته کومه لېوالتیا نه وه بلکې د ( دغه بغه) په نوم ملنډې ورباندې وهل کېدلې. دوی ته منلي او لوړپوړي چارواکي دې ته هڅول کېدل چې فارسي ژبې مېرمنې وکړي تر د دربار د منلو وړ وګرځي. خو د بلې خوا د یوۀ بل قدرمن لیکوال د لیکنې په تاﺌید د ښاغلي نور محمد تره کي په لنډه دوره کې پښتو دومره وده وکړه چې د هغې دورې د یوه هزاره توکمي وزیر د وروستیو څرګندونو په بنسټ چې ویل یې : مونږ په منطقي توګه پدې متقاعد شوي وو چې د پښتو ژبه په خورا لېوالتیا سره زده کړو. د دې لوی علت دا وو چې پښتو دربار ته ننوتله. خبرې ډېرې دي خو په لنډه توګه د بابا کورنۍ او تر دې مخکې واکدارانو د پښتو سره ډېره جفا او بې انصافي کړېده. تر څو چې د پښتو او پښتنو رښتنی غمخوار واک ته و نه رسیږي، خدای که دا وړی شړی کړئ. دا کومه احساساتي موضوع نده، یو عیني او ذهني حقیقت دی چې ډېره پاملرنه غواړي.

  30. نور هغه وختونه ولاړو چې پاچا دې د پښتانه له پرتوګه زیږدلی وي، خو پښتو دې نه وي زده او پر پښتنو دې واکمن وي

    زلمی رسول نه د اوسني افغانستان له ټولني شناخت لري، نه د ددې استعداد لري چې افغانستان اداره کړي او نه پښتانه ورباندي را ټولیږي
    ،بلوڅه اشنا خدای مني که به نور شله کیږي

  31. زه د عزیرالله حقپال او غیرت خان خبری تاییدوم، درسته ده چی زلمی رسول لاسونه ملت په وینو سور نه دی خو د هغه لمړی معاون څوک دی؟ بیا دا وایم چی هغه پخپل خارجه وزارت کی کومی لاسته راوړنی درلودی چی بیا دی د ریس جمهور په صفت ټول هیواد ته خدمت وکړی اقلا رشوت، اختلاص یی له خپل وزارته لیری نکړای شو، درسته ده چی ژبه دری او پښتو ملی ژبی دی خو یو کس خو باید چی په دواړو ژبو خو پوه شی په تلویزیونی مناظرو کی د خط له مخی خپل خبری کولی ایا یو جمهور ریس چی په ماغزه کی یی دومره څه نه وی چی خپل ملت ته بیان کړی بیا …. نو
    داکټر صیب اشرف غنی ټولو ته په ډاګه معلومه ده چی ددنیا په کچه دویم ستر مفکر شو،څومره بدلونونه او نوښتونه یی د خپل مالی وزارت په وخت کی راوستل او بیا دا چی د ان اس پی پروګرام چی هغه په کلیو او بانډو کی د هغوی د ضرورت پر اساس ورکول کیږی تر څو خپل د کلی مشکلات لکه سرکونه پلچکونه، بندونه او نور عمرانی کارونه خپله ولس په لاس وشی دا پروګرام د اشرف غنی احمدی له خوا دلته رامنځته شو چی ددی محترم تجربه وه چی دا یی په یو خارجی ملک کی لیدلی او دلته یی هم رواج کړل چی تر اوسه پوری هم دوام لری

  32. نسيم بابر صيب سلامونه: مننه ستاسو له تاييد څخه، خو يوي خبري ته مو پام راګرځوم، او هغه دا چي دري رسمي ژبه كيداي شي مګر ملي ژبه هيڅكله نه ده، ملي او رسمي ژبه يواځي او يواځي پښتو ده او بس.
    وايي أغيار چي د دوزخ ژبه ده
    زه به جنت ته له پښتو سره زم.

  33. نسيم بابر صيب سلامونه: مننه ستاسو له تاييد څخه، خو يوي خبري ته مو پام راګرځوم، او هغه دا چي دري رسمي ژبه كيداي شي مګر ملي ژبه هيڅكله نه ده، ملي او رسمي ژبه يواځي او يواځي پښتو ده او بس.

    وايي أغيار چي د دوزخ ژبه ده
    زه به جنت ته له پښتو سره زم.

  34. ګران بلوڅ صیب که زما منې ددې وړۍ دې شړۍ نه جوړیږي، ددې پڅ انسان پرتله کول د اشرف غني سره ناسم کار دی ، ستا دلایئل هیڅ د قناعت وړ نه دي چې تاسو محترم د زلمي په څېر پڅ انسان په غازي امان الله خان پورې تړئ د تاند اداره دې هم خپل ملي دریځ د پخوا په څېر وساتي او د زلمي رسول په څېر کاندیدانو د کمپاینرانو اندونو ته دې ځای نه ورکوي.

  35. ډیر دافسوس ځای دی چه پښتانه اوس هم په ځان خبر نه دی او دتش په نامه پښتنو چه په مدحه کی دومره لیونی دی.
    ډیری پښتانه داسی فکر کوی چه تیر شاهان پښتانه وه خو اصلی خبره داد چه دا ټول مادر خطا وه او په پاړسو کی وایی پدر خطا باش ولی مادر خطا نه باش.لو تش
    بله خبره داده چه دستر احمد شاه بابا نه وروسته ټولو تش په نامه دغو پښتنو دخپلی بقا لپاره پښتانه استعمال کړی دی او چه دقدرت په ګدۍ کښیناستلی دی نو بیا یی پښتانه د تیغه تیر کړی دی
    دډاکتر نجیب الله دحکومت یو میزاییل په پنجشیر نه دی لګیدلی خو که وګوری نو پښتنو میشتو سیمو بیړه یی غرقه کړی ده او که وکرزی سرکار ګوری نو دا خو دغه مهاجرو وطن پلورونکو یرغمل کړی دی او نه تری د پښتنو ودونه او نه خیراتونه په امان دی او دغه ښاغلی ددغه حکومت یو غوښنه ونډه لری

  36. Zalmay rassol chans na lari be noma sare da.aw bal pa pakhto na pohegi,cha bandy chee khpala zahba grana wi,hagh da se khalko ta raya na war kawi chee pa zahba ye poh na shi.

  37. درنو لوستونکو او ټولو هېوادوالو ته سلامونه!
    له بده مرغه په افغانانو کې اوس هم د «ما ويلي نظر سم دی! آند» ليا هم موجود دی. په ټاکنو کې ټول کاندېدان د بهرنيو ماجراجوييو په ترڅ کې دغو موقفونو ته رسېدلي دي، نو د يوه ښه ويل او د بل بد ويل سم کار نه دی. بلوچ صيب لکه ټولو افغانانو غوندې حق لري، چې د يو او يا بل کانديد په اړه خپل نظر څرګند کړي، خو له بده مرغه د دغه ليکوال پر ضد ډېرو نورو تر سپکو سپورو رسولې ده.
    د رسنيو رول يوازې په لوستو کې اغېز لري، چې د ټولنې ډېر کم تعداد تشکيلوي، ځکه هم وېشل شوي دي او هم د برېښنايي رسنيو آسنتياوو ته لاسرسي نه لري، نو يوه او يا بله رسنۍ په دې مه ګرموی، چې ګواکې دغه او يا هغه کانديد ته کپاين کوي، مګر رسنۍ کولی شي، د يو او يا بل کانديد، چې سپکې سپورې پکې نه وي، نو د هغوی نظريات، پروګرامونه او يا هم د پلويانو ليکنې خپرې کړي! نو دا د ډيموکراسي اصول دي.
    ما په خپلو مخکنيو ليکنو او نننۍ تبصره کې خپل نظر د انتخاباتو او همدا ډول د کانديدانو په اړه ويلې دی! ځکه نو واقعيتونو ته بايد پام وشي، نه سليقوي ذهنيتونو ته. يو دوست ليکلي دي، چې يو ښاغلي دا وکړل او هغه يې تر سره کړل. همغه ښاغلی د ولسمشري په تېرو ټاکنو کې د سرينا په هوټل کې اوسېدلو، چې د تم ځای د يوې شپې کرايه يې له څو زرو ډلرو اوښتله، نو دا ډول پيسې له کومه کېږي!!! او د نورو سفرونو، ميلمستياوو او يا دا چې مجاني کار کوي، نو خېټه يې څوک ورمړوي!!!
    درنو هېوادوالو! افغانستان له څو پېړيو يو پېيلی مملکت دی، چې د دونېشن پر بنسټ يې خپلې چارې برابرې کړې دي، هم کرزي ته پيسې له امريکا او نورو ملکونو راتللې او هم به دغه نورو ته راځي، خو همدا حالت د ظاهر شاه په دوران کې هم وو، مګر ظاهر شاه د ټولنې لپاره عامالمنفعه پروژې جوړې کړې، خو کمونيستانو، مجاهدينو او نننيو تکنوکراتانو بيا جګړې پرې وکړې او يا يې چړچې پرې وکړې! بس همدومره يې توپير دی!
    راتلونکی ولسمشر يا لاسناستی چاوراکی به هم د دونېشن په مرستو واک چلوي، خو پوښتنه دا ده، چې څوک به يې د ملت لپاره وکاروي او بل به يې د خپلو چړچو لپاره! مګر وسلوال مقاومت هم د همدغه دونېشن مرستې لپاره ناست دي، چې د امريکايانو شتون يې پلمه کړی او که ښه ووايم، له ځينو محافظتونه سره سم، برحقه جهاد ورسره کوي، نو له واقعيته به لرې نه وي، خو اسلام يې پلمه او بهرنۍ مرستې يې محرک ځواک دی.
    د جنګ توګه، ټولنيزه انارشي او د ترهګريو ذهنيت د مغزونو او فکرونو د ماتولو او د ټولنې د ګډوډولو لپاره تر سره کېږي، چې مقابل لوری ايل کړي او يا يې لکه بګېل مړز له ميدانه وباسي! ښه ويل شوي، چې د اور په لمبو کې هم وچ سوځي او هم لامده! نو په افغانستان کې د ښکېلو اړخونو په اخوډب کې ملکي خلک يا عاميان هم قرباني کېږي! نو پوښتنه دا ده، چې په څه ډول ښکېلې ډلې سره کېنول شي، چې عاميان د دغو خاصو له اړودوړو څخه په کراره شي!!!
    ستاسو د بري په تمه

  38. مشا الله څومره ښکلی نظرونه او تحلیلونه. زه اوس پدی متیقین شوم چی زمونږ هیوادوال په سیاست کی لږ او ډیر پوهیږی . دوی خپل او پردی پيژنی او اوس د دی جوګه کیدای شی چی خپل تاریخ را ژوندی کړی او د هیواد واګی بیرته په لاس کی واخلی. ما پخوا اوریدلی وو چی کله د افغانستان پر خلکو سختی راشی دوی سره متحد کیږی او د پردیو په مقابل کی خپلی ټولی ناخوالی یوی خواته پریږدی. لکه چی د پيرروښان، خوشحال خان، ایمل خان ، میرویس خان ، لوی احمد شاه بابا او غازی امان الله خان په وختونو کی سره یو شوی وو او خپل سرنوشت یی په خپل لاس تعیین کړ. داځل هم زمونږ هیواد وال کولای شی سره متحد شی او خصوصا هغوی چی ځانونه یی د ولسمشری مقام ته کاندید کړی دی د خپل هیواد او خلکو د ملی او علیا منافعو په خاطر له هرڅه تیر شی او په مقابل کی د یوداسی شخص په شاوخوا سره راټول شی چی هم خپلی ګټی ، هم د ولس او افغانستان منافع وساتی نو بیا به ټول بریالی او کامیابه وی . د یوه واحد او پرمختللی افغانستان په هیله .
    په ډیره درناوی سره . بریال

  39. تبصره لیکونکو ته

    ګرانو تبصره لیکونکو، کله چې مالومات نه لری د یو چا په اړه نو بیا تور هم مه پرې لګوی

    تاسو تبصره کونکې یاست که قاضیان؟

    یو دیرش کسانو تبصرې لیکلي خو یو هم د لیکوال( بلوڅ ) ځواب نه دی ویلی

    زه نه لیکوال پیژنم او نه د زلمي رسول له ټیم څخه یم یوازې دومره پکر کولی شم چې داسې یو کاندید چې وښیار سیاست پوهه وي او ټولو افغانانو ته د منلو وي او د افغانستان په ګټه وي ژبه نه ده مهمه

  40. ښاغلی بلوڅ صیب
    د زلمی رسول په هکله ستاسی ادعا په دری بنسټو غلطه ده
    لومړی دا چه محمدزیو که موږ ته یو شرم دا پریښود چه پښتو ژبه یی له منځه یووړه او دا راز د هیواد یو غوڅ اکثریت یی په معنوي اقلیت بدل کړ . دا تیروتنه او یا جنایت ترسره شوی خو ددی مانا دا نشي کیدای چه د محمد زیو دجنایت دی لړی ته دی دوام ورکړای شي !! دا یوویشتمه پیړۍ ده نو د غفلت له خوبه را پاڅه او دا بیده محمدزدی هم راپاڅوه!! وایی یو ځل ظاهر شاه پکتیا ته تللی ؤ او هلته میشت ولسونه ته یی په دري ژبه وینا کوله او اکثري خلک یی په خبرو نه پوهیدل ! یوه پکتیاوال د بل نه پوښتنه وکړه چه دا پاچا صیب څه ګړیږي ؟ هغه بل خوارکی چه پخپله هم د پاچا په خبرو نه پوهیدو په زغرده ورته وویل : پاچا غول خوري!! او رښتیا هم ؤ

    دووم دا چه زلمی رسول جنایت ندی کړی خو کوم سم او یا دویاړ کا ریی هم ندی کړی !! که کوم ویاړ یی موږ ته ګټلی وي نو راته ښکاره یی کړه . دا لس کاله په دی کابینه کی یو ګونګ ، معذوره ، معیوب ، بی وسه او بی خولی انسان دی. زما په اند پیرۍ او ملایی ته ښه دی نور خو کوم کمال نلري. هغه خوارکی یو ډیر بی خولی او بی جرایته سړی دی ، خپله دفاع هم نشي کولای نو د ولس او هیواد دفاع به څنګه کوي ؟؟؟؟؟
    دریم ، دا به یوه لویه تیروتنه او د ستر غازي امان الله خان لوی سپکاوي به وي چه یو داسی معذوره او ګونګ سړی د هغه د شان سره مقایسه شي !! زه تاسی څخه هیله کوم چه د ستر غازي نور سپکاوی مه کوئ

  41. ژبه د یوه هیواد هویت دی . ژبه د خلکو او ولسونو پيژندل دی. نور ملتونه لکه ایران حتی د قرآن ژبه چی عربی ده له خپلی ژبی باسی او پرځای یی ډیری نامانوسی کلیمی ځای پرځای کوی. ژبه یو الهی نعمت دی چی د انسان او نورو حیواناتو فرق په همدی ژبه کیږی. الله تعالی مونږ په قومونو او شعبو ویشلی یو او مختلفی ژبی یی را کړی دی تر څو یو له بله سره وپيژندل شو. په نورو هیوادونو کی د ژبی د زده کړی لپاره هرکال په میلیونونو پیسی او اسعار مصرفیږی ترڅو خپله ژبه تقویه کړی . مګر زمونږ خلکوته ژبه مهمه نه ده. د دی لپاره چی مونږ پر خپله ژبه تعلیم نه کوو نو زمونږ د نالوسته او بیسواده فیصدی هم زیاته ده او په مختلفو اجتماعی او سیاسی امراضو اخته یو.

  42. Mohtaram Balos sahib, omid laro che qenat ba mo hasil shawi weee da porta comment sara ow ka na No pa Mehrabani sara da Ustad Shpoon lekan pa Tand ke wagora. pa darana wee.

  43. بلوڅ صاحب ستاسو لیکنې ته په درناوي :
    ما څو موده مخکې د امان الله خان له لور شاهدخت هندیه سره یوه مرکه کړې وه هغې په مرکه کې ویلي چې امان الله خان به له خپلو اولادونو او ښځې سره په
    پښتو ژبه غږیده خو دوی به ورسره فارسي ویله ،له ما سره دا مرکه شته که غوښتله مو دا به در واستوم

  44. بلوچ صاحب، ته خپل نوم نه لیکې او په مستعار نوم لیکنې کوې خو له ولسه غواړې چې رسول ته رایه ورکړي. معنا دا چې ته خپله د ده په تعریف او ستاینې باندې یو څه ځورېږې. یو څه انصاف پکار دی. تر کله به مرو؟ تر کله به ذلیل یو؟ تر کله به د کرزي خېلو او ملا عمر خېلو تر ظلم او ستم لاندې تباه کېږو؟ انصاف پکار دی. تاریخ، وجدان او د قیامت ورځ رانه حساب غواړي!

  45. دا تاسی څه وایاست زلمی رسول ولی دامان الله خان سره مقایسه کوی کوم تړاو ورسره لری دهغه سره په کور کی لوی شویدی اوکه یی دهغه تربیه اخستی ده که یی چیری روشتیا دلور زوی شی دهغه کورنی تقریبا 85کاله مخکی دافغانستان سه وتلی وو او لور یی چاته ورکړی وه هغه څوک وو او زلمی رسول چیری ځنی پیدا شو او چیری یی مکتب ووایه دځوانی ددورانه بیا تر پیری پوری دچا تر حمایت لاندی وو استاد یی افغانی وو که یی هم صنفیان افغانان وو تاسی یی دهغه چا سره مقایسه کوی چی هغه دانګلستانه دافغانستان ازادی حاصله کړه دانو پریږده چی بیا دی خارج ته ولاړی خاریجی زندګی خوند ورکړی او خپل دښځو داختیاره نشو وتلای او دهغو خوا یی نه شول بد ولای بیرته خپل وطن ته نه شو راتلای دا بیله خبره ده سقاو په مقابل کی نشو دریدلای زموږ نادیده خلګ به چی دقدرت سه برکینار شول بیابه خاریج ته ولاړه نو هلته چی به یی استراحت او هوساینه وکړه نو بیا به وویل چی دا ځای زمادپاره ښه دی نو هلته به مقیم شو خپل وطن به هیر کړی خپل دود کلتور به ځنی هیر شو دا څه وو دخپل دښځو داختیار سه به نه وتل بیا به یی دښځو حقوق ته مخه کړه نوکه نن زلمی رسول واک ته ورسیدی او رسیږی . سبا که لږ فشار پر راغلی بیا به دی دځبل نیکه پر لار روان وی دمرګ تر ساعته به هلته وی او دهغه ځایه به زبانی مبارزه کوی هغه یی که هم وکړه او که دنیکه پء لار ولاړی هغه دا وویل چی ما به په وطن کی ښخ کړی که دد لمسیان ده څه وفادار وسی نو بیا به یی راوړی او دلته به دفن کړی

  46. 786
    سلامونه او احترامات ګرانو دوستانو ته :اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
    څرنګه چی نن د1393کال دریاست جمهوری په طمع دغه 11کسه کاندیدان خپل منډی او ترړی وهی او هریو داصلاحاتو او دجوړیدو ناری وهی نو ایا پوښتنه می داده چی ددوی خبری تر کومه اندازی به صحح وی او دوی به تر کومی اندازی خپل په وعدو وفا وکړی ایا دا ددوی سره ومنو او که یا ؟ نن چی ورته ګورو اول سر اشرف غنی احمد زی را واخله چی دی خپل ځان دسیاست له نګاه سه دتعلیم دنګاه سه او ځانته دا ترجع ورکوی چی زه په تیرو جګړو کی دخیل نه وم لاسونه می دافغانانو په وینو نه دی سره نو زه یم . نو ایا دده سره پرڅنګ څوک ولاړ دی ایا دده لومړنی معاون هم داسی دی لکه دی ایا هغه هم قاتل نه دی ایا هغه هم دملت په وینو لاسونه نه دی سره کړی ایا هغه هم دمظلومانو حق نه دی غصب کړی که دی وایه چی زه هغه اصلاح کوم نو که چیری قدرت ته ورسیدلی ته به دحکومت په ادارو کی اصلاحات راولی او که به خپل معاون اصلاح کړی بله خبره خو داده چی دا حکومت راغلی یعنی دطالبانو دحکومت تر ړنګیدو ورسته دافغانستان یو ډیر مهم وزارت ستاسی سره وو او تر اوسه ستاسی پلاس کی دی او هغو چی ستا پر څنګ ولاړ دی او ستا حمایت یی اعلان کړی دی دهغوسره به څه وکړی ایا هغه وزارت ته به بل څوک وټاکی او که یی نن په تامنلی دی چی موږ به دځایه نه لیری کوی که یی لری نه کړی اداره دی ناقصه ده فساد اداری نه شی ورکولای او که یی لری کړی انډیولان دی خپه کړه ستاسو په مقابل کی مخالف جوړیږی نن چی کوم اداری فساد دی دهم دی وزارت څخه شروع دی او دفساد دشروع عامل شاهد هم ته اوسیدلی یی چی اولین وار تا دپاکستان څخه چی ډالر واخستل دسیفارو دبندولو وعده دی ورسره وکړه او ستاسره هم معلوم شول نو ایا تا پرتیر پیشمانه یی اوکه به هغه درک اوهغه خرک وی دا ته وی چی اول تا دا کار شروع کړ او بیا دی مامورینو چی تر نن پوری دوام لری
    راغلو محترم زلمی رسول ته محترم کاندید صاحب تاخو چی ځان کاندید کړ دخلقو او دحکومت دوعدو پر اساس ستاسره خو وعدی شویدی اوهغه خپل په وعدو ولاړ بولم او اوس هم په هر ولایت کی نخښی د ورای معلومیږی چی والیان ولسوالان قومندانان ټول ستا دحمایت سره جوړ دی ایا ستا خوبایی څه ده په تیر 30 کلن وخت کی چیری وی او کومه کارنامه دی په افغانستان کی ادا کړی ده چی ستا دهغه کردار له وجهی خلګ تاته خوشبین وواسی او بل ستا اولین معاون هم دافغانستان په 35کلن دوران کی بی طرفه پاته شویدی؟ هغه هم غصب چور او قتل عامونه نه دی کړی بل معاونه دی ښځه ده دا دکومی وجهی تا انتخاب کړه نه پوهیږم دسړو نیستی ووه او که افغانستان یو داسی هیواد دی چی دښځی دریاست سره اشنا دی دهغه اطرافو خلګ به ستا ددی نظر په باب خپل کوم نظر ووایه او کوم دلیل به ددوی دپاره دقناعت وړ وګرزی پرون ددی زلمی رسول په حمایت یوه غونډه وو هلته دا دلیل پیش شو چی ښځی په اداره کی رشوت نه اخلی نو پوښتنه داده ته خو ځان سړی بولی ایا ته پرخپل ځان باوری نه یی چی ته دی ځان کنترول کړی په ښځه کنترول راولی دا خو ستا نقصان دی اوکه خبره داسی ده پر تا تحمیل شویده حقیقت ووایه
    راځو ودی خبری ته زما په تحلیل زلمی رسول عبدالرب رسول سیاف. قطب الدین هلال. کرزی. ګل اغا شیرزی دا اهدافی کاندیدان دی هغه دا چی کله چی عبدالله او انجینر محمد خان اعتلاف وکړ خلګوته دا روښانه شول چی عبدالله وړونکی شو نو ددی سره سم داخلګ کاندیدان شول او دهر یوه سره خفیه وعدی وشولی چی ستا په حمایت زه ولاړ یم ته بی غمه اوسه قطب الدین دحزب اسلامی په نامه سیاف داتحاد په نامه ګل اغا شیرزی په تیر انخاباتو کی تیر شو ددی واری مه تیریږه کرزی خو دکرزی ورور دی او زلمی رسول خپله دحامد کرزی خوښ دی یعنی په دی کی هدف دادی چی په اول قدم کی دغه دوه جهادی غټ تنظیمونه لکه جمیعت او حزب اسلامی ګټونکی نه شی نو داسیاست پر مخ ولاړی حزب اسلامی یی دری ټوټی کړ او جمیعت څخه اته ټوټی جوړی کړی دمسعود ورور دیو چاسره پیوند کړ تورن صاحب یی دبل چا معاون کړ فهیم پر بله لار ولاړ عطامحمد بلی خواته شو عبدالله بلی خواته اوداسی نور .اوس لوبه شروع ده اشرف غنی په دوستم بدنام شو اوس خبره دی ځای ته ولاړه ده چی ودغو بعضو کاندیدانو ته ویل کیږی چی تاسی تیر شی زلمی رسول ته نو دزلمی رسول ډیره طمعه داده چی ده ته دی دغه سیاف. ګل اغا. قطب الدین. اوکرزی. ده تیر شی او دزلمی رسول په نفعه دی کار وکړی اوس چنه بازی شروع ده چی دوی یی په مقابل کی کوم مقام غواړی چی هغه دی دمنلو وړ وی او که یا . دسیاف ده زما په فکر که چیری تیریدی شاهد عبدالله ته تیر شی
    دحزب اوجمیعت خبره دوی خپل به مابین کی ویلی وو چی ټول خلګ دا وایه چی افغانستان دی دوو خراب کړی نو انشالله دا دوه به جوړه وی او دحزب لوړ رطبه خلګ راغلی وو دحزب دمرکزی دفتر چی په کابل کی دی ولیدل او دوی کابل والاته وویل موږ ستاسی داعتلاف مخالف نه یو. او مشر تابه دوی اوهغه دواړه طرفه دیوه مکس سه ورسته کابلیانو ورته وویل تاسی څه غواړی ؟هغه ورته وویل هغه غواړو چی امکان یی وی
    داخو اوه نفره شول تر اوسه پوری هغه څلور نور کسه کاندیدان څوک په حساب کی نه راولی ددی حقیقت سه باید څوک سترګی پوټی نه کړی چی دزلمی رسول حمایت نه شته حمایت یی ډیر دی

  47. سلام و احترامات برای همه خوانندگان
    همینطور اگر پوستکنده و وطنی برایتان بگویم خو
    این آدم خو گپ زدن خوده هم یاد نداره
    و معاونین این هم همان گرگ صفتان هستند که به هر نوع باشد ممکن افغانستان را در مشکلات بیشتر و بزگتر از حالت فعلی قرار دهند
    زلمی جان میگه
    تیم مه نهایت دارای مردم پاک نفس هستند که هیچ سابقه اختلاص یا دزدی (فساد اداری) دست ندارند
    ولی از یاد ما برامد که جناب معاون اول تان ضیا مسعود
    که در وقت سابق معاون اول کرزی بود با 2 میلیون دالر نقد در میدان هوایی دوبی گیر آمد
    این خو یک مثال آنست که همه ما خبر داریم
    فکر کنید که در پشت پرده چی خواهد باشد

  48. وروڼو تاسو ټولو شاید چی ددی وروڼو مناظری مو په تلویزیون کی کتلی وی چی غبرګ عبدالله ددی پر ځای چی خپله راتلونکی پلانونه مطرح کړی په مستقیمه توګه پر داګتر صیب اشرف غنی نیوکی وکړی زه فکر کوم چی دا ددی خپله ناکامی ښایی، بله دا چی ګل آغا شیرزی په ډاګه داسی تبصری کوی چی اشرف غنی خپله کابینه له پخوانی کمونستانو څخه جوړی او دا به هم زمونږ وروڼه اوریدلی وی دا خو د انتخاباتو د کړنلاری سره یو ټکر دی او د انتخاباتو دفتر باید دوی ته اخطار ورکړی چی داسی کارونه دی نه کوی بله دا چی ولس ښه پوهیږی چی چاته رایه باید ورکړی د داکتر صیب اشرف غنی پخوانی ریکارډ تولو ته معلومه ده او د شیرزی، عبدالله و غیره هم ټولو ته معلومه ده ، بله مهمه خبره داده وروڼو یو څه ګونګسی می اوریدلی دی چی دغه ډله غواړی اشرف غنی ناکامه کړی نو ستاسو وروڼو هر یو سره چی په دی هلکه هر څه اسناد موجود وی مسولو مقاماتو ته یی ورکړی تر څو ددغی کرغیړنی پریکړی مخه ونیول شی او بله دا چی دا هیواد او دا مظلوم ولس به هم ددغو خونخوارو څخه خلاص شی. بس دی دوی دا هیواد او دغه مظلوم ولس یی ډیر وزبیښل نور له ټولو څخه هیله کوم راویښ شی او خپل د ژوند او مرګ پریکړه خپله وکړی

ځواب ورکول yaghee ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *